Announcement

Collapse
No announcement yet.

پښتانۀ څوک دي؟

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پښتانۀ څوک دي؟


    د پښتنو د اصل نسل په حقله دوه رايې ډېرې مشهورې دي. يوه مشهوره رائې دا ده چې پښتانۀ په اصل بني اسرائيل دي او بله رائې دا ده چې پښتانۀ ارين دي.
    راځئ چې اول د اولنۍ نظريې په حقله د مشهورو مورخينو محققينو د تحقيقي ليکونو څۀ لنډ شان ذکر وکړو.
    ١. د پښتنو يو مشهور مورخ ښاغلي نعمت الله هروي په وړومبي ځل دا خيال څرګند کړے دے چې پښتانۀ بني اسرائيل دي. ټول پښتانۀ د قېس عبدالرشيد د درېو زامنو سړبن، بېټن او غرغشت اولاد دے. د دۀ د وېنا مطابق چې هرکله د پښتنو جرګه د نبي کريم صلي الله عليه وسلم نه واپس وطن ته رخصتېده نو هغوي عبدالرشيد ته د ((بطان)) لقب ورکړو. دا لفظ د شام د خلقو په ژبه کښې سنګاوڼ ته وائي. د دې لقب نه مراد دا وۀ چې عبدالرشيد به د خپل قوم د بېړۍ سنګاوڼ وي. وروستو دغه ټکے پټهان شو.
    پښتانۀ په اصل کښې بني اسرائيل دي. دا نظريه دۀ په اول ځل خپل کتاب ((مخزن افغاني)) کښې پېش کړه چې ١٠٢٠هـ کښې ئې ليکلے دے.
    ٢. خوشحال بابا ((دستار نامه)) کښې اولسم هنر د تحقيق نسب عنوان کښې ليکي چې پښتنو ته خطاب د ملک د ملک طالوت په نسبت دے.
    خوشحال بابا خپل کتاب دستارنامه کښې چې د رنتمبور قېد کښې ئې ليکلے وۀ کښې ليکي: د پښتانۀ نسل ډېر قوله اورېدلي، ليدلي شوي دي. په تحقيق مې د دې کار مبالغه ډېره وکړه. تاريخونه شه د نسب رسانئ نسب نامې مې په نظر کشيوتے. په يوه کتاب کشې پشتانۀ د يافث بن نوح په اولاد شمارلي وو. په بل کشې قبطي چې د فرعون قوم دے کشلي وو. په بل کښې د مهتر يعقوب د يهودا په ذريات منسوب کړي وو. چا د کردانو سره حساب کړي وو. اما تحقيق چې په دا اختلاف وشۀ، واړه پشتون د ابراهيم پېغمبر د ورور اولاد دے. په دا کشې شبه نشته. تر ما نه به چا تحقيق د دې کار سعي زيات چا کړې نۀ وي. په دا مختصر کشې ووايم پشتون ډېر دي قومونه اولسونه دواړو ګنجائش نشته کۀ حق تعالٰي نجات راکړۀ. وداع ورکړۀ شي. د رنتمبور ورغلم پکور علٰيحده تاريخ به انشا شي چې مې تماشه شي. د خپل نسب د تفصيلاتو نه پس ليکي:
    واړه پشتون د شرکبون او خرشبون اولاد دے...........
    د دوي نسب منسوب په دانيال پېغمبر دے. اسلام ئې د بني اميه د خلافت په عهد وشۀ. حضرت دانيال د ملک طالوت د نسل دے..
    د پټهان خطاب آل سبکتګين چې د غزني بادشاه وۀ هغوي ته ورکړے دے. د سومنات په غزا چې ګجرات لره سلطان محمود راغلے وۀ، پشتون ډېر مشور وکړ. سلطان محمود ورته ووې چې دا دما د لشکر بطان دے. بطان يو لرګے دے چې جهاز په هغۀ مرتب کېږي. د افغان خطاب د مهتر سلېمان په وخت ارخيا د ملک طالوت زوي موندلے وۀ. اف چې عبرانۍ ژبه کشې ((ګېر) وته وائي ((غان)) د يو دېو نام وو. يعني دېوګير. غان دېو ارخيا نيولے وۀ. ازبک هسې وائي چې موژه د برخيا اولاد يو پشتون د ارخيا.))
    ٣. بعضې مورخين وائي چې افغانا د ارميا زوے وۀ او ارميا د طالوت زوے وۀ. تر اسلامه دے قبيلو يهوديت منلو. حضرت خالدرضي الله عنه د دغه قبيلې مشر وۀ. چې هغه مسلمان شو نو خپلو عزيزانو د غور علاقې اوسېدونکو ته ئې د اسلام قبلولو بلنه ورکړه. په دې غرض د دوي يوه ډله د قېس نومې پښتون په مشرۍ کښې دربار رسالت ته حاضره شوه. رسول کريم صلعم د دوي عزت وکړو. قېس ته ئې ملک عبدالرشيد خطاب ورکړو بيا دوي ټول مسلمانان شول.
    ٤. ځنې مورخين وائي چې څۀ وخت نادر شاه په هند باندې حمله کولو په نيت پېښور ته راغلو نو د يوسفزو مشرانو هغۀ ته د توريت يوه نسخه چې په عبرانۍ ژبه کښې ليکلې شوې وه وړاندې کړه او نور ئې هم ورته د يهوديانو د عبادت ګڼ څيزونه وښودل. د نادر شاه د فوځ يهوديانو د دوي يهودي النسل کېدل ومنل.
    ٥. د مشهور پښتون مورخ عبدالله خان هراتي هم دا رائې ده چې طالوت د يهوديانو بادشاه وۀ. دوه ځامن ئې وو يو افغان بل جالوت. افغان د پښتنو نيکۀ وۀ.
    ٦. د ((تاريخ مرصع)) ليکوال افضل خان خټک هم پښتانۀ بني اسرائيل ياد کړي دي.
    ٧. د خلاصة الانساب د مؤلف حافظ رحمت خان په خيال هم پښتانۀ بني اسرائيل دي.
    ٨. زرداد خان ناغر هم خپل کتاب ((صولت افغان)) کښې پښتانۀ بني اسرائيل يادوي.
    ٩. د تُزک افغاني شوکت افغاني او خورشيد جهان مصنفينو هم پښتانۀ بني اسرائيل ياد کړي دي.
