Announcement

Collapse
No announcement yet.

Iblees, Naswar and Pakhtun

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Iblees, Naswar and Pakhtun

    ابليس، نسوار او پختون
    **
    تاج رحيم
    [/font]

    *
    *

    کیسه داسې وائي چې خالق په پختون با با *ډیر مئین وه، ډیر ئې *زړه ته نزدې او خوښ وه ځکه چې دې د هغه په ټول مخلوق کې یو بې مثال شاهکار وه او جنت کې ورته هر ځائې د ګرځیدو ، اوسیدو اجازت وه ـ د خوراک سخاک د پاره چې کومه میوه به ئې خوښه وه، خوَړې شوه، د کوم نهر پئ ئې زړه غوښتلو، سکلې شو ـ بس د یوې ځبرې قدغن وه ورباندې چې د نهر په بله غاړه د تمباکو بوټي له به لاس نه وروړې ـ نو ده به ډیر احتیاط کولو او په دغه ډډه به ئي هډو نه کتل ـ
    ابلیس ورسره اشنائي جوړه کړې وه ګپ شپ له به ورسره کیناستلو ـ یوه ورځ د پَیئو د نهر په غاړه دواړه ناست وُه ګپ
    ئې لګولو نو اِبلیس د تمبا کو بوټي پله اشاره اوکړه -
    ” په جنت کې دغه ډیر د کمال بوټې دې“ -
    پختون با با ورله جواب ورکړو ـ ” په ما خو دغې بوټي له ګوتې وروړه هم منع دی“ -
    ؛ما ته پته وه ـ د جنت هر ښه شې په تا منع دې ؛ ابلیس ورته ووئیل
    ؛ماته خو اجازت دې چې دلته زما څه ته زړه کیږي خوَړې سکلې شم ؛ با با ورته اووې
    چې اجازت دې درته نو ولې وائې چې دغې بوټي له ګوتې نه شې وروړې ؟ ـ ابلِیس ورباندې طنز وکړو ـ
    ؛خبر نه یم ـ ته مې پوهه کړه کنه چې پکې څه کمال دې؟ ؛
    ؛ ته ورله ګوتې مه وروړه کنه ـ یاران د څه د پاره وی ؟ ـ زه به ترنه پانړې اوشوکوم، دارو به درله ترې جوړ کړم او تیّار به ئې تا له درکړم؛ ابلیس ورته ووئیل ـ
    وروړومطلب دې چې په ما ئې خوراک حرام دې؛ ؛ګوتې نه
    با با ورته اووې ـ
    ؛ تا ته د خوَړلو څوک وائي؟ ـ ما خو درته نه دی وئیلي ؛ اِبلیس ورله جواب ورکړوـ

    ؛ چې خورم ئې نا، نو اچار به ترنه اچَوَم ؟ ؛
    ؛ پختون ئې کنه ـ ډیر ساده ئې ـ بس یو چونډئ ترې په شونډه کې کیږده چې یخ یخ باد دې پړپوس ته ورسي نو په کمال به ئې پخپله پوهه شې ؛ ـ اَبلِیس ورته وضاحت اوکړو
    اِبلیس ورله دارو جوړ کړل او یو ډک ډبلې ئې ورته ورکړو او ورته ئې اووې چې خلاص شي نو بل به درته ډک کړم ـ اوس مزې کوه ـ
    یو ورځ خالق په سیل راوتې وه چې د پختون د ډیرې په خوا تیریدو نو په ښکلي شین کبل ئې تورې تورې پچې ولیدې نو فرښتې نه ئې تپوس وکړو چې چرته مارغان په دې ډ ډ ه راغلی وو چې دَ پختون ډیرې مخې ته ئې خپل ګند پریښې دې ـ
    فرښتې عرض وکړو ؛ نه جي ـ دا دې پختون تُوکلی دي ؛
    ؛ ولې بیمار دې ـ ګیډه ئې خرابه ده چې دا ګند تُوکي؟ ؛
    فرښتې بیا عرض وکړو ؛ نه جې روغ رموټ دې ـ ابلیس ورله د تماکو نه نسوار جوړ کړی دی ـ او په نسوارو ئې اچولې دې ؛ ـ
    ؛ ښه نو ابلیس خپل کار دلته د پختون نه شروع کړې دې ـ اول دا کار اوکړئ چې دا اِبلِیس فوراً د جنت نه وشړئ چې بیا په دې مخه رانشي ـ او دا پختون راته په دې ساعت حاضر کړئ ؛

