Announcement

Collapse
No announcement yet.

بلخ او جوزجان ته پخواني راغلي عربان

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • بلخ او جوزجان ته پخواني راغلي عربان

    بلخ او جوزجان ته پخواني راغلي عربان لاهم په عربي غږيږي



    د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې مېشتو پخوانيو راغليو عربانو که څه هم خپل عربي رواجونه له لاسه وركړي ، خو لاهم په خپل منځ كې په مورنۍ ژبه ( عربي) خبرې كوي .

    څه د پاسه ۷۰۰ كورنۍ ، چې د خوشحال اباد او يخدان په نومونودعربانو پخوانيو دوو كليوکې مېشت دي وايي ، کله چې افغانستان د حضرت عثمان رضى الله عنه د خلافت په وخت کې فتحه کېده، له خپلو کورنيو سره له عربستان څخه د اسلام د تبليغ په موخه راغلي او تراوسه دلته پاتې دي.

    د خوشحال اباد كلي مشر په مورنۍ ژبه ځان داسې را وپېژاند : (اسمي ضياد الله بن عبدالروف من قرية خوشحال اباد و هكذا قريه دار خوشحال اباد.)، ((نوم مې ضياد الله د عبدالروف زوى يم. د خوشحال اباد له كلي څخه يم او همدا رنګه د دغه كلي مشر يم.))
    هغه وويل چې د دوى ماشوم لومړى عربي ژبه زده كوي او وروسته بيا د هېواد له نورو ژبو شره اشنا كېږي .
    ضياد وايي چې اوس يې هم په كلي كې داسې ښځې شته، چې پرته له عربي په نورو ژبو نه پوهېږي، هغه د خپلې ۹۲ كلنې انا يادونه وكړه ، چې پرته له عربي په بله ژبه خبرې نشي كولى.
    خو نوموړي اندېښنه وښوده، چې ژبه يې د وركېدو په حال كې ده، د هغه په وينا،دوى د خپلې ژبې د ودې لپاره هېڅ ډول اسانتياوې نه لري .
    هغه څرګنده كړه ، چې ماشومان يې په ښوونځيو كې په دري ژبه لوست كوي او همدا ده چې د دري او نورو ژبو تر تاثير لاندې راځي او د وخت په تېرېدو يې خپله ژبه هېرېږي.
    د خوشحال اباد كلي مشر هيله څرګنده كړه چې كه دولت ورته په مورنۍ ژبه دلوست اسانتياوې برابرې كړي نو ممكن ژبه يې ژوندۍ پاتې شي.

    د بلخ د پوهنې رييس محمد ظاهر پنهان وايي، چې اړوند وزارت په پام كې لري ، چې په پښتو او دري ژبو د كتابونو د چاپ او خپرواي د لړۍ څخه وروسته د هېواد په نورو سيمه ييزو ژبو هم د لوست كتابونه چاپ او ښوونځيو ته ووېشي.
    خو نوموړي اندېښنه وښوده ، چې د سيمه ييزو ژبو په كتار كې د عربي ژبې يادونه، نه ده شوې.

    دغو عربانو كه څه هم خپله ژبه يو څه ساتلې ده، خو خپل رواجونه يې په پوره توګه هېر كړي اوافغاني رواجونه يې خپل كړي دي.

    د يخدان كلي يو تن اوسېدونكي ۶۳ كلن حاجي محمد صديق وويل چې دوى اوس افغانان دي او په افغانستان كې د عربانو نه ، بلكې د افغانانو رواجونه ترسره كوي.
    نوموړي زياته كړه چې د ده لا هم په ياد دي، چې په ودونو كې به يې ځانګړي مراسم ترسره كول .
    هغه د بېلګې په توګه وويل : (( موږ چې به كله ناوې د پلار له كوره را روانه كړه نو مخكې له دې چې د خسر كره ننوځي، ناوې به پر آس سپره وه اومېړه به يې له اورڅخه اوه ځله تاووله او بيا به يې په غېږ كې واخيسته او خپلې كوټې ته به يې يوړه.))
    حاجي صديق د خپل ماشومتوب د وخت د درملنې يوه بېلګه وړاندې كړه، ويې ويل چې په كلي كې به يې پر يوه ونه زانګو تړل شوې وه چې ناروغ ماشومان به يې د درملنې لپاره ورته راوستل.
    د هغه په وينا، ناروغ ماشوم به يې په زانګو كې واچاوه او لګېدلې شمه به يې ترې تاووله.
    محمد صديق وويل چې خلكو عقيده درلوده، چې په دې يې ماشومان رغېږي.
    نوموړي زياته كړه چې دې ته ورته ډېر دودونه يې له لاسه وركړي دي، هغه وويل ( اوس افغانان يو او په افغاني دودونو ژوند پر مخ بيايو .))

