Announcement

Collapse
No announcement yet.

Communist Najibullah Ahmadzai exposed - آیا نجیب پېژنئ؟

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Communist Najibullah Ahmadzai exposed - آیا نجیب پېژنئ؟




    دغه عنوان د هغه وړوکي کتاب دی چې د ډاکتر نجیب الله سکه ورور صدیق الله راهي هغه وخت لیکلی چې ډاکتر نجیب ژوندی و، په هغه وخت کې نه ډاکتر نجیب او نه یې کوم خواخوږي او ملګري ددغه کتاب په اړه څه ویلي! او دا ممکنه نه ده چې نوموړی چې شپږ اوه کاله داستخباراتو رئیس پاتې شوی و ددغه کتاب په اړه معلومات نه وي لرلي!

    په هر صورت نوموړی کتاب چې په نېټ کې د ګوتو په لیکنه په پي ډي اف فایل کې نشر شوې، هغه نوادر او حیرانوونکي حقایق پکې نغښتي دي چې بالکل سړی حیرانوي! ما خپله تر ننه پورې دا ګومان نه کولو چې ډاکتر نجیب به دومره بې حیثیته، بې عزته او سپک انسان وي! ما ویل که نور نه وي کم تر کمه انسان خو و! خو د صدیق الله راهي لیکلي حقایق څرګندوي چې ډاکتر نجیب نه یوازې د اسلامیت او افغانیت اصول تر پښو لاندې کړې وو، بلکې د انسانیت پر مخ یې هم مرګوني ګوزارونه کړي! په دې اړه زه نور څه نه وایم، ښه دا ده چې خپله د صدیق الله راهي لیکنه ولوستل شي او قضاوت لوستونکو ته پرېښودل شي، ددې لپاره چې لوستونکي په ځانګړي ډول پښتانه وروڼه د نجیب له حقیقت نه خبر شي زه نوموړې لیکنه په پښتو ژبه ژباړم، د یادونې وړ ده چې په نوموړې لیکنه کې د ډاکتر نجیب دکړو وړو په اړه ځينې داسې الفاظ راغلي او کارول شي چې له اخلاقي او ادبي لحاظه له ګوتو او قلم سره نه ښايي، دا چې ورور یې په دې نیت چې حقایق سم او په بشپړ ډول وښيي، لیکلي دي، د هغه کار دی، ځکه خو زه تر خپله وسه هڅه کوم چې دا ډول توري و نه کارول شي، او مفهوم په نورو ټکو وړاندې کړل شي! خو بیا هم که یې ځای او حالاتو غوښتنه کوله، له اړتیا پرته به یې له کارولو ډه ډه کېږي. ان شاء الله. عبد الخبیر جاهد

    د کتاب فهرست:

    سریزه

    دلیکونکي په اړه

    لومړی فصل: نجیب په ځوانۍ کې.

    دوهم فصل: د نجیب د سیاسي فعالیت پیل.

    دریم فصل: له یوې بدکارې سره د نجیب واده!

    څلورم فصل: خاد او انسان وژونکی نجیب!

    پنځم فصل: د نجیب نورې فجایع

    لومړۍ برخه: د یو ځوان په صفت د نوموړي شخصیت او کړه وړه:

    که څه هم چې کورنۍ یو سپېڅلی تړاو دی، خو ترخه او انکار نا پذیره حقیقتونه له دې هم سپېڅلي دي، کوم چې کله کله کورني تړاوونه او اړیکې داغداره کوي او سره بیلوي یې، او دا بیا څومره ښه خبره ده چې دغه حقایق د تاریخ په داسې نازکو شېبو کې خبرې وکړي چې ملت له مرګ او تورو ورځو سره لاس او ګریوان دی.

    ددغه حقایقو پیل زما د ورور نجیب الله ژوند دی، چې زمونږ د کورنۍ مشر زوی و، زمونږ پلار اختر محمد چې د پکتیا د احمدزیو له قوم څخه و، د خپل اکا له لمسۍ ښاغلې حلیمې سره واده وکړ، ددغه کورنۍ لومړی ماشوم زما خور صالحه وه، دا چې زما پلار مناسب سواد نه درلود، یوازې له ملا نه یې سواد زده کړی و، او له بلې خوا په پښتنو کې د لور زېږیدل شرم ګڼل کېدو، پلار مې د لورد زېږېدو له کبله په غوسه و، له همدې وجې د بل واده په فکر کې و، که ګوري نجیب دنیا ته راغی، پلار مې د نوموړي له زیږېدو سره له دوهم واده نه تېر شو، د نجیب پیدايښت مې د مور او پلار لپاره ښه زیری و، له نجیب نه وروسته دوه نور ماشومان پیدا شول، چې په ماشومتوب کې وفات شول، زه له نجیب نه شپږ کاله وروسته تولد شوی یم. له ما نه وروسته مې خور ( کوکۍ ) او دوه وروڼه، احمدزی او روښان تولد شوي.

    زمونږ کورنۍ په لومړي سر کې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وه، په هغه وخت کې مو د کابل په مرادخانیو کې د خپل مورني نیکه په کور کې هستوګنه درلوده، پلار مې په ماشومتوب کې مور او پلار له لاسه ور کړي وو، له یوه ورور او دوه خویندو سره یې په پکتیا کې د خپل اکا سره ژوند کولو، اکا یې نشوای کولی ددوی مناسبه سرپرستي وکړي، پلار مې له خپل ورور او خویندو سره ډېر سخت ژوند تېر کړی و، کله یې چې خویندو ودونه وکړل، له خپل کوچني ورو سره د ځینو خپلوانو د مرستو په مټ چې په کابل کې وو، کابل ته راغلل، چې بیا وروسته دهمدغه خپلوانو په واسطه یې د خپل اکا لمسۍ چې زما مور کېږي وغوښته او په نکاح یې کړه.

    پلار مې چې نوی له پکتیا نه کابل ته راغلی و، د خپل کور د چارو د پر مخ بیولو لپاره په کار پسې ګرځېدو، بالآخره د قره قل په شرکت او په دولتي ډیپوګانو کې له یو څه کار کولو وروسته یې قطغن ته سفر وکړ، او له محمد ګل مومند سره یې چې دنوموړي ولایت رئیس تنظیمه و، پېژندګلوي شوه، چې دغه پېژندګلوي بیا په دایمي انډیوالۍ بدله شوه، محمد ګل مومند مې پلار د نوموړي ولایت په یوه علاقه دارۍ کې د علاقه دار په توګه وټاکلو، چې د ډېر وخت لپاره یې په نوموړي ځای کې په ګڼو علاقه داریو کې دنده تر سره کړه، تر دې چې محمد ګل مومند له خپلې دندې نه لېرې کړل شو، او په کور کیناست، پلار مې هم له هغه نه وروسته له دندې تر سره کولو لاس په سر شو، او بیرته کابل ته راغی.

    پلار مې له محمد ګل مومند سره د ملګرۍ او پېژندګلوۍ له کبله لږ لږ له سیاسي مسایلو سره علاقه پیدا کړې وه، خو یوازې د پښتونیزم او تر پښتونستان پورې د تړاو لرونکو مسایلو په اړه. نوموړي له محمد ګل مومند سره د اړیکو په ساتلو کې له ډېرو کسانو سره پېژندګلوي پیدا کړه.

    په دې وخت کې مې پلار بیکاره و، کورنی اقتصادي حالت مو چندان ښه نه و، محمد ګل مومند چې زما له پلار سره یې نېږدې اړیکې لرلي، او پوهېدو چې د ژوند شرایط یې ښه نه دي، پلار ته مې یې مشوره ور کړه تر څو د دولتي څانګو په یوه برخه کې د یوې دندې د پیدا کولو لپاره عریضه وکړي. په هغه وخت کې محمد داود لومړی وزیر و، دا چې محمد ګل مومند پوهېدو چې څه ډول د محمد داود پام خپلولی شي نو پلار ته مې یې مشوره ور کړه تر څو په عریضه کې داسې ټکي ځای پر ځای کړي چې د محمد داود خوښ شي، پلار مې همدا کار وکړ، عریضه یې وړاندې کړه، ډېر وخت تېر نشو چې پلار مې د محمد داود له خوا ور وغوښتل شو، او له لیدو کتو وروسته یې عبد الملک عبد الرحیمزي ته چې د ماليې دوزیر په توګه یې دنده تر سره کوله ور معرفي کړ، تر څو د خپل وزارت په کومه اړونده اداره کې یې مقرر کړي.

    عبد الملک عبد الرحیمزي نوموړی د نقلیاتو په ریاست کې چې بیا وروسته د ترانسپورت ریاست شو، مقرر کړ. او د دندې د تر سره کولو په منظور یې پېښور ته د نقلیاتو د مدیر په توګه ولېږلو. د پښتونستان پر سر د افغانستان او پاکستان د اړیکو له خړپړ کېدو وروسته د جانبینو دفترونه په دواړو هېوادونو کې وتړل شول! پلار مې بیرته کابل ته راستون شو.

    هغه وخت چې پلار مې په پېښور کې و، د نیک محمد په نامه یو کس چې هغه هم په پېښور کې په افغان تجارتي وکالت کې مامور و، زما خور یې غوښتې وه، تر څو واده ور سره وکړي، پلار مې پرته له دې چې د نوموړي سابقه، اخلاق، کړه وړه مطالعه کړي، د نوموړي د زیات فشار او ټینګار په نتیجه کې دغه خیښي وکړه، خپله دیارلس کلنه لور صالحه یې دغه فاسد سړي ته چې د نجیب د چټلکاریو د پیل سبب شو ور کړه!

    زه په دغه وخت کې پنځه کلن ماشوم وم، او دماشومتوب په همدې بې خبره عمر کې مې د خپلې خور له خاوند نه کرکه درلوده، ښه مې نه ایشیدو، سره له دې چې د نوموړي په اړه مې کافي او مناسب معلومات نه لرل، مګر نجیب چې لوی و، تقریبا د ښوونځي په پنځم ټولګي کې و، له همغه لومړي سره یې له نوموړي سره ښې اړیکې لرلې!..

    نور بیا

    عبد الخبیر جاهد
    Last edited by Shamlawar Khurasani; 12-18-2013, 03:46 AM.
    Originally posted by Firdousi
    Never talk with Afghans about politics. All their political knowledge is limited to conspiracy theories, political demonization and contradictions. No logic, no reason.

  • #2
    پلار مې کله چې محمد داود د صدر اعظمۍ له پوست نه څنګ ته شو، له پېښور نه کابل ته تبدیل شو، خو له نوموړي سره یې خپلې شخصي اړیکې ساتلې، ډېر ځله به د لیدو کتو لپاره د محمد داود کور ته ور تلو، دا چې محمد داود د پښتونستان موضوع جدي نیولې وه، د خدايي خدمتګارانو د تحریک او د سورو جنډو والاوو چې د عبد الغفار خان تر مشرۍ لاندې یې فعالیت کولو ملاتړ کولو، پلار مې هم د خپل پښتونیستي اړیکو له مخې د محمد داود د دريځ ننګه کوله، او ستایلو به یې، د اړیکو همدا ادامه ددې لامل شوه چې پلار مې یو ځل بیا د محمد داود د ولسمشرۍ پر مهال په پېښور کې د هغه د باور وړ کس او د تجارانو د وکیل په توګه مقرر شي.
    پلار مې په پېښور کې دخپلې هستوګنې پر مهال د صوبه سرحد له مشهورو کسانو او د خدايي خدمتګارانو له تحریک سره چې بیا وروسته یې د عوامي نشنل ګوند را منځ ته کړ اړیکې پیدا کړې وې، له عبد الغفار خان ( پاچاخان )، عبد الغني خان د عبد الغفار خان مشر زوی، عبد الولي خان د عبد الغفار خان زوی او د عوامي نشنل ګوند مشر، ارباب سکندر خان خلیل، اجمل خټک او له دا ډول نورو خلکو سره یې دوستانه اړیکې لرلې، کله کله به یې لیده کاته ور سره کول، د پلار دغه پېژندګلوۍ مې په پېښور کې د نجیب د فعالیت لپاره ښه زمینه برابروله، چې بیا وروسته د دموکراتیک خلق ګوند له دغه پېژندګلوۍ نه زیاته ګټه پورته کړه.
    کله چې مو چې پلار په پېښور کې و، د ښوونځیو له ژمنیو رخصتیو نه په استفادې سره به مونږ له خپلې کورنۍ سره هلته تللو، تقریبا هر کال به مو درې میاشتې هلته تېرولې، زه په هغه وخت کې په ابتدايي ښوونځي کې وم، او نجیب په حبیبیه لیسه کې د ثانويې دورې په زده کړو بوخت و. نوموړی په ابتدايي دوره کې د زده کړې له مخې وتلی او لایق زده کوونکی نه و، ښو نومرو اخیستو ته یې چندانې پاملرنه نه کوله. ډېر وخت به له خپلو ټولګیوالو او د هستوګنې د ځای ( کوڅې ) له هلکانو سره د ماشومتوب د وخت په لوبو بوخت و. تل به یې دا هیله لرله چې د هغوی په منځ کې مهم کس وي، د نوموړي ځانځاني ددې لامل ګرځېده چې ډېری وخت له هغوی سره په جګړو او کشمکش کې وي، دوه ځله یې د جنګ په نتیجه کې پزه ماته شوې وه، د ابتدايي دورې له خلاصېدو وروسته یې ډېره علاقه درلوده چې د کور په چاپیریال کې حاکم او نافذ و اوسي! ددې تر څنګ یې همدا ډول د کوڅې او دښوونځي دهلکانو تر منځ ځان ته یوه ډله جوړه کړې وه، چې کولی یې شوای له هغوی سره وګرځي را وګرځي.
    نوموړي له موسیقي او هندي نڅاګرو سره ډېره مینه لرله، ډېرې شپې به یې د نڅاګرو خوبونه لیدل! چې دی ېې دفلم هیرو وي! د ښو جامو اغوستلو ته یې پاملرنه کوله، البته هغه به یې د کور د بدبختۍ په بیه تیارولې! په دا ډول چارو کې به نجیب زما د خور د خاوند نیک محمد له ملاتړ نه برخمن کېدو، د نجیب د لګښتونو ډېری پیسې به نیک محمد ور کولې! ځکه چې نیک محمد خپله د کمزوریو اخلاقو خاوند انسان و، په ځانګړې توګه نوموړي له بد اخلاقه هلکانو او بدکاره ښځو سره اړیکې ساتلې! او نجیب یوازینی کس و چې د نوموړي په دغه کړنو خبر و، او ښه پوهېدو چې نیک محمد د سردار مهتاب د کلا په مهمانخانه کې چې دده د جرم له ملګرو نه و څه ډول بیکاره او د انساني اخلاقو پر خلاف کړنې تر سره کوي!
    دا چې نیک محمد نه غوښتل په کور کې یې راز افشا شي نو نجیب یې په څنګ کې نیولی و، او د هغه د پټه خوله پاتې کېدو په بدل کې یې کلنګ ور کولو، د نجیب د عیاشۍ او لګښتونو پیسې به یې ورته برابرولې! نیک محمد استفاده طلبه او رشوت خور سړی و، کله یې چې په تورخم کې د ګمرک د مدیر په توګه دنده تر سره کوله، قاچاق او قاچاق بري دنوموړي ورځنی کار و، زما په یاد دي چې د شپېتو لکو افغانیو شاوخوا په بیه برنجي خښتو ته یې چې په هغه وخت کې ډېرې پیسې وې، طلايي رنګ ور کړی و، او په یو هندي تاجر باندې یې خرڅې کړلې، او دغه معامله د شورا د دولسمې دورې له انتخاباتو سره په نېږدې وخت کې وه، نیک محمد له ډېرو پیسو نه په استفادې سره چې د رشوت خورۍ او قاچاقبرۍ له لارې تر لاسه کړې وې، د کوهدان له میربچه کوټ سیمې نه ځان دولسمې دورې ته کاندید کړ، مګر یو ناڅاپه د هغه د قاچاق مسله رسوا شوه، دامنیتي چارواکو له خوا ونیول شو او زنداني شو، نجیب په دې وخت کې منځګړیتوب وکړ، د نیک محمد د خلاصون لپاره یې له امنیتي او نورو چارواکو سره اړیکې نیولې، نجیب د کابل د امنیه قوماندانۍ مشر ته چې ګل نبي خان نومیده څلور لکه له قاچاق نه لاسته راغلې پیسې ور کړې چې له زندان نه د نیک محمد د خلاصېدو لامل شوې.
    نیک محمد له خلاصېدو وروسته د نجیب د هڅو بدله ور کړه، ښه او زیات د عیاشۍ او ښه وخت تېرولو امکانات یې په واک کې ور کړل. نجیب د نیک محمد د رشوت او قاچاقبرۍ په مفتو پیسو هند ته یو سفر وکړ، او بیا یې هم په آرام زړه د نیک محمد په څنګ کې شرمېدلي ژوند ته ادامه ور کړه، مونږ په همدې وخت کې د ده افغانانو له کور نه کارته پروان ته کډه کړې وه، د تېر په څېر په یو لوی کور کې چې نیک محمد د رشوت خورۍ په پیسواخیستی و، په ګډه یو ځای ژوند کولو، دغه کور زمونږ د بود باش له تعمیر پرته مهمانخانه هم لرله، چې له هغې نه دمیلمنو لپاره کار اخیستل کېدو، نجیب به خپل ډېر وخت په همدې ځای ( مهمانخانه ) کې تېرولو.
    نجیب د خپلې ځوانۍ او جنسي غرایزو په ځواکمن پړاو کې و، چې په یوه حیواني اوغیر انساني توګه به یې پوره کولې، د یوه چټل حیوان په څېر به یې د ناتوانه خلکو په ښځو، لورانو، او ښایسته هلکانو حملې کولې! له خپلو ملګرو سره په ګډه به یې په خپل منځ کې یو له بل سره د لواطت بد عمل تر سره کولو، ډېری وخت به د همدې کشمکش له وجې جنجال او جګړه پېښېده! نجیب به له خپلو ملګرو سره په ډله ایزه توګه له جانب مقابل سره جګړه کوله، یو او بل به یې سره وهل، نجیب د زیبايي اندام د سپورت وسایل په کور کې تیار کړي وو، هر مازدیګر له سپورت او وزن پورته کولو ورسته به دخپلو همجنس بازانو له ډلې سره یو ځای کېدو او نوې فتنې او فسادونه به یې تر سره کول. نجیب له هغو مادي امکاناتواو پیسو نه په استفادې سره چې په واک کې یې وې، له هلکانو سره د بدکارۍ تر څنګ له نجونو سره هم بدکارۍ کولې! تاج محمد او امیر محمد د هغو هلکانو له ډلې څخه وو چې نجیب به له نیک محمد سره په ګډه د کور په مهمانخانه کې بدکارۍ ور سره کولې!
    زما په یاد دي چې یوه ورځ د نجیب یوه ملګري چې تور ببرک نومېده، یو ځوان یې په یوه بهانه د دوه درې نورو کسانو په واسطه د نیک محمد مهمانخانې ته راوست، او په ګډه یې د هغه په عزت او شرف تجاوز وکړ، چې د نجیب او ملګرو دغه شرمناک انسان ضد عمل نوموړی ځوان تر دې کچې وځورولو چې د مرګ لامل یې شو! نجیب به له خپلو ملګرو سره جوالیان چې یوه محرومه طبقه ده په بهانو مهمانخانې ته راوستل، بیا به یې دروازه ټینګه بنده کړه، او تجاوز به یې پرې کولو! نجیب همدا رنګه له نجونو سره هم ډېر عشق بازۍ لرې، له قمر او ګل غټۍ نه نیولې تر مستورې اصیل او نجیبه کوهستانۍ او نورو پورې بدکاره نجونې د نجیب معشوقې وې!
    زما ښه په یاد دي چې کله زما مشره خور له ګل غټۍ سره د نجیب له عشقي اړیکو نه خبره شوه، له نوموړي سره به یې جنجال او کشمکش شو، غوښتل یې له نوموړې نجلۍ سره د نجیب د اړیکو مانع وګرځي، مګر نجیب تر دې کچې و ډبوله چې ملا یې عیبي شوه! په دې وخت مې نیا غوښتل له خور نه مې دفاع وکړي، تر څو له وهلو ډبولو نه د نوموړې د خلاصون لامل وګرځي، مګر نجیب پرته له دې چې د هغې سپین سري، مشري او احترام په نظر کې ونیسي، د وحشي حیوان په څېر یې پر هغه هم حمله وکړه، هغه یې هم تر بې رحمه ګوزارونو لاندې راوسته! هغه ښځه چې له مونږ سره یې د ېوې نړۍ مینې او عاطفې په واسطه زمونږ غم خوړلی وو، باید د هغې احترام یې کړی وای، مګر د هغه په وړاندې د لویې ګناه او بې حرمتۍ مرتګب شو، چې د بخښلو نه دی!
    نجیب یوه ورځ چې جیب یې له روپیو تش شوی و، مور ته مې راغلو، او روپۍ یې ترې وغوښتې، مور مې چې روپۍ يې نه لرلې، منفي ځواب یې ور کړ، نجیب خبرې ور سره غبرګې کړې، تر دې چې بالاخره خبره جنجال ته ورسېده، مور مې د نجیب تر وحشیانه وهلو ټکولو لاندې راغله! ځکه چې د نوموړي د عیاشۍ د لګښت پیسې یې ور نه کړې! مور تر ډېره پورې خپل هغه ويښتان چې نجیب پرې کښلي وو، د یوې ترخې خاطرې په توګه له ځان سره ساتلي وو! ... نور بیا
    یادونه:
    ځینو لوستونکو په نېټ کې د ( آیا نجیب را می شناسید ) د کتاب د آدرس غوښتنه کړې وه، دا دی هغه آدرس: http://khorasanzameen.net/php/pdf/sbaha01.pdf
    او دا هغه آدرس دی چې صدیق الله روهي په ۱۳۶۷ هـ ش کال کې کوم وخت چې ډاکتر نجیب په قدرت کې و، له امریکا ږغ رادیو سره د خپل ورور نجیب او کمونیستانو د حقیقت روښانه کولو په موخه ژوندۍ مرکه کړې ده: ‫اعترافات صدیق الله راهی برادر داکتر نجیب اللهAfghan‬‎ - YouTube (Preview)
    عبد الخبیر جاهد
    Originally posted by Firdousi
    Never talk with Afghans about politics. All their political knowledge is limited to conspiracy theories, political demonization and contradictions. No logic, no reason.