    د سترګې رپ کې پختون با با حاضر وه ـ خالق ورنه تپوس اوکړو ؛ دَ تماکو د بوټي نه مې منع کړې وې نو نا فرماني دې ولې وکړه ؟ ؛
    ؛ نه جې، زه خو د تماکو بوټي خوا له هم نه یم تلې ؛
    ؛ نو دا خُله دې دَ څه نه ډکه ده ؟ ؛
    ؛ دا خو راله اِبلیس دارو راکړی دی ـ ډیر مزه ناک دي ؟ ؛
    ؛ غرق شې ـ دَ اِبلیس په لمسه کې راغلې کنه ـ په تُوکلو دې ټول جنت پلیت کړې دې ؛
    ؛ نور ئې چرته تُو کړم ؟ ؛
    ؛ زمکې ته دې لیږم ـ هلته ئې تُوکه ـ او کله چې دې ترنه زان خلاص کړو نو جنت ته واپس راتلې شې ؛ ـ
    با با په زان هډو پوهه نه شو چې فرښتو دَ پامیرغر په اوچته څوکه کوز کړو ـ ډیرې چغې ئې ووهلې او زوګ ئې جوړ کړو خو دَ غره په څوکه دَ واؤرو نه سیوا هیڅوک نه وه چې دَ ده فریاد ئې اؤریدلې وې ـ غلې شو او غمجن په سپینو واؤرو کیناست ـ چې په دې کې ورله اِبلیس راغې او تپوس ئې ترِ وکړو ـ؛ پختون با با ! خیر خو دې ـ ډیر غمجن ناست ئې؛
    با با ورله په ډیر خراب مُوډ کې جواب ورک؛ غمجن به نه یم ـ نو پاسم او په دې واؤرو درته په ګډا شم ؟ دَ جنت نه دې راویستم او تپوس رانه کوې چې غمجن ناست یم ؟ ؛ ـ
    اِبلیس ورله ډیر په قلاره جواب ورکړو ؛ مړه ولې خپه کیږې هلته خو دِ نسوار نه شو توکلې ـ دلته چې دې څومره زړه غواړی، تُوکه - څوک به درنه تپوس نشی کولې او غم ولې کوې دَ تماکو بلا تخم مې درله راوړې دې ؛ ـ
    ؛ دلته دَ جنت هغه نورې مزې خو نشته کنه ـ زه دَ نسوارو او تُوکلو نه زان خلاصوَم چې جنت ته زر واپس شم ؛ ـ
    اِبلیس ورته ډیره په مینه اووې ؛ بس په دومره وړه خبره دې زړه خپه شو ـ بل دارو به درته تیار کړم ـ څه موده چې ئې استعمال کړې نو دَ نسوارو دَ عادت نه به خلاص شې او جنت ته به تلې شې ـ فې الحال دَ غر د څوکې نه ښکته راکوز شه ـ د استوګړې دَ پاره درته چرته غار پیدا کړو ـ دلته به د سړځئ نه مړ شی ؛ ـ
    با با د یو ورځ په مزل ښکته راغې ـ د پامیر د غرونو دا سلسلې څه وَړې خو نه دی چې په یو ورځ کې به ترنه سمې ته راکوز شي ـ داسې ځائې له را او رسید چې لږه ډاګه وه ـ دَ اوبو چینه پکې وه ـ او یو خوا ته پکې غار هم وه ـ با با چې غار ته ړو
    ننوت نو هغې کې د یَږ درې بچي ناست وو ـ دې په سوچ پریوت نو د شا نه ورته اِبلیس اووې ـ ؛ ولې په سوچ کې پریوتې ـ غټ ډانګ دې په لاس کې دې ـ دَ یو سَر له ئې راپریږده نو ټول به دَ غار نه اوتښتي ؛
    ده دَ ابلیس په خبره عمل اوکړو نو درې واړه یږان بچي د غار نه اوتښتیدل خو لږ ساعت تیر نه وه چې د بچو مور یږه د درې واړو بچو سره غار پله راروانه وه ـ با با ویّرید خو اِبلیس ورته اووې ؛یریږه مه ـ دا خوا کې پروت ګټ اوچت کړه چې یږه درته نزدې شي نو په خپل ټول طاقت ئې ورله تندی له راپریږده
    با با یو ځل بیا د اِبلیس په خبره عمل اوکړو ـ ګټ چې د یږې په تندی ولږید نو په هغې ملک وګرزید او یو خوا ته په منډه شوه ـ بچو ورپسې منډه کړه او لاړه په ځنګل کې غیب شول ـ
    اِبلیس ورته اووې ؛ په زمکه د ژوند دغه طریقه ده ـ په زور به زان له ځائې د بل نه اخلې په چا به خوا نه اړوې کنې ټول عمربه پرَدئ حجره کې پروت ئې ؛ ـ