    د دغو دواړو كليو اوسېدونكي د كرنې تر څنګ د غاليو اوبدلو له لارې خپلې ورځنۍ اقتصادي ستونزې اواروى.

    د يخدان كلي مشر ۴۲ كلن محمد نادر وويل چې دوى خپلې ډېرې ورځنۍ ستونزې د ځمكو په حاصلاتو حلوي، خو د ځمكې اود اوبو د كمښت له امله د كلي اقتصادي حالت د اندېښنې وړ دى.
    هغه له چارواکيو څخه غوښتنه وکړه، چې د سيمې خلکو ته د ښو حاصلاتو په خاطر دغه ستونزه هواره کړي.
    نوموړي وايي چې په ډېرو کورونو کې د غالۍ اوبدلو يوه کارګاه ولاړه وي، چې له همدې لارې خپلې اقتصادي ستونزي حلوي.

    د خوشحال اباد كلي د جامع جومات خطيب ۳۸ كلن محمد مختار د خپل راتګ په اړه وويل چې دوى ته كره معلومات نشته ، چې له كوم وخته افغانستان ته راغلي، خو وايي چې د عربانو له قريش قبيلې سره تړاو لري.
    نوموړي زياته كړه چې دغه معلومات ورته هم له خپلو مشرانو څخه خوله په خوله ورپاتې دي.

    د بلخ د اطلاعات اوكولتور رييس صالح محمد خليق د دغو عربانو په هكله وويل چې دوى ممكن د حضرت عثمان رضى الله عنه پر وخت افغانستان ته راغلي وي.
    نوموړي زياته كړه چې د عربانو له لوري د افغانستان د فتحې پر وخت چې عربي لښكرې د جګړې لپاره راتللې نو ورسره به ځينې عربي كورنۍ هم د اسلام د تبليغ په موخه راتلې.
    د هغه په وينا ، ممكن دا هم د هماغه كورنيو له ډلې څخه وي چې تر دې دمه پاتې شوې دي.
    خليق وويل چې د دوى ژبه اوس د سمې عربي په شان سوچه نه ده پاتې، هغه زياته كړه چې دوى په نيمه عربي ژبه ګړېږي .
    نوموړي زياته كړه چې دغه عرب د افغاني كولتور او ژبو تر تاثير لاندې راغلي دي او د هغه په وينا، همدا لامل دى، چې ژبه يې سوچه نه ده پاتې .

    په بلخ سربېره په جوزجان كې هم د عربانو ځينې كورنۍ استوګن دي چې لا هم په مورنۍ ژبه ګړېږي.
    د خوشحال اباد كلي مشر ضياد وويل چې د شبرغان د حسن اباد او داقچې د سلطان اريغ كليو ټول اوسېدونكي عربان دي .
    نوموړي زياته كړه چې په دغو دواړو كليو كې هم نږدې ۷۰۰ كورنۍ اوسېږي، چې په عربي ژبه خبرې كوي.
    دهغه په وينا، دوى له هغو سره تګ راتګ لري او د دغو څلور واړو كليو ځينو كورنيو پخپلو كې خپلوۍ هم كړې دي .