    Comment


    • #3
      نجیب له سخت دریځۍ او بد خويۍ سره هوکړه کړې وه، او دغه اخلاق یې د خپل ژوند یو امتیاز ګڼلو، ویاړل یې چې د کور ټول غړي له ده څه یرېږي، له دې وجې چې مور، نیا، ماما، خورګانې او واړه وروڼه مرګوني وهي! د درواغزن غرور او رواني آرامۍ احساس یې کولو!
      نجیب له خپل دغه کردار سره هم کرکه پنځوونکی او هم ډار اچوونکی و، نوموړي دکورنۍ ټول غړي وهل او ټکول، له پلار نه مې پرته، بل هېڅوک د نوموړي له وهلو ټکولو نه بې داغه نه وو پاتي، دنوموړي دغه وهل ټکول تر دې کچې وحشیانه وو چې زمونږ د کورنۍ معصومو ماشومانو به چې کله دده آواز واورېدو، غړي به یې وتښتېدل، او له ډاره به یې ځان ته یو پناه ځای لټولو! د نجیب وهلو ټکولو زمونږ د کورنۍ ډېری ماشومان په رواني ناروغیو اخته کړل! ټول جنجالي، بد اخلاقه، سخت او بې کاره راغلل، په ټولنیزو تعاملاتو کې ځانځاني او سختي اکثرا د دوی د تعامل یو جزء لایتجزی ګرځېدلی! لکه څنګه چې علمي تحلیل حکم کوي چې له ماشومانو سره سخت چلن د هغوی په لویوالي کې را څرګندېږي، او د ماشومانو شخصیتونه هماغه د ماشومتوب په وخت کې جوړېږي، پر همدې اساس له ماشومانو سره د بد او سخت چلن مخنیوی دقیقه پاملرنه غواړي.
      مګر نجیب په بې پروایۍ سره پرته له دې چې رواني او روحي حساس مسایل په نظر کې ونیسي، زمونږ په بې رحمانه وهلو ټکولو به یې لاس پورې کولو، او ټول یې بې روحيې افراد او ډارن جوړول!
      نجیب د ښوونځي په ثانوي دوره کې ښې نومرې لرلې، دساینس او ریاضیاتو په مضامینو کې به یې لوړې نومرې اخیستې، د خپل ټولګي ممتاز زده کوونکی ګڼل کېدو، نوموړی له ښه استعداد نه برخمن و، مګر متاسفانه چې په سالمه او سمه لار کې یې له هغه نه ګټه پورته نه کړه، هر وخت یې د فتنو په جوړولو کې ګټه ترېنه اخیسته. نجیب د حبیبیې ښوونځي تر پایه د پلار د تېر ایستلو لپاره مې د اخلاقي فساد تر څنګ دیني فرایض تر سره کول، لمونځ یې کولو، روژه یې نیوله، د قرآن کریم ختم به یې کولو.
      پلار مې چې دینداره سړی و، د نجیب په دې کار به خوشحاله کېدو، خو که یې اولادونه په غلطو لارو تلل، ده یې د اصلاح او ښه والي لپاره هېڅ ډول هڅې په کار نه اچولې! پلار مې هېڅکله د کورنۍ د یوه مسول او رئیس په توګه و نشو کړی چې د پلارتوب دندې تر سره کړي، د غفلت په خوب کې داسې ډوب و چې هېڅ کله نه پوهېدو چې دده په کور کې څه تېرېږي، او زوی یې د کومو بیکاره، بدو او د انساني کرامت پر خلاف اعمالو مرتکب کېږي؟ د نجیب مطلق العنانۍ، وېرې او وحشت د کور فضا په یوه ځنګل بدله کړې وه، داسې چې قوي باید کمزوری وخوري! د نجیب و حشتناک استبداد پلار د پلارتوب له دندو څخه بر طرف کړی و، ځکه د نجیب وحشت او ډار پلار ته د را څرګندېدو فرصت نه ور کولو، پلار په کورنۍ کې په بشپړ ډول د پلارتوب نقش بایللی و، یوازې یوه دنده یې لرله، چې له هرې مشروع او غیر مشروع لارې د کورنۍ د ژوند، او دنجیب د ګوند بازۍ، عیش او عشرت لپاره یو څه پیسې را پیدا کړي! زمونږ له کورنۍ نه د تفاهم، محبت، انسانیت، عاطفې، دوستۍ، او یو د بل حقوقو ته د احترام فضا کډه بار کړې وه، نجیب یو ځای مور د پلار، پلار دمور، خور د خور، ورور دورور پر ضد را پارول، ټول یې یو پر بل ور هڅول، او بیا به یې بهانه جوړه کړه او ټول به یې تر مرګونو وهلو لاندې ونیول! خو بیا هم پلار مې د ټولو دغو بدبختیو مسول دی، چې ولې یې په ماشومتوب کې له دا ډول یو بې رحمه موجود سره مقابله ونه کړه، پرې یې ښود چې لومړی کورنی چاپیریال او بیا یې لویه ټولنه د خپل مشر زوی د نالایقۍ قربان شي!
      نجیب مې که پلار په لمونځ او عبادت کولو تېر ایستلو، آیا پلار فکر نه کولو چې تقوی او پرهیزګاري بشپړ روښانه مفاهیم دي؟ انسان ته ښايي چې خپل ځان له هر ډول ګناه څخه پاک او ستره وساتي، غلا، وژل، زنا، لواطت، د الکولي مشروباتو څښل، رشوت خوري، سود خوري، پر معصومو ښځو تجاوز کول، او غلطه استفاده، د اسلام په دین کې لویې ګناوې ګڼل کېږي، او الله جل جلاله ددغه اعمالو تر سره کوونکي نه بښي، او دغه شرمناک اعمال له اسلامي قوانینو، او زمونږ عنعنوي ټولنې له مقرراتو سره مغایرت لري، هره ټولنه خپل ځانګړي قوانین او اخلاق لري، آیا له هلکانو او نجونو سره بدکاري کول جواز لري؟ نجیب چې ځان یې لمونځ کوونکی، پرهیزګار او دقرآن شریف ختم کوونکی ګڼلو، آیا نه پوهېدو چې ټول دغه اعمال چې دی یې تر سره کوي د اسلام د دین له قواعدو او مقرراتو سره منافي دي؟ هو، ښه پوهېدو، مګر شریر او شیطاني نفس یې غلبه پرې کوله، او دی یې دېته هڅولو چې دا ډول ژوند پر مخ بوزي!
      نجیب به د غیرت، ننګ او ناموس خبرې کولې، مګر په کور کې یې د کور د خدمتګارانو په ناموس تجاوز کولو! هغه وخت چې نجیب د حبیبیې په ښوونځي کې په زده کړو بوخت و، خور مې دنیک محمد مېرمنې زمونږ د سالنګ له وطنوالو نه یوه کورنۍ د خادمې او مزدورې په توګه نیولې وه، په دغه کورنۍ کې یوه مېرمن وه چې په ( تبرکو ) به یادیده، نجیب به هر وخت د لږو پيسو په مقابل کې د هغې له بدن نه ناوړه استفاده کوله، په یوه بستره کې به ور سره یو ځای کېدو! کله چې نوموړې بې اسرې مېرمنې په خپله ګېډه کې له نجیب نه ماشوم روزلو! نجیب پرته له دې چې د وجدان آواز ته غوږ ونیسي، نوموړې یې په زور له کور نه وایستله، او بیا پوه نشوو چې بیچاره مېرمن د کوم برخلیک په لوري د نجیب د هوسرانۍ قرباني شوه! دا د کور لومړنۍ او وروستنۍ بدبخته خادمه نه وه، او دغه طبقه چې نجیب به یې په کلونو شعار پورته کولو، د نجیب د شهوت رانیو هدف ګرځېدله!
      یوه ورځ زه زمونږ د کور د تشناب تر څنګ چې زمونږ د وتلو د دروازې له اوږده دهلیز سره نېږدې و، تېرېدم، یو ږغ مې تر غوږ شو! ور لنډ شوم! ګورم چې ( ګل بانو ) هغه معصومه مزدوره نجلۍ چې زمونږ په کور کې یې کار کولو له نجیب سره خبرې کوي! بیچاره نجلۍ د نجیب په پښو کې سوال او زارۍ کولې، او پرله پسې یې ترې غوښتل چې په عفت یې تجاوز ونه کړي! داسې زارۍ یې کولې چې کېدای شي نارې یې د الله جل جلاله تر عرش پورې رسېدلې وې! ولې دغه شرف بایللی موجود ( نجیب ) چې له خباثت، نامردۍ او ګناه سره یې هوکړه کړې وه، او دغه شیطاني صفات چې شیطان دده په سترګو، زړه او دماغ کې ښایسته کړي وو، د نجلۍ زاریو ته یې غوږ ونه ونیو، د ځناور په څېر يې د نوموړې په عفت تجاوز وکړ! او دغه قرباني شوې نجلۍ هم دخپل بد بخت برخلیک په لوري لاړه!
      ژوند نجیب ته د کمزرو او ناتوانو پر حقوقو له تجاوز، او دخپل قدرت له ساتلو پرته بل مفهوم نه درلود، او پلار مې د نجیب ټول شیطاني کړنې په سترګو لیدلې! مګر د نجیب د پلیدو اعمالو په مقابل کې او د هغه په وړاندې د دريځ په خپلولو کې له هر ډول جراءت نه خالي او ناتوانه و، یوازې دخپلو پښتونستي تنګ نظره نظریاتو د وړاندې کولو عاشق و او بس. فکر یې کولو چې ټوله نړۍ، او د ژوند مسایل په څلور کلیمو پښتو، پښتون، پکتیا او پښتونستان کې خلاصه کېږي! نور یې هېڅ ډول وطني، وجداني، او دکورني مسولیت احساس نه کولو! او د نجیب د ناروغې اروا په مقابل کې یې جدي عکس العمل نه ښودلو! نجیب د خپلو وهلو او ټکولو له وجې د کور د ننه داسې فضا راوستې وه چې چا نشوای کولی له ده نه پلار ته شکایت وکړي، او کله که به له چا نه شکایت ډوله خبرې وشوې، نجیب به هغه په زړه کې ورته واچول، او سمدستي به یې د هغه بدله ترې اخیسته! له یو څه وخت وروسته به یې بله موضوع بهانه کړه، او خپل غچ به یې اخیست، په حقیقت کې د نجیب په اصل کې د ترحم، عاطفې، شفقت او مهربانۍ په نامه څه شي شتون نه درلود! نوموړي ته سختۍ او زور مفهوم لرلو، چې د ژوند هر څه پرې حلال ګڼل کېدای شوای! د همدې درک پر اساس به نجیب داسې کسان لټول چې له ده سره په ذهنیت او کړو کې ورته والی ولري، له هغوی سره به ډېر زر ملګری شو، بې ځایه او بې ګټې ګرځېدل او بلنې به یې تر سره کولې! تر هغه چې نجیب سیاست ته نه وه مخه کړې، اصلا د مطالعې او لوستلو اهل نه و، هېڅ ډول علمي، ادبي، فلسفي آثار یا کیسې او ناولونه یې نه وو لوستي، یوازې له یو څو نورو بدماشانو سره به یې ژوند د یوې لوبې په څېر تېرولو، که څه محدوده مینه یې له موسیقۍ او سپورت سره لرله هم، د رواني اړتیاوو، او د سالم او منطقي علمي درک په اساس نه وه، یوازې د ځان ښودلو لپاره و، چې غوښتل یې پر همزولو باندې دخپل ځان او خپلې زورګويۍ د منلو له پاره استفاده ترې وکړي...نور بیا
      عبد الخبیر جاهد
      Originally posted by Firdousi
      Never talk with Afghans about politics. All their political knowledge is limited to conspiracy theories, political demonization and contradictions. No logic, no reason.

      Comment


      • #4
        دوهمه برخه: د نجیب د سیاسي فعالیت پیل:

        کله چې نجیب له حبیبیې ښوونځۍ فارغ، او د طب په پوهنځۍ کې شامل شو، لا هم په خپلو همیشنیو خیالونو کې ډوب و، چې د پوهنتون علمي چاپیریال د سیاسي پېښو او حوادثو مرکز وګرځېد. د ولسي جرګې دولسمې شورا په خپل کار پیل وکړ، د هېواد د نوي اساسي قانون له مخې لومړي وزیر باید خپله داعتماد رایه له پارلمان څخه اخیستی، له هغې وروسته د پارلمان له خوا د تایید شوې او تصویب شوې تګلارې په رڼا کې به یې خپل کار او فعالیت پیلولو.

        د افغانستان پادشاه محمد ظاهر شاه داکتر محمد یوسف موظف کړی و چې د کابینې د جوړولو کار پیل کړي، او له هغه وروسته له پارلمان نه د اعتماد رایه تر لاسه کړي.
        د داکتر محمد یوسف د کابینې لپاره د اعتماد د رایې اخیستلو په ورځ له ډېرو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د کابل ښار د محصلینو لاریونونو په لړزه راوستی و، هغوی غوښتل چې د اعتماد د رايي تر لاسه کول باید علني وي، او د رادیويي څپو له خوا خپاره شي، ددې تر څنګ ځینو کسانو غوښتل چې د پارلمان تالار ته لاړ شي او مستقیما د اعتماد د رايې اخیستلو د جریان ناظرین و اوسي.
        مګر حکومت له دغه غوښتنو سره مخالفت کولو، او نه یې غوښتل چې د اعتماد د رايې اخیستنې جریانات علنا خپاره شي، خو هغو کسانو چې د کابل په پوهنتون کې یې لاریونونو ته لمن وهله، ښار او کوڅو ته را وتلي وو، داسې لوی ځوږ یې جوړ کړې و، چې هغه زوړ سکوت او خاموشي چې د اوږده استبداد په نتیجه حاکمه شوي وه، له منځه یوړه. وروسته روښانه شوه چې د لړم د میاشتې د دریمې نېټې پېښې چې د داکتر محمد یوسف دحکومت د اعتماد د رایې اخیستنې له جریان سره یې سمون خوړلو، د دنور محمد تره کي او ببرک کارمل تر مشرۍ لاندې د خلق دیموکراتیک ګوند د فعالیتونو په نتیجه کې را منځ ته شوې وې. هغوی غوښتل د نوي اساسي قانون له مادو څخه په استفادې خپل موجودیت اعلان کړي، او په سیاسي فعالیتونو لاس پورې کړې. د نوموړو پېښو له پېښدو سره داسې یو حالت او فضا را منځ ته شو چې داکتر محمد یوسف و نه غوښتل د صدارت دنده پر غاړه واخلي. ځکه چې د لاریونونو په نتیجه کې درې کسان ووژل شول!

        او دا کار هغه وخت وشو کله چې لاریون کوونکي د محمد یوسف د هستوګنې د کور په لوري د مخته تګ په حال کې وو، او داسې شعار یې زمزمه کولو: ( موږ نه غواړ چې داکتر یوسف لومړی وزیز شي ) د داسې یو حالت له را څرګندېدو سره صحنې ته امنیتي ځواکونه، پولیس او لاریون کوونکي راغلل، بالآخره د سردار عبد الولي د امر په نتیجه کې چې د قوای مرکز قوماندان او د پادشاه زوم و، د لاریونونو د پای ته رسولو لپاره امنیتي ځواکونو د لاریون کوونکو په وړاندې په علمیاتو لاس پورې کړ، چې د هغوی د ډزو په نتیجه کې درې کسان ووژل شول، او څو نور ټپیان شول.

        د کابل ښاریانو او محصلینو لاریونونه تیت پرک شول، مګر د پوهنتون په چاپیریال کې مظاهرو او راوتلو ادامه درلوده، چې درسي جریان یې ګډوډ کړ. پادشاه د بحران د کموالي په منظور د داکتر محمد یوسف استعفا قبوله کړه، او محمد هاشم میوندوال یې د کابینې د جوړولو لپاره و ګومارلو. له یو څو ورځو وروسته محمد هاشم میوندوال لومړی وزیر وټاکل شو، او په توره درېشۍ کې چې د ویر نښه وه د کابل پوهنتون د ځوانانو په منځ کې را څرګند شو، د خپلو خبرو په ترڅ کې یې له هغوی نه وغوښتل چې له لاریونونو نه دې لاس په سر شي، دی به د محصلینو غوښتنې پوره کړي.

        په دې وخت کې زه د حبیبیې لیسې په اووم ټولګي کې وم، پلار مې بیا هم دحکومتي چارواکو له خوا په پېښور کې د ترانسپورت د مدیر په توګه مقرر شو، مونږ له ژمنیو رخصتیو نه په استفادې سره پېښور ته لاړو، د رخصتیو له پای ته رسیدو وروسته کله چې کابل ته را وګرځېدو، متوجه شوم چې دنجیب په کړو وړو کې بدلون راغلی، له نویو کسانو سره یې پېژندګلوي پیدا کړې ده، د کتابونو د لوستلو او د سیاسي مسایلو په اړه به یې خبرې کولې! له لنډې مودې وروسته پوه شوم چې دغه نوي کسان څوک دي، او نجیب څه ډول له هغوی سره پېژند ګلوي پیدا کړې ده؟

        کله چې نیک محمد د پارلمان د دولسمې دورې په ټاکنو کې په پیسو د خلکو د رایو اخیستلو او زرهاوو نورو چلونو په نتیجه کې د کوهدامن د میر بچه کوټ له حوزې نه ګټونکی شو، او د ولسي جرګې غړی شو، هغه هم له نورو نویو کسانو سره پېژندګلوي پیدا کړه، او دغه پېژندګلوي زیاتره د هغو اشخاصو تر منځ وه چې په یو ډول نه په یو ډول یې له سیاست او سیاسي مسایلو سره تړاو درلود. او د پارلمان له چوکیو نه یې یوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره کار اخیست، بلکې د مشخصو عقایدو له مخې یې خپل پروګرام ترتیب کړی و، او دپارلمان له ستیج نه یې ترویجول اوتبلیغول. د خلق دیموکراتیک ګوند چې په هغه وخت کې تاسیس شوی و، د پارلماني فرکسیون په لېږلو سره یې د هغو کسانو ذهنیتونه ځان ته متوجه کړي وو چې یو څه یې زده وو، دنوموړي ګوند غړیو دخپل کمیت د پراخوالي لپاره د نویو کسانو په جذبولو کې فعالانه کار کولو، کله چې نیک محمد د نوموړي ګوند له یو مشر سره چې هغه سلیمان لایق و بلد شو، ددې لامل شو چې نجیب هم له نوموړي سره بلد او دوست شي! دا چې نیک محمد له یوې خوا له سیاسي پلوه کومه پوه او درک نه لرل، له بلې خوا داسې کس نه و چې د لیکلو، او د پارلماني خبرو د ترتیبولو وړتیا دې ولري، ځکه خو یې اړتیا لرله چې یو منشي ولري، تر څو وکولی شي دده خبرې ترتیب کړي، ددې کار لپاره سلیمان لایق بهترین کس و، چې ده کولی شوای له هغه نه استفاده وکړي. سلیمان لایق هم دخپلو سیاسي افکارو د خپرولو لپاره له دا ډول اړیکو نه استفاده کوله. لایق له نیک محمد سره د خپلې انډیوالۍ په دوام وکولی شوای نجیب خپل ګوند ته جذب کړي، ددې تر څنګ د توپچي محمد یعقوب خان زوی توریالي نوموړی اناهیتا ته ور معرفي کړ، تر څو له بې ځایه ګرځېدو نه سیاست ته مایل شي.

        نجیب له ۱۳۴۳ هـ ش کال وروسته د دیموکراتیک خلق ګوند چې یو کمونیستي ګوند و فعال غړی شو، هغه لومړني کتابونه چې د سلیمان لایق له خوا نجیب ته د سیاسي روزنې او دګوند له عقیدوي مسایلو سره د بلدتیا لپاره ور کړل شوي وو، د فلسفې مقدماتي اصول چې د فرانسوي مفکر ژرژ پلیتسر لیکنه، او دمارکسیزم د فلسفې اصول چې د الکساندر آفاناسیف روسي مشهور محقق لیکنه ده، وو، چې نجیب وروسته هم په خپل ټول ژوند کې د فلسفي درک د لارښود په توګه یادول، او استفاده به یې ترې کوله.
        ۱۳۴۴ هـ ش کال پسرلی را ورسېد، د کابل پوهنتون محصلینو د لړم ددریمې نېټې له پېښې، او له کوڅه یي لاریونو وروسته په نویو غوښتنو لاس پورې کړ، چې د هغو له جملې نه د محلصینو د ټولنې جوړول و، د محصلینو د ټولنې د جوړیدو په اړه د حکومت او د پوهنتون د ریاست د چارواکو له خوا له ضمني موافقې سره، د نوموړې ټولنې مقدماتي ټاکنې د ټولنې د اساس نامې لپاره تر سره شوې.

        نجیب د طب پوهنځۍ له p.c.b له ټولګي د استازي په توګه وټاکل شو. نوموړي په خپلو ټاکل کېدو سره وکړای شول چې د ګوند د غړو توجه ځان ته جلب کړي، او ضمنا د پوهنتون د ځوانانو تر منځ را څرګند شي. د خلق دیموکراتیک ګوند په ۱۳۴۵ هـ ش کال کې د خپل تبلیغاتي او خپرندویه ارګان په توګه د خلق ورځپاڼې امتیاز تر لاسه کړ، د نوموړې ورځپاڼې د امتیاز خاوند د ګوند عمومي منشي نور محمد تره کی و. دغه ارګان د شپږو اونیو په ترڅ کې خپلې لیکنې خپرې کړې، چې د خپل ورځني فعالیت او د ګوند دتکتیکي او ستراتېژیکو موخو تګلاره یې روښانه کوله. مګر د پارلمان د استازو د اعتراض له وجې دا تصویب شوه چې د خلق ورځپاڼه دې مصادره شي، او د نشراتو مخه یې دې ونیول شي. د محمد هاشم میوندوال حکومت هم همدا تصمیم عملا تطبیق کړ، او د خلق جریدې نشراتي فعالیت پای ته ورسېد.

        له دې تصمیم سره همهال د نور محمد تره کي او ببرک تر منځ چې د ګوند د مرکزي کمېټې د دار الانشاء غړي وو، د دوی د ځان غوښتنې، او قدرت غوښتنې له وجې اختلافات را پورته شول، چې ددوی د دوه ټوټه کېدو لامل وګرځېدل، شوروي اتحاد چې ددغه ګوند ملاتړی و، له دواړو ځان غوښتونکو او قدرت غوښتونکو کسانو نه یې په جلا جلا ډول خپل ملاتړ وکړ. ...نور بیا

        ژباړه: عبد الخبیر جاهد
        Originally posted by Firdousi
        Never talk with Afghans about politics. All their political knowledge is limited to conspiracy theories, political demonization and contradictions. No logic, no reason.

        Comment


        • #5
          په دې ترڅ کې نجیب د ګوند د یو فعاله غړي په توګه د ببرک کارمل په څنګ کې سنګر ونیو، او د ببرک په ډله کې چې د پرچم ورځپاڼې له خپرېدو وروسته په پرچمیانو مشهور شول تر پایه پاتې شو. نجیب د حزب د ټوټه کېدو پر مهال له میر اکبر خیبر سره چې د ګوند له بنسټ اېښېدونکو څخه ګڼل کېدو پکتیا ته یو سفر وکړ، له نوموړي سره له لیدو کتو وروسته په خلق دیموکراتیګ ګوند ( پرچم ) کې ټینګ شو.

          میر اکبر خیبر د محمد داود د حکومت پر مهال له حربي پوهنتون څخه د فارغېدو په ورځ ونیول شو، نېږدې شپږ کاله زنداني و، له زندان نه له را خلاصېدو وروسته د پولیسو اکادمۍ په کدر کې د ښوونکي په توګه وګومارل شو، دا چې نظامي دنده یې لرله، نه یې شوای کولی په څرګند ډول د ګوند د رهبري هیئت دغړي په توګه فعالیت وکړي، تر دې چې د لړم ددریمې نېټې له پېښې وروسته له خپل کور سره پکتیا ته ولېږل شو، او هلته یې د تبعید په توګه ژوند کولو، همغه و چې له نظامي دندې یې استعفا وکړه، او بیرته کابل ته را وګرځېد، او په ښکاره یې د ببرک کارمل تر څنګ په ګوندي فعالیتونو لاس پورې کړ، نوموړي د سلیمان لایق له خور سره واده کړی و، او داسې یو کس و چې د مارکسیزي افکارو په تبلیغ کې له مناسبې توانمندۍ نه برخمن و، نوموړي له پکتیا ولایت نه په بیرته را ګرځېدو سره په پراخه فعالیتونو لاس پورې کړ، چې په نتیجه کې هغه وضعیت چې د ګوند تر منځ د درځ له را پیدا کېدو وروسته منځ ته راغلی و، بیرته سم شو، نوموړي ځوانان په نظري کورسونو کې منظم کړل، چې ده خپله د مارکسیزم عقیدوي درسونه ور زده کول. نجیب هم د هغو کسانو له ډلې و چې په دغه نظري کورسونو کې درسونه ور کړل شول، نجیب به د کمونیزم د عقېدې د ښې زده کړې لپاره کوشش کولو.

          وروسته له هغه چې نجیب د ببرک کارمل په ګروپ کې په ګوندي فعالیتونو پیل وکړ، ورو ورو یې دګوند د فعالینو په حلقو کې شهرت تر لاسه کولو، او د زیاتې پاملرنې وړ به ګرځېدو. دغه دوره د مارکسیزم د بنسټونو د زده کړې مرحله وه، چې نجیب به هغه د مارکس، لنین، او استالین له کتابونو، او د ایران د توده ګوند له نشراتو څخه چې په پټه توګه به زمونږ هېواد ته را وارېدېدل زده کول، نجیب به دغه کتابونه او آثار په ډېرو هڅو اوکوششونو راغونډول، او دخپل نظر وړ شیان به یې ترې زده کول، د ایران د توده ګوند د آثارو له جملې نه د نوموړي ګوند د مفکر احسان طبري له فلسفي لیکنو سره یې له کچې وتلې مینه لرله، او ډېری وخت به یې هغه مطالعه کول، او د خپلو خبرو او استدلالونو په برخه کې کار ترې اخیست.

