Announcement

Collapse
No announcement yet.

sher ali bacha,the perfect pukhtun ideologist

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • sher ali bacha,the perfect pukhtun ideologist

    The Perfect Pukhtun Ideologist


    The great Pakhtun writer Qalandar Momand wrote in the memory of Sher Ali Bacha, “The life of Sher Ali Bacha has two sides. While many people know him as a nationalist politician, not many are aware of his literary achievements. The time has come that we collect all his work, put it forward to the readers and give him the high status that he deserves in the field of literature.”

    Sher Ali Bacha was born in Hoti Mardan in 1932. His uncle, Hannan Bacha