  • #2
    ترجمه
    feroz afridi
    افغانستان کے مختلف صوبوں( بلخ او جوزجان ) میں زمانہ قدیم سے اباد عرب اب بھی اپس میں عربی زبان میں بات کرتے ہیں۔
    صوبہ بلخ کے دولت اباد ضلع میں زمانہ قدیم سےاباد عربوں نے گو اپنے رسم و رواج ترک کئے ہیں مگر اپس میں اب بھی عربی میں گفتگو کرتے ہیں۔
    تقریبا سات 700سو سے اوپر خاندان خوشحال اباد اور یخدان نام کے دو گاوں میں اباد ہیں۔
    عرب حضرت عثمان رضی اللہ تعالی کے زمانے سے افغانستان کے فتح کے بعد بغرض تبلیغ اپنے خاندانوں سمیت ائے ہوئے ہیں ۔


    خوشحال اباد گاوں کے ایک بزرگ نے اپنی تعارف عربی زبان میں اس طرح کی:
    : (اسمي ضياد الله بن عبدالروف من قرية خوشحال اباد و هكذا قريه دار خوشحال اباد.)، ((میرا نام ضياد الله بن عبدالروف ہے. خوشحال اباد گاوں سے تعلق ہے .))

    انہوں نے کہا کہ ہمارا بچہ پہلے عربی سیکھتا ہے او بعد میں دوسرے رائج زبانیں سیکھتا ہے۔

    ضیاد کہتا ہے کہ اب بہی گاں میں ایسی عورتیں ہیں جو عربی زبان میں بات کرنے کے علاوہ کسی دوسری زبان میں بات نہیں کرسکتی۔انہوں نے کہا کہ انکی 92 سالہ بزرگ دادی عربی کے علاوہ کسی اور زبان کو نہیں جانتی۔

    ضیاد کو اندیشہ ہے کہ انکی زبان یہاں کے اباد عربوں میں مٹنے والی ہے کیونکہ عربی کو ترقی اور ترویج کے لئے کوئی سہولت نہیں ہے۔

    انہوں نے مزید کہا کہ انکے بچے سکولوں میں دری، فارسی میں تعلیم حاصل کرتے ہیں اس لئے فارسی اور دوسرں زبانوں کی اثر سے اپنی زبان بھول رہے ہیں۔

    خوشحال اباد کے بزرگ نے بتایا کہ اگر حکومت نے انکی مادری زبان میں تعلیم حاصل کرنے کے لئے سہولت فراہم کی تو شائید انکی زبان مٹنے سے بچ جائے۔


    بلخ کے محکمہ تعلیم کے رئیس محمد ظاہر پنھان کہتاہے کہ ہماری وزارت کی توجہ اس بات پر ہے کہ دری اور پشتو کے علاوہ دوسری مادری زبانوں میں بھی کتابیں چھاپیں اور سکولوں اور دوسرٰے تعلیمی اداروں میں پہنچائیں۔مگر انہوں نے کہا کہ بدقسمتی سے ان زبانوں میں عربی شامل نہیں ہے۔


    ان عربوں نے اپنے طور پر اپنی زبان کو قائم ضرور رکہا ھوا ھے مگر انکی رواجیں تقریبا ختم جبکہ افغانی رواج اپنایا ہوا ہے۔

    یخدان گاوں کے 63 سالہ محمد صدیق نے کہا کہ اب ہم افغان ہیں اور افغانستان میں عربوں کانہیں بلکہ افغانی رواج کو پنایا ہے

    . اہوں نے کہا کہ مجہے یاد ہے کہ کس طرح ہم شادی بیاہ میں اپنی رواج کے مطابق دلہن کو جب میکے سے روانہ کرتے تہے تو سسرال کے گھر میں داخل ہونے سے پہلے گھوڑے پر بیھٹا دیتے تھے۔ پہر دولہا گھوڑا پکڑ کر اگ کے ارد گرد سات پھیرے لگا دیتا تھا۔اخیر میں دلہن کو گھوڑے سے اترواکر گود میں اٹھا کر اپنے عروسی کمرے تک لے جایا جاتا تھا؛