          نجیب د خپلو بې دریغه هڅو په مټ توانېدلی و چې د ګوند د پوهنتوني کدر د فعالینو په جمله کې ځان لوړ کړي، په لومړیو کې نجیب په خورا ګرم انداز کې له ببرک کارمل نه له اندازې وتلې دفاع کوله، او دا ددې لامل شو چې ببرک کارمل هم ده ته پاملرنه وکړي، او د ګوندي سازمانونو په تنظیمولو کې ډېره برخه ور کړي، او د سازماندهۍ، او کمونیستي افکارو د نشر په برخه کې د نوموړي له توانمندۍ نه استفاده وکړي. نجیب هم له خپلو وړتیاوو او ظرفیتونو څخه استفاده کوله. او په دې لاره کې مخ په وړاندې روان و.

          نوموړی په یو ښه خوله ور ویناکوونکي بدل شوی و، خبرې به یې ډېرې د ځوانانو خوښېدلې، په ۱۳۴۷ هـ ش کال کې چې د نور احمد اعتمادي د حکومت دوره وه، د ببرک کارمل تر مشرۍ لاندې ډلې د پرچم جرېدې امتیاز تر لاسه کړ، چې په منظم ډول یې تر دوه کلونو پورې خپلو خپرونو ته ادامه ور کړه.

          په دې وخت کې ګڼې سیاسي ډلې چې د جلا سیاسي رسمونو، لارو او نظریاتو پیروان وو جوړې شوې، او فعالیت به یې کولو، د کابل ښار په پوهنتون او ښوونځيو او اکثره ولایاتو کې ځوانان د خلق او پرچم له سازمانونو سره چې د خلق دیموکراتیک ګوند دوه ډلې وې، او له مسکو نه یې پیروي کوله له یوې خوا، شعله جاوېد چې له پیکنګ نه یې الهام اخیست له بلې خوا د کيڼ لاسو په سیاسي فعالیت بوخت وو، ناسیونالیستې او سوسیالې دیموکراتیکې ډلې په افغان ملتیانو او مساواتیانو کې خلاصه کېدې، د روحانیت او مسلمانو ځوانانو ټولنه د جوړېدو په حال کې وه، ګهېځ او خیبر ورځ پاڼې هغه نشراتي ارګانونه وو چې ددغه ډلو افکار او سیاسي تګلاره یې څرګندوله.

          د پوهنتون او ښوونځيو سیاسي چاپیریال لږ او ډېر د خلکو په مختلفو ډلو او پرګنو اغیزه کوله، او د خلکو سیاسي شعور ته یې رشد ور کولو، سیاسي جریانونو په ځانګړې توګه کیڼ لاسو ډلو په هر ځای کې په فعالیت لاس پورې کولو، او خپل سیاسي پلان شوي پروګرامونه یې عملي کول.
          ۱۳۴

          ۷ هـ ش کال، په کابل ښار او نورو ولایتونو کې د لاریونونو کال ګڼل کېږي. د کابل پوهنتون، او ښوونځيو د محلصینو نېږدې دوه میاشتني لاریونونه، د شبرغان د ګاز اونفتو د کارګرانو لاریونونه، د مزار شریف د ښوونځيو د زده کوونکو په ګډون د کود او برق د کارګرانو مظاهرې، د پلخمري د غوري سمنټو د کارګرانو مظاهرې، د ګلبهار د نساجۍ دکارګرانو مظاهرې، د کندوز د سپین زر شرکت د کارګرانو لاریونونه، او نور او نور د هغو سیاسي پېښو له جملې نه وو چې د خلق، پرچم او شعله جاوید کیڼ لاسو سازمانونو له خوا سازماندهي او رهبري کېدلې.

          د ۱۳۴۸ هـ ش کال په پسرلي کې د کابل ښار د نارینه وو د ښوونځيو او مکتبونو د زده کوونکو لاریونونه، او بیا وروسته د ابن سینا د لیسې لاریونونه چې د امنیتي ځواکونو او د نوموړې لیسې د زده کوونکو تر منځ د خونړیو اخ و ډب لامل و ګرځېد، تر دې چې د کابل پوهنتون محلصین هم د ابن سینا د لیسې د زده کوونکو په ننګه را ووزي، او دغه موضوع خطرناکه بڼه خپله کړه. د پوهنتون د لاریونونو له پیل کېدو سره امنیتي ځواکونه د پوهنتون انګړ ته ننوتل، د نارینه او ښځینه زده کوونکو په وهلو یې پیل وکړ. د ښځینه زده کوونکو په بې حرمتۍ یې لاس پورې کړ، دې پېښې د پوهنتون او د کابل ښار د ټولو ښوونځيو احساسات وننګول، او ددې لامل شو چې د کابل ښار دځوانانو یو سیل ددغه کار د غندولو په نیت په مظاهرو لاس پورې کړي.

          د ښوونځیو او پوهنتون د درسونو نورمال جریان ګډوډ شو، تر نېږدې دوه میاشتو پورې د کابل ښاریان د لاریونونو شاهدان وو. بالآخره د نور احمد اعتمادي حکومت یوه اعلامیه خپره کړه، او نوموړې پېښه یې یوه د فتنې جوړولو دسیسه وګڼله. او اعلان یې وکړ چې ددغه ډول کړنو عاملین او فعالیت کوونکي به ونیسي، ددې په سبا د خلق، پرچم او شعله جاوید د سازمانونو یو تعداد محصلین ونیول شول، نجیب، وکیل، او اسماعیل د هغو پرچمیانو له ډلې څخه وو چې د دسیسې جوړولو په تور زندان ته ولېږدول شول، د محکمې د مراحلو له طی کولو چې څلور میاشتې یې ونېوې او په زندان کې یې تېرې کړې، بیرته آزاد شول.

          ۱۳۴۸ هـ ش کال یو بل سیاسي اهمیت هم لري، او هغه دا چې د پارلمان دولسمه دوره پای ته ورسېده، د دیارلسمې دورې انتخاباتو لپاره تیاری نیول کېدو، ببرک کارمل له دوهمې حوزه نه چې د کابل ښار دریمې او څلورمې ناحیې هم پکې راتلې، خپل ځان نوماند کړی و. هادي کریم دپنجشیر له ولسوالۍ نه ددستګیر پنجشیري په مرسته په ټاکنیزو فعالیتونو لاس پورې کولو. سلیمان لایق د پلخمري له ولسوالۍ نه نوماند شوی و، محمد حسن بارق شفیعي د لغمان ولایت له مرکز نه نوماند و. دا ټول د پرچم ډلې غړي وو، حفیظ الله امین چې د کابل ولایت له پغمان ولسوالۍ نه نوماند و، د خلقي ډلې په ټاکنیزو فعالیتونو کې یې ګډون کولو، بالآخره ببرک کارمل چې د پرچمي ډلې رهبري یې پر غاړه لرله، د ګوند د غړو او د ښځو د دیموکراتیک سازمان د هڅو او کوششونو په نتیجه کې له دوهمې حوزې نه بریالی شو. او حفیظ الله امین هم دخلق له ډلې نه په پارلمان کې د پغمان ولسوالۍ چوکۍ تر لاسه کړه. ولې دستګیر پنجشېري او هادي کریم زندان ته لاړل، هغوی له څو میاشتو زندان تېرولو وروسته د ببرک کارمل د مشرۍ پر ضد پاڅون وکړ. او د عبد الحکیم شرعي جوزجاني په مرسته د پرچمیانو له ډلې سره پریکون وکړ، او یو تعداد کسان یې پر ځان را ټول کړل، او د خپلې ډلې نوم یې د کار ډله کېښود، چې بیا وروسته د نور محمد تره کي تر مشرۍ لاندې بیرته د خلقیانو له ډلې سره یو ځای شو. نجیب ددغه تحولاتو په جریان کې نوی له زندان نه را خلاص شوی و، چې بیرته په ګوندي کشمکشونو او جنجالونو کې ور ګډ شو، د پرچم ډلې او سازمانونو کاملا یو تشکیلاتي بحران تېر کړ، ددغه ډلې غړو بیا هم له ببرک کارمل سره موافقت او له تره کي سره په مخالفت لاس پورې کړ. میر اکبر خیبر او د پرچم ډلې د رهبرۍ هیئت زیاتره غړي دببرک کارمل په څنګ کې ودرېدل، او بیا یې هم د نوموړي ملاتړ وکړ. نجیب هم چې د ګوند د ځوان کدر د غړیو له جملې څخه و، د ببرک کارمل حمایت یې وکړ، او له هغه نه یې دفاع وکړه. د ۱۳۴۸ هـ ش کال په ژمي کې چې دغه پېښه را منځ ته شوه، ګوند له سر نه تر پښو له ماتې او شړېدو سره لاس او ګریوان و، سپیرواګنیو چې د امریکا دمتحده ایالاتو د ولسمشر معاون د آسیا څو هېوادو ته له سفر نه وروسته يې افغانستان ته سفر و کړ، ددې سفر په ترڅ کې د کیڼ لاسو د سیاسي ډلو له خوا اعتراضي لاریونونه ترتیب شول، چې پرچمیانو هم د خپل ګوند دفرکسیون له پاتې غړو سره په لاریونونو لاس پورې کړ، او د فتنې په جوړولو سره چې د امریکا د بیرغ سوځولو، او د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ریچارد نکسون د انځورونو سوځولو، او د سپیرواګنیو موټر په خوسا هګیو ویشتلو څخه عبارت وو، په دې توګه یې د خپل سازمان مات او شړیدلی بحراني حالت تر یو ځایه تلافي کړ. نجیب په دې ورځ د مظاهرو د رهبري کوونکو فعالینو له جملې څخه وو، نوموړي د امریکې بیرغ وسوځولو، او سپیرواګنیو یې د انتقادونو په ترڅ کې محکوم کړ، له دې پېښې وروسته د نور احمد اعتمادي حکومت د امریکا د متحده آیالاتو د سیاسي حیثیت د اعادې، او د وضعیت د جبیرې په موخه د پرچمیانو د فعالو غړیو په نیولو چې د مظاهرو په ورځ یې ګډون او ویناوې کړې وې، په ګډوډیو کې يې لاس درلودلی و، لاس پورې کړ. او زندان ته یې واچول. نجیب له خپلو پرچمي ملګرو سره یو ځای بیا زندان ته ولاړل، دا ځل نه میاشتې په زندان کې پاتې شو. خو دا چې په دولتي ارګانوو کې یې نفوذ درلود په زندان کې هم په راحت وو، مطالعه یې کوله، سپورت یې کولو، ښه خواړه یې خوړل، چې وروسته له ښه صحت او زیات وزن سره له زندان نه را خلاص شول. زندان ته تګ یوازې د سیاسي تبلیغاتو او زیات کرېډت اخیستلو لپاره یوه وسیله شو ورته. په زندان کې یې هېڅ ډول آزار، تهدید او ضرر نه لیدل.

          نجیب هم له ښه صحت او پنډ ورمیز سره له زندان نه را خلاص شو، خو دا ځل یې له ببرک کارمل نه دفاع نه کوله، هغه یې یو ځان غوښتونکی او قدرت طلبه شخص ګڼلو، او له اناهیتا سره د نوموړي له عشقي اړیکو به ډېر غږېدو، ببرک هم له نجیب نه خوښ نه و، هر وخت به یې په خپلو ګوندي حلقو او د خپل اعتماد وړ کدرونو کې د نجیب پر ضد تبلیغات کول، او نجیب به یې د سخت دريځۍ، بیرحمۍ او نه عطوفت په مظهر معرفي کولو... نور بیا

          ژباړه: عبد الخبیر جاهد
          Originally posted by Firdousi
          Never talk with Afghans about politics. All their political knowledge is limited to conspiracy theories, political demonization and contradictions. No logic, no reason.

          Comment


          • #6
            دریمه برخه: له یوې بدکارې سره د نجیب واده:
            په ۱۳۵۰ هـ ش کال کې په پوهنتون کې د محصلینو د ټولنې خوځښت خپل اوج ته ورسېد، سیاسي ګوندونو ( پرچم، خلق، شعله جاوید ) او مسلمانو ځوانانو دکابل پوهنتون د ټولو پوهنځیو له ټولګیو څخه خپل خپل نوماندان د محصلینو د ټولنې شورا ته معرفي کړي وو.

            له نوموړو سیاسي ګوندونو نه هر یوه غوښتل په ټولنه کې له زیات نفوذ څخه برخمن وي، تر څو وکولی شي له هغې نه زیاته ګټه پورته کړي.

            د محصلینو دټولنې ټاکنیز فعالیتونه ددې لامل ګرځېدل چې د پوهنتون ځوانان د سیاسي برنامو مخ پر وړاندې بیولو کې زیاته برخه ولري. د نوموړي کال په مني کې د محلصینو د ټولنې د شورا د استازو ناستې له ټاکنو وروسته دایرې شوې. د شورا د ناستو په یو کلنه دوره کې د استازو ترکیب متفاوت و، د کابل او ننګرهار پوهنتونونو محصلینو زیاتره د کیڼ لاسو سازمانونو فعالینو ته رایې ور کړې وې. شعله جاوید ۲۱ نفره، پرچمیان ۱۰ نفره، مسلمان ځوانان ۹ نفره، خلقیان ۴ نفره، او بې پرې کسان ۵ نفره، د ټولنې غړي ټاکل شوي وو.

            نجیب هم د پرچمیانو د استازو له غړو څخه، د طب له پوهنځۍ نه د خپل ټولګي د استازي په توګه انتخاب شوی و، ده او خلیل ( زمر ) د محلصینو په ټولنه کې د پرچمیانو د نماینده ګۍ د هیئت ګروپونه رهبري کول. د محلصینو ټولنې د همدې کال په ژمي کې د پوهنتونونو د لوایحو د رد لپاره چې د یموکراتیک ماهیت یې نه لرلو عمومي اعتصاب اعلان کړ، ددرسونو جریان قطع شو، د پوهنتون استاذانو هم د محلصینو له ټولنې نه دفاع وکړه، او د مظاهره چیانو له صفونو سره یو ځای شول، له مظاهره چیانو سره د دوی یو ځای کېدل د پوهنتون د استاذانو د ټولنې د جوړېدو اساس وګرځېدل.

            نجیب په دې وخت کې د سلیمان لایق په وسیله د دکتور انس د خور حمیرا سراج له کورنۍ سره وپېژندل ( دکتور انس په شاهي دور کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر و) ددې موضوع مخینه جالبه ده، سلیمان لایق هغه وخت چې په رادیو افغانستان کې دنده تر سره کوله له شهلا جیلاني سره چې د حمیرا سراج د کورنۍ مشره لور وه عشقي اړیکې لرلې، د نوموړې لپاره به یې عشقي شعرونه زمزمه کول، او ډېری وخت به په خپله اداره کې د ډېرو عشقي احساساتو او شور له وجې له ځان نه بیخوده کېدو! او شهلا جیلاني به نوموړی د خپل ناز او نخرو او خپلې فحاشۍ د سحر په لومو کې ساتلو!

            شهلا جیلاني له مختلفو افرادو سره د پراخه بدکارۍ د اړیکو له وجې بالآخره په ځانوژنې لاس پورې کړ، د شهلا جیلاني د ځانوژنې دلیل ډېرو خلکو ته معلوم و، کله چې شهلا جیلاني له خپل خاوند سره له تحصیلي بورس نه په استفادې سره مصر ته لاړه، هلته له فضلي سره چې د پولیسو صاحب منصب و، اوهغه هم د تحصیل لپاره راغلی و، آشنا شوه، او اړیکې یې ور سره جوړې کړې. بالآخره دغه اړیکې تر دې کچې مخکې لاړې چې یوه ورځ د شهلا خاوند نوموړې له فضلي سره په یوه بستره کې یو د بل په غېږ کې ګیر کړل! خاوند یې دداسې یو حالت په لیدو سره له دې کبله چې دا یوه خیانتکاره او بدکاره ښځه ده طلاقه کړه! او بیرته یې کابل ته را ولېږله! شهلا چې د بدکارۍ کسب یې له خپلې مور نه زده کړی و، وروسته له طلاق نه بیا هم خپلې بدکارۍ او بد اخلاقۍ ته ادامه ور کړه! کله چې فضلي کابل ته راغی بیرته یې اړیکې ور سره ټینګې کړې! تر دې چې له نوموړي نه امیدواره شوه! شهلا د خپل له لاسه تللي ژوند د تلافۍ لپاره له فضلي نه د واده کولو هیله وکړه! خو دا چې فضلي نوموړې ته د یوې بدکاره ښځې په سترګه کتل، او همیش یې د دې له بدن نه د خپل شهوت او هوسرانیو د مړولو لپاره استفاده کوله، حاضر نشو چې له نوموړې سره واده وکړي! شهلا د فضلي له خوا د نه، ځواب په اورېدو په ځان وژنې لاس پورې کړ! او ځان یې له هغه موټر نه چې دا او فضلي پکې سپاره وو، بهر ته را وغورځاوه! او دا پېښه یې دمرګ لامل شوه!

            له ځانوژنې وروسته کله چې د عدلي طب د ډاکترانو له خوا معاینه شوه، ثابته شوه چې ناروا حمل یې په خپله ګېډه کې روزلو! د شهلا جیلاني مور، حمیرا سراج، او یا که دقیقتر ووایو حمیرا جیلاني، د کابل په هوټل کې د آشپزانو د مشرې په توګه دنده تر سره کوله! نوموړې خورا بد اخلاقه، فاسده او کرکجنه ښځه وه! تل به یې شراب څښل! قمار به یې وهلو! او له نارینه وو سره به د هوسبازۍ لپاره همبستره کېدله! کله به یې چې په قمار بازۍ کې پیسې وبایللې، نو بیا به یې د خپلو هم کسبه او هم مسلکه نارینه وو لپاره د خپلو لورګانو هرې یوې: شهلا، لیلا او فتانې دلالي کوله! او د خپلو لورګانو په بدنونو باندې د تجارت او معاملې په نتیجه کې به یې پیسې تر لاسه کولې! دا دنده او مسلک یې نه یوازې دا چې د کابل په فسادخانو کې تر سره کولو، بلکې د کابل په هوټل کې یې د پیسو د لاسته راوړلو لپاره بد کاره ښځې او نجونې بهرنیو سیلانیانو ته هم وړاندې کولې! حمیرا له خپلې یوې بلې بد شکله خور سره چې د سردار سمیع جان مېرمن وه په شهر نو کې قلعه فتح الله خان ته نېږدې اوسېده! د نوموړې په کور به یې د شپې مجالس ترتیبول! او د کورنیو شرابو په پخولو سره به یې فاسد او بد اخلاقه کسان بدکاره نجونو ته راغونډول! او خپل دغه شرمناک ژوند ته به یې ادامه ور کوله! نوموړې له رحمن جوود او تور ببرک سره د ناروا جنسي اړیکو په لرلو سره د لیلا او فتانې په نامه نړۍ ته نورې حرامیانې راوړې! چې دوی په بدکارۍ او فحاشۍ کې دخپلې مور لاسونه تر څټ ور وتړل!!! د حمیرا سراج بدکاره لورګانې به کله کله د پاچا د زامنو د پام وړ هم ګرځېدې! شهزاده نادر او شهزاده داود پښتونیار به د عیاشۍ لپاره د نوموړو له جسدونو استفاده کوله!

            د حمیرا سراج خاوند حاکم جیلاني و، چې ځان ته یې مومند تخلص ایښی و! نوموړی عیاش، شرابخور او مفعول کس و! چې همیشه یې په خپل ژوند کې د ځان سړولو لپاره یو سړی ساتلو... سلیمان لایق له داسې یوې کورنۍ سره چې خورا پرېوتي صفات او اخلاق یې لرل رفت آمد کولو او اړیکې یې ور سره لرلې! او د شهلا جیلاني لپاره به یې عشقي شعرونه جوړول!
            سلیمان لایق د هغو اړیکو له مخې چې له شهلا جیلاني سره یې لرلې، یو ښه خدمت وکړ! نجیب یې د حمیرا سراج د دوه ناوړه، بې استعداده خو بدکاره لورګانو لپاره د کورني ښوونکي په نامه ور معرفي کړ!

            نجیب په دې توګه یوې نوې فساد خانې ته لاره پیدا کړه او تر ستوني پکې ډوب شو! د حمیرا جیلاني کورته د نجیب تګ راتګ د ګوند د غړو تر جدي نیوکې لاندې راغی! میر اکبر خیبر چې په میکرویانو کې د حاکم جیلاني د ماڼۍ په ګاونډ کې یې ژوند کولو له نېږدې ددغه کورنۍ ټولې اخلاقي فجایع لیدلې! چې دغه کورنۍ څه ډول له بې شرمۍ او فساد نه ډک ژوند کوي! نوموړي چې د دغه کورنۍ له کورنیو اخلاقو او له ګناه او دنائت نه له ډکې ماضي نه پوره معلومات لرل، پر نجیب یې له دغه کثافت پروره، او په ګناه لړلو عناصرو سره د اړیکو له وجې سختې نیوکې کولې! او خپلې اړیکې یې ور سره پرې کړې! نجیب په لومړي سر کې ځان کورنی ښوونکي ښودلو، چې ګواکي نورې هېڅ ډول اړیکې نشته، ولې څه وخت وروسته نوموړی د حاکم جیلاني د بې سویې، بې علمه، نالایقې، بې لارې او بدکاره، څېرې سینه لور په عاشق بدل شو! چې بالآخره دغه ښاغلی با ناموسه انقلابي! او غیرتي پښتون! له همغه معلوم الحاله بدکاره فتانه ( ساقي ) سره واده وکړ! او په شرمېدلي ژوند یې یوه بله د شرم پاڼه ور زیاته شوه!

            له فتانې سره د نجیب واده یوه شرمنده ګي او بې شرمې وه! چې د ګوند دغړو تر منځ یې یو ځوږ را پورته کړ! د ګوند ډېرو غړو د نجیب ددې عمل پر وړاندې د خپلې کرکې او نفرت اظهار وکړ! میر اکبر خیبر ددغه خېښۍ په اړه خپل جدي غبرګون وښودلو! مګر ببرک کارمل د خپل مکارانه او فتنه ګر دريځ له مخې هم په ميخ وار کولو او هم په بوټ! له یوې خوا یې د ګوند په سازمان کې د نجیب پر ضد پراخه تبلیغات کول، او له بلې خوا بیا له ډاکتر انس سره له فتانې سره د نجیب د نکاح پر دسترخوان ناست و! د کارمل د ګروپ د پراخه تبلیغاتو، نیوکو، سوالانو د زمزې له و جې نجیب تر دې بریده تر فشار لاندې راغی چې آخر ناروغ شو! او څو ورځې په مسلسل ډول په کور کې له سترګو پټ شو!

            د یو څه وخت له تېرېدو وروسته یې د مصلحت لاره ونیوه، ببرک کارمل ته یې د تسلیمۍ غاړه کېښوده، چې د ببر کارمل سره په یو ځای کېدو په ګوند کې د کارمل د یوه فرمانبرداره او مطیع کس باندې بدل شو! او د میر اکبر خیبر له څنګ نه لیرې شو او د میر اکبر خیبر د مخالفینو له صف سره یو ځای شو!

            نجیب چې کله فتانه د مېرمنې په توګه ومنله، څه هڅې یې و کړې چې د نوموړې د شخصیت تشې او کمیانې ډکې کړي، مګر و نه توانېد! فتانه لنډه ونه او زیړې سترګې لري، د واده پر مهال خواره وه، مګر وروسته بیا چاغه شوه، ویښتان یې تور او سپین رنګې ده، فتانه داسې څوک نه وه چې څه کمې تشې دې ولري! د بدکارۍ او بد اخلاقۍ له پلوه یې اوږده سابقه لرله! هغه د ظاهر شاه په وخت کې له نجیب سره له واده مخکې، د شهر غلغله، ګولدن لوتس، او خم زرګر په نایټ کلبونو کې په مسلسله توګه ډول ډول نڅاګرۍ کولې! مایع چرس به یې څښل! او لغړه نڅا به یې کوله!