    ١٠. د پښتنو د ګڼو مورخانو په خيال پښتانۀ بني اسرائيل دي. د پښتنو عام عادات، رسمونه او اولسي ژوند هم د بني اسرائيلو په شان دے. نن هم د پښتنو په وطن کښې د ځنو کلو او غرونو نامې د بني اسرائيلو د کلو او غرونو د نامو غوندې دي. خېبر، سدوم، کرم، کرک دا ټولې کۀ پښتنو کښې د علاقو نامې دي نو بني اسرائيلو کښې هم دا د علاقو نامې دي. ((جلاله)) د ګليلي ټکي نه راوتې دے. چې د فلسطين د يو مشهور تالاؤ نوم دے. کوه سلېمان د يهوديانو بادشاه او پېغمبر سلېمان عليه السلام په نوم مشهور دے. عربو هم اول اول پښتنو ته سلېماني وئيل. کوه سلېمان د ډېرو سره نزدو د يو غر نوم دے.
    ١١. فرشته هم خپل تاريخ کښې پښتانۀ ((قبطي الاصل)) يادوي او ليکي چې دا قوم د موجوده افغانستان په شمال مشرقي غرونو کښې په نهمه صدۍ کښې اباد وۀ.
    ١٢. په بهرنو مورخينو کښې د سر وليم جونز، اليګزېنډر، برنس او د راورټي هم دا رائې ده چې غالبًا پښتانۀ يهودي النسل دي.
    ١٣. ((تاريخ افاغنه)) کښې سيد جمال الدين افغاني هم پښتانۀ بني اسرائيل ياد کړي دي.
    ١٤. په ((بني اسرائيل يا ملت افاغنه)) کښې سيد عبدالجبار شاه په دې نظريه زور ورکړے دے چې پښتانۀ بني اسرائيل دي.
    ١٥. د پښتنو د تاريخ ښاغلي مؤلف قاضي عطا الله صاحب د ليک خلاصه دا ده چې د پښتنو مورخينو دا بيان دے چې پښتون قوم په اصل کښې د يهوديانو د هغو لسو قبيلو اولاد دے کوم چې د بخت نصر په بېت المقدس باندې د حملې کولو په وخت د هغۀ د ملک نه سره د نورو يهوديانو خارج کړې وې. دا لس قبيلې اېشيا ته راغلې. د غور په غرونو کښې ابادې شوې. څۀ عربو ته لاړې د مکې شريفې سره خواوشا ابادې شوې. د دې لسو قبيلو نيکۀ افغانه وۀ. ځکه د هغۀ اولاد افغان بللے شي.
    ١٦. د پښتو ژبې ستر عالم مولانا عبدالقادر مرحوم په خپل مضمون ((پښتانۀ څوک دي)) کښې خپله نظريه داسې وړاندې کوي چې افغان، پښتون، بتان، (پټهان) د ملي عنعناتو، قبائلي رواياتو کلويغي رسوماتي او د لباس، شکل و شباهت او طبعي جذباتو په لحاظ بني اسرائيلو ته ډېر نزدې ښکاري.
    ١٧. نواب محمد اکبر خان هوتي دا دعوٰي لري چې نۀ صرف پټهان او افغان الفاظ يو ځائے استعمالېږي بلکه اکثر لفظ پټهان استعمالېږي دا غلطي د تاريخي حقائقو په سلسله کښې په يوې مغالطې بنا لري. د افغان ټکے په مخصوص طور د اسرائيلو د بن ياميني طبقې دپاره استعمالېږي چې مورث اعلٰي ئې اسفانلياس، افودا يا افغان دے. چې د هغۀ په وجه لفظ افغان مشهور شو. پتهان اصل کښې د سنسکرت لفظ دے چې د هندوستان اوسېدونکو په زړه زمانه کښې پارتهيانو دپاره استعمال کړے وۀ. افغانان د جسماني جوړښت، لباس، عادتونو او د يو مورث اعلٰي حضرت يعقوب عليه السلام د اولاد په بنا د پارتهيانو سره زيات ملاوېږي.
    ١٨. د پښتنو د اصل نسل په حقله الفنسټن ليکي د افغان د نوم اصليت قطعًا غېر يقيني دے. غالبًا دا جديد نوم دے. دا خلق د بني اسرائيلو د ساول بادشاه ارميا يا برخيا او د هغۀ د زوي افغانا اولاد دے
    ١٩. مسټر فېرئير ليکي (( د پښتنو د اصل نسل باره کښې مختلف نظريات دي چې په کښې د يو قبلول هم اسان نۀ دي. ځنې خلق وائي چې د سکندر يوناني د نسل نه دي او ځنې ليکي چې دا د مصر قبطيان دي. او تر دې چې د دوي اباو اجداد آرميني وو. و لې د مشرقي مورخينو د اکثريت دا خيال دے چې دا د بني اسرائيلو په لسو قبيلو کښې د يوې د نسل نه دي او د افغانانو خپل خيال هم دا دے)).
    ٢٠. ټويوسکن ليکي ((اسرائيلي قبيلې د ډېرې سرګردانۍ نه پس د موجوده افغانستان په زمکه ښکارېدې)).
    ٢١. آرمينس ويمبرے د بخارا تاريخ کښې ليکي (( چې دريائے جيحون او سېحون طوس او مرو په علاقو کښې عيسايان اوسېدل. د ښاغلي روشن خان په خيال دا بني اسرائيل وو او د افغانانو قبيلې وې.
    ٢٢. پټه خزانه تعليقات په ص ٦٦٦ د حضرت علي په خدمت کښې د پښتنو د علاقې مشر ماهويه سوري ذکر شوے دے فتوح البلدان کښې هم دا ذکر شته.
    ٢٣. فرانسيسي سياح فرائر چې د هرات په علاقه تېر شو نو ليکي چې په دې علاقه کښې ګڼ بني اسرائيل اباد دي او د خپل يهودي مذهب د ارکانو په ادا کولو کښې پوره ازاد دي.
    ٢٤. د زبدة الاخبار مصنف د ابوالمعاص مصري په حواله ليکي ((خراسان کښې بهترين مقام هرات دے. او په هرات اوياؤ انبياؤ دعائے خېر کړې ده.))
    ٢٥. په بلخ کښې ګڼ انبياء دفن دي. ابن بطوطه د يو نبي په حقله ليکي ((دلته د حزقيل نبي مزار دے په هغې يوه قبه ده چې ما ئې زيارت کړے.