    حاجی صدیق نے بتایا کہ مجہے یاد ہے کہ بیمار بچوں کی صحتیابی کے لئے ٹوٹکے استعمال کرتے تھے۔
    گاوں میں ایک درخت کی شاخ کے ساتھ جھولا لٹکھاتے تھے پھر اس جھولے میں بیمار بچے کو ڈال کر روشن کی ہوئ شمع جھولے کے ارد گرد گھماتے پھرتے تھے۔۔لوگوں کا عقیدہ ہوتا تھا کہ اس طرح سے بیمار بچے صحت یاب ہوجائے گے۔
    يخدان گاوں کے بزرگ 62 سالہ محمد نادر نے کہا کہ ہمارے اقتصادی مشکلات بھی ہیں۔ انہوں نے کھا کہ ہماری گزر بسر زمینی محصلات پر ہیں۔
    مگر اب زمینوں او پانی کی کمی سے یہ مشکلات کچھ زیادہ ہوگی ہیں۔



    خوشحال اباد گاوں کے جامع مسجد کے خطیب ۳۸ سالہ محمد مختار اپنے خاندان کے اباد ہونے کا تذکرہ کرتے ہوے کہتے ہیں کہ ہمیں مصدقہ طور پر معلوم نہیں مگر سینہ بہ سینہ چلی ائی ہوئی روایات سے پتہ چلتا ہے کہ ہم اہل القریش ہیں


    بلخ کے وزارت اطلاعات اورثقافت کے رييس صالح محمد خليق نے ان عربوں کے بارے میں کہا کہ تاریخی شواہد سے اشارے ملتے ہیں کہ یہ لوگ افغانستان کے فتح کے لئے ائے ہوئے لشکر کے ساتھ ائے ہوئے مبلغین کے نسلوں میں سے ہیں۔


    انہون نے مزید کہا کہ ان عربوں کی زبان اب خالص نہیں ہے بلکہ یہ بگڑی ہوئ ٹھوٹی پھوٹی عربی میں بات کرتے ہیں۔


    بلخ کے علاوہ جوزجان میں اباد عرب بھی عربی میں بات کرتے ہیں۔ .
    خوشحال اباد گاوں کے بزرگ ضياد نے کہا کہ شبرغان کے حسن اباد اور داقچې اور سلطان اريغ گاوں کے باسی سب عرب ہیں.

    انہوں نے کہا کہ ان چاروں گاوں میں انکا اپس میں رابطہ ہے او ایک دوسرے کے غمی اور خوشی میں برابر کے شریک ہوتے رہتے ہیں۔

    انہوں نے کہا کہ ہم انہی چاروں گاوں کے لوگ اپس میں رشتے اور شادی بیاہ کرتے ہیں۔

    مترجم فیروز افریدی
    قطر:13 اگست 2008
    Last edited by Feroz Afridi; 11-22-2010, 12:17 PM.

    Comment


    • #3
      دا ادیرې دا مقبرې

      دا ادیرې دا مقبرې
      د پښتنو په خاوره د سؤونو کالو راسې ویجاړې ادیرې


      دا مضمون ما د دستار مجلې د پاره زما مستقل کالم د خلیج غږ جولائ ۲۰۰۵ کښې لیکلې وو.



      دا ادیرې دا مقبرې
      کله چه بنده سترګی پټې کړی نو په زمکه د هغه وجودد خاورو په ډیری بدل شی.

      په ژوند کښې د جائیدادونو مالک د مرګ نه پس په دوه ګزه زمکه کښې ځائ شی.

      هم دغه د فنا او بقا عمل دے. چه د دنیا سره راغلے او تر اخره به دومدار وی.

      جائین ګے جب دنیا سے تو کچه پاس نه هوګا
      دو ګز کفن کا ټکړا تیرا لباس هوګا


      د هر وطن د خلقو د ژوند ژواک دودونه دستورونه جدا جدا دی.
      د هرې خطې ابادی خپل مړی د خپلو مذهبی رسومو او عقائیدو په رڼا کښی سنبهالوی.

      ځینی خلق مړی سوزوی.ځینې خلق مړی ښخوی.
      ځینې ئې په کمرو او غارونو یا بیابان کښې هم دغسې کیږدی.او د مارغانو،ځناورو او خشراتو د سخومې ذریعه وګرځی.

      مسلمان خپل مړی په زمکه کښې ښخوی .
      په مشترکه توګه د زمکې یوه ټکړه بیله کړی او په هغې کښې*خپل مړی د خپلو مذهبی رسمو او عقائیدو په طریقه ښخوی.
      د ډیرو قبرونو دغه تکړې ته ادیره یا مقبره وئیلے شی.