            فتانه جیلاني زیاتره د فتانه ساقي په نامه شهرت درلود او په همدې نامه یادیده! ځکه چې نوموړې به د شرابخورو عیاشانو په محفلونو کې له شرابو ډک جامونه ویشل! او شهوت پرستو سړیو نوموړې د ساقي په ویاړ نازولې وه!

            فتانه به له ډېرو سړو سره همبستره کېده، او خپل نا مشروع حملونه به یې د خپل اکا جلال جان او د مستورې په کورونو کې چې د جلال اکا لور یې وه، سقط کول! دا څه د درواغو نکل نه دی، بلکې واقعیت دی. فتانې د آذر خیاط له زوی عبد الله آذر سره ناروا جنسي اړیکې لرلې، تر دې چې عبد الله غوښتل له نوموړې سره واده وکړي، مګر پلار یې له دا ډول واده سره کلک مخالفت وکړ، او پرې یې نښود چې زوی یې عبد الله فتانه د مېرمنې په توګه ومني! فتانې چې له عبد الله نه نا روا حمل اخیستی و، بالآخره یې د مستوره جلال په کور کې سقط کړ! دا سقط کول د فتانې د ورځني ژوند برخه ګرځېدلي وو. کله چې د زرغونې په ښوونځي کې په تحصیل لګیا وه، د هوسبازو جینکو او هلکانو له یوې ډلې سره بامیانو ته تللې وه، یوه هفته ورکه وه، دې پېښې د ښوونځي په چاپیریال کې لوی ځوږ جوړ کړی و! هغه نجونې چې فتانې له ځان سره بامیانو ته بیولې وې، د هغوی کورنیو د ښوونځي ادارې ته له نوموړې نه شکایت وکړ، د ښوونځي ادارې له وزارت معارف نه د لازمو قوانینو په اخیستو سره نوموړې د یوې بدنامې او بد اخلاقه نجلۍ په نامه له ښوونځي نه وشړله! خو دا چې حمیرا جیلاني د ډاکتر انس خور وه، دوباره واسطه شوه، او له خپل نفوذ نه په استفادې سره خپله په فساد لړلې لور یې بل ښوونځي ته تبدیله کړه! تر څو هلته یو څو ورځې خپل له فساد او فتنې نه ډک ژوند ته ادامه ور کړي! فتانه په متواتر ډول د ناکامېدو په نتیجه کې د خپل بشپړ نالایقتوب له وجې له یوولسم ټولګي نه وشړل شوه! دا ځل د خپلې بدکاره کورنۍ په غېږ کې په پوره او بشپړه آزادۍ سره خپل بدنام کسب ته ادامه ور کړه! فتانه له ښوونځي نه له شړل کېدو وروسته د معارف وزارت په یوه څانګه کې د ټایپستې په توګه مقرره شوه! کله چې یې له نجیب سره کوزده وشوه، د نوموړي په وسیله یې له نعمت الله پژواک چې د محمد داود د ریاست جمهورۍ په وخت کې د معارف وزیر و، د وزیر داخله فیض محمد په سفارش د جعلي شهادتنامې امر تر لاسه، او د دولسم ټولګي فارغ التحصیله او بکلوریا پاس شوه!

            نجیب چې د طبقاتي مبارزې او ور سره نه پخلا کېدونکي تضاد دعوا یې لرله، له فتانې سره په واده کولو د سلطنتي دربار د مفسدینو محفلونو ته ور نېږدې کېدو! او طبقاتي پخلاینه به یې کوله، تر دې چې دشیرین خورۍ په شپه د کابل په هوټل کې د حمیرا سراج او فتانه جیلاني ولي نعمت مارشال شاه ولی خان دښاغلي انقلابي؟ د کوزدې ګوته له بدکاره نڅاګرې فتانه ساقي سره تبادله کړه!

            آفرین د ښاغلي انقلابي په حال چې نه یې په تېر کې اخلاق او پاک ضمیر در لود، او نه په اصطلاح دخپل انقلابي ژوند په دوران کې! چې فتانه جیلاني له خپل ټول فسق او فجور سره پرې ور علاوه شوه!

            له فتانې سره د نجیب له واده وروسته او د ببرک کارمل په وړاندې د نجیب له په ګونډو کېدو وروسته په ګوندي حلقاتو کې د نجیب او مېرمنې پرضد یې تبلیغات کم شول! خو له دې سره سره نجیب و نه توانېد چې د فتانې هغه پېژندنه چې په ټولنه کې یې پرېښې وه له منځه یوسي! په ورځو ورځو به نجیب ددغه بد کاره او هرجايي ښځې له وجې له خلکو سره لاس او ګرېوان او په جګړه به اخته و! له غنضفر سره چې د نجیب یو سیاسي رقیب و، د جنګ اودعوې خبره دې حد ته ور سېده چې دنوموړي دوسیه د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ د قتل و جرح آمریت ته ورسېږي، مګر د موسی شفیق په حکومت کې د نیک محمد د نفوذ په وسیله دوسیه بیرته وتړل شوه، او مسله همدلته پای ته ورسېده.

            نجیب بل ځل بیا، د محمد داود د جمهوريت د جشن د مراسمو په ورځو کې چې له ۱۳۵۶ د سرطان له ۲۶ سره یې سمون درلود د عبد العزیز خان لندني له لمسي عبد الله سره بله دعوه او جنجال را پورته کړ ! او هغه داسې چې عبد الله له فتانې ساقي سره د خپلو عشق بازیو یادونه د نجیب پر مخ ور ویشتلې وه! او نجیب ته یې د یو بې غیرته او بې ناموس عنصر خطاب کړی و! دغه موضوع د لوی جنګ او جنجال لامل شوه، تر دې چې عبد الله د اووم ثور له کوده تا وروسته د نجیب د غچ اخیستنې له ویرې له هېواد نه بهر وتلو ته مجبور شو!
            پیغوونو او طعنو نجیب په ځانګړي ډول د سیاسي رقیبانو له خوا دېته اړ ایسته چې له فتانې سره خبرې غبرګې را غبرګې کړي او تر منځ یې ټکر راشي!

            په ۱۳۵۲ هـ ش د چنګاښ په ۲۶ نېټه د محمد داود کوده تا چې د خلقیانو او پرچمیانو په ګډون او هڅو ترسره شوه، په ملکي او نظامي برخو کې د د خلقي او پرچمي سازمانونو لپاره د پرمختګ او انکشاف ډېره ښه زمینه شوه، پلار مې له محمد داود سره د مخکني شناخت له مخې بیا په پېښور کې د افغاني تجارانو د وکیل په توګه وګومارل شو، دا د نجیب لپاره یو طلايي چانس و چې په برخه یې شو، نجیب د پلار له عوایدو نه په استفادې سره په بې غمه زړه له فتانې سره خپل میکروبي ژوند پر مخ وړلو! له ټولو پښتني، انقلابي؟ او مدني اصولو څخه لیرې په بشپړه بې غیرتۍ سره د فتانې تر څنګ پروت و! نجیب په خورا بې شرمۍ سره چې دده خوی دی، فتانه یوه معصومه او با اخلاقه ښځه معرفي کوله! او هڅه به یې کوله چې په دې توګه د نوموړې له ګناهونو، شرارت، فساد او شیطانت نه ډک ژوند پټ کړي!

            پلار مې هم چې د فتانې په هکله یې پوره معلومات لرل، د فتانې په اړه به یې د نجیب خبرې تاییدولې! او به احمقانه توګه به یې فتانه په اصطلاح د پښتنې کورنۍ ننګ او ناموس ګڼله! اوهر چا به چې د فتانې په اړه حقیقت ویلو په ده به بد لګېدو! له هغه سره به یې مخالفت کولو او اړیکې به یې ور سره پرې کولې! ...

            نور بیا

            ژباړه: عبد الخبیر جاهد
            Originally posted by Firdousi
            Never talk with Afghans about politics. All their political knowledge is limited to conspiracy theories, political demonization and contradictions. No logic, no reason.

            Comment


            • #7
              په تاسف سره باید وویل شي چې نوموړي د ننګ او ناموس سپېڅلي مفاهیم نه وو درک کړي، او دهغو په ارزښت نه پوهېدو. هېڅکله یوه بدکاره نشي کولی چې د یوې مسلمانې، یوې افغانې، او یوې داسې کورنۍ ننګ او ناموس وګرځي چې بنسټ یې پښتونېزم وي! د افغان مسلمان ولس د هر قوم په منځ کې، همدا ډول د پښتنو قبایلو په منځ کې هېڅکله د فتانې په څېر یوه بې ننګه او بې عزته فتنه نه شي را پیدا کېدی!
              په اصل کې د افغانستان د ټولو قومونو په منځ کې چې هر څوک د فتانې په څېر د بدو اعمالو مرتکب وګرځي، د مرګ لایق ګڼل کېږي او په خپله سزا رسول کېږي! مګر پلار مې ړوند شوی و، د فتانې په بد اخلاقیو او فسادونو یې سترګې پټولې! نوموړي به هر وخت د غیرت خبرې کولې! خو له نجیب او مېرمنې څخه یې په خپل ملاتړ سره هر څه وبایلل.
              پلار مې چې کله په پېښور کې دنده تر سره کوله، د محمد داود او پښتونستاني ملګرو تر منځ یې رابط و، د محمد داود له دغه اعتماد نه یې ناسمه استفاده کوله. په ګڼو بانو مانو به یې ډېرې زیاتې پيسې خپل جیب ته اچولې! پر دې سر بیره نوموړي به د نجیب په مشوره له تجارانو څخه بډې اخیستې!
              پلار مې د څو دلیلونو له مخې د رشوتخورۍ او سوء استفادې په برخه کې د نجیب لارښوونو ته اړتیا لیدله، پلار مې بې زړه و، مګر نجیب یوه ذره هم د قانون ضد کړنو له تر سره کولو نه یرېدو. له دې پرته، نجیب پوهېدو چې پلار د دولت مامور او د خپلو کړنو مسول دی، نه دی؛ ځکه خو د نجیب مشورې او مداخلې خپله د نجیب لپاره بې کاره پایلې نه درلودې! نجیب پیسو ته اړتیا لرله، او غوښتل یې د پلار له لارې په هر ډول چې کېږي، مفتې او بې ستړیا پیسې لاسته راوړي. پلار چې د نجیب په واسطه له اختلاس او د بډو اخیستو له لارې د نجیب د مشورو په نتیجه کې کومې پیسې تر لاسه کولې، یوه برخه یې له حاجي سحر ګل او حاجي ضراب ګل سره چې په هزاربزو مشهور وو، او د تجارت کسب یې کولو اېښودلې. یوه برخه به یې نجیب د خپل عیش او عشرت لپاره لوټلې، که به نجیب ډېرې پیسې نه تر لاسه کولې، د ده او مېرمنې تر منځ به یې جګړه پېښېده! او له پلار سره به مې د نجیب مناسبات خرابېدل! حمیرا سراج هم په خپل ځانګړي مکر سره پلار او مور ته مې دوکه ور کوله، او د غوړه مالۍ او چاپلوسۍ له لارې به یې پیسې ترې شکولې!
              نجیب له دولسو کلونو وروسته د طب پوهنځۍ پای ته ورسوله، له عسکري خدمت وروسته، د بالامرغاب په روغتون کې د خپلو نمرو مطابق په دنده وګومارل شو، مګر ده نشوای کولی چې د کابل د مکرویانو د عیش او عشرت آسوده او مفت ژوند د شمال د بیچاره خلکو د خدمت لپاره پرېږدي! د کمونیزم او روس له خدمت نه سترګې پټې کړي! د هر ډول ملي، وطنپالنې، غریبپالنې او خواخوږۍ له احساس نه بې برخې هلته یې له تګ نه انکار وکړ! د ډاکترۍ له دندې چې دده له شخصیت او ټيپ سره برابره نه وه استعفا وکړه، د خپل ګوند په منځ کې خپل دایمي کار او د کمونیستي عقېدې په خپرولو یې لاس پورې کړ.
              نوموړی به هر ژمی د چکر لپاره له خپلې مېرمنې سره پلار ته مې پېښور ته ورتللو. په دې وخت کې د کي جي بي فعال غړي شاه محمد دوست چې د افغانستان له اشغال نه وروسته د بهرنیو چارو وزیر مقرر شو، په پېښور کې د قونسل په توګه دنده تر سره کوله. نجیب له دوست او دکورنیو چارو له وزیر فیض محمد سره د پاکستان د کيڼ لاسو ګوندونو، او د پاکستان د کمونیست ګوند په منځ کې د صوبه سرحد په قبایلو او بلوچانو کې سیاسي کار پر مخ وړلو، له دې وروسته به بیا هند ته تللو، هلته به د هند له کمونیست ګوند سره په تماس کې کېدو، هند له همغه وخت راهیسې د نجیب او کي جي بي تر منځ رابط و، نجیب په همدې کلونو کې د کي جي بي غړیتوب تر لاسه کړ، د قبایلو او صوبه سرحد په منځ کې یې هم د روس او هم د ځان په ګټه ډېر ښه کاروبار تر سره کړ.
              نوموړی تر ننه پورې دخپلو همغو کارونو مېوه خوري، د شوروي بادارنو له خوا د کارمل په پرتله نجیب ته ترجیح ورکول همدا د نجیب د پښتونیزم مسله، د پاکستاني او هندي ټولنو ژوره پېژندنه، د پاکستان په دننه کې د قومونو او قبیلو تر منځ تفرقه اچول، د پاکستان د کیڼ لاسو ګوندونو مشران تطمیع کول د نجیب د سیاست ځانګړنې دي.
              کله چې محمد داود د سیاسي وجوهاتو له مخې په ۱۹۷۷ کې خپل دريځ نوی کړ، او غوښتل یې چې یو بل لوری ونیسي، شوروي اتحاد د خپل توسعه طلبي او تفوق طلبي خاصیت له مخې نه غوښتل چې افغانستان مستقل هېواد وي او د ناپیلتوب خپلواک سیاست پر مخ یوسي. بریژنیف چې د شوروي د کمونیستي ګوند په سر کې یې قرار درلود، د محمد داود نوی تمایل یې د شوروي اتحاد د ګټو لپاره ګواښ وګڼلو، او تصمیم یې ونیولو چې د خلق او پرچم ډلې چې د شوروي د ګټو د خوندیتوب مخکني مزدوران وو، سره یو کړي، او ددوی په واسطه هغه کرغېړن پلان چې د افغانستان د سیاسي برخلیک لپاره یې طرح کړی و پلی کړي.
              د ۱۳۵۶ هـ ش کال د چنګاښ په میاشت کې د خلقیانو او پرچمیانو د مرکزي کمېټې د ګډې ناستې په دایرېدو سره د خلق دیموکراتیک ګوند د بیا یووالي اعلان وکړ، او خطر زنګونه وکړنګېدل! په نویې مرکزي کمېټه چې له ګډې ناستې وروسته منځ ته راغله دیرش کسان شامل وو، چې له دواړو ډلو نه په مساوي توګه پنځه لس پنځه لس کسان ټاکل شوي وو.
              نور محمد تره کی د عمومي منشي او ببرک کارمل د ګوند د دوهم منشي په توګه وټاکل شول، نجیب هم له ټاکل شوې ناستې وروسته په مرکزي کمېټه کې غړیتوب درلود. نوموړي په عین وخت کې د کابل ښار د کمېټې د منشي په توګه هم دنده تر سره کوله.
              د ۱۳۵۶ کال په ورستیو کې د زرجان په نامه د یو خلقي له خوا د پلان د وزیر علي احمد ترورول د دیموکراتیک خلق د ګوند او د شوروي د کرغېړنو نیتونو ښکاروندی او ثابتوونکي وو، چې غوښتل یې نا امني او سیاسي بې ثباتي رامنځ ته کړي، او بیا د سیاسي ثبات د نه شتون په بهانه په کودتاه لاس پورې کړي. د داود رژیم را وپرځوي او د چارو واګې په خپل لاس کې واخلي!
              زرجان د ماسپښین شاوخوا د پلان د وزیر د قلم مخصوص مدیریت ته لاړ، او له خرم سره د لیدو غوښتنه یې وکړه، په دې وخت کې خرم د جاپان له یوه رسمي پلاوي سره لیده کاته درلودل، زرجان نوموړی د توپانچې په زور د لېدو کتو له خونې څخه را بهر کړ، د پلان وزارت له ودانۍ نه یې بهر وویست، او بیا یې د وزارت د دروازې په خوله کې د توپانجې په ډزو ووژلو! او خپله وتښتېد!
              ددغه کودتاه د پېښېدو او د دیموکراتیک خلق د ګوند د پلان په اړه دشوروي په سفارت کې نور محمد تره کي په یوه بلنه کې د هغو خبرو په ترڅ کې چې د افغانستان د نفوس شمېرنې او احصايې د سریزو په هکله ( چې په ۱۳۵۶ کال کې د محمد داود د جمهوري دولت لخو ا یې پلان طرح شوی و ) د مرکزي احصايې رئیس عبد الکریم حکیمي ته یې داسې وویل: ( دا سرشمېرنه به هېڅ کله تر سره نشي)
              دحزب دیموکراتیک خلق د رهبرۍ د پلاوو غړي ښه پوهېدل چې څه پلان به تر سره کېږي! او څه به پېښېږي! د ۱۳۵۷ کال په پسرلي کې د شوروي د کي جي بي سازمان د توطیې پر اساس میر اکبر خیبر ترور شو! باید پوښتنه وکړو چې روسانو ولې نوموړی ووژلو؟ ځکه چې نوموړی ددې سخت مخالف و چې دحزب دیموکراتیک خلق دې سیاسي واک تر لاسه کړي او هغه هم د کودتاه له لارې! نوموړی په دې اند و چې ګوند لا تر اوسه د واک د لاس ته راوړلو او ساتلو لپاره وړ تیاری نه لري؛ ځکه چې ګوند د افغانستان د اکثریت خلکو له ملاتړ او ساتنې څخه برخمن نه دی! او یوازې د بین المللي ځواکونو ( د شوروي ملاتړ ته اشاره ده ) په ملاتړ تکیه نشو کولی! نوموړي د مارکسیزم د دکتورانو په څېر د خلکو ملاتړ له انقلابي واک نه لوړ ګڼلو!
              مګر شوروي اتحاد او دګوند درهبرۍ پلاوو غړو په هغه وخت کې دا ډول نظریات مردود ګڼل، بر دې سر بېره روسیې داسې یو فلز غوښت چې د هغه په واسطه د حزب د یموکراتیک خلق له لارې د پرچمیانو او خلقیانو تر منځ وحدت ونښلوي!
              دغه فلز باید پخلاینه بله کړې وای! تر څو د داود د رژيم پر ضد د ګوند د غړو د تحریک انګېزه علني شي، له دې مخکې د کي جي بي ماشين غوښتل د ګوند په اړه دګوند د مشرتابه او غړیو ثبات او استقامت، او د ګوند د مشرتابه لپاره د غړیو اطاعت وآزمايي! په مستقیم ډول د ګوند دمشرتابه او غړیو د راغونډولو علني کول، او په یو نازک وخت کې د ګوند په مشرۍ د یوې لويې غونډې رهبري کول د کي جي بي د ماشین له نورو موخو څخه وو.
              خیبر په مرموزه توګه ماښام مهال په هغه سرک باندې چې له انصاري واټ نه جلا کېږي او ددولتي مطبعې په لوري ځي ووژل شو!
              د نوموړي وژل ددې باعث شول چې د محمد داود حکومت او د دیموکراتیک خلق ګوند یو له بل سره ښکر په ښکر شي، په دې حال کې ګوند خپلو ټولو نظامي سازمانونو ته د تیار سی امر کړی و، د ګوند د رهبرۍ پلاوو د میر اکبر خیبر ترور د افغانستان د تاریخ د تحول نقطه وبلله، او هغه یې د خاموشۍ د شکست پیل او د حرکت چینه اعلان کړه.
              ګوند د میر اکبر خیبر مړی د څو زره نفري لاریون په بدرګه د شهدای صالحینو په هدیره کې ښخ کړ، او په همغه ځای کې د ګوند سیاسي سند چې د ګوند د راتلونکي دريځ او نیتونو څرګندونه یې کوله د ببرک کارمل له خوا ولوستل شو، او د محمد داود حکومت ته د زور آزمایلو چلنج ور کړل شو!
              یوه ورځ وروسته، یعني د غوايي په شپږمه، یوه دولتي اعلامیه د رادیو افغانستان له لارې خپره شوه، په همدې ترتیب رسما اعلان وشو چې نور محمد تره کی او ببرک کارمل له یو څو ملګرو سره یې ګرفتار شوي او محاکمه به شي!
              د سبا ورځې په سهار ( دغوايي اوومه ) د افغانستان تاریخي تراژيدي پیل شوه! د غوايي د اوومې کودتاه تر سره شوه، د اسلم وطنجار د ټانک په ډز سره توروالی او تیارې، استبداد او وحشت، انسان وژنه او جنایت پيل شول! ولسمشر محمد داود، ورور یې محمد نعیم او د کورنیو غړي یې چې په کابل کې وو، او همغه د کودتاه په شپه په ارګ کې سره غونډ شوي وو، ټول د پرچمیانو او خلقیانو په واسطه په بې رحمۍ سره ووژل شول! ان چې وړو ماشومانو یې هم خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړ!
              د یموکراتیک خلق ګوند له نامشروع لارې سیاسي واک غصب کړ، او په نړۍ کې یو بل دولت د د توسعه طلبه شوروي اتحاد د سیمه ایزو ګټو د ساتنې او پیره دارۍ د چوپړیانو په حلقه کې ور اضافه شو! د افغانستان خپلواکۍ او حریت رنګ و بایللو، د کمونیزم د انقیاد زنځیر زمونږ د ملت د ژوند د تمامیت له ځمکې را تاو شو!
              کودتاه چیانو د خپل حکومت د انقلابي شورا د غړیوکابینه اعلان کړه، نور محمد تره کي د انقلابي شورا د ریاست او د صدر اعظمۍ چوکۍ ونیوې! ببرک کارمل د دواړو پوستونو د معاون په توګه، یعني د انقلابي شورا معاون، او د صدر اعظم معاون وټاکل شو! مګر دغوايي دغه خونړۍ کودتاه او د پرچمیانو او خلقیانو ګډ برخلیک چې د روسانو په واسطه ټاکل شوی و، د ګوند ددغه دوه ډلو ترمنځ واقعي یووالي تامین نشوای کړای! ظاهرا د د ولت درئیس او د صدر اعظم په توګه د تره کي ټاکل کېدل چې خلقی و، او په دواړو چوکیو کې ببرک کارمل د معاون په توګه، باید د خلقیانو او پرچمیانو د قناعت وړ ګرځېدلي وای، او ددواړو ډلو تر منځ یې باید په دولت کې موازنه ساتلې وای، مګر عملا داسې ونه شول! څو ورځې تېرې نه شوې چې بیا هم د نوي واک ته رسېدلې ګوند د ډلو تر منځ کورني اختلافات را څرګند شول! حفیظ الله امین د خلقیانو د استازي او سرکرده په توګه د کودتاه د فرمان د صادرولو د ادعا پر اساس په ببرک کارمل او پرچمیانو بریدونه او غورځنګونه پیل کړل! د ورځو په تېرېدو سره د خلقي او پرچمي ډلو تر منځ د ګوند د مرکزي کمېټې او انقلابي شورا په د ننه کې درز زیاتېدو، ببرک کارمل د کمزوي وضعيت په لوري وو، حفیظ الله امین د نجیب او وکیل چې دواړه له پرچمي ډلې څخه وو، او د مرکزي کمېټې غړي وو د برطرفۍ غوښتونکی شو، نوموړي په دې اړه نور محمد تره کې ته د انقلابي شورا په ناسته کې یو یاد داشت ور کړ چې د بحث لپاره مطرح شو!
              په یاد داشت کې راغلي وو چې نجیب د کابل ښار د کمېټې د منشي په توګه د ګوند د ملکي غړو په منځ کې د خپلې ډلې په ګټه فعالیت کوي، اوعبد الوکیل د نظامي غړو تر منځ همدا کار تر سره کوي؛ ځکه باید دوی توبیخ شي او د فریکسیون بازۍ او ډلبازۍ د فعالیتونو له وجې باید له هېواد نه بهر ته لاړ شي! او د سفیرانو په توګه وګومارل شي! نوموړي انقلابي شورا ته یو بل پېشنهاد وسپارلو، چې د انقلابي شورا غړیتوب ته له خلقي ډلې نه د یوولسو کسانو د ور زیاتول په اړه و. ببرک کارمل پوهیدو چې په انقلابي شورا کې د خلقیانو په زیاتوالي سره د ده موقف کمزوری کېږي، نو له همدې کبله یې له نوموړو پېشنهادونو سره ډاګیزمخالفت وکړ! دغه زیاتوالي په انقلابي شورا کې د نظرونو تناسب سره ګډوډولو! ببرک کارمل د پورتنیو ملاحظاتو او په انقلابي شورا کې د موقف دکمزورتیا په نظر کې نیولو سره چې پایله به یې له کار او ګوند نه دده لیري کېدل او سقوط و، تصمیم ونیو چې د انقلابي شورا ناسته پرېږدي! نوموړی له خونې نه بهر شو. ( چېرته ځې؟ ) سید محمد ګلاب زوی چې هغه مهال د نور محمد تره کي د ګارد مشر و، له نوموړي نه یې پوښتنه وکړه!
              کارمل: ( بهر ته! زه نشم کولی ددې موضوع په اړه په تصمیم نیولو کې ګډون وکړم )
              ګلاب زوی خپل ماشیندار د تهدید په توګه له اوږې را وایست، په لاس کې یې ونیو! په داسې حال کې چې د ټوپک شپېلۍ یې د ببرک کارمل لوري ته ور واړوله ویې ویل: ( سمدستي دانقلابي شورا جلسې ته را وګرځه! په رای ګیرۍ کې برخه واخله! یا مخالفه رایه ور کړه او یا موافقه! ) ... نور بیا
              لیکوال: صدیق الله راهي د ډاکتر نجیب ورور.
              ژباړه: عبد الخبیر جاهد
              Originally posted by Firdousi
              Never talk with Afghans about politics. All their political knowledge is limited to conspiracy theories, political demonization and contradictions. No logic, no reason.

