Announcement

Collapse
No announcement yet.

Pashtun, Afghan, Pathan, Pukhtun etc

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Pashtun, Afghan, Pathan, Pukhtun etc


    د پټهان لفظ په حقله د محققينو رائې:
    ١. کوم محققين چې پښتانۀ بني اسرائيل ګڼي او د قېس عبدالرشيد حاضري په دربار رسالت کښې ذکر کوي نو د هغوي په خيال د حضورصلعم قېس ته ورکړے د بطان لقب په معني د سنګاوڼ وروستو پټهان شو.
    ٢. ښاغلے روشن خان ليکي چې افغانان کله په هندوستان قابض شو نو اکثريت پکښې د بېټني قبيلې سره تعلق لرلو. چې د افغانانو درېمه لويه قبيله ده. لودي، سوري، خلجي او سرواني د دې قبيلې شاخونه دي. دے خلقو د شام د هغې ښار سره تعلق وۀ چې د ارون سيند په مشرق کښې لشبان کښې واقع وۀ او بټهانيا يادېدو. په دې نسبت دوي مشرق کښې بټني ياد شو. هندوستان کښې دوي ته پټهان ووئيلے شو او د وخت په تېرېدو ټولو پښتنو ته پټهان ووئيلے شو. خوشحال بابا هم دستار نامه کښې د پټهان ټکي په حقله ليکي چې دا بطان ټکے سلطان محمود غزنوي د پښتنو دپاره استعمال کړے دے. بطان يو لرګے دے چې جهاز په هغۀ مرتب کېږي.
    د لفظ ((افغان)) په حقله د محققينو رائې:
    ١. دا کلمه د لفظ اوغان نه معرب ده. اسلامي دوره کښې مورخينو پښتنو دپاره استعمال کړې ده. ابونصر محمد عبدالجبار خپل تاريخ يميني کښې صفا ليکي چې افغان کښې د اوغان تعريب دے. ابوريحان البيروني، فردوسي طوسي، ابوالفضل بېهقي او ((منهاج السراج)) دا نامه افغان بيا بيا ياده کړې ده.
    ٢. مسټر بيليو دا لفظ اغوان يادوي. چې د آريائي رېشې سره تعلق لري. دا لفظ افغان د انډيکا مترجم کرنډل د سنسکرت ژبې د يو لفظ وران شوے شکل ګڼي. د قاموس اعلام مصنف شمس الدين وائي چې افغان يو ډېر زوړ قوم دے. چې په پښتو ژبه خبرې کوي او دا ژبه د آريائي ژبو ډله کښې شامله ده. د افغان نوم د دې خلقو دپاره ايرانيانو ايښے دے.
    ٣. چا وئيلي دي چې دا د سنسکرت اپه ګان دے چې معني ئې ((همېشه په کوچ)) ده.
    ٤. په ارمني ژبه کښې اوغان يا اغوان د غرونو د استوګنو دپاره استعمالېږي.
    ٥. يوناني ژبه کښې اګوان هم د غرونو اوسېدونکو ته وائي.
    ٦. د ٢٢٦ ساساني دور په يو کتبه کښې لُر ابګان راغلے دے.
    ٧. مشهور چيني سياح هيون سانګ د کوه سلېمان په لړ کښې ((اے پي کان)) په نامه خلق يادوي. سنسکرت کښې اـ په ګان د هغو دپاره راځي چې هميشه په کوچ وي. شپږمه صدۍ عيسوۍ کښې د هند منجم ورها مهير په خپل کتاب ((بهرت سمهيتا)) کښې هم د ((افغان)) لفظ ياد کړے دے.
    اسلامي دور کښې اول ځل ٣٧٢هـ(٩٨٢ئـ) حدود العالم من الي المغرب کښې افغان ټکے استعمال شوے.
    ٨. د خوشحال بابا د دستار نامې په رڼا کښې د افغان خطې د مهتر سلېمان په وخت ارخيا د ملک طالوت زوے بيانوي هم دغه لړ کښې خوشحال بابا ليکي چې دا اوـ ((غان)) نه جوړ دے. عبرانۍ ژبه کښې ((او)) معني ده ((ګېر)). اوغان د يو دېو نوم وۀ. يعني دېوګير. غان دېو ارخيا نيولے وۀ.
    ٩. ابن بطوطه او فرشته هم د افغان نامه بيا بيا ياده کړې ده. په ٦١٨هـ کښې د افغانستان نامه د پښتنو د مسکن دپاره تاريخ هرات کښې سېفي هروي استعمال کړې ده.
    ١٠. د پښتو ژبې او پښتنو ستر محقق ښاغلے بهادر شاه ظفر ليکي چې ((زما قياس دا دے چې دا نامه (افغان) د دوي (پښتنو) خپله نۀ ده بلکه د ګاونډي قامونو بالخصوص د ارمينيانو له خوا دا نوم دوي ته وئيلے شوے وۀ.
    ١١. د ښاغلي روشن خان په خيال د لفظ افغان اوغان ماخذ عبراني لفظ اب دے چې د معزز، مړني دپاره راځي. يو اب د حضرت داؤد عليه السلام خورئے وۀ او د بن بخد مورث اعلٰي هم وۀ. د جلاوطنۍ نه پس ايرانيانو د اب جمع ابان، اباګان استعمال کړه چې وروستو افغان شو.
    د لفظ پښتون، پشتون او پختون په
    حقله د ځينو محققينو رائې


    ١. د دې لفظ پته اول اول د رګ وېد په پکتها، د اوستا په بخدي او د هيروډوټس په پکتويس کښې بيا موندې شي. د پکتويس او پښتون مطابقت اکثر مستشرقين لکه ټرومپ او ګريرسن وغېره مني.
    ٢. د مارګن سټرن په نزد دا کلاسيکي نوم پشتون دے. د کېمبرج د ډاکټر بيلے هم دا رائې ده. د سټرن په خيال پښتانۀ هغه خلق دي چې بطليموس يوناني پرستې يا پرستائے يا پارستائے PARSTHYES په نامه کړې چې د پارو پامير سلسله کښې اوسېدل. دے ليکي چې د فارسۍ ژبې پشت، د اوستا ژبې پرهستي Prsthee او د سنسکرت ژبې Prsthe يو معني لري. وړاندې وائي چې اوستا او سنسکرت کښې چې د (رس، Rs) مرکب ((ش)) بدلېږي. نو د دې اصول په بنا د (پ، رس، تے يا پ رس تائے) نه پشتے، پشتا جوړېدے شي او دغه پشتا، پشتي وروستو پشتين او بيا پشتون شو.
    ٣. ولې کېرو ليکي چې دا لفظ پښتون دے. دا د قندهار د نرمې لهجې په وجه پشتون شوے دے.
    ٤. د ښاغلي روشن خان په خيال دا د بني اسرائيلو د بني بخت قبيلې سره تعلق لري. ځکه دا پښتانۀ يادېږي.
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    is thier a english translation of this by any chance????

    Comment


    • #3
      Originally posted by king-zazai View Post
      is thier a english translation of this by any chance????
      Here is another;


      Pakhtun, afghan & pathan

      Comment


      • #4
        yar da pashto pe roman english k likha za dase parhawale nasham kana xma khog malgarya.

        Comment

        Working...
        X