    ٢٦. د خلافت مشرقي په جغرافيه کښې د يو بل نبي ذکر راځي ((ساوا ښار چې د همدان او مرو په مينځ کښې د خراسان په شاهراه واقع دے دلته مغرب ته د حضرت ساؤل نبي مزار وۀ)).
    ٢٧. د لب لُباب مؤلف ليکي: ((د کېقباد خورس د زوي په زمانه کښې بلخ او د دې په اطرافو کښې د بني اسرائيلو انبياء حزقيل، الياس، السيع او ساؤل عليهم السلام په يو وخت موجود وو)).
    ٢٨. يو اسرائيلي پېغمبر د باجوړ جنوب کښې د ارنګ برنګ په مقام دفن دے چې غازي پېغمبر يادېږي. دغه شان د بونېر باجکټه او ليګاڼۍ کښې د دوؤ اسرائيلي پېغمبرانو مزارات دي. د يو پېغمبر مزار د تيمرګرې نه درې ميله فاصله باندې کهنه ډهېر کښې دے.
    ٢٩. نامتو عالم نجم الغني خان رامپوري خپل تصنيف ((اخبار الصناديد)) کښې ليکي چې د پښتنو مورث اعلٰي قېس بني اسرائيل وۀ.
    ٣٠. د پښتنو يو بل مؤرخ خان روشن خان هم د دې نظريې په حمايت کښې ضخيم تاريخ ليکلے دے. چې پښتانۀ بني اسرائيل دي.
    د ځنو مشهورو مورخينو او محققينو دا خيال دے چې چونکه د پښتو ژبې تعلق د اريائي نسل د ژبو سره دے. داسې محققين د پښتو ژبه اريائي ګڼي او د دې له مخه پښتانۀ ارين يادوي.
    ١. پروفېسر کليپرتهـ ليکي:
    ((پښتو ژبه چې ځنې خلق ئې سامي ژبه يادوي زما په نزد خالصه انډو ارين ژبه ده. ځکه چې نۀ د الفاظو نۀ د لغاتو او نۀ د ګريمر په لحاظ د دې د سامي ژبو سره څۀ تعلق شته)).
    ٢. پروفېسر ډورن ليکي:
    ((پښتو ترکيبونه، الفاظ، ګريمر کښې په هيڅ لحاظ هم عبرانۍ سره د څۀ قسم مشابهت نۀ لري. بلکه دا د اريائي ژبې يو شاخ دے چې ډاکټر لېبان ئې آريک نامه ليکي)).
    ٣. مسټر راورټي ليکي:
    ((پښتو ژند او پهلوي ژبو کښې ډېر نزديکت دے. پښتو ژبه سنسکرت او ژند سره ډېره نزدو ده)).
    ٤. هنري والټر بيليو ليکي:
    ((زۀ د تحقيق نه پس په دې نتيجه رسېدلے يم چې پښتو ژبه د سنسکرت خور ده)).
    ٥. جېمز ډارمسټېټر ليکي:
    ((دا ژبه يعني پښتو د ژند سره ډېر مشابهت لري))
    ٦. ډاکټر ټرومپ ليکي:
    ((زۀ په وثوق وايم چې پښتو ژبه د مغربي ژبو نه نۀ ده وتې بلکه دا انډو ارين ژبه ده)).
    ٧. ډاکټر وليم هنري ليکي:
    ((چې پښتو يو طرف ته سنسکرت او بل طرف ته د اوستا سره نزدو ده)).
    ٨. ډاکټر جي اے ګريرسن ليکي:
    ((اول اول خلقو د دې ژبې عبرانۍ سره رشته تړله ولې اوس دا ثابته شوې ده چې دا خالصه اريائي ژبه ده.
    ٩. مسټر الفنسټن وائي چې پښتو د کردي ژبې سره ډېر نزديکت لري او کردي انډو جرمن ژبه ده. نو دا وئيلے شي چې پښتو هم له دغو ژبو څخه ده.
    ١٠. ښاغلي حبيبي دا تحقيق کړے دے چې پښتو د اوستا او سنسکرت خور ده او پښتانۀ ارين دي. ليکي چې څۀ وخت چې مرکزي اريا د بلخ په علاقه (باختر) کښې اباد شو د دوي يو لوئے قام (بخت) پکهت (پښتون) وۀ.
    ١١. د ارياؤ قديم مذهبي کتاب وېد کښې چې د ځنو په خيال ١٩٠٠ ق م کښې او د ځنو په خيال ١٦٠٠ ق م کښې ليکلے شوے وۀ. د پښتنو ذکر داسې راځي:
    ((وائي چې اريا (د اصلي وطن آريانه ويجه) نه خېبر ته ورسېدل نو دلته څۀ موده پس په دوي کښې جنګ وشو په دې جنګ کښې لس قبيلې شاملې وې. چې نومونه ئې دا دي:
    ١. پکهت ٢. الينا ٣. بهالانا. ٤. شيواره. ويشانن. ٦. انو. ٧. ديوهيو. ٨. تورداشا. ٩. هادو. ٠١. پورد. پکهت هم دغه پښتانۀ دي.
    ١٢. د ارياؤ هغه ډلې چې بخد يا باختر کښې اوسېدې، قديم کتاب اوستا کښې (چې ١٠٠٠ ق م کښې ليکلے شوے) د ارياؤ د دې وطن دپاره بخد ټکے بيا بيا راغلے دے. ژبپوهان وائي چې هم دغه بخد، بخت، پښت او پشت شو چې وروستو ترې نه پشتون ټکے جوړ شو.
    ١٣. ٤٨٤ ق م د يونان يو مشهور مورخ هيروډوټس خپله جغرافيه کښې د پښتون ذکر پکتوېس او پښتونخوا ذکر پکتيکا په نامه کړے دے. د دې علاقې د خلقو د مړانې ئې ډېره ستائينه کړې ده. دے دوي ګندهاريان هم يادوي. د افريدو دپاره ئې اپاريتي، د خټکو يا شيتکو دپاره ستاګيدي د کروند ګرو دپاره ئې د اديکيان ټکي ليکلي دي.
    ١٤. يوناني سياح اميرالبحر سکائي لارکس چې ٥٢١ ق م. ٤٨٦ ق م کښې د بحيره عرب ساحلي معلوماتو حاصلولو په کار مامور وۀ. د کاسپيتروس (کابل) په لار پکتيکا (پښتونخوا) او بيا انډس (سندهـ) ته لاړو.
    ١٥. د يونان مشهور جغرافيه دان بطليموس خپله جغرافيه کښې ليکي چې پکهتين پارو پاميزار (پامير) جنوب طرف ته دے او دا ځائې د پکهتانو مسکن دے.