              Comment


              • #8
                ببرک کارمل یې چوکۍ ته را وګرځېد! خو دا ځل یې یو بل نوی تکتیک په کار واچولو! نوموړي وغوښتل تر څو ده ته، ورور یې محمود بریالي ته، نور احمد نور، وکیل، نجیب او ډاکترې اناهیتا راتبزاد ته د سفارتونو چوکۍ ور کړل شي! او موافقتنامې ( اګریمانونه ) یې دې راوغوښتل شي!

                نور محمد تره کي او د انقلابي شورا نورو غړیو له دې وړاندیز سره هوکړه وکړه، او داکثریت له مخې پرېکړه وشوه چې نوموړي کسان دې په ایران، بریتانیه، پاکستان، چکوسلواکیا، یوګوسلاویا او دامریکې په متحده آیالاتو کې د سفیرانو په توګه وټاکل شي!

                یوه میاشت وروسته یې په نوبت سره له نوموړ هېوادونو څخه اګریمانونه را ورسېدل، هر یو د نوموړو سفارتخانو په لور و روان شو، نور احمد نور امریکې ته، نجیب ایران ته، وکیل انګلستان ته، بریالی پاکستان ته، ببرک کارمل چکوسلواکیا او اناهیتا یوګوسلاویا ته لاړل!

                مګر ببرک کارمل کرار کېنناست! دی پوهېدو چې په افغانستان کې واقعي واک د چا په لاس کې دی! چا ته باید ور شي او شکایت ور ته وکړي! د انقلابي شورا له پرېکړې وروسته نوموړی نېغ په کابل کې د شوروي اتحاد سفارت ته لاړو، او د روسيې له سفیر پاپوزانوف سره یې ملاقات وکړ!

                ببرک نوموړي ته د ټولو مسایلو او موضوعاتو ګزارش ور کړ، او د شوروي د ملاتړ او مرستې غوښتونکی شو! نوموړي حفیظ الله امین د ګوند د یووالي ضد، ډلباز او ډله خوښوونکی کس و بللو!

                پوزانوف چې خپله لوی شیطان و، او شخصا یې هم ببرک کارمل، هم تره کی او هم امین پېژندل، او د خلق او پرچم له ذات البیني اختلافاتو نه خبر و، په طبیعي ډول یې نه غوښتل چې د کابل د کمونیستي حکومت دکار په دې لومړۍ مرحله کې چې د ځواکمنې او واکمنې ډلې یعني تره کي او امین د خپګان لامل وګرځي په ښکاره توګه مداخله وکړي؛ ځکه خو په داسې حال کې چې نوموړي د ببرک کارمل خبرو ته په پوره زغم سره غوږ ونیو، له نوموړي سره یې هېڅ مرسته ونه کړه، او مشوره یې ور کړه چې د خپل سفارت په لوري و خوځېږي! اوخپله دنده تر لاسه کړي!

                ددې مشوره په پایله کې چې په حقیقت کې یو پرېکنده حکم و، نه ببرک او نه کوم بل ګوندي کولی شوای چې سرغړونه ورڅخه وکړي، نور ملګري يې هم د خپلو سفارتونو د چوکیو تر لاسه کولو لپاره دوستو هېوادونو ته په حرکت کې شول! کارمل د خپل نوي ماموریت په لوري د سفر پر مهال بیا هم له یوې نوې حیلې نه کار واخیست! نوموړی په مسکو کې د یوې میاشتې لپاره تم شو! داتحاد شوروي له مختلفو چارواکو سره یې مسایل له نېږدې په هغه توګه مطرح کړل چې زړه یې و! طبعا په دې مسایلو کې د خلقیانو او پرچمیانو اختلافات، د تره کي او امین مشرتوب! انقلابي شورا او جوړښت یې، د کمونیستي حکومت د کار طریقه او اجراءات! د ګوند، په ځانګړي ډول د ده خپل او دنورو پرچمیانو راتلونکی برخلیک پکې شامل وو! ببرک کارمل د خپلو خبرو له پای ته رسېدو وروسته چکوسلواکیا ته د خپلې دندې د تر لاسه کولو لپاره روان شو!

                ببرک وروسته له هغه چې د نور محمد تره کي د مرستیالۍ له دندې ګوښه کړل شو، مخکې له دې چې د مسکو او چکوسلواکیا په لوري روان شي، په یو لړ پټو فعالیتونو یې لاس پورې کړ! تر څو یوه نوې کودتاه برابره کړي، تره کی او امین د خلق له ډلې سره، له واک نه لیرې کړي، او خپله د حکومت واګې په لاس کې واخلي! نوموړي ددفاع له وزیر جنرال قادر، د پلان وزیر سلطان علي کشتمند، د ټولګټو وزیر محمد رفیع، او د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال شاهپور خان احمدزي سره خبرې کړې وې، تر څو د سرور منګل، نجم الدین کاویاني او د پرچم ډلې د نورو ملکي فعالینو په مرسته د لوی اختر په ورځو کې نظامي کودتاه پلې کړي، د نور الامین ( نور محمد تره کي او حفیظ الله امین ) دولت له منځه یوسي!

                مګر د هغوی ټول فعالیتونه د تره کي او امین تر څارنې لاندې وو! وروسته له هغه چې کارمل او انډیوالان یې له کابل نه لاړل، او خپلې دندې یې تر لاسه کړې، د تره کي حکومت ددې خبر د خپرولو په فکر کې شو، د ۱۳۵۷ دزمري په میاشت کې یعني له کابل نه د ببرک کارمل له تګ یوه نیمه میاشت وروسته، او د مسکو دسفر له پای ته رسېدو دوه اونۍ وروسته د کابل د رسنیو له لارې د کشتمند، قادر، رفیع او جنرال شاهپور د نیول کېدو او بندي کېدو خبر خپور شو! له هغه وروسته د هغوی اعترافونه په ورځپاڼو کې خپاره شول!

                د نور الامین ( تره کی او امین ) حکومت، د یوې ځانګړې اعلامیې په ترڅ کې څرګنده کړه چې د نوموړ کسانو فعالیتونه له ډېر وخت راهیسې د اګسا سازمان ( د افغانستان د ګټو ساتونکې ادارې ) چې د نور الامین د کمونیست دولت د جاسوسۍ او د حالاتو د ریکارډ اداره ګڼل کېده، او اسد الله سروري یې سرپرستي کوله تر څارنې لاندې وو، د نوموړې ادارې جاسوسانو کشف کړې وه چې د ببرک کارمل ډلې غوښتل په کودتاه لاس پورې کړي او د نور الامین دولت د علمي سوسیالیزم له اصولو نه د کږېدنې په بهانه رانسکور کړي! په ورځپاڼو، جریدو، راډیويي او تلویزیوني رسنیو کې د سلطان علي کشتمند د اعترافاتو له خپرېدو، او د پرچمیانو د نیتونو له روښانه کېدو سره چې د ببرک کارمل تر مشرۍ لاندې یې فعالیت کولو د نور الامین حکومت له ګوندي او دولتي چوکیو نه د د پرچمیانو په پراخه تصفیې لاس پورې کړ! یو لوی تعداد یې ونیول او زندانیان یې کړل! د نور محمد تره کي تر مشرۍ لاندې انقلابي شورا ببرک او انډیوالان یې له انقلاب سره خیانت کوونکي! او د محاکمې وړ وګڼل! او د سفارتونو له دندو یې ګوښه کړل!

                ددې پېښو په ترڅ کې حفیظ الله امین دنوي دولت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه کیوبا ته سفر وکړ، او له فیډل کاسترو سره یې ملاقات وکړ، د بیرته لا ګرځېدو پر مهال باید په ایران کې تم شوی وای، خامخا په هوايي ډګر کې به په ایران کې د سفیر او د افغان لوی سفارت د دیپلوماتیک ګروپ له خوا د نوموړي هرکلی کېدو!

                په هغه وخت کې نجیب په تهران کې سفیر و، نوموړي د ترهګرو یو ګروپ مسلح کړی او تیار کړی و، تر څو د ایران په هوايي ډګر کې حفیظ الله امین ترور کړي! د اناهیتا راتبزاد زوی کانیشکا چې خپله په همدې ګروپ کې و، په دې اړه یې ددې کتاب لیکونکي ته داسې کیسه وکړه: ( حفیظ الله امین، د تهران په هوايي ډګر کې د تم کېدو پر مهال د هیلو او تشریفاتو پر خلاف، له طیارې څخه را ښکته نه شو، چې د ټولو د تعجب وړ و ګرځېد! او ترور تر سره نه شو! ولې را ښکته نه شو؟ آیا له دسیسې نه خبره شوی و؟ معلومه نه ده! زه او سرور چې د نجیب باجه او په هند کې سفیر دی، د ترور کوونکو په ډله کې وو )

                د کشتمند او همکار ګروپ له نیولو وروسته، خپله د ببرک کارمل په شمول د شپږو سفیرانو د ګوښه کېدو مکتوبونه صادر شول! او ټول له خپلو دندو ګوښه کړای شول! د دوی د کوښه کېدو په مکتوبونو کې راغلي وو چې دوی ټول د ګوندي محاکمې لپاره باید بیرته کابل ته راشي! مګر کارمل او انډیوالانو یې دغو مکتوبونو ته کوم ارزښت ور نه کړ او کابل ته را نغلل!

                نجیب چې د ایران دسفیر په توګه یې دنده تر سره کوله، هم په همدې لړۍ کې له خپلې دندې ګوښه کړل شو، نوموړی مخکې له دې چې له تهران څخه لاړ شي، یوولس ملیونه ریاله چې مخکې، د مخکني سفیر زلمي محمود غازي له خوا د افغانستان د سفارت د ځمکې د پلورلو له درکه د ایران په بانکې د امانت په توګه اېښودل شوې وې! چور کړې! پر دې سربېره نوموړي د افغانستان د سفارت سامانونه، چې کوچونه، چوکۍ، مېزونه، دخوب کټونه، د ټایپ ماشینونه او نور پکې شامل وو لیلام کړل! پیسې یې په خپله جیب کې واچولې، او له خپلې نڅاګرې میرمنې سره یو ځای د یوګوسلاویا په لوري وخوځېد! هلته له نورو غلو، یعنی لېرې کړای شوو سفیرانو سره یو ځای شو. ببرک کارمل، اناهیتا، نور احمد نور، محمود بریالی او عبد الوکیل ټول هملته سره یو ځای شول، او له سفارتونو څخه په تښتول شویو پیسو یې له عیش او عشرت نه ډک اشتراکي ژوند ته مخه کړه! تر څنګ یې نورو وړو وړو انډیوالانو د دوی د ښه چوپړ او پنډوکیو د وړلو لپاره ځانونه هلته ور ورسول، د مرغومې د شپږمې نېټې له پېښې وروسته ددوی هر یو د پنډکیو د وړلو له وجې په سفارتونو کې په دندو و ګومارل شول! زمان قطب یار، چې بیا وروسته د ختيځ آلمان سفیر شو، عنایت سادات، غلام او زلمی شهباز له همدې ډلې څخه وو!

                نجیب چې تر ټولو زیاتې د سفارت پیسې یې غلا کړې وي، په یو ګوسلاویا کې د هستوګنې پر مهال یې د " هلنابایو " په نامه یوه ښکلې معشوقه چې مور یې یو ګوسلاویايۍ او پلار یې جرمنی و، پیدا کړې وه، نوموړي په همدې غلا کړیو پیسو دهلنابایو په نامه یو هوټل وپېرلو! هلنا لوړه دیرش کلنه ښځه وه، سترګې يې می رنګې، وتلې پزه، وتلې او کلکې شهواني سینې یې لرلې، لومړی یې د نجیب د موټروانې په توګه کار کولو، له لوړ پوندو بوټانو سره به یې نازک او وریښمنې جامې اغوستې، تر څو د بدن غړي یې ښه روست ښکاره شي! کله چې فتانه چې خپله به تر نیمو شپو د بدکاریو په مرکزونو کې ورکه وه، له هلنابایو سره د نجیب له اړیکو، او په بلګراد کې د هغې په نامه د هوټل له پېریدلو خبره شوه، سخت غبرګون یې وښود! د عشق خبره جنجال ته سره ورسېده! نجیب خپله مېرمنه په سوټي ووهله! په دې ترڅ کې نور احمد نور او محمود بریالی چې له فتانې نه یې دفاع کوله هم د نجیب د وهلو ټکولو وړ وګرځېدل! د اخ وډب پر مهال د بریالي عینکې له سترګو ولوېدې او ورکې شوې! د جنجال لمنه پراخه شوه! تر دې چې د یوګوسلاویا پولیس او د کي جي بي مامورین مداخلې کولو ته مجبور شول! نجیب او محمود بریالي د لوېديځ آلمان او انګلیستان په لوري وتښتېدل!

                د نجیب دوهمه لور، په یوه معیوبه او فلج شوې بڼه د عملیاتو ( سزارین ) له ستونزو سره په لویديځ آلمان کې وزېږېده! د ماشوم د معیوبوالي لامل یې د مور له خوا د شرابو څښل! او د مایع چرسو څکول وو!!! د شوروي حکومت د فرانسې د کمونیست ګوند له لارې نجیب او فتانه فرانسې ته ولېږل! نوموړو خپله عیبجنه ماشومه فرانسې ته له ځان سره بوتله، او د هغه ځای په یوه روغتون کې نوموړې ماشومه د دوه کلونو لپاره بستر پاتې شوه! لګښتونه یې د فرانسې د کمونیست ګوند له خوا ور کول کېدل! نجیب هم د نوموړي ګوند له ملاتړ نه برخمن شو!

                د ۱۹۷۹ م کال د سپتمبر په لسمه نېټه نور محمد تره کي د کیوبا په هاوانا کې د بې پرې هېوادونو د دولتونو او حکومتونو د مشرانو په شپږم کنفرانس کې له ګډون کولو وروسته کابل ته د بیرته را تګ پر مهال مسکو ته لاړو، او له لیونید بريژنف سره یې ملاقات وکړ! په کابل کې حفیظ الله امین دې نتیجې ته ور سېد چې رقیب یې تره کي له روسانو سره دسیسه جوړه کړې ده تر څو دی له منځه یوسي! څلور ورځې وروسته، یعني د سپتمبر په څوارلسمه نېټه په کابل کې د شوروي سفیر الکسندرپوزانوف په یوه ناسته کې هڅه وکړه تر څو دغه دوه خلقیان سره پخولا کړي، مګر د مناقشې په ترڅ کې چې نوره هم سختېده، ډزې وشوې! او تره کی سخت ټپي شو! ځینې وايي چې تره کی د ګارد ددوو کسانو له خوا زندۍ شو! په هر صورت د تره کي له مرګ نه وروسته امین واک تر لاسه کړ!

                د شوروي حکومت ته امین د منلو وړ نه و! ددې لپاره چې د نوموړي د له منځه وړلو پلان جوړ کړي، شوروي بیا هم خپل ژمن غله له یوګوسلاویا، فرانسې، لویديځ المان او انګلیستان څخه مسکو ته را وغوښتل! او د امین د ورکولو پلان یې جوړ کړ! نور احمد نور او عبد الوکیل کابل ته راغلل! ببرک او اناهیتا په تاشکند کې منتظر شول! نجیب او محمود بریالی په مسکو کې پاتې شول!

                په دې وخت کې نجیب د اندروپوف په یوه میلمستون کې چې د کي بي جي رئیس و اوسېدو، اندروپوف ژمنه ور سره وکړه چې په موقع سره به یې د ببرک کارمل ځای ناستی جوړوي، او دی باید مناسبه تیاري او وړتیا له ځانه وښيي! نجیب د شوروي وروستني غلام زمونږ د هېواد د اشغال په لومړنۍ اونۍ کې په مصونه توګه له مسکو نه کابل ته را ورسېد! او د جهنمي خاد چوکۍ چې وار له مخکې یې د روسي بادرانو له خوا ورته ټاکل شوې وه، ونیوله! نجیب د خاد په جوړلو سره د شوروي را صادر شوي دولت ته لا نور استحکام ور په برخه کړ!
                زمونږ د هېواد له اشغال نه وروسته د روسانو د پروپاګندو او تبلیغاتو ماشین په ټوله نړۍ کې په پراخه تبلیغاتو لاس پورې کړ، او اعلان یې وکړ چې ګواکي د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا د پاکستان، امریکې او چین له خوا له ګواښ سره مخ وه، امریکايي او چینايي سرتېري د افغانستان په دننه کې د دې هېواد د قانوني دولت ( چې هغه خپله روسانو ورک کړ ) پر وړاندې جنګېږي، له همدې کبله مونږ خپل نظامي ځواکونه د انټرناسیونالیستۍ دغوښتنې پر بنسټ د خپلو افغاني وروڼو ( خلقي او پرچمي مزدورانو ) د مرستې لپاره افغانستان ته ولېږلې، او له یو لنډې مودې وروسته به خپل یو څو ځواکونه له افغانستان څخه وباسو!

                دا د روسانو له خوا د ۱۹۷۹ د دسمبر په ۲۷ زمونږ دهېواد د اشغال لپاره بهانه وه، هغه لنډه موده چې روسانو یې خبره کوله، لس کاله یې ونیول، ددې مودې په ترڅ کې زمونږ د مظلوم او کړېدلي ولس یو نیم ملیون انسانان شهیدان شول، پنځه ملیونه نورو د روسانو، پرچمیانو، خلقیانو او د ملګرو د سخت وحشت، انسان وژنې، او جنایتونو له وجې یې هجرت وکړ، زمونږ د خلکو په زرهاوو کورونه وران شول، افغانستان د خپلواکۍ او اسلام د قربانیانو دغم په کور بدل شو!

                نجیب، دغه پروتي موجود! د خاد د چوکۍ په نیولو سره ،لاس په کار شو، په لومړي قدم کې يې د یو نامشروع او انسان ضد، لاسپوڅي رژیم د بقا لپاره د روس د کي جي بي د مشاورینو په ګډون د یوې بشپړې جاسوسي ادارې پلان جوړ کړ! د خاد د جهمني ادارې مامورین د یوکال په ترڅ کې له ۵۰۰ څخه زرهاوو کسانو ته ورسېدل! له ټولو مخکې یې ټول هغه لوچکان او پلید عناصر چې پېژندل یې، د خاد په اداره کې را ټول کړل! او د نظامي رتبو په ورکولو سره یې هغوی جاسوسۍ او انسان وژنې ته وهڅول! نجیب ددې لپاره چې د جاسوسې ادارې فعالیتونه یې تر خپلو سترګو لاندې په ښه توګه تر سره شي، خاد ته یې بدکاره ښځې جذب کړې! او داستخباراتو د تر لاسه کولو لپاره یې له هغوی نه استفاده کوله! نوموړي د خاد په وسیله د رستورانونو او د فساد د ترویج د کورنو په جوړولو لاس پورې کړ! چې په هغه کې به د خاد بدکاره ښځې د خپلو دندو په پر مخ بیولو بوختې وې! دغه د فساد ځالې د ( د شنه مارغه کلپ ) په نامه او د ( نمبر ۹ کلپ ) په نامه یادېدلې! نوموړي کلپونه په ۱۳۶۱ کال کې د سرښندونکو مجاهدینو د بم په نتیجه کې منفجر کړل شول! په دې پېښه کې د امان الله په نامه یو ځوان د خاد د مزدورانو له خوا ونیول شو، نوموړی زما د پلار د دوست حاجي الله نظر د زوم ورور و، نجیب نوموړی اعدام کړ، او په دې توګه یې د حاجي الله نظر دوستانه اړیکې او خدمت له خپلې بېرحمۍ او خونخوارۍ نه قربان کړل! نجیب همدا رنګه په ټولو دولتي او غیر دولتي موسساتو او څانګو کې مختلف افراد دخاد غړیتوب ته جذب کړل، او هغوی ته یې په لوړو چوکیو کې ځای ور کړ. ...

                نور بیا

                لیکوال: صدیق الله راهي، دډاکتر نجیب ورور،

                ژباړه: عبد الخبیر جاهد
                Originally posted by Firdousi
                Never talk with Afghans about politics. All their political knowledge is limited to conspiracy theories, political demonization and contradictions. No logic, no reason.

                Comment


                • #9
                  نجیب په بهر کې په ټولو افغاني سیاسي نماینده ګیو کې دخاد جاسوسان درسمي مامورینو په توګه ټاکلي وو! هغوی هم خاد ته جاسوسي کوله اوهم کي جي بي ته! په ځانګړي ډول په لویديځو هېوادونو کې د خاد هغه ډاډمن غړي چې د کي جي بي شپږ میاشتني او یو کلن جاسوسي کورسونه به یې ویلي وو ټاکل کېدل!
                  احمد سرور په لندن کې د افغان سفارت مشاور چې د نجیب باجه کېږي، هم دهمدې کي جي بي له جاسوسانو څخه دی، او له لیلا سراج سره یې چې د حمیرا سراج کورنۍ له بدکارو نجونو څخه وه، واده کړی،

                  چې د دیپلومات په توګه د جاسوسي دندو تر سره کولو په غرض لندن ته لېږل شوی و، نوموړی اوس په دهلي کې د کابل حکومت سفیر دی!

                  نوموړي د جاسوسي تربیې شپږ میاشتني کورسونه په مسکو کې وویل، د کورس له پای ته رسېدو وروسته د خاد او د کي جي بي د غړي په توګه د يپلوماتیک ماموریت تر لاسه کړ! نوموړی په حبیبیه ښوونځي کې د تحصیل په دوره کې د ظاهر شاه د زوی محمد داود پښتونیار له هلکانو څخه و، چې زیاتره وخت به یې هغه ته د عیاشو او بې لارو نجونو دلالي کوله! نوموړی یو پرېوتی، نهایت نالایقه او بې استعداده انسان و، په هېڅ رشته کې تخصص نه لري، نوموړي د پادشاه دزوی ملاتړ غنیمت ګڼلی او د هغه په نوم یې یو ښوونځی پرانیست! نوموړی اوس د نجیب او کي جي بي په پناه کې دی! د جاسوسۍ بې شرمه دندې تر سره کوي! او خپل د غوړه مالۍ ژوند په مخ وړي!

