په ننګرهار کې د سيد انور سادات د څرګندونو په غبرګون کې سوله ييز لاريون وشو.
لاريون چې د مدني ټولنې د غړو له لوري تنظيم شوى و نن سهار له پښتونستان واټ څخه پيل شوى او اوس هم دوام لري.
لاريون کوونکي چې شمېر يې سلګونه ته رسېږي مرګ پر ملي خاينينو نارې وهي او د سادات د محاکمې غوښتنه کوي.
دوى دغه راز د سادات او د بلخ د والي عطامحمد نور انځورونو ته اور هم اچولى دى.
په ولسي جرګه کې د سرپل د خلکو استازي تېره اونۍ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې پښتنو ته سپکاوى وکړ چې وروسته د ګڼو اړخونو له مخالفت سره مخ شو.
په پام کې ده چې سبا هم يو شمېر مدني غوځښتونه د ده د څرګندونو په غبرګون کې په کابل کې لاريون وکړي.

Comment