    با با وَچ خشاک او لرګی راټول کړل او غار کې ئې زان ته اور بل کړو او تودیدو ته ورته کیناست ـ چې لږ ګرم شو نو نسوار ئې واچول او بیا ئې ابلیس ته اووې چې هغه بل دارو راله زر راکړه چې نسوار پریږدم ـ اِبلیس لاس اوچت کړو او ډک چلم ئې د با با مخې ته کیښود ـ او ورته ئې د سکلو چل وښولوـ بابا د چلم په نچه خُله کیښوده او کش ئې راښکلو نو ټوخې ورباندې راغې او تر ډیر ساعته ټوخیدو ـ چې دَ ټوخی نه لږ سم شو نو ابلیس ته ئې اووې :
    ؛ دا څنګه دارو دی ـ زه ئې په ټوخی اوژلم ؛ ـ
    اِبلیس ورته اووې ؛ یو څو ورځې به ټوخیږې چې پړپوس دې ورسره سمون اُوخري نو سم به شې ؛
    با با د نسوارو نه خو وا نه وړید ـ په چلم سکلو هم اخته شو ـ میاشت دوه پس چې اِبلیس ورله ملاقات ته راغې نو با با ورته ګِله وکړه چې د نسوارو طلب مې د چلم په دارو خلاص نه شوـ اِبلیس ورته ووئیل ؛ خیر دې ـ غم مه کوه ـ نور داروګان بلا دی ـ هغه مخا مخ د غره په سُوری شنه بوټی وینې ـ دغې ته بنګ وائي ـ لاړ شه شنې پانړې ئې راما تې کړه او په لاسو ئې جوخت جوخت ومږه ـ بیا د لاسو خيرې را یوځائې کړه او په غرمو ئې وچ کړه ـ چې وَچ شي نو چرس به شي ـ یو پوټې ترنه د چلم په تماکو کې ګډ کړه او چلم سکلو باندې ښه زړه ډک کړه چې ډیرې ورځو پورې ئې وسکې نو خپل اثر به درباندې شروع کړي ـ هسې ته ډیر سخت سړې ئې ـ دارو درباندې زر اثر نه کوي ؛ ـ
    * یو میاشت پس اِبلیس ملاقات له راغې نو با با ورته اووې ؛ دا چرس خو ډیر د مزې شې دې چې جنت مې رایاد شی نو چلم کې ئې واچؤم او یو څو کشه اولګوم نو د څه ساعت د پاره رانه ټول غمونه هیر شي خو چې لږ په زان شم نو دَ نسوارو طلب مې زیات شي ـ اِبلیس وروره څه چل اوکړه ـ دَ دې تور غار نه مې زړه ډک شوې دې ـ جنت مې ډیر زیات یادیږی ـ واپس خپل کور ته مې زړه کیږي ؛ ـ با با جړه غونې وه –
    اِبلیس ورله حوصله ورکړه ؛ مړه ولې غم کوې ـ کور ته به زر لاړ شې ـ اوس به درته ډیر زبردست دارو وښائیم ـ دا ازمیئلی دارو دي
    ؛ په چا دې ازمیئلی دي ؟ ؛ ـ با با تپوس اوکړو
    ؛ د چین په ټول قا م مې ازمیئلی دی ؛ ـ
    ؛ ښه ! نو هغوئي نسوار پریښودل ؟ ؛ با با ترنه ډیر په شوق تپوس وکړو ـ
    ؛ هغوئي ورپسې غټې غټې با د شا هئ پریښودې ـ نسوار لا څه ته وائي ؛ ـ اِبلیس ورله جواب ورکړو ـ
    ؛ هَله زر کړه اِبلیس وروره اوښائیه ـ تر وسه دِ رانه ولې پټ کړی وو ـ څه نوم ئې دې؟ ؛
    ؛ افیم ورته وائي ـ خو نوم ئې څه کوې ـ دَ خوراک سره دې غرض دې که دَ نوم سره ـ جوړول ئې لږه خواری غواړی ؛ ـ
    با با ورته اووې ؛ زه دلته څه غوا میښې څرؤم ـ وزګار ناست یم ـ زر شه چل راته وښا ئیه چې ئې جوړ کړم ؛ ـ
    اِبلیس دَ ډاګې بل سر ته اِشاره وکړه ـ ؛ دغه ښکلی ښکلی ګلونه وینې په دغه بوټی پورې یوه غؤنډ ه میوه ده ـ نوکونه دِ څنګ دي
    اوښا ئیه ؛ ـ با با ورته خپل نوکونه مخې ته کړه ـ ابلیس ورته وکتل او بیا ئې اووئیل ؛ ښه دی نوکونه دې تیره دی ـ مازیګر به دغه بوټو له لاړ شې او هغې میوې له به په خپل نوک دوه درې څیره ورکړې او پرې به ئې ږدې ـ صبا سحر له به ورپسې لاړ شې نو په هغې به تور او سره کنډ راغلی وي ـ هغه ترنه راټول کړه ـ وړې وړې ګولئ ترنه جوړې کړه او یو وخت کې یوه ګولئ ډیره ده جنت ته به دې رسوي ـ که دې زیات وخوړل نو د جنت نه به تیرشې او دوزخ له به ورسې او له دوزخه څوک واپس نه دې راغلې ؛ ـ