                  د نوموړي مېرمن لیلی جیلاني، د حمیرا سراج دوهمه بدکاره لور ده! چې د ټولې کورنۍ په څېر یې له اوږدې مخکنۍ فحشا او بدکارۍ څخه برخمنه ده! نوموړې هم په بشپړې نالایقۍ سره ښوونځی پای ته ورسولو! او د خپل ماما داکتر انس په مرسته چې د معارف وزیر و د فرانسي له تعلیمي بورس نه په استفادې سره پاریس ته لاړه! مګر د نالایقۍ له مخې ناکامه شوه! کله چې دفرانسې حکومت د نوموړې بورس قطع کړ، څو میاشتې د پاریس ښار په سرکونو د بدکاره ښځو په څېر درېدله! او په بدکارۍ او فحاشۍ به یې لاس پورې کولو! وروسته له هغه چې تور مخ او ناکامه بېرته کابل ته راغله، بیا یې د ډاکتر انس په سپارښت یوګوسلاویا ته تحصیلي بورس پیدا کړ او هلته لاړه! متاسفانه چې هلته یې هم خپلو تحصیلاتو ته ادامه ور نکړای شوه! بیر بیا کابل ته راغله! بالآخره یې له احمد سرور سره کوزده وشوه، له سرګردانۍ او دربدرۍ نه وژغورل شوه!

                  سرور څه وخت وروسته له لیلا څخه د جلاوالي تصمیم ونیو! مګر نجیب منځګړیتوب وکړ! او پرې یې نښود چې دغه جلاوالی را منځ ته شي! کله چې نجیب په تهران کې سفیر و، لیلی او سرور یې ځان ته ور وغوښتل، هغوی به یې ساتل! نوموړي سرور د سفارت سکرتر وټاکلو! کله چې نجیب له سفارت نه ګوښه کړای شو او یوګوسلاویا ته لاړو، سرور او لیلا په ایران کې پاتې شول! د شوروي د سره پوځ له خوا د افغانستان له اشغال، او د خاد درئېس په توګه د نجیب له راتګ نه وروسته نوموړي احمد سرور په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د یو مامور په توګه وټاکلو! وروسته یې نوموړی د خاد غړی، او په ایران کې یې د کي جي بي په ارتباطي چینلونو کې منظم کړ! نوموړی بیا وروسته څو کاله په لندن کې د افغانستان سفارت شارزدافیر و! چې د نجیب او ظاهرشاه د رابط دنده یې پر غاړه لرله! نوموړی نن هم په هند کې همغه دنده پر غاړه لري، د سرور یو ورور چې نجیب نومېږي، له لسو کلونو را په دې خوا په آلمان کې په پټو پولیسو کې و، او په هامبورګ کې د نجیب په ګټه فعالیت کوي! په هر حال، په خاد کې دنجیب اساسي کار د کي جي بي د دیپلوماتانو او کمونیستو ځوانانو ځواکمنول وو! نوموړي د ځوانانو په سازمان کې مسلکي کمونیستان روزلي! په هغه وخت کې د نوموړي سازمان د غړیو شمېر دیرش زرو ته رسېدو! چې کم تر کمه پنځوس سلنه یې پښتانه او بلوڅان وو! چې په سر کې یې د کي جي بي فعال او ځوان جاسوس فرید مزدک کار کوي! او د خاد په جاسوسه اداره کې د زخیره شوي ځواک په توګه بنسټیز رول لري!

                  ټول هغه ځوانان چې خاد ته جذبېږي، لومړی د ځوانانو د سازمان له خوا پېژندل کېږي، د سازمان له تضمین او د عضویت د پاڼې په پای کې دمزدک له تاییدي لاسلیک وروسته د خاد د غړي په توګه د وفادارۍ لوړه کوي! د خاد شیطاني ځواک، دنجیب او روسانو د زیاتې پاملرنې له وجې زمونږ په ټوله ځورېدلې ټولنه کې ريښې کوي!

                  د یوه شقاوت پالونکي، خاین او جنایتکار سازمان مشري هغه دشرم داغ دی چې نجیب نشي کولی له خپل تندي څخه یې پاک کړي!

                  څلورم فصل
                  خاد او انسان وژونکی نجیب!

                  د خاد جنایتکار او ظالم سازمان هغه وخت په فعالیت پیل وکړ کوم وخت چې د افغانستان مجاهد او مبارز ولس پراخه جهاد پیل کړی و! د افغانستان د مقاومت ځواکونه د شوروي د بې شرمانه تجاوز او د کابل دلاسپوڅي حکومت د استقرار پر ضد بڼه خپله کړې وه! زمونږ پر هېواد د شوروي نېغ ېرغل د روسي کمونیزم له بلا څخه د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو لپاره د افغان ولس زړور جهاد ته تازه څپې ور په برخه کړې! د روسي ځناور په وړاندې دافغانستان د خلکو قوي مقاومت دنړۍ دټولو نظرونو او عامو افکارو پام ځان ته واړولو!
                  د ټولو خپلواکو ملتونو مادي او معنوي مرستې د افغان ولس د برحقې داعيي لپاره ورځ په ورځ زیاتېدلې! په داسې حال کې چې زمونږ ولس برخلیک ټاکونکې جګړې ته ادامه ور کوله، د شوروي د دهري او جنایتکار دولت مشاورین، له نجیب! دغه د شیطاني ځواک دوران ته نوي رسېدلي فرمانبردار سره د خاد د خونخوارې او انسان وژونکې موسسې په سازمانولو بوخت وو! نجیب د کي جي بي د مشاورینو په مرسته د خپلواکۍ غوښتونکو مجاهدینو د له منځه وړلو کرغېړن پلانونه جوړول! او د خاد د انسان وژونکو په واسطه یې د جرمونو په سټيج وړاندې کول! نجیب په چل او شیطانیت سره د مجاهدینو په منځ کې جاسوسان په دندو وګومارل! او د جاسوسۍ په واسطه د تر لاسه شویو اطلاعاتو له مخې به یې د افغانستان د خلکو د شامل جهادي خوځښت په وړاندې د ظالم نظام د تحکیم لپاره کار کولو! نجیب به هر ځل چې د افغانستان د مجاهدینو په نیولو کې بریالی کېدو، د کي جي بي د ابلیسي او انسان وژونکې دستګاه په وړاندې به یې خپل اعتماد او اعتبار زیاتولو!

                  نجیب د خاد دریاست پر مهال د ستالین او بیریا د ظلم او انسان وژنې لار خپله کړه! بیریا د ستالین په وخت کې د کي جي بي د جاسوسۍ د استخباراتي سازمان مشر و! نوموړی د شوروي د کمونیستي نظام د مخالفینو په وژلو او خونړیو اعدامولو کې په جلاد مشهور دی! کله چې ستالین په ۱۹۵۳ کې مړ شو، بیریا غوښتل د هغه ځای ناستی شي، مګر څه رنګه چې خروسچف د خپلو خاطراتو په کتاب کې چې په غرب کې چاپ شو وايي چې ده د هغه وخت له دفاع وزیر سره د کریملین په دننه کې د بیریا پر خلاف دسیسه جوړه کړه، ا ود ستالین له مرګ نه څو ورځې وروسته یې بیریا په مسکو کې د کي جي بي په زندان کې چې ( لوبیانکا ) نومېده اعدام کړ!

                  نجیب د خونخوار بیریا په څېر د ۹۰ زره بیګناه افغانانو د نیولو او وژلو حکمونه چې د خپلواک او اسلامي افغانستان په خاطر یې د مقدس جهاد او مبارزې بیرغ پورته کړی وو، لاسلیک کړي دي! دغه ټول کسان د خاد په دهشتګاوو کې په بیرحمۍ سره شکنجه شول! او دشکنجو او کړولو په مختلفو وسایلو او طریقو اعترافونه ترې اخیستل کېدل! نجیب د بیریا په څېر له دغو شکنجو خوند اخیست! نوموړی بیا هم د بیریا په څېر ځان د لاسپوڅي او کمونیستي رژیم د ساتنې مسول ګڼلو! د اعترافاتو له اخیستلو وروسته به نجیب زندانیان وژل!

                  ددغه شکنجو عیني ګواه زه خپله یم! کله چې زه په کابل کې د صدارت په ماڼۍ کې د خاد په زندان کې په ۱۹۸۶ کې څلور میاشتې بندي وم! د مختلفو سیاسي تنظیمونو له ګڼو زندانیانو سره مخ شوم! ما ولیدل چې هغوی څه ډول شکنجه شوي وو! زیاتره تحقیق او شکنجې به د شپې له خوا تر سره کېدې! د خاد مستنطقین چې دنجیب تربیه یې لېدلې وه ټول ظالم، مستبد او حیوان صفته وو! زندانیان به یې ټوله شپه بې خوبه کول! سخت به یې وهل او ټکول! په سخت ژمي کې به یې جامې ترې وایستې! له تودخې پرته په یوه یخه خونه کې به یې دېته مجبورول چې همداسې لپ لغړ ولاړ وي! د شپې له سره تر سهاره به څلور پنځه پیره داران د دوی د څارنې لپاره تبدیلېدل! تر څو پرېنږدې چې زندانیان ویده شي!

                  زنداني غریب د دا ډول غیر انساني شکنجو له وجې آخر له پښو لوېدلو! او دېته به حاضرېدو چې په خپل ځان تورونه پورې کړي! د مستنطق امرونه ومني! له دا ډول شکنجو او کړاو نه د خلاصون لپاره ناحقه اعترافونو ته ځان ور کړي!

                  دا د کړولو او شکنجه کولو یوه عادي او معمولي بېلګه وه، کمونیستو خادیانو د افغانستان مجاهدینو ته داسې شکنجې ور کولې چې دهلتري نازیانو شکنجې د سړي هېرېږي! لکه په مقعد کې دجوشو اوبو پېچکاري کول! او د فانتا دبوتلونو ننویستل!!!.... هغه څه چې د انسان عقل یې نه مني، نجیب او نورو انسان وژونکو خادیانو زمونږ دمجاهد ولس په مقابل کې تر سره کول!! له روحي کړاو نیولې تر وژلو او وینو تویولو پورې، د خلکو د قانوني او روا ملکیتونو، مالونو او جایدادونو له ضبط څخه نیولې پر کورنیو، عزتونو او ناموسونو باندې تر تجاوز پورې! له سیاسي استبداد او اختناق نه نیولې د سیاسي مخالفینو تر ترور او ورکولو پورې! د وحشت د فضاد له ایجادولو نیولې زمونږ د ملیونونو هېوادوالو تر فراري کولو پورې! ټول دغه جنایتونه د خاد ادارې په وسیله د نجیب تر مشرۍ لاندې تر سره شوي! مګر نجیب په بشپړ ویاړ سره خاد، دغه د شر زیږولو او ګناه پاللو دستګا ته پراختیا ور کوله!
                  نجیب له اجمل خټک سره چې په کابل کې د پاکستان د کمونیست ګوند رابط غړی و، ددایمي اړیکو په لرلو سره وکړای شو چې د خاد د رئیس او د کي جي بي د باورمند او مخلص خادم په توګه د کي جي بي جاسوسې ادارې دنفوذ ساحې ته په پاکستان، صوبه سرحد او د سرحدي قبایلو په منځ کې پراختیا ور کړي! نوموړي به د پاکستان د کمونیست ګوند ځوان غړي چې په قبایلي سیمو او صوبه سرحد کې یې فعالیت درلود د افغاني پاسپورت په ور کولو سره د محصلينو په توګه شوروي ته لېږل! هلته به د کي جي بي د مشاورینو تر دقیقه څارنه لاندې په تربیوي موسساتو کې تربیه کېدل! او بېرته به د جاسوسي چارو او د کي جي بي د خاینانه او کرغېړنو پلانونو دمخ ته بیولو په موخه د افغانستان له لارې پاکستان ته رالېږل کېدل!

                  په کال کې به د یو زر او پنځه سوه شاوخوا دا ډول افرادو له جملې څخه د خاد او کي جي بي تر څارنې لاندې شوروي ته استول کېدل!

                  نجیب د هغه پراخه پېژندنې له وجې چې د پاکستان د سیاسي جریاناتو په اړه یې درلوده، په کم وخت کې یې وکولی شول چې دپاکستان د ټولو سوسیالیستو او کمونیستو ګوندونو او ورڅخه جلا شویو ګروپونو د رهبرۍ تیت پرک هستې په افغانستان کې سره را ټولې کړي! او په خپل منځګړیتوب سره د هغوی ذات البیني اختلافات حل کړي، نوموړي د پاکستان د کمونیست ګوند د عمومي منشي افراسیاب خټک د میلمه پالنې او همېشته توب په پایله کې وکړای شول چې د نوموړي هېواد د کمونیست ګوند د ټولو غړیو ترمنځ، د خلق دیموکراتیک ګوند درهبرۍ پلاوو ترمنځ، او دشوروي چارواکو په ځانګړي ډول د کي جي بي سازمان او د هغه د رئېس یوري اندروپوف په وړاندې ښه اعتبار او ارزښت تر لاسه کړي.

                  کله چې یوري اندروپوف د کي جي بي رئیس و نجیب ته یې شخصا مسکو ته بلنه ور کړه، او د هغه په سینه یې د نوموړي د هغه مخلصانه خدمتونو له کبله چې د کي جي بي سازمان د کرغېړنو او پلېتو موخو لپاره یې تر سره کړي وو طلايي مېډال ولګولو! هغه مېډال چې د نجیب جنایتونه او هېواد پلورنه یې ستایله! نجیب چې کله له مسکو نه را وګرځېد، په نوره زیاته بېشرمۍ سره یې په کارونو پیل وکړ، زمونږ په هېواد کې او زمونږ د مسلمان و لس پر ضد د خاد د ظالم او آبرو بایللي سازمان د چارو په مخ ته وړلو او ښه تنظیمولو کې له زیات صلاحیت سره لاس په کار شو!

                  روسانو او د کي جي بي جنایت پېشه سازمان د خاد د دسیسه جوړونکي ماشین په مرسته او ملګرۍ د افغانستان دخلکو پر ضد په یوه بله دسیسه لاس پورې کړ! روسانو، په نولسمه پېړۍ کې په چین کې د انګریزي استعمار پر ضد د خلکو د خپلواکۍ غوښتونکي نهضت د له منځه وړلو لپاره د انګلیس له تکتیکونو څخه په استفادې سره د تریاکو په ترویجولو لاس پورې کړ! په افغانستان کې د الکولو او شرابخورۍ د ترویج اوعامولو لپاره ډېر زر لاس په کار شول!

                  روسانو د نجیب په مرسته او د هغه د ماشین یعنی خاد له لارې هڅې وکړې چې دغه بربادوونکی آفت دافغانستان په اسلامي ټولنه کې تیت کړي! تر څو هم د اسلام دین زمونږ په هېواد کې کمزوری شي، او هم د ولسپالنې اوهېواد پالنې احساس! تر څو په پایله کې د شوروي امپریالیزم په وړاندې مقاومت کمزوری شي! نجیب د یوه شرابي او په شرابخورۍ کې د مسابقه کوونکي په صفت له دې کار سره ځانګړې مینه لرله! شوروي د بې بدلې مرستې په بڼه یو نیم ملیون بوتله شراب نېغ د کابل دولت ته په افغانستان کې د شرابو د ترویج په موخه ور کړل! نجیب د خاد د بدنام سازمان د رئیس په توګه د افغان کارت له لارې ددغه مشروباتو د خرڅلاو څارنه کوله، او د روسي مشاورینو د توصیې پر اساس یې دهغه ډېری تعداد پاکستان ته صادرول.

                  نجیب هغه حرامې پیسې چې د شرابو او روسي ودکا د پلورلو له لارې به یې تر لاسه کولې، زمونږ دملت د مادي او معنوي هستیو د تخریب په موخه د خاد په شبکو کې لګولې! نجیب چې خپله څه د خاد دریاست پر مهال او څه له هغه مخکې د ټولنیز فساد اصلي رواجوونکی و، کله چې د ۱۹۸۶ کال د نومبر په میاشت کې د روسانو له لوري د ببرک کارمل پر ځای وټاکل شو، د ملي مصالحې د عالي کمیسیون د استازو په یوه کنفرانس کې یې په خورا بې شرمۍ سره چې دده خوی دی، د اخلاقي فساد، شرابخورۍ اونورو بدو اعمالو په اړه چې د ټولنې اخلاقي بنسټ ورانوي خبرې وکړې، او پر هغه یې نیوکه وکړه! څومره د خندا خبره ده! چې د نجیب په څېر یو کس د اخلاقو په اړه خبرې کوي!! نجیب هغه څوک دی چې په خپله کورنۍ کې یې د بداخلاقۍ او رذالت لویه فتنه پر مخ وړله! دی څه رنګه کولی شي چې د ټولنیزو اخلاقي بنسټونو او اسلام په اړه خبرې وکړي! آیا هېر کړي یې دي چې مېرمن یې فتانه څوک ده؟

                  . ... نور بیا

                  لیکوال: صدیق الله راهي، دډاکتر نجیب ورور، ژباړه: عبد الخبیر جاهد.
                  Originally posted by Firdousi
                  Never talk with Afghans about politics. All their political knowledge is limited to conspiracy theories, political demonization and contradictions. No logic, no reason.

                  Comment


                  • #10
                    په تیر په سې: نجیب به چې هر څومره په خاد، او وروسته له هغه، د لاسپوڅي حکومت د تش په نامه ولسمشر په توګه په خپلو مرداریو کې مخ پر وړاندې تلو، په همغه کچه به یې مېرمنې بدکاریو ته زیاته مخه کوله! کله چې نجیب د خپلواکۍ او مجاهدینو پر ضد او په افغانستان کې د شوروي د ګټو د خوندیتوب لپاره دعملیاتو د نقشې په طرح کولو بوخت و، ښځه یې له اشرف سره چې په ( الن دولن مشهور و ) او له نورو کسانو سره د اسحاق توخي په کور کې چې په خاد کې د نجیب د لومړۍ درجې جنایتونو معاون و،

                    د هغه د مېرمنې لیلی په واسطه چې د فتانې راز داره او خدمتګاره وه، خلوت کولو، او په بشپړه توګه به د ټولو معیارونو او اخلاقي بنسټونو پر خلاف کړنو مرتکبه کېدله!
                    نجیب چې د شرافت، حیثیت او اخلاقي اعتبار په اړه خبرې کوي د خپل کشر ورور احمدزي له هغو بې ناموسیو څخه چې مرتکب شوی یې دی! ښه خبر دی! احمدزي د میر اکبر خیبر معصومې لورته دوکه ور کړه! د هغې کیسه داسې ده: میر اکبر له پیله له نجیب سره ښې اړیکې لرلې، خو کله چې نجیب له فتانې ساقي سره واده وکړ، خیبر پر نجیب سختې نیوکې وکړې، او له ځانه یې ورټلو! نجیب د خپلو فجایعو د پټولو لپاره د ببرک کارمل تر څنګ چې د خیبر رقیب و، ودرېد! نجیب د خیبر د مرګ لپاره له کارمل او کي جي بي سره په ګډه د هغه د ترور پلان جوړ کړ! او له منځه یې یووړ! په کابل کې د روسيې سفارت سکرتر اوبلوف د خیبر د وژلو پر مهال د وژل کېدو له ځای سره نېږدې دوه ځله لیدل شوی دی!

                    مګر له دې سره سره د خیبر وژلو د نجیب د غچ اور مړ نشوای کړی! د خیبر د کورنۍ پر ضد د نجیب له کینې، حسد او بغض څخه ډک دماغ ځوښېدلو! نوموړی د هغه په لور پسې راووت! پلوشه د خیبر ښکلې، بااستعداده او معصومه لور یې چې یوازې شپاړس کاله عمر یې درلود، دتحصیلاتو لپاره مسکو ته ولېږله! هلته د نوموړې د ښه ذکاوت او لوړې وړتیا له وجې څو افغاني ځوانانو له هغې سره د واده کولو هیله لرله، مګر احمدزي لکه لیوه د دغه نجلۍ په ژوند لوبې کولې! کله چې نوموړی د دوبي په رخصتیو کې کابل ته راغی، له نجیب سره یې مشوره وکړه چې غواړي د خیبر له لور سره واده وکړي!

                    ددې خبر په اورېدو سره د نجیب سترګې رډې رډې راووتې! په داسې حال کې چې د سخت قهر او غوسې له وجې لړزېدو: ورور ته یې وویل: ( ته دومره پست شوې چې غواړې د خیبر له لور سره واد ه وکړې؟ پوهېږې! آینده دې خرابېږي! مونږ باید له دې کورنۍ څخه غچ واخلو ) د احمدزي سترګې د نجیب ځواک ړندې کړې! نوموړي خپل ځان پست توب ته ور کړ، او د خیبر له لور سره له واده کولو منصرف شو! د خیبر مېرمن چې یوه عاجزه او بېچاره ښځه وه، نجیب او د نجیب ظالمې مورته راغله، عذر یې ورته وکړ چې د لور حیثیت یې دې نه داغداره کوي! مګر دغو ظالمانو دهغې چېغو ته غوږ ونه نیو! د خیبر لور خپل اعصاب له لاسه ور کړل، له تحصیل نه پاتې شوه! او مور یې هم د غم له لاسه روح وسپارله! نجلۍ نن ورځ لیونۍ شوې ده، مګر احمدزی چې د دیرشو کلونو په عمر به وي، لوړ قد، نازک اندام، تور بریتونه او ویښتان، سپین پوست او ښکلې پزه لري خپل عیش ته ادامه ور کوي! د میر اکبر مېرمن د سلیمان لایق خور وه، او سلیمان لایق د سر په سترګو ولیدل چې نجیب او احمدزي څه ډول د هغه د معصومې او یتیمې خورځې په ژوند لوبې وکړې! او نجیب څه ډول د خپل حزبي ملګري، رهبر او د خپلې فلسفې د استاذ د کورنۍ د تباهۍ او بربادۍ سبب وګرځېد! او د هغه په حق کې یې یو کوچنی ترحم هم ونه کړ!
                    لایق د خپل مسخه شوي وجدان له مخې چوپتیا غوره کړه! خپل حزبي دریځ ته یې لوړوالی ور وبښلو! دنجیب تر څنګ ودرېد! خو نجیب بیا هم یو نوی مکر په کار واچولو! نوموړي د خپلو جنایتونو د پټولو لپاره د خیبر د مېرمنې جنازه په هدیره کې زما د پلار تر څنګ ښخه کړه! تر څو ثابته کړي چې د خیبر او کورنۍ په وړاندې یې کوم خیانت نه دی کړی! د نجیب دغه سیاست د نوموړي له هغه وضعیت سره ورته والی لري چې نن ورځ دخپل کمونیستي وجدان د پټولو لپاره د تلویزیون د کامرو په وړاندې د خلکو د لا تېر ایستلو لپاره په بشپړه پستۍ او چالاکۍ سره د قرآن کریم مبارک آیتونه او نبوي احادیث وايي!

                    نجیب له خپل هر عمل څخه سیاسي ګټه پورته کوي، د خیبر د لور په مقابل کې نجیب له خپل غیر انساني عمل څخه دوه موخې درلودې: یوه له خیبر نه غچ اخیستل! ځکه چې خیبر به همېشه د هغه د ښځې له فاسدو اخلاقو، او خپله د نجیب له شرمېدلو سوابقو څخه خبرې کولې! دوهمه دا چې نجیب هېڅکله نه غوښتل په کورنۍ کې یې دې څوک ښایسته، تحصیل یافته، هوښیاره او باشخصیته ښځه ولري، ځکه چې خپله له دې لوري له سخت کمبود سره مخ و، اوتل به ځورېدلو! احمدزي څه ډول کولی شوای داسې ښځه وکړي چې دنجیب عقدې زیاتې کړې!