      پښتانه د خپلو مړو په حواله ډیر زیات حساسه دی.
      د دنیا نور قومونه خپل مړی هم په هغه وطن کښې ښخوی په کوم وطن کښې ئې چه د ژوند ورځی شپې تیرې کړې او اخری سلګئ اخېستی وی .ولې پښتانۀ خپل مړی خپل د پلار نیکه وطن ته رسوی او هم هلته ئې تورو خاورو ته سپاری.

      ځکه چه د پښتون وګړی د خپل وطن سره بے کچه مینه ده،لکه چه احمد شاه ابدالی وئیلی وو

      د ډیلی تخت هیرومه چه را یاد کړم
      زۀ د ښکلې پښتونخواه د غرو سرونه

      زمونږ د عصر خبره ده. چه کله افغانان وروڼه د مهاجرت په پائی کښې بیرته خپل وطن ته تلل ،نو د ځان سره ئې د ناصر باغ کچه ګهړئ او نورو ډیرو ادیرو نه خپل شل کله پخواه ښخ شوی مړی راوباسل او د هغو باقیات ئې خپل وطن ته یوړل.

      په خارجی هیوادونو بلخصوص په امریکه او اروپائی هیوادونو کښې میشته مسلمانانو ځان له خپلې خپلې خپلې ادیرې دی او په بیعه د قبر ځائ اخلی او خپل مړی پکښې دفن کوی- ولې پښتانۀ دهر ځائ نه خپل مړی خپل ټاټوبی ته رارسوی او په خپله خاوره کښې ئې ښخوی.

      د پښتون وګړی د پاره دا خبره یو پیغور ګڼلے شی چه د هغه ورور عزیز مړے د په بل هیواد کښې ښخ شی.

      د مړی په راوړلو کښې بلا ډیرې ستونزې او مشکلات وی.ډیر خرڅ په کیږی.ځکه نور قومونه اکثر خپل مړی نه راوړی .
      خو پښتون وګړی داسې ضد لری چه تر څو پورې ئې خپل مړے یو ځل خپل کور ته نه وی راوړې .د هغه زړه او ذهن ته قلار نه راځی.

      او هلته ئې ذهن او زړۀ ارام ومومی چه کله ئې په خپل لاس په خپله ادیره کښې ښخ کړې.

      پخواه به د نړئ نورو قومونو هم د پښتون قوم په څیر د خپل وطن ،کلتور رسمونو رواجونو سره هم دغسې مینه او عقیدت لرلو خو اوس د مادیت زمانه ده او د خلقو رویې مزاجونه احساسات په نورو ترجیحاتو بدل شوی دی.

      په عربو هیوادونو کښې د مړی ژوندی زیات مسؤلیت او کار د حکومتی چارواکو په ذمه وی.

      هر کله چه په عربو کښې مړے وشی نو د ښار بلدیه او محکمه صحت د ملکی قانون تر مخه دغه ذمه واری په لاس کښې واخلی او د حکومت په خرڅ دا هر څه تر سره کوی.

      پخواه به دلته هم د هر قوم قبیلې ځان ځان له ادیرې او مقبرې وے خو اوس د عربو په هیوادونو کښې دا ټول کارونه په اجتماعی توګه د یوې منصوبې لاندې کیږی.

      په کلو او ښاریو کښې د زړو ادیرو نه دیوالونه راتاؤ کړی او په دغۀ ادیره کښې مړی ښخول بند کړی او بیا څو کاله وروستو دغه ادیره همواره کړی او پارک هسپتال یا سکول د رفاه عامه د پاره جوړ کړی.

      نوې ادیره د ښاریې نه دیرش څلوښت کلو میټره لرې جوړه کړی شوې وی او د بلدیه د منصوبو لاندې د اول نه دلته په کافی تعداد کښې په قطار او په ترتیب قبرونه کنستل شوی وی. چه زمکه ضائع نه شی .
      هر کله چه مړے وشی نو بیا ئې د مړی د کورنیو د غړو سره په مشوره په خپل تحویل کښې واخلی او د عزیزانو سره څنګ په څنګ تر اخری تدفین پورې دا ټول کارونه تر سره کوی.