    ١٦. د اريا ټکي سنجونې نه پس د پښتو او پښتون د اريه ژبې او اريا قوم سره تړون لږ نور هم پوخ شي. ډاکټر جيګر الماني پرې تفصيلي بحث کړے دے او د آريا يوه معني ئې کروندګر، اصلي، شريف ښودلے چې ټولې د پښتنو سره تعلق لري.
    ١٧. ښاغلے بهادر شاه ظفر د دې نظريې په حقله (پښتانۀ د تاريخ په رڼا کښې)) ليکي:
    ((پښتانۀ د هغه آريائي قبائلو يوه څانګه ده. کوم چې په تاريخ کښې د هندو اروپائي ارياکانو په نامه مشهوره ده. دا نظريه د لفظ پښتون او پښتو ژبې په تاريخي او لغوي څېړنه مبني ده کله چې نولسمې صدۍ په اغاز کښې يورپي ژبپوهانو او عالمانو د هندو اروپائي اقوامو د ژبو ترمنځه نزديکت او اتحاد په علمي دلائلو ثابتولو کوشش وکړو.
    ١٨. آريانا د نجيبانو او شريفانو وطن يوناني مورخ اراتوس تنس په درېمه صدۍ ق م کښې په اول ځل خپلو ليکونو کښې د افغانستان د موجوده علاقې دپاره استعمال کړے دے. بل يوناني مورخ استرابو (١٩. ٧٠ ق م) دغه لفظ د پورتني مورخ په رنګ د افغانستان دپاره ذکر کړے دے.
    ١٩. د رګ وېد په سرودونو کښې د پښتونخوا د سيندونو، غرونو او علاقو نومونه شته. دا د هندي ارياؤ زوړ مذهبي کتاب دے. دې کښې د کوبهانه مراد کابل سيند، سندو نه مراد اباسين دے. کرومو د کرمې رود، ګوماتي د ګومل سيند، سواستو د سوات سيند لپاره راغلے نامې دي. ګندهارا د پېښور وادۍ دپاره يوناني مورخينو استعمال کړے دے. قندهار اوس هم د پښتنو لوئې مرکز دے. رګ وېد کښې هم د دې علاقې دا نامه اخستې شوې. بهليکا د بلخ دپاره يادوي. سنجران غر پکښې تر اوسه په دې نامه يادېږي. چې د نورستان او بدخشان ترمينځه دے.
    ٢٠. ((پښتانۀ د تاريخ په رڼا کښې)) ښاغلے ليکوال د پښتنو د اصل نسل په حقله په مختلفو نظريو بحث کولو نه پس اخر کښې ليکي: ((اوس چې مونږ په دې ټولو خبرو غور وکړو نو دا وئيل به بې ځايه نۀ وي چې پښتانۀ ارين النسل دي او د دې نه سيوا به په حقيقت حال يو الله تعالٰي خبر وي. ځکه چې رښتونے او حقيقي علم هغۀ سره دے.
    نورې متفرقې رائې:
    ١. د مسټر ډورن په خيال په وړومبي نظر دا پته لګي چې د افغانانو زوړ تاريخ په رواياتو بنا لري او هر مشرقي مورخ د دې تکرار کړے دے.))
    ٢. مسټر ټټلر فريزر ليکي چې د پښتنو د عملي کردار د تجزيې نه دا ظاهرېږي چې د دوي د اصليت تعلق د ترکو او ايرانيانو سره دے. چرته چې مشرقي قبائيلو کښې د هندوستانۍ وينې کافي ګډون شوے دے. داسې ښکاري چې دا نسل د هماليه په حدودو کښې هغه وخت وارد شو چې کله آريا په هندوستان حمله آور کېدل.))
    ٣. مسټر کېرو ليکي چې سرحد کښې اکثر دا اورېدې شي چې د فلانۍ قبيلۍ يا يو خاص خاندان دعوٰي ده چې د هغوي په رګونو کښې د سکندر يوناني يا د هغوي د سپاهيانو وينه ده. د مثال په طور د افريدو د رواياتو زيات تر تعلق د يونان سره دے. هغوي خپل يوناني خدوخال د ثبوت په طور پېش کوي. نۀ صرف افريدو کښې بلکه اکثر پښتانۀ جنګجو، مړني، تورزن د خپل مضبوط ساخت، عقابي سترګو او خدوخال نه په ذات خود سکندر يوناني غوندې لګي.
    ٤. په ((دي پټهانز)) کښې ښاغلے غني خان ليکي چې اکثر خلق د پښتنو پوزه وويني نو وائي چې دا يهوديان دي. ځکه چې بل چا سره ئې رابطه نۀ شي پېدا کولې او بيا چغه کړي چې د دوي تعلق د ورکو شوو قبيلو سره دے. د دوي د اسلامي عقيدې او د دې عقيدې په بنا د دوي په ژوند او عادتونو ژور اثر نه دا تاثر زياتي مضبوط شي ولې د بنيادي حقائقو نه داسې معلومېږي چې د دوي تعلق د يهوديانو د سپارټا .... والاؤ سره زيات دے)).
    ٥. ځنې مورخين وائي چې افغان اصلي د پښتو لفظ نۀ دے د عربۍ لفظ دے. کله چې عربو دا ملک فتح کړو نو پښتنو ته ئې د هغوي د بې اتفاقۍ، جنګ جګړو او په جرګو کښې د ډېر شور کولو په وجه افغان لفظ استعمال کړو. افغان د عربۍ لفظ فغان نه وتلے دے چې معني ئې شور ده. په منلي شوو تاريخونو کښې د پښتنو دپاره اول ځل افغان لفظ د سلطان ابو سعيد مرزا (١٣١٦ع) په زمانه کښې مورخينو استعمال کړے دے.
    ٦. د پښتنو د اصل نسل په حقله ځنې خلق دا نظريه هم لري چې دوي د حضرت ابراهيم عليه السلام د بي بي قتورې اولاد دے. په دې لحاظ د دې نظريې مطابق پښتانۀ نسلاً بني قتوره دي. د زمانې په تېرېدو دوي پشت کښې اباد شو. دا د سبزوار علاقه کښې وروستو کښې د پارتيا په نامه مشهوره وه. د پشت په وجه پشتانۀ شو.