                    احمدزي بیا د نجیب په ملاتړ او تشویق د نسرین په نامه له یوې بلې نجلۍ سره عشقبازي پیل کړه! نوموړې غرېبه چې له احمدزي نه د څو میاشتو حامله وه، خوشې یې کړه! نوموړې ته د جنین د سقط له وجې سخته خونریزي پیدا شوه! تر دې چې مجبورا یې اضافي وینه ورکړه، له دې سره یې یو په یو د وینې سپین کرویات زیات شول! او ناروغه شوه! له تحصیل نه پاتې شوه! په دې توګه د احمدزي د رذیلانه هوسبازیو قرباني شوه!

                    نجیب د احمدزي له دې ټولو بد اخلاقیو څخه خبر و! احمدزي د خپل مشر ورور د قدرت تر سیوري لاندې اخلاقي مرداریو ته ادامه ور کوله! نجیب نه یوازې دا چې د نوموړي مخه یې نه نیوله، بلکې تشویقولو یې! یو کشر ورور به له خپل مشر ورور نه چې رذیل وي او دی رذالت ته تشویقوي څه زده کړي؟ احمدزي ډېرې نجونې یوه په بله پسې د خپلو شهوتبازیو ښکار کولې! له نسرین نه وروسته یې له یوې بلې نجلۍ سره چې ناجیه نومېده همدغه ډول پلیت توب پیل کړ! مګر هغه بیا له خپلې کورنۍ سره له افغانستان څخه وتښتېده! خو احمدزي بیا هم د نجیب د تشویق او ملاتړ په مټ له یوې بلې نجلۍ سره چې توره ماري نومېده نامشروع اړیکې ټینګې کړې!

                    نجیب به له واده کولو مخکې د ښو، پاکو او هوښیارو نجونو په اړه خبرې کولې! نجابت او شرافت یې د ښځې لپاره اړین بلل! نوموړي په دې اړه دومره ټینګار کولو چې آن وړه خور مې ( کوکۍ ) یې له ښوونځي نه وایسته! تر څو د ښوونځي په چاپیریال کې یې پښه ښویه نه شي!!! خو له فتانې سره له واده کولو وروسته چې یوه بدکاره! شرابۍ، قمار بازه! او له یوې بدنامې کورنۍ څخه وه! نجابت او شرافت نجیب ته مطرح نه وو! نوموړی د هغه جزايي شوي کس په څېر و چې غوښتل یې د کورنۍ ټول غړي په همدې غم اخته شي! تر څو له کورنۍ څخه یې څوک ده ته د انتقاد ګوته و نه نیسي! نجیب پوهېدلو چې فتانه یې په وړو وروڼو څومره اغېز کولی شي! له همدې کبله نوموړي احمدزی، روشان چې واړه وروڼه یې وو، له کوکۍ سره چې کوچنۍ خور یې وه د فتانې ساقي تر روزنې لاندې کړل!

                    دا چې احمدزی یو نازک او خوش رنګه هلک و، فتانې به همېشه له نوموړي څخه! یعني د خپل خاوند له ورور څخه جنسي استفاده کوله!! دغه نامحرم اخلاق چې په هېڅ بشري ټولنه کې د منلو وړ نه دي، زمونږ د کورنۍ په نورو غړیو یې داسې منفي اغېز وکړ! چې د جیلاني کورنۍ، دغه د پکتیا بې سواده، نوې رسېدلې کورنۍ ( د نجیب کورنۍ ) د اخلاقي انحرافاتو تر سرحده و ښویوله!

                    په کوکۍ باندې د فتانې اغېز ډېره د شرم خبره ده! فتانې ساقي کوکۍ بې عفتۍ او اخلاقۍ فساد ته سوق کړه! تر دې چې نړۍ ته د نامشروع ( غورځنګ ) د راوړلو لامل و ګرځېده! نجیب ښه پوهېدو چې ( غورځنګ ) د چا زوی دی! مګر ددې لپاره چې خبره رسوايۍ ته ونه رسېږي! نوموړې یې په بېړه نورانشاه سنګر ته واده کړه! او د کوکۍ دغه بې غیرته او بې ننګه خاوند ته یې د جنرالۍ رتبه ورکړه! او د هغه د وضعیت د تلافۍ لپاره یې نوموړی د یوه کال لپاره شوروي ته د خاد او کي جي بي په برخه کې د لوړو نظامي کورسونو د ویلو په نامه واستولو! له راتګ نه وروسته یې د لا زیاتو اختیاراتو په ور کولو سره نوموړی د خاد د ۱۲ ریاست د رئیس په توګه چې د جمهوري ماڼۍ د ګارد د فرقې څارنه یې کوله وګومارلو! نوموړی نه آبرو لري او نه شهامت! خو دا چې غلام مشربه او لنډغر دی نجیب غواړي نوموړی په خپل څنګ کې وساتي! مېرمن یې کوکۍ له سکینه زیار سره یو ځای په شپو شپو د فتانې په پله په بدکاریو لاس پورې کوي! او ویاړي هم! مهمه دا ده چې نجیب د کمونیزم له مطالعې سره یو ځای کمونیستي ملحد اخلاق زده کړل! دا چې له کوچینوالي لایبالي و، روسي اخلاق یې په زړه ډېر ښه پرېوتل!! کمونیستي او روسي اخلاق له اسلامي، افغاني او ملي معیارونو سره ډېر توپیر لري. نجیب د روس له کمونیزم سره، او د روس کمونیزم له نجیب سره د همدې بنسټ له مخې زر بې طلاقه واده وکړ! ځکه خبیث له خبیث سره ښه لګېږي! که دا خبره نه وای! کوم افغان خاوند به دا منلې وای چې مېرمن یې دې له یوه روسي مشاور نه لور ولري! کوم ولسمشر یا کوم رهبر تر دې اندازې پریوتی دی چې ښځه یې له یوه روسي مشاور سره همبستره شي! او له هغه نه د اولاد څښتنه شي! او دی هغه په ویاړ سره ومني!!! د ملي مصالحې ښاغلی رهبر نجیب! نشي کولی چې خپله ښځه او خپله کورنۍ په سمه توګه رهبري او تنظیم کړي! نو څه رنګه به وکولی شي چې د یو ملت رهبري په غاړه واخلي! نجیب نه یوازې خپل ناپوهه او فرصت طلبه خور او ورور د نه جبرانېدونکې پستۍ تر سرحده ورسول! او پلار یې سوء استفادې ته کش کړ، بلکې د اکا زوی یې نور الله، او دعمه زوی یې هاشم پکتیانی هم تشویق کړل تر څو له داسې ښځو سره نکاح وکړي چې د فتانې هم لباسه وي!

                    د اکا زوی مې نور الله د هرات نندارې څخه یوه نڅاګره چې ( افتخار ) نومېده خپله مېرمن کړه! نوموړې له خپلې مشرې خور ( عصمت ) سره په هرات ښار کې د هرات نندارې په صحنو کې دنڅاګرۍ همېشنۍ دنده لرله! او د هرات د مشهورو بدکارو ښځو له ډلې څخه وه! عصمت چې بدرنګه او نارینه ډوله وه! د انقلابي شورا د رئیس کارمل د معاون جنرال ګل آغا معشوقه وه! نجیب دغه بې سواده ښځه د وړکتونونو د ریاست معاونه وټاکله! نوموړې د وړکتون د ماشومانو له شېدو، جامو او خوراکي موادو څخه ډېرې سوء استفادې وکړې! هغه به یې د پلورلو لپاره بازار ته وړل! افتخار له خپلې بدرنګۍ سره د فتانې د نوکرې او رازدارې په توګه کار کولو! فتانې به د دا ډول بد کاره ښځو له شتون څخه ګټه پورته کوله! نوموړې نه غوښتل چې نجیب په یوه علمي، فرهنګي او سیاسي چاپیریال کې له پوهو او با شخصیته ښځو سره اړیکې ولري! تر څو د ددې کمیانې تر دې زیاتې را څرګندې نه شي! فتانې د ځان شاوخوا او د نجیب د کورنۍ شاوخوا داسې بدرنګه او بې سویې ښځې یوازې د همدې موخې لپاره را ټولې کړې وې! نجیب په فساد او بدکارۍ کې د خپلې کورنۍ لپاره یو ماډل! یوه بېلګه ګرځېدلی و! چې ځوانانو به د هغه پیروي کوله!

                    د عمه زوی مې هاشم پکتیاني له نجیب سره د نږدې اړیکو پر بنسټ چې له ماشومتوبه یې د بداخلاقیو شریک و، د واده کولو پر مهال د بیزو په څېر د نجیب تقلید وکړ! نوموړي خپله لومړنۍ مېرمن چې ښه پاک لمنه ښځه او داکا له کورنۍ څخه یې وه، پرېښوده، دوهمه ښځه یې د بدکاره او بېکاره سابقې لرونکو ښځو له ډلې څخه چې په راډیو افغانستان کې یې کار کولو په نکاح کړه! په دې توګه نوموړي نجیب ته ثابته کړه چې په بې غیرتۍ او ټيټ همېتۍ کې له ده څخه څه کم نه دی! نجیب نه یوازې دا چې زمونږ د کورنۍ سړیو ته بدکاره ښځې را مخکې کولې! بلکې آن خپلو باډیګاردانو ته یې سپارښتنه کوله چې له دا ډول ښځو سره واده وکړي! مسعوده جلال د ډاکتر کمال سید طلاقه شوې مېرمن، چې د فتانې د اکا لور کېده، او فتانه به ډېری وخت د هغې په کور کې له فاسدو نارینه وو لکه مجید، افغان، مجید منصوري، عبد الله اعتمادي، د ملکیار د کورنۍ ځوانانو او د آذر خیاط زوی عبد الله سره بدکارۍ تر سره کولې! نجیب خپل باډي ګارد ( جپسر ) ته له نوموړې سره د واده کولو وظیفه سپارلې وه، ځکه چې له نوموړې سره واده ته څوک نه حاضرېدل! جپسر له هزاره ګانو څخه دی، دلاس په نښه کې فوق العاده مهارت لري! نجیب به په دې اړه داسې ویل: ( زه د مسعودې په وړاندې همیشه د مسولیت احساس کوم! باید له هر لوري حتی له جنسي اړخه هم له نوموړې سره مرسته وکړم!! ) مسعودې چې کله خاوند درلود له خیال سندر غاړي سره یې جنسي اړیکې لرلې! له همدې کبله کمال سید نوموړې طلاقه کړه!

                    نوموړې ډېره بده ښځه ده، اوس نجیب د عامې روغتیا په وزارت کې پرته له کوم استحقاقه د بهرنیو اړیکو رئیسه ټاکلې ده! دا خپله په ډاګه کوي چې نجیب تر کومې کچې خپلوي پال و.

                    دغه ښاغلي انقلابي، دغه د ملي پخولاینې رهبر، او دغه مفسد فی الارض د غوايي له ګډوډیو مخکې په خپلو بیانیو کې د خپلوۍ پاللو میلانونه محکومول! خو له کومې ورځې چې واک ته رسېدلی خپلوي پالل یې خپل لوړ برید ته رسولي دي! نوموړي دولتي پوستونه د حمیرا سراج او خپلې کورنۍ د بې استعداده غړیو تر منځ ویشلي دي! نجیب د خپلې عیاشۍ او ساعت تېرۍ لپاره یو کور جوړ کړی و، چې د سرحدي قبایلو د کمیسیون په نامه یادېده! کله به چې له انسان وژنې، د خاد د توطیو او دسیسو له چارو فارغ شو دلته دغه کور ته به د عیش او عشرت، رذالتونو او بدکاریو لپاره راتللو! زه او مېرمن مې له خپلو دوو ماشومانو سره په ۱۳۶۲ کال کې د یوې توطیې په ترڅ کې چې نجیب جوړه کړې وه، په دغه کور کې چې د خاد مربوط و، او په وزیر اکبرخان کې د ( ګولدن لوتس ) رستوران مخې ته یې موقعیت درلود، نظر بند شوو! او تر څارنې لاندې وو!

                    دنوموړي له اسرارو ډک کور مستخدمین او پیره داران زمونږ له لیدو نه په تعجب کې وو! پوښتنه یې وکړه چې که مونږ له نجیب سره خپلوي درلودی نو له دې مخکې یې ولې مونږ نه یو لیدلي او نه مو پېژني؟ ولې مونږ د هغوی دشپي په محافلو او ناستو کې په دې کور کې حضور نه دی درلودلی؟ ولې زما او دنجیب تر منځ دومره لوی توپیر دی؟
                    دا کور مونږ ته هم په زړه پورې و، له بې کارۍ نه مې ددې کور په پلټلو او تحقیق پیل وکړ! او په رازونو یې پوه شوم! د نوموړي کور مستخدمین ساده او بیچاره خلک وو، چې د مجبوریت له وجې دې ځای ته را کاږل شوي وو! نوموړو له بې فرهنګه قبایلیانو او د خاد له جنایت پېشه مامورینو څخه ډېر شکایتونه لرل! له دې مستخدمینو څخه یو سپین ږیری و، چې غمجنه اونیولې څېره یې درلوده! هر وخت به مې چې هغه لیدو فکر مې کولو چې څه غم لري، خو په زړه کې یې پټوي او نه غواړي په اړه یې خبرې وکړي!

                    تر دې چې آخر یې یوه ورځ د زړه غوټه پرانیستله! په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې ویې ویل: زوی مې د کارمل حکومت اردو ته بوتلو! او یوې جبهې ته یې ولېږلو! میاشتې وشوې چې له مړه او ژوندي یې خبر نه لرم! له هر چا چې پوښتنه کوم ځواب نه راکوي! ما نوموړي ته ډاډګېرنه ور کړه او له ما سره آشنا شو! نوموړي د یاد کور په اړه عجبیې کیسې کولې!!

                    نوموړي کور ډېرې خونې لرلې، د لامبو حوض! سونا حمام! د سپورت له میدان سره ښکلي چمنونه! د تعمیر په دننه په منځنۍ برخه کې، یو مربع شکله دهلیز و، چې ګڼې خونې ترې را تاو وې! نوموړې خونې په موري قالینو فرش وې، په هره خونه کې دکور باارزښته سامانونه ايښي وو! د دوه خونو ورونه به همېشه قلپ وو، هېچا د هغو د پرانیستلو اجازه نه لرله، کلي ګانې یې له یوه ځوان خادیست سره وي چې صلاح الدین نومېدو! خو د کور مشر خادم د بابا عبد الرحمن په نامه یو بوډا و، چې له ما سره یې آشنایي شوه! یوه ورځ مې هڅه وکړه چې دغه خونې ووینم! دا چې د خونو د ننه پردې یو څه یوې اوبلې خوا ته شوې وې، وتوانېدم چې د کړکیو له شا څخه خونې ووینم! په خونه کې یو دوه نفري د خوب کټ! د زنانه د آرایش له میز سره، چې رنګارنګ عطرونه او د آرایش سامان پرې ایښي وو تر سترګو مې شول! په تعجب کې شوم!! چې دا ټول سامان دلته د چا او څه لپاره؟ له صلاح الدین څخه مې دموضوع په اړه وپوښتل! هغه ویل دا خونه د خاد درئیس صاحب ( نجیب ) ده، او امر یې کړی چې ور یې باید هېچا ته خلاص نه شي! هغه بله خونه د ده دمعاون ښاغلي توخي ده! کله کله نورو خونو ته قبایلي میلمانه راځي! ډاکتر نجیب او سلیمان لایق دلته راځي، او هغوی ته د نوټونو او کلدارو بنډلونه ور کوي! ما پوښتنه وکړه: د څه لپاره پیسې ور کوي؟ سپین ږیري چې کافي سواد یې نه درلود، ځواب را کړ: ددې لپاره چې طرفداري یې وکړي، نوموړي وویل: ( که ځانګړي قبایلي میلمانه نه وي، ډاکتر صاحب نجیب له حبیبه جانې سره د خصوصي کار لپاره دلته راځي! البته یوه یوه بله ښځه توخی هم راولي، خو هېڅ یوه یې د حبیبه جانې په څېر ښکلې نه ده! په ځینو ورځو کې چې کله دا کور خالي وي، د کوهستاني کورنۍ له خپلو مېرمنو سره دلته راځي، پسونه حلالوي! کبابوي یې او شراب څښي! وروسته ټول نارینه او ښځینه له ډاکتر صاحب نجیب سره په سونا حمام کې لپ لغړ لامبي... آخره زمانه شوه...)

                    دلته سپین ږيري، غوږونه ونیول او توبه یې و ایسته! بیا په ځمکه پرېووت! بېرته را پورته شو! او ویې ویل: لوڅې ښځې، او لوڅ سړي... یو ځای... په یوه حمام کې... الله مو دې وساتي...) سپین ږیری به د حبیبې په اړه ډېر ږغېدو، د هغې نکل مې اورېدلی و، خو دا ځل حقیقت ته ورسېد! ...

                    نور بیا

                    لیکونکی: صدیق الله راهي، د ډاکتر نجیب ورور، ژباړه: عبد الخبیر جاهد.
                    Originally posted by Firdousi
                    Never talk with Afghans about politics. All their political knowledge is limited to conspiracy theories, political demonization and contradictions. No logic, no reason.

                    Comment


                    • #11
                      په تیر په سې:

                      د نجیب نورې فجایع:
                      حبیبه په لوړه کچه ښکلې او راښکوونکې ښځه وه، پوست یې چمن! رډې او خمارې سترګې! لوړه ونه، او ویښتان یې لوړ او تور وو، لوړ تندی او اوږده غاړه یې لرله، پوست یې نرم او شونډو یې نازکې ښکارېدې! غاښونه یې لکه ملغلرې ځلېدل! زړه راښکونکې ښکلا یې غمر پټولو! نجیب یې په مینه کې ډوب و! حبیبې لوړې زده کړې مګر نسبي ذکاوت درلود، زیات شراب به یې څښل! نجیب غوښتل واده ور سره وکړي،خو دا چې ښځه یې درلوده، د شوروي مشاورینو اجازه ور نه کړه تر څو بله مېرمن وکړي!!

                      نجیب په دې ښځه باندې زړه بایللی عاشق و! نه پوهېدو چې څه وکړي؟ آخر یې لار پیدا کړه! نجیب له خپل زاړه ملګري نبي کوهستاني نه هیله وکړه تر څو هغه خپل ورور ولي کوهستانی وهڅوي چې له حبیبې سره واده وکړي! خو هغه انګریزه مېرمن درلوده! نوموړي د نجیب وړاندیز ومنلو، خو په دې شرط چې د طلاق او د ماشومانو لګښتونه به ور کول کېږي! نجیب دا هیله ومنله! ډاکتر ولي د انګریزۍ مېرمنې له طلاقولو نه وورسته د نجیب د حکم مطابق له حبیبې سره واده وکړ! نجیب چې په دې وخت کې د کابل د ګوډاګي حکومت ولسمشر و، ډاکتر ولي یې د نور روغتون رئیس او نبي یې د دواګانو د ذخیرو رئیس وټاکل!

                      نبي ذخېرې چور کړې! په سلهاوو زره افغانۍ یې ووهلې! په دې ځای کې یوه بله په زړه پورې پېښه را منځ ته شوه! د نبي کوهستاني خور سیما کوهستانۍ تازه له آسترلیا نه راغلې وه! نوموړې په ښایست کې حبیبې ته ورته وه، مګر ددې دواړو تر منځ له نجیب سره په اړیکو ساتلو کې سیالي پیدا شوه! سیما په ناز نخرو، او له حبیبې سره په سیالۍ کې له نجیب نه زړه یووړ! هر څو چې نه وي! نجیب هرجايي زړه او شهواني فکر لري، حبیبه ورته عادي ګرځېدلې وه! نجیب له سیما سره مزی وځغلولو! یو څه وخت یې عشقبازۍ ور سره وکړي، مګر زر یې زړه ووهلو! نوموړي قادر میاخیل مجبور کړ چې له نوموړې سره واده وکړي! قادر له نجیب سره د سیما له اړیکو نه و خبر! خو وروسته له واده کله چې له موضوع نه خبر شو، سیما یې دخپل پلار کورته ولېږله! او حاضر شو چې طلاق ور کړي! نجیب ددې خبر په اورېدو سره سمدستي میاخیل چې د دفاع وزیر د معاون په توګه یې دنده تر سره کوله له دندې ګوښه کړ! او فشار یې پرې راوړ! قادر په بشپړه بې غیرتۍ سره له نجیب نه بښنه وغوښته، او بېرته له سیما سره پخولا شو! نوموړي وروسته د تورن جنرالۍ رتبه واخیسته او کار وبار یې ښه شو!

                      دغه بېلګې ښيي چې نجیب د چوکیو او رتبو په ور کولو کې څه ډول معیارونه په نظر کې نیول!!! نجیب لکه څه رنګه چې په شرابخورۍ د ستالین په څېر هر چا ته د مسابقې وړاندیز کولو، په عشق بازۍ او له بد اخلاقو او ضعیف نفسه ښځو سره د شپو په سبا کولو کې هم ریکارډ قایم کړی و، نوموړي د کوهستاني دکورنۍ له نر او ښځو څخه په استفادې خپل جنسي میلونه، او دخپل شریر او شیطاني نفس خړوبول پر مخ وړل! کله به یې دنبي کوهستاني له خور نه استفاده کوله! کله به یې د نبي کوهستاني مېرمن چې ناجیه نومېده د بدن یو خروار غوښو چاپي کولو ته را بلله! نجیب نبي کوهستاني، طارق کوهستاني او ولي کوهستاني ته د دولتي چوکیو او په خاد کې د زیاتو امتیازاتو په ورکولو سره دهغوی د ښځو له بدنونو څخه استفاده کوله، د کوهستاني کورنۍ تنور ګرم و، او نجیب لرګي پکې ور اچول! نبي کوهستاني د دواګانو له ذخیرو څخه په سلهاوو زره افغانۍ اختلاس او په رشوت واخیستې! مګر څوک نه وو چې جرآت یې کړی چې پر ضد یې څه ووايي! نبي د نجیب غوړه مالي او خدمت کولو، هغه به یې رنګارنګ ښځې وړاندې کولې! او دهغه د ځواک په مټ به یې غورځنګونه کول او له هېچا څخه یې وېره نه درلوده! کشر ورور یې طارق کوهستانی په خاد کې د باصلاحیته او ځواکمن رئیس په توګه مقرر شو، نوموړي به په ډېرو مواردو کې په خپل سر خلک څارل، زنداني کول به یې او مجازات کول به یې! نوموړی ناپوه او بې سواده و، خو دا چې دخاد د انسان وژونکي رئیس د دربار له مقربینو څخه وو، ټول ترې یرېدل!

                      نجیب نه یوازې دا چې زمونږ د غریب ولس بودیجه یې په خپلو عیاشیو، کور اوملګرو مصرفوله! بلکې بې حسابه پیسې یې په پاکستان او افغانستان کې د بلوچانو او پښتونیستانیانو د ساتلو لپاره په بېرحمانه ډول مصرفولې! اجمل خټک، د پاکستان د کمونیست ګوند رهبر امام علي نازش، او دبلوچانو مشر خیر بخش مري په پراخه لګښتونو په کابل کې ساتل کېدل او پیره یې کېدله! دغه درې کسانو ته په وزیر اکبر خان کې لوی او مجلل کورونه، چې په موري قالینو فرش شوي، د لوړې کچې په قیمتي سامانونه تجهیز شوي دي، ور کړل شوي دي! دهر یوه لپاره ساتونکی ګارد، څو نفره حاضرباش، خدمتګاران، او آشپز مقرر شوي دي، هر یو یې د مرمۍ ضد بنسونه لري، د نوموړو ملا ماتوونکي لګښتونه له شماره وتلي!

                      خیر بخش مري یوه لور او درې ښکلي زامن لري، نجیب یې لور د خاد په مصرف انګلیستان ته د تحصیل لپاره ولېږله، د خیر بخش زامن هر یو یې په لوکسو او آخري ماډل موټرو کې سپرېږي، هره افغانه نجلۍ چې خوښه یې شي د سرک له سره په زور موټر ته اچوي او له ځان سره یې وړي! ډېرو افغاني کورنیو د خیر بخش مري د زامنو له جنایتونو څخه شکایتونه کړي! تر دې چې د دا ډول یوې نجلۍ ورور له هغې څخه د دفاع په حالت کې ووژل شو! مګر هېچا او هېڅ څانګې د هغه د پوښتنې جر*ئت نه درلود!