    ؛ چې یوه ګولئ جنت ته رسولې شي نو دوه به ولې خُورم ـ څه کم عقل درته ښکارم ؟ ؛ با با ورته اووې ـ
    بابا دوه ځله د افیمو ګولئ اوپکلې ـ او په نشه کې مست پروت وه چې ابلیس ورله را ورسید ـ او پوښتنه ترنه وکړه
    ؛ وایه کنه با با په څه حال کې ئې؟ ؛
    ؛ څوک ئې ؟ اِبلیس ورور ئې ـ پخیره راغلې ـ دومره موده چرته وې ؟ ؛ با با د نشې په حال کې پوښتنه وکړه
    ؛ پرون خو درنه تلې وم ـ ښکاری ګولئ دِ وهلې ده ! ؛ اِبلیس ورته اووئیل ـ
    ؛ یوه نا، دوه مې وهلې دی ؛ با با ورله جواب ورکړو
    ؛ بیا خو به جنت ته رسیدلې ئې؟؛
    ؛ په یوه رسیدلې وم ـ نو هلته چې د بنګو او کاشکاشو بوټو له لاړم نو سمدستی راپسې فرښتې راغلې او د جنت نه ئې راوشړلم ـ ما ورته اووې خپل کار دې کوی ستاسو دا جنت ـ نه مې دې پکار ؛
    ؛ سوچه پختون ئې کنه ـ ښه دې وکړه ؛ اِبلیس ورله حوصله ورکړه
    ؛ چې واپس شوم نو مُوډ مې خراب شوې وه نو بله ګولئ مښکته کړه نو لږ سم شوم ـ د جنت نه مې زړه تور شوې دې دلته ښه یم ـ د هر څه ازادی ده ؛ با با ورته ټوله کیسه وکړه -
    اِبلیس ورته اووې ؛ ښه شوه چې عقل دې راغې؛
    او بیا ئې ورته اووې ؛ تا ته مې د ژوند ټولې لارې برابر کړې ـ ته اوس په خپل ښه بدو پوهه شوې ئې ـ په دې زمکه ښه ژوند تیرولې شې ـ زه یو څو ورځو له په یو بل مشن روان یم ـ دا دې زړه له را نه شي چې ما ستا ملګیرتیا پریښوده ـ دَ یارانو یار یم ـ تر مرګه به ستا سره ملګیرتیا وي ـ غم فکر به نه کوې ـ تر قیامته به ستا دَ اولاد او راتلونکي نسلونو سره ملګیرتیا ساتم ـ او دَ ژوند لارې به ورته ښائیم ـ؛
    با با د نشې پټې سترګې لږې وغړولې ؛ یره که ته راسره نه وې نو زه خو به د دنیا په تیرو کې ورک شوې وم ـ ځې ::خو ډیر مه ایساریږه ـ ستا په طمع به ناست یم ـ په مخه دې ښه !

    ــــــــــــــــ
    ې
    The end of Ignorance, is the beginning of Knowledge.
    Knowledge has no end. It keeps expanding into the infinity.

  • #2
    Der kho kisa..da.
    I believe the sun should never set upon an argument.
    I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

    Comment

    Working...
    X