    د پټهان لفظ په حقله د محققينو رائې:
    ١. کوم محققين چې پښتانۀ بني اسرائيل ګڼي او د قېس عبدالرشيد حاضري په دربار رسالت کښې ذکر کوي نو د هغوي په خيال د حضورصلعم قېس ته ورکړے د بطان لقب په معني د سنګاوڼ وروستو پټهان شو.
    ٢. ښاغلے روشن خان ليکي چې افغانان کله په هندوستان قابض شو نو اکثريت پکښې د بېټني قبيلې سره تعلق لرلو. چې د افغانانو درېمه لويه قبيله ده. لودي، سوري، خلجي او سرواني د دې قبيلې شاخونه دي. دے خلقو د شام د هغې ښار سره تعلق وۀ چې د ارون سيند په مشرق کښې لشبان کښې واقع وۀ او بټهانيا يادېدو. په دې نسبت دوي مشرق کښې بټني ياد شو. هندوستان کښې دوي ته پټهان ووئيلے شو او د وخت په تېرېدو ټولو پښتنو ته پټهان ووئيلے شو. خوشحال بابا هم دستار نامه کښې د پټهان ټکي په حقله ليکي چې دا بطان ټکے سلطان محمود غزنوي د پښتنو دپاره استعمال کړے دے. بطان يو لرګے دے چې جهاز په هغۀ مرتب کېږي.
    د لفظ ((افغان)) په حقله د محققينو رائې:
    ١. دا کلمه د لفظ اوغان نه معرب ده. اسلامي دوره کښې مورخينو پښتنو دپاره استعمال کړې ده. ابونصر محمد عبدالجبار خپل تاريخ يميني کښې صفا ليکي چې افغان کښې د اوغان تعريب دے. ابوريحان البيروني، فردوسي طوسي، ابوالفضل بېهقي او ((منهاج السراج)) دا نامه افغان بيا بيا ياده کړې ده.
    ٢. مسټر بيليو دا لفظ اغوان يادوي. چې د آريائي رېشې سره تعلق لري. دا لفظ افغان د انډيکا مترجم کرنډل د سنسکرت ژبې د يو لفظ وران شوے شکل ګڼي. د قاموس اعلام مصنف شمس الدين وائي چې افغان يو ډېر زوړ قوم دے. چې په پښتو ژبه خبرې کوي او دا ژبه د آريائي ژبو ډله کښې شامله ده. د افغان نوم د دې خلقو دپاره ايرانيانو ايښے دے.
    ٣. چا وئيلي دي چې دا د سنسکرت اپه ګان دے چې معني ئې ((همېشه په کوچ)) ده.
    ٤. په ارمني ژبه کښې اوغان يا اغوان د غرونو د استوګنو دپاره استعمالېږي.
    ٥. يوناني ژبه کښې اګوان هم د غرونو اوسېدونکو ته وائي.
    ٦. د ٢٢٦ ساساني دور په يو کتبه کښې لُر ابګان راغلے دے.
    ٧. مشهور چيني سياح هيون سانګ د کوه سلېمان په لړ کښې ((اے پي کان)) په نامه خلق يادوي. سنسکرت کښې اـ په ګان د هغو دپاره راځي چې هميشه په کوچ وي. شپږمه صدۍ عيسوۍ کښې د هند منجم ورها مهير په خپل کتاب ((بهرت سمهيتا)) کښې هم د ((افغان)) لفظ ياد کړے دے.
    اسلامي دور کښې اول ځل ٣٧٢هـ(٩٨٢ئـ) حدود العالم من الي المغرب کښې افغان ټکے استعمال شوے.
    ٨. د خوشحال بابا د دستار نامې په رڼا کښې د افغان خطې د مهتر سلېمان په وخت ارخيا د ملک طالوت زوے بيانوي هم دغه لړ کښې خوشحال بابا ليکي چې دا اوـ ((غان)) نه جوړ دے. عبرانۍ ژبه کښې ((او)) معني ده ((ګېر)). اوغان د يو دېو نوم وۀ. يعني دېوګير. غان دېو ارخيا نيولے وۀ.
    ٩. ابن بطوطه او فرشته هم د افغان نامه بيا بيا ياده کړې ده. په ٦١٨هـ کښې د افغانستان نامه د پښتنو د مسکن دپاره تاريخ هرات کښې سېفي هروي استعمال کړې ده.
    ١٠. د پښتو ژبې او پښتنو ستر محقق ښاغلے بهادر شاه ظفر ليکي چې ((زما قياس دا دے چې دا نامه (افغان) د دوي (پښتنو) خپله نۀ ده بلکه د ګاونډي قامونو بالخصوص د ارمينيانو له خوا دا نوم دوي ته وئيلے شوے وۀ.
    ١١. د ښاغلي روشن خان په خيال د لفظ افغان اوغان ماخذ عبراني لفظ اب دے چې د معزز، مړني دپاره راځي. يو اب د حضرت داؤد عليه السلام خورئے وۀ او د بن بخد مورث اعلٰي هم وۀ. د جلاوطنۍ نه پس ايرانيانو د اب جمع ابان، اباګان استعمال کړه چې وروستو افغان شو.
    د لفظ پښتون، پشتون او پختون په
    حقله د ځينو محققينو رائې


