Announcement

Collapse
No announcement yet.

د( تون) د كلمې څېړنه by prof sediqullah reshtin

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د( تون) د كلمې څېړنه by prof sediqullah reshtin

    د( تون) د كلمې څېړنه




    تون د پښتو يو پخوانى ظرفى تورى دى- چې د ځاى او مقام معنى وركوي- د پښتو په پخواني ادب كې خاص د ځاى په معنى راغلى دى - لكه د شيخ اسعد سوري په دې بيت كې چې د امير محمد سوري په ويرنه كې يې ويلي دى :
    په جنت كې دې وه تون زموږ واكمنه
    هم په تا دې وي ډېر لور د غفار
    د شيخ اسعد (۴۲۵ هـ) نه وروسته د شيخ متي بابا(۶۲۳ هـ) په يو شعر كې هم د ځاى په معنى راغلى دى :
    په ژړا ژاړم چې بېلتون دي
    يمه پرديس بېل مې تون دى
    د تون ويى په سانسكريت كې هم د (ستهان)په شكل موجود دى،او دغه د ځاى،ټاټوبي او هېواد معنى وركوي. دغه (ستهان)( ستان) په بنه د ملكونو او هېوادو د نومو په آخر كې د ظرفي پسينې په توګه راځي لكه : هندوستان،عربستان،افغانستان،نورستان او نور...
    په پارسي كې په عام ډول د ظرفي توري په ډول استعماليږي لكه : گلستان،بوستان او نور... له دې نه معلومه شوه چې د پښتو ((تون))د سانستكريت(ستهان)او د پارسي (ستان)درې واړه په معنى او ريښه كې سره يو دي. په خپله (ستان)هم په پښتو ادب كې استعمال شوى دى - لكه چې ښكارندوى (۵۸۰ هـ)د سلطان شهاب الدين غوري په ستاينه كې وايى :
    د اسلام د دين شهاب د نړۍ لمر دى
    تورستان يې كړ رڼا په شهابونه
    په پښتو كې د (تون)په واسطه جوړې شوې كلمې له پخوانه موجودې دي چې هم په ادب كې راغلي دي او هم په خلكو كې ويل كيږى لكه دا وروسته مثالونه :
    ۱ - بودتون : - د بوتخانې په معنى راځي يعنې د بوتانو ځاى.
    ښكارندوى وايى :
    يا به وران كابو د تنونه د بامبڼو
    يا به سره كاندې په يونو هيوادونه
    ۱ - چړتون :- د چړې تيكي او غلاف ته وايى او لفظي معنى يې د چړې ځاى دى. دا نوم هم په پښټو ادب كې راغلى دى تايمنى شاعر د سلطان غياث الدين غوري په ستاينه كې وايى :
    چې توره و كاږي چړتون كړي خالي
    غليم يې كړي په توره سيالي
    ۳ - مېږتون : - دا كلمه په ادب او محاوره دواړو كې ژوندۍ ده او معنى يې د مېږيانو ځاى او سوړه ده. عبدالعظيم راڼي زى (۱۲۵۰ هـ ) وايى :
    خوب به يې مدام لكه هوسۍ په مېږتون وي
    پاتې په چامه شه د اومو غوښو پورونه
    ۴ – مړيستون :- د پكتيا په سيمو كې ادېرې او مقبرې ته ويل كيږي يعنى د مړو ځاى د دې ادبي دليلونو په اساس د ((تون))د كلمې په واسطه ډېرې نوې كلمې هم جوړې شوي او پوره شهرت يې موندلى دى لكه : - (نندارتون،درملتون،روزنتون،پوهنتون،وړكتون،زېږنت ون)
    كه څه هم د ظرف د نامه لپاره په پښتو كې نورې كلمې هم شته لكه : - (ځى ،غالى،جل)خود (تون)په پسينه كې يو خاص خوږوالى او لنډوالى پروت دى چې په نورو كې نه ليدل كيږي.
    په دې مثالونو كې چې د مخه راوړل شول (تون)د ځاى د ظرف لپاره استعمال شوى دى مګر د وخت او زمانې د ظرف لپاره هم راتلاى شي. څنګه چې(ستان)په پارسي كې د زمانې د ظرف لپاره هم راځي لكه په (زمستان او تابستان)كې ،دغسې ((تون))هم په (بېلتون،كونډتون،پېغلتون)كې د زمانې ظرف معنى وركوي. بېلتون يعنې د جدايۍ وخت،كونتون يعنې د كونډتوب زمانه،پېغلتون يعنې د پېغلتوب زمانه .
    په دغو مثالونو كې ((تون))د حالت او كيفيت په معنى هم راځي او د بېلوالى،كونډتوب او پېغلتوب معنى ترى اخستل كېږي چې دا يې مجازي او دوهمه معنى گڼله كيږي. د وصف او حالت لپاره د (توب)پسينه زيات مناسبت او وړتوب لري.په هر صورت له دې څېړنې څخه دا نتيجه لاس ته راځي چې((تون))د ځاى په معنى د ظرف د نامه لپاره يو خوږ،لنډ او موزون تورى دى چې د ظرف د نومو جوړولو لپاره ورځنې پوره فايده اخستل كېداى شي- مګر په ډېرو عامو او بې اهميته ځايو كې يې راوړل مناسب او په زړه پورې نه ښكاري !!



    www.spogmai.com - ?( ???) ? ???? ?????
Working...
X