      مړے چه تر څو پورې ښخ شوې نه وی نو د هسپتال په مرده خانه کښې پروت وی او کورونو ته ئې نه راوړی.
      د ټولو دا کوشش وی چه مړے زر تر زره ښخ شی او دغسې د دنیا په کارونو کښې یو ځل بیا شامل شی.او د شکر کلمه اوئی چه الحمدالله د الله مال وو او الله واخیستو.


      خو د بده مرغه په پښتونخواه کښې د عربو په مقابله کښې دادیرو او مقبرو ډیر بد حال دے.
      په سؤونو کالو راسې جوړی ادیرې او مقبرې هم په هغه ځائیونو پراتے دی.
      په دغه ادیره کښې هیچا ته هم د مړود قبرونو شناخت نه وی خو بس په ادیره بلوڅیدل ورته عیب ښکاری.

      دغه ادیرې به د لارې سړک او عین چه د ښار په مینځ کښی وی او ډیره په ارزښتناکه زمکه به بے ترتیبه او بے ځایه قبرونه جوړ شوی وی خو حکومت د داسې قسمه کارونو او منصوبو ذمه واری نه اخلی.
      کله کله د مړی وارثان د مړی سره د مرګ نه وروستو د دعا او د عقیدت په توګه په خپله حجره یا جماعت یا کور سره نزدې پټی کښې ښخ کړی چه بیا وروستو په پښېمان وی.

      په زړو ادیرو خلق خو نه بلوڅی ولې قبضه ګر دلته هم د خپل کومی د ډکولو په خاطر خپله کاروائی جاری ساتی.
      په دغه ادیره د قبضه کولو او پکښې د ناجائزه ابادئ جوړولو کوششونه کوی.

      په قبائیل سیمو کښې په ادیرو لوئ لوئی ځنګلونه او ونې بوټی ولاړ وی او هیڅوک هم ترې یو ډکے نه شکوی .ځکه چه د بابا نه په زړه کښې ډاریږی.
      د خلقو په شعور کښې دا ویره پراته وی چه که دا شین لرګې د پریکړو نو کیدئ شی چه ولی بابا درته زیان درورسوی.

      خلق د حقوق الله او حقوق العباد پروا نه لری خو د باباګانو په معامله کښې خپل ذهن بدلولو ته تیار نه وی

      مونږ لیدلی دی چه په قبائیل سیمو کښې اوس هم په ادیرو او مقبرو لوئې لوئې ځنګلے د ښه علامت په توګه ولاړے وی چه د ادیرې د بزرګئ نښخه ګڼل کیږی .
      که هر څو عقیدوی تصور ئې بد هم دے خو بیا هم د ځناورو،ماحول او اب هوا د پاره ښه کار دے.
      په دغه ادیرو او زیارتونو کښې خلق د لرې لرېځنګلو نه راوړلی لرګی جمع کوی.
      یوے ،سپاره جغ او بیلچې ،کودالے پکښې لکه بطور امنت پراته وی. او هیڅ بلوڅه په نه کوی.

      په ښاریو کښې خو خلق اوس د جماعتونو نه هم پکی راکوزوی او په بازار کښی ئې خرڅوی.

      او دغسې په مشترکه قومی زمکو چه د ادیرو د پاره مخصوصه شوې وی قبضې کوی او په خپل تصرف کښې ئې راولی.

      حکومت ته پکار دی چه دا ټولې ادیرې او جماعتونه او عید مصلې په سرکاری تحویل کښې واخلی او.د ښاریو نه بهر دمنصوبې لاندې یو لویه ادیره جوړه کړی او خلق پابند کړې چه خپل مړی هلته ښخوی او دا ټولې زړې ادیرې څه موده بندې وساتی او بیا ئې د سکولونو پارکونو او هسپتالونو د پاره په کار راولی.
      د دې سره به په ښاریو کښې کشادګی هم راشی.فضا به هم خوشګواره شی. او د خلقو د اسانئ د پاره به سرکاری پارکونه هسپتالونه او سکولونه هم جوړ شی.ځینی خلق به وائی چه ګنی په دې ادیرو او مقبرو کښې زمونږ د پلار نیکه هډوکی خوندی دی او یاتاریخی اهمیت لری نو بیا خو دا ټول کائینات زمکه ، اسمان،غرونه سیندونه او دا ټول وطنونه تاریخی هم دی او د اهمیت وړ هم دی .
      ژوندې خلق به ورله ګوتې هم نه وړی؟.او نه به ئې پکار راولی.؟