    ١. د دې لفظ پته اول اول د رګ وېد په پکتها، د اوستا په بخدي او د هيروډوټس په پکتويس کښې بيا موندې شي. د پکتويس او پښتون مطابقت اکثر مستشرقين لکه ټرومپ او ګريرسن وغېره مني.
    ٢. د مارګن سټرن په نزد دا کلاسيکي نوم پشتون دے. د کېمبرج د ډاکټر بيلے هم دا رائې ده. د سټرن په خيال پښتانۀ هغه خلق دي چې بطليموس يوناني پرستې يا پرستائے يا پارستائے PARSTHYES په نامه کړې چې د پارو پامير سلسله کښې اوسېدل. دے ليکي چې د فارسۍ ژبې پشت، د اوستا ژبې پرهستي Prsthee او د سنسکرت ژبې Prsthe يو معني لري. وړاندې وائي چې اوستا او سنسکرت کښې چې د (رس، Rs) مرکب ((ش)) بدلېږي. نو د دې اصول په بنا د (پ، رس، تے يا پ رس تائے) نه پشتے، پشتا جوړېدے شي او دغه پشتا، پشتي وروستو پشتين او بيا پشتون شو.
    ٣. ولې کېرو ليکي چې دا لفظ پښتون دے. دا د قندهار د نرمې لهجې په وجه پشتون شوے دے.
    ٤. د ښاغلي روشن خان په خيال دا د بني اسرائيلو د بني بخت قبيلې سره تعلق لري. ځکه دا پښتانۀ يادېږي.
    زما خپله رائې
    د پښتنو د اصل نسل په حقله