                      د خیر بخش مري جنایتګر زامن ولې د باډرو له اخوا څخه په هغه ځمکه کې د شهزاده په څېر ژوند کوي چې د روسانو تر بې رحمانه یرغل لاندې راغلې ده، او غریب خلک یې د لوږې او غریبۍ په حالت کې دي! ولې دومره زیاتې پیسې ددغه بلوڅي شرابخورو لپاره مصرفېږي؟ ولې دومره افغان ځوانان د باډي ګاردانو په توګه ددغه جنایتکارانو لپاره استخدام شوي او زمونږ د ملت له بودیجې څخه معاش اخلي؟

                      نجیب په خاد کې دخپلو ټولو جنایتونو لپاره زیات پیسو ته اړتیا لرله، او دپیسو ارزښت پرته له کومې پشتوانې په غیر عادي ډول لوړ شو، نن په شوروي کې چاپ کېږي،او بیا په بوجیو کې نېغ د خاد ریاست ته راوړل کېږي! د خاد بودیجه اولګښتونه د محاسبې نه وو، هېچا او هېڅ برخې د هغې د پلټنو حق نه درلود! د ناسمو او غیر معقولو اقتصادي سیاستونو او له پشتوانې پرته د پیسو د نشرولو په نتیجه کې زمونږ غریب ولس له پولي پړسوب سره لاس او ګرېوان دی! او ددې لوږې او بدبختۍ کړاوونه باید زمونږ بېچاره ولس پر غاړه واخلي!

                      نجیب له دغه بې پشتوانې پیسو څخه ډېرې د کوهستانۍ کورنۍ په واسطه د آسترلیا په بانکونو کې، په فرانسه کې له کمونست ګوند سره، په انګلیستان کې له خپل باجه سرور سره، او په داخل د افغانستان کې له سراج ځاځي، او حاجي هزاربز سره غونډې کړې دي!

                      نجیب د خاد دجهمني چوکۍ له تر لاسه کولو وروسته سر فراز مومند په پېښور کې د قونصل په توګه مقرر کړ. حاتم قیس چې د تجارانو وکیل او تر څنګ یې د هغه ځای د بانک سرپرست و، ما ته کیسه وکړه چې: سرفراز مومند جعلي اسناد راوړي چې په پلاني ځای کې بم اېښودلو، او ورانکارۍ ته څو ملیونه اړتیا ده! څو ملیونه د افرادو د اخیستو لپاره! څو لکه د افرادو د ترور لپاره! څو ملیونه د قبیلوي مشرانو او خانانو لپاره! نوموړي به دغه سرلیکونه په ما لاسلیکول او له بانک نه به یې پیسې ایستلې!

                      حاتم زیاته کړه: زه په ځیرکتیا سره د نوموړي خیانت ته متوجه شوم، مومند ته مې وویل: له دې وروسته زه ددې اسنادو لاسلیکولو ته تیار نه یم! تاسو باید دافغانستان ټوله بودیجه د مفت خورو قبایلو په جیبونو کې ور وا نه چوئ! مومند بالآخره اعتراف وکړ: ( نه پوهېږې؟! زه او نه نجیب راتلونکی لرو! باید یو قانوني مدرک برابر کړو! باید پوه شې چې د نجیب د مېرمنې په سپارښت مې تر اوسه څو دانې طلايي بنګړي، او څو ویډیوګانې ور لېږلې دي! )

                      دا یوه وړوکې بېلګه ده، ته غواړې د طلایي بنګړو په نامه له بانک نه پیسې وباسې؟ حاتم له لاسلیکولو لاس په سر شو! او هغه یې بیا کابل ته تبدیل کړ! سراج په ډېر جرآت سره د افغان کارت ټوله دارايي انحصار کړه، او څو میلیونه پیسې يې په غلا یووړې! کله چې د نوموړي دغه اختلاس په کابل کې د ژبو په سر شو، نجیب د ځان سپینولو لپاره نوموړی زندان ته واچولو!
                      د خاد ریاست د ۵۰۰ په شاوخوا کې لوکس مرسیدس بنز او اودي له لودیځ آلمان څخه و پېرودل! شل عرادې یې احمدزي او روشان د موټروانۍ د زده پر مهال له منځه یووړل! نوموړو به موټر ټکر کول او بیا به یې نور اخیستل! تر څو وکولی شي نجونې وتښتوي! نجیب دغه ملي رهبر! هېڅکله نه ویل چې ولې؟ وروڼو یې هغه موټر چې ددغه لوڅ او وږي ولس له بودیجې نه اخیستي وو، په دې ټوګه له منځه یووړل!

                      نجیب یوه بله ډله ځوانان چې عسکري خدمت یې نه کولو د خادیستیانو په کورونو کې د نفر خدمت په توګه مقرر کړي وو! دخپلې مور او خور لپاره یې دوه نفره د آشپزۍ، او د ماشومانو د ساتنې لپاره، او څلور نفره نور یې د هغوی د پیره دارۍ او ساتنې لپاره په کور کې مسلح ساتل! هغه دوه نفر خدمت چې هر څو به میاشتې بدلې شوې، حالت یې داسې ځورونکی و چې ګاونډیانو او دمیکرویانو اوسېدونکو به یې په حال ژړل!

                      دنجیب مور به هغوی وږي ساتل! په لرګي به یې وهل! نور به یې وهل ټکول! او که به یې څه ویل دې به ورته ویل: ( جپسر ته وایم چې تاسو د څرخي پله په زندان کې په دې جرم چې له اشرارو سره لاس لرئ او ورانکارۍ کوئ بندیان کړي! یا دا چې سنګر ته مو ولېږي تر څو اشرار مو ووژني! هغوی غریبان له دې تورونو څخه ډارېدل! او هغه لعنتي کور یې په سنګرونو کې د خپلو بې ګناه مجاهدو وروڼو له وژلو، او د څرخي پله له زندان نه ښه ګڼلو!

                      یوه ورځ د خپلې مور تر ماڼۍ لاندې تېرېدم، ګورم چې په یوه وړوکي خونه کې چې مور مې د کور په لومړي پوړ کې نفرخدمتو ته ور کړې وه، او له کړکۍ نه د خونې د ننه معلومېده، یوه ډله کسان سره غونډ شوي او په خبرو لګیا دي، هغوی زه ونه لېدم، یوه یې په لوړ آواز داسې وویل: ( ظالمو خاینانو! که مو وس وای، دغه د کلاشینکوف مرمۍ مو د نجیب د مور په ګېډه کې تشولې... دا خپل لیوني زامن شوروي اوکیوبا ته لېږي، او موږ سنګر او مزدورۍ ته! ) کله یې چې زه ولېدم ټول غلي شول! دوی پوهېدل چې زه هم له خپلې کورنۍ څخه کرکه لرم! زما مېرمنې به کله کله پټه مرسته ور سره کوله، زه یې د خونې د ننه بوتلم، ګورم چې میرویس! چې یو نفر خدمت و، ځوان او هوښیار هلک و، لوړې زده کړې یې درلودې، نجیب ته یې څو کاله په اخلاقو، شرف او ادب کې درس ور کولی شوای، د ځانکندن په حالت کې دی!!

                      نوموړي خپل لاسونه او پښې د برېښنا په مزي تړلې وې، او ځان ته یې برق ور کړی و! مګر ملګرو یې سمدستي برېښنا قطع کړې وه، او دی یې ژغورلی و، میرویس چې د برېښنا شارټونه یې خوړلي وو، رېږدېدو او ژړل یې! رنګ یې تک سيین اوښتی و، زما په لیدو یې حالت ښه شو، له بسترې نه را پورته شو، خو یو ناڅاپه یې دخپل ملګري د ټوپک برچه د هغه له چانټې نه را کش کړه، غوښتل یې په خپله ګېډه کې یې ننباسي، مګر ملګري یې په چالاکۍ او زور سره برچه له لاس نه واخیسته، میرویس په داسې حال کې چې اوښکې یې پر مخ را روانې وي! ویل یې: ( نور تر سپږمو راغلی یم... زه له یوې درنې کورنۍ څخه یم... تحصیل مې کړی... مګر د نجیب مور او خور هره ورځ ما ته د مور او پلار ښکنځلې کوي! وهي مې! ډوډۍ نه راکوي! هره ورځ باید د نجیب د خوريي له مرداریو ډک وروڼي ومینځم!... دا زما کار نه دی... خو که دا کارونه ونه کړم سنګر ته مې لېږي... زه غواړم مړ شم... له دې ژوند څخه مرګ زر ځله شرف لري...)
                      زما زړه ډېر پرې وسو، ډاډګیرنه مې ور کړه او ورته ومې ویل: ( لاړ شه وتښته!) وايي : ( ته وتښتېدې دا دي ونیول شوې! ته یې زندان ته واچولې! پر مېرمن او وړو ماشومانو یې دې ترحم ونه کړ... غوښتل یې مېرمن او ماشومان دې ووژني! آیا په ما به ترحم وکړي؟) ...

                      نور بیا

                      لیکوال: صدیق الله راهي، د ډاکتر نجیب ورور، ژباړه: عبد الخبیر جاهد
                      Originally posted by Firdousi
                      Never talk with Afghans about politics. All their political knowledge is limited to conspiracy theories, political demonization and contradictions. No logic, no reason.

                      Comment


                      • #12
                        کمونیزم د الله جل جلاله وجود نه مني:

                        لکه مخکې چې تېر شول د کمونیزم له اصولو څخه یو هم له غیبیاتو څخه انکار کول دي، ځکه د دوی باور او عقیده په مادیاتو ولاړه ده، له همدې کبله دوی هر هغه څه نه مني، چې ظاهرا نه محسوسېږي، د الله جل جلاله په اړه لینین چې د روسي کمونیستانو مشر و، او د الماني کارل مارکس نظریې ته یې عملي بڼه ور کړه، په ۱۹۲۰ م کال کې په خپل مشهور بیان کې د الله جل جلاله په اړه داسې وویل: ( مونږ له هغه څه انکار کوو چې بډایان وايي چې اخلاق دالله حکمونه دي، مونز په الله ایمان نه لرو، او په دې پوهېږو چې پادشاهانو، دین پوهانو او بډایانو د خپلو موخو لپاره کارونه د الله نامه ته منسوبې کړې دي.)



                        په یو بل ځای کې داسې وايي: ( په الله پسې ګرځېدل ګټه نه لري، چې یو شی پټ نه وي اېښودل شوي په اړه یې پلټنه عبث ده، له کرلو پرته ریبل نشې کولی، ته خدای نه لرې! ځکه چې لا دې نه دی پنځولی! په خدایانو پسې څوک نه ګرځي، بلکې پنځوي یې! ) او د کارل مارکس مقوله خو نړیوال شهرت لري چې ویل به یې: ( دین د مسکینانو تریاک دي ) الإعلاء الإسلامي للعقل البشري, ص: 41.

                        یعني مسکینان او غریبان ځانونو ته په دین تسلې ور کوي، لکه تریاک چې سړی نېشه کوي، له دردونو څخه یې بې پروا کوي، دغسې دین مسکینان د دینا له سختیو او ستونزو نه بې پروا کوي، په دې هیله چې الله جل جلاله شته، آخرت شته، حساب او کتاب شته، جنت او دوزخ شته، جنت ته به لاړ شي، هلته به د الله جل جلاله له نعمتونو څخه برخمن شي، دوی په دې توګه ځانونو ته ډاډ ور کوي، دا د کمونیزم د اصلي بنسټګر کارل مارکس نظر دی.

                        لینین اخلاق یوازې د ټولنې د ساتنې لپاره یوه وسیله ګڼي او وايي: ( مونږ باید هر ډول قربانۍ ته تیار اوسو، د اړتیا پر مهال مونږ هر ممکن عمل تر سره کوو، حیلې، د چل ول ډولونه، او غیر قانوني لارې ټولې روا دي! همدا ډول له حق نه ساکت پاتې کېدل، لنډه دا چې مونږ اخلاق او آداب د طبقاتي جګړې له ګټو نه را غونډولی شو! )

                        ښاغلی شیخ محمد عرفه، په ۲۰۰۹ کال کې ویلي چې کمونیزم تر اوسه پورې د دين پر ضد پراخه جګړه پر مخ وړي، او د دې خبرې پخلی د کمونیزم شپږم نړیوال کنفرانس کوي، چې په ۱۹۲۸ م کې جوړ شوی و ، هلته دا ډول راغلي: ( د دين پر ضد جګړه د کلتوري پاڅون په چارو کې مهم ځای لري، او لازمه ده چې دغه جګړه په ټینګار سره په منظم ډول دوام ومومي، د کارګرانو حکومت د ضمیر په آزادۍ اعتراف کوي، خو همهاله ټولې هغه وسیلې چې په واک کې یې لري، د دین پر ضد کاروي، او تربیه د نړۍ په اړه د یو مادي تصور پر بنسټ ترتیبوي ) الاعلاء الاسلامي ص: ۴۳.

                        دکمونیستانو امانتداري:

                        د یادولو ده چې کمونیستان وخت پر وخت دخپلې پاکۍ، امانتدارۍ او له هېواد او خاورې سره د مینې لپاره استدلال کوي، او وايي چې دوی شخصي کور نه لري، د حکومت مال یې ځان ته نه دی اخیستی، که څه هم چې له بیت المال نه ناوړه استفاده که هر څوک کوي غلط کار دی، خو کمونیستانو چې دا کار نه دی کړی له دې وجې نه دی چې دوی له خاورې او ولس سره مینه لرله، بلکې دا د دوی د فکر او عقېدې یو اصل دی، دوی چې شخصي کورونه او ځایونه نه لري دا له دې کبله چې دوی ته د دوی مارکسي فکر اونظریې ددې اجازه نه ور کوله چې شخصي ملکیت دې ولري! دا دوی د عقېدې او باور یوه برخه وه، کمونیزم په فردي ملکیت لکه پاس چې یاد شول باور نه لري، چا ته د شخصي ملکیت اجازه نه ور کوي، هغه که هر څوک وي! که چا په دې اصل باور او ایمان نه درلودی هغه کمونیست نه ګڼل کېدو! دوی اصلا الحاد او کمونیزم ته د زیاتې وفادارۍ له وجې دا کار نه دی کړی، نه له دې وجې چې له خاورې او ولس سره مینه یې لرله او یا یې اوس لري! دوی نه هغه وخت او نه اوس د خاورې او ولس پروا لري، دوی ولس او خاوره له خپلې کمونیستي نظريې نه قربان کړي او قربانوي یې! که دوی له خاورې او ولس سره مینه لرلی، خاوره او ولس به یې په روسانو نه پلورل! روسان به یې نه راوستل! له شورویانو سره خپلو خېښیو ته به یې د افغان شوروي تلپاتې دوستې نه ویله! د افغان شوروي بیرغ به یې مقدس بیرغ نه ګڼلو! په لسهاوو زره افغانان به یې د کمونیزم د مخالفت له وجې په ژوندوني نه تر خاورو لاندې کول! په ملیونونو به یې له کورونو څخه نه شړل! کلي او کورونه به یې نه بمبارول! او ددې لپاره یو عملي دلیل دا دی چې دوی د زن، زر او زمین د اشتراک شعار ور کولو او ور کوي یې!
                        څه وخت مخکې له یو کمونیست سره مخ شوم، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې ویل چې دا د افغانانو خاوره ده، هېڅوک یې له ځان سره نه شي وړی، دا خاوره به تر قیامته پورې همدلته وي، روسان راغلل، هغه دي بېرته لاړل، اوس دوی نشته خو خاوره شته، او په پښه یې تر خپلو پښو لاندې ځای و ډبولو! بیا یې وویل: امریکایان هم چې راغلي دي، دا خاوره له ځان سره نشي وړی، دوی به نه وي خو دا خاوره به وي! مطلب یې دا و چې د هېڅ یرغلګر مخه باید ونه نیول شي! ځکه چې هغوی زمونږ خاوره له ځان سره نه شي وړی! یو څه وخت به وي او که دایمي وي هم وي دې، څه خبره ده؟!

                        که دې خبرې ته وګورو ظاهرا تر یو ځایه کېدای شي د ځینو لپاره د منلو وي، او هغه لکه هغه کمونیست چې ویل چې دا خاوره به ترقیامته همدلته وي، هېڅوک یې له ځان سره نشي وړی! روسان راغلي وو، لاړل خو دا دي ځمکه او خاوره پر خپل ځای ده! امریکایان به هم لاړ شي مګر دا خاوره به وي!

                        خو په حقیقت کې دا ډېره بې بنسټه، او له ماده پرستۍ نه ډکه خبره ده! ځکه هر څوک چې دیو چا کور یا یې کلي او ملک ته په زور او ظلم ورځي مطلب یې د هغه ځای خاوره، ډبرې، غرونه او خوړونه نه وي، ځکه خاوره، ډبرې، غرونه او خوړونه هېڅوک له خپل ځای څخه نشي خوځولی! څوک به لوی لوی غرونه له خپل ځای څخه وخځوي؟ یا به لویې لویې ډبرې یوسي! یا به خاوره یوسي! دا شی نه هغوی ته ګټه کوي او نه یې وړلی شي، او نه یې وړي، که د تاریخ له پیله تر ننه هر څو پلټنې وشي اوبیا هم وشي، هېڅوک به ثابته نه کړي چې د یوې سیمې پادشاه، او یا حاکم د بلې سیمې د پادشاه او یا حاکم تر ولکې لاندې سیمو نه غرونه وړي وي! یا یې خاورې وړي وي! یا یې خوړونه په شا کړي وي! بلکې د یو ملک او یا سیمې له امکاناتو نه د هغې سیمې او ملک د خلکو له اجازې اوخوښې پرته په زور د ځان په ګټه استفاده کول اشغال ګڼل کېږي! او په حقیقت کې مطلب او هدف همدغه دی!

                        کمونیستان ځکه دا خبره کوي چې فکر او عقیده یې په ملموسو مادیاتو ولاړه ده، دوی لکه ماشومان ظاهري شیانو ته ګوري، وايي دا دي خاوره مو په خپل ځای ده، غرونه مو په خپل ځای ولاړ دي! که څوک راځي را دې شي، ګټه دې ترېنه پورته کړي، رانه وړلی خو یې نه شي! دوی فکر کوي چې خلک خاورې او غرونه خوري! له همدې کبله خو دغه فکر او نظر کمونیستانو په هر څه کې پلی کولو، اخلاقي فسادونه یې هم د همدې فکر پر بنسټ کول! دوی ویل څه خبره ده، که یوه ښځه له څو نارینه وو سره اړیکې ولري، څه خو یې نه کمېږي! همغه ښځه ده، نه یې پزه کمېږي نه یې غوږونه! دوی تر ننه پورې په همدې عقیده دي! دا مې ځکه وویل چې څه وخت وړاندې له یو بل کمونیست سره ګیر شوم، هغه اوس هم ویل او په ډېر ویاړ سره چې یو هلک او نجلۍ چې ودونه یې نه وي کړي، څه خبره ده که په خپلو منځو کې اړیکې ولري، خو چې ودونه وکړي بیا مناسب نه ده چې اړیکې سره وساتي! دا خبره یې هم هسې ددې لپاره کوله چې ګواکي کمونیزم د ټولنو یو څه اجتماعي اصول په نظر کې لري، او درناوی یې کوي!

                        د کمونیستانو د یو مشهور مشر اعتراف:

                        مشهور پرچمی کمونیست فرید احمد مزدک چې د افغاني کمونیستي ګوند مخکنی معاون او د کمونیست نجیب په حکومت کې د سیاسي بیرو غړی و، د خپل ګوند په اړه له بي بي سي سره په یوه مرکه کې داسې وايي، خبریال پوښتنه کوي: ( یو زیات شمېر ځوانانو د همدې آرمانونو لپاره قربانۍ ور کړې، وینې یې تویې کړې، تاسو د ګوند د یو مخکني مشر په توګه په دې پېښمانه یاست چې دغه ځوانان د جګړې ډګر ته واستول شول او هلته ووژل شول؟ ) فردیک مزدک ځواب ورکوي: ( هو، زه ډېر افسوس کوم، او شرمنده یم چې په هغو جریاناتو کې مې لاس لرلی او یا مې ګډون په کړی، په هغو سیاسي جریاناتو، پېښو او کلونو کې چې پایله یې هغه څه شول چې تاسو یاد کړل!... زمونږ په ګوند کې دیموکراسي نه وه، زمونږ ګوند دیموکراتیک ګوند نه و، یو قدرت طلبه او بند ګوند و! ) پوښتنه: ( دا چې وایئ دیموکراتیک نه و، خپله د ګوند د اصل او اساس په اړه مطرح ده که ځینې مشران یې دیموکراتان نه وو؟ ) ځواب: ( نه، اصل او اساس، مونږ په حقیقت کې یو لنیني ګوند وو!!! مونږ یو دیموکراتیک لنیني ګوند و نه لید! تاریخ داسې څه په یاد نه لري )
                        ?BBC ??????? - ??????????? - ?????:??? ????????? ??? ?????????? ????????? ?????

                        د فرید احمد مزدک په خبرو کې تر ټولو د پام وړ او مهمه خبره دا ده چې وايي مونږ یو لنیني ګوند وو! یعني مونږ لنینیان وو! له همدې نه هر څوک معلوملوی شي چې کمونیستان څوک وو؟ او څوک دي؟ ځکه فرید احمد مزدک د کمونیست ګوند یو عادي غړی نه و، بلکې د خلق دیموکراتیک ګوند معاون پاتې شوی و، همدا رنګه د نجیب د حکومت پر مهال د کمونیستانو د سیاسي بیرو غړی و! هغه څوک چې تر بل هر چا د خپل ګوند په حقیقت ښه پوهېږي!

                        نور بیا...

                        لیکوال: عبد الخبیر جاهد.
                        Originally posted by Firdousi
                        Never talk with Afghans about politics. All their political knowledge is limited to conspiracy theories, political demonization and contradictions. No logic, no reason.

                        Comment


                        • #13
                          very interesting but even not half worst what the mujaheedin did in afghanistan with innocent afghans and afghan citys.najibullah is dead sadly many warlords-mujaheedin from the 80's not, and working with usa like with soviets against afghan interest.

                          Comment


                          • #14
                            Originally posted by Khilji View Post
                            very interesting but even not half worst what the mujaheedin did in afghanistan with innocent afghans and afghan citys.najibullah is dead sadly many warlords-mujaheedin from the 80's not, and working with usa like with soviets against afghan interest.
                            So you are a communist who only supports Taliban because you assume they are Pashtun nationalists like you are.
                            Originally posted by Firdousi
                            Never talk with Afghans about politics. All their political knowledge is limited to conspiracy theories, political demonization and contradictions. No logic, no reason.

                            Comment


                            • #15
                              Originally posted by Shamlawar Khurasani View Post
                              So you are a communist who only supports Taliban because you assume they are Pashtun nationalists like you are.
                              i am not a egoistic nationalist do i look like a fashistic mujaheedin warlord from the 80's that raped and kill innocent children divided and worked against the afghan nation for their crazy understanding of islam and ideology? iam a afghanpatriot and you parsiwanism lover and islamists will never silence patriotic afghans that dont accept your bandits your war your warlords your crimes against the afghan nation. i have no problems with parsiwans that calling themselfs afghans working for afghanistan. but i have a big problem with parsiwanism or islamists that try to selfvictimize themselfs defend their fashistic ideology and doing everything against the afghan nation like the last 12 years war under the leadership of usa where afghans was massacred dissplaced for no reason.and i am not a communist i even dont like amin taraki or communistic socialistic ideology etc but the truth is najibullah did even not 1 % of the crimes that your mujaheedin did in the 80's 90's and from 2001 with usa as nothernalliance etc.shamlawar you was banned many times because you think you are a proto muslim with your nekrophili picture on your avatar by calling people this and that dont think your are Allah that you could see in someone or thru this forum.and the taliban videos here from me is for those who believe there is no war going on in afghanistan and that the afghan national army could ever defeat the taliban or that this us american war is something that could bring peace .so a peaceprocess is more important with the taliban than to fight or kill them because at the end of the day dieing because of this us american started war innocent afghans.
                              Last edited by Khilji; 12-18-2013, 02:28 PM.

                              Comment

                              Working...
                              X