      د هر مسلمان بائید دا عقیده وی چه مړے یو ځل په زمکه کښې ښخ شی نو د هغه غوښې او هډوکی د خاورو سره خاورې شی او د جزا او سزا تعلق ئې د روح سره پاتې شی .او روح هسې هم په قبر کښې نه وی.

      هسې هم دوئم او دریم نسل ته د خپلو پلارونو او نیکونو د قبرونو هیڅ څه کومه نښه نشانی یاده نه وی او که فرض که چرته د بادشاهانو او باباګانو قبرونه پاتی هم وی نو د هغوئ نسل به په دغه قبرونو څه کوی؟

      پکار دا ده چه د ژوندی انسان د ژوند د اسانتیاؤ او انسانی خیر ښېګړې د پاره موجود هر یو شئ پکار راوستې شی.

      دا بادشاهان په ژوند هم د لامحدوده جائیدادونو او زمکو او سرو سپینو مالکان وو او په مرګ هم په جریبونو مقبرو او مزارونو کښې پراته دی بل طرف خوار ژوندی انسانان ئې د مزارونو په درونو او دروازو کښې پراته دی . د سر د پټولو سیورې ئې نیشته.
      د تاج محل په لیدو یو

      یو شاعر څه ښکلې شعر وئیلے دے

      ایک شاهنشاه نے اپنی دولت کا سهارا لے کر
      هم غریبون کی محبت کا اړایا هے مزاق


      مذهبی ټهیکدارنو په ژوند هم خوار اولس د استحصال په ژرنده دل کړې دے او د مرګ نه پس ئې هم په عقیدوی رسو داسې تړلې دے چه هم د دوئی په قبرونو او مزارونو کښې د حال او مسقبل فالونه لټوی.

      دا ټولې تیارې به د علم په مشالونو رڼا کیږی
      فیروز افریدی
      جولائ ۲۰۰۵

      Comment


      • #4
        wow.. lots of useful information.. Feroz lala saluts and hatsoff to you..
        yawa narai manena chei taso da PF da gharoo da para domra wakht paida kawei aw pa zda porai malomat monga ta dalai kawei..

        Comment


        • #5
          how come they have to failed the arabiaztion of afghanistan? islam has spread in afghanistan but not the arabic language what could be the reasons?

          Comment


          • #6
            Originally posted by afghan View Post
            how come they have to failed the arabiaztion of afghanistan? islam has spread in afghanistan but not the arabic language what could be the reasons?
            pashto and parsi is both strong arabized. its very difficult to make and build a sentence without using arabic words.

            Comment


            • #7
              Originally posted by Emal_khan View Post
              pashto and parsi is both strong arabized. its very difficult to make and build a sentence without using arabic words.
              yes we can say about the arabization of persian, but not pashto, we have adopted the arabic letters, and few words. the best example is africa, many nations have adopted arabic as their first language.

              Comment


              • #8
                Arabs failed in Arabization of Afghanistan/Iran region due to two factors:
                1. They were satisfied with the area coming under their empire and didn't mengle with the population.

                2. The strong Persian/Farsi culture was not to be easily overcomed and replaced by Arabic language. Now pashto didn't play any part because it was a dead language and it has been only 30 years since it's revival in the time of Zaher Khan.

                It was great farsi(Dari) poets and the strong element in the culture which made it impossible for them to replace.

                Comment


                • #9
                  TheEeagley
                  It was great farsi(Dari) poets and the strong element in the culture which made it impossible for them to replace.
                  Infact farsi/dari without arabic is like a little kid without pamper.

                  Comment

                  Working...
                  X