    وړاندې د دې نه چې زۀ خپله رائې د تېرو شوو صفحو د تفصيلاتو په رڼا کښې پېش کړم په دې موقعه ضروري ګڼم چې د پښتنو د ځنو محققينو څو جملې پېش کړم. د کومو په پس منظر کښې چې زۀ خپله رائې پېش کول غواړم. د پښتو ژبې ستر محقق ښاغلي دوست محمد خان کامل د ((تاريخ مرصع)) په نوټس کښې په ص ٩١٥ ليکي:
    ((قطع نظر له دې خبرې چې د پښتنو د نسابانو بيانات تر کومه حده صحيح او غلط دي. کۀ مونږ پرې غور وکړو نو هغوي هيڅکله دا دعوٰي نۀ ده کړې چې دا يو نسلي وحدت دے او هغه خلق چې افغان، پټهان يا پښتون بلل شي ټول د ملک طالوت (د قېس په واسطه) اولاد او اسرائيلي الاصل دے او کوم قام دے. خصوصًا په شلمه پېړۍ کښې چې د نوغي له اعتباره ځان بې ګډونه بلل شي. د خپل نسل د خالص او واحد کېدو دعوٰي کولے شي. نو د پښتون قام جوړښت هم څۀ ضروري نۀ ده چې د نسلي يو والي له کبله وي. دغه جوړښت له نورو شيانو لکه د يو دين، يوې ژبې، يو آئين، د ننګ او ناموس د يو دستور او په يوې زمکې له استوګنې هم کېدې شو او شوے دے.))
    ښاغلے بهادر شاه ظفر خپل تاريخ ((پښتانۀ د تاريخ په رڼا کښې)) په ص ١٥٥ ليکي: (( د تاريخ په مختلفو دورونو کښې چې د پښتنو د کومو نورو قامونو سره ژور تعلق پاتې شوے دے په هغه قامونو کښې اکثر قامونه آرين النسل او يا مخلوط آرين النسل وو او په دې وجه په دې خلقو (پښتنو) کښې د آريائي نسل برخه غالبه ده)).
    ښاغلے پرېشان خټک ((پټهان کون)) کښې د پښتنو د اصل نسل په حقله تفصيل پېش کولو نه پس ليکي ((اس مختصر تعارف مين يه ضروري نهين که پشتونون کے اصل نسل کو آريا، سامي يا منگول نسل سے ملايا جائے. بيشک وه دوسرے قبائل سے بهي مخلوط هوچکے هون گے ليکن ان کو آرياؤن يا دوسرون سے ملانا صحيح نهين هوگا، پشتون دراصل پشتونون کي نسل سے هين اور يهي کافي هے.
    د دې کرښو په رڼا کښې زما خپله رائې دا ده چې چونکه د دې نظريې په حق کښې زيات دلائل موجود دي چې پښتانۀ بني اسرائيل دي او بيا دغه روايت پښتنو کښې د صديو راهسې سينه په سينه محفوظ راروان دے. زۀ هم پښتانۀ بني اسرائيل ګڼم. هان دا ضرور کېدے شي چې دوي سره په دې سيمه کښې ځنې اريائي قبيلې هم خلط ملط شوې وي او دا زورور قومي وحدت ترې جوړ شوے وي چې د پښتون قام په شکل کښې نن خپله ژبه، خپل روايات، خپل تهذيب او تمدن لري او د ټولو نه لويه خبره دا چې په ايړه پښتون قوم مسلمان دے. دا فخر صرف او صرف د زمکې په مخ دې قوم ته حاصل دے. علاوه د دې نه ژبه پښتو ئې يوازې ژبه نۀ ده بلکه پښتو د يو مخصوص ثقافت نوم دے چې ډېر ښکلي اقدار لري او بله دا چې خپلې شجرې دې قوم د صديو راهسې محفوظې ساتلې دي.

    (پروفېسر افضل رضا)
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    پښتانه نه اريا دي او نه سامري (بني اسرائيل) بلکه دا دواړه نسلونه د پښتنو نه بيل شوي دي۔
    پښتانه پخپله يو ځان له يو نسل دے او د دغه نسل نه ډير نسلونه بيا ځان له بيل شوي دي۔

    Comment


    • #3
      salam. zh khpalh lah porth nazaro shrh mawapeka aw yawaly laram zaka zamoz ph sha aw khwa ki deer deer gawandan <hmsegan> israel dh . zh klh klh israelo tha deer doy th goram . 1 rangona zamoz dawal kawe .. 2 . zh 1 waraz dh dwy ph <israel> super market or grocery .kh wallar wam 1 isreli mashom omar 5 .6 kalan wo dh super market ki bazi ph shano kawali palar yh worth wh wayl mhkhwh . ma dh .halak lah palar ch kh wh pokhtalh ? ch matalab mhkhwh ? hagh zawab mhkhwh .I ask from the boy father what is the meaning of mhkhwh. he answerd me mhkhwh word is a hebrew word in english it means DONT DO IT And it is the same as pashto mabey im right and mabey im wrong MANNA THANKYOU

      Din

      Comment


      • #4
        salam pro afzal raza lala ma hum der latoon kare de awo dero khalqo sara me bais kare de pa de mozo da haghu na pas zama hum da staso da rai sara itifaq de che pakhtoon qoom da bani israel na de awo bia da che mong der khush naseeba qoom u che musalmanan u pakhtoon wahid qoom de che **** ghair muslim nishta awo tool pakhtoon qoom musalmanan de pakhtoon hagha qoom de che pa akhery jang ki pa da imam mehdi sab lakhar ki shamil we awo da imam mehdi sab pa masharay ki ba baryalay kegy ka khairy

        Comment


        • #5
          kandahary rora taso ta pata da che da ban e israeil sa matlab de da de matlab de da ALLAH BANDA no zama rora pa de makhafa kegega da khu da fakhar khabara da

          Comment


          • #6
            zama rora da khu quran ki shta de ya cha Alim na tapos oka che da ban e israel sa matlab de ya sa maana da da khu da arabay lafaz de ror jana da quran na ghat saboot khu bal nishta zama rora BAN E ISRAEL MEANS DA ALLAH BANDA YANI MAN OF AALAH

            Comment

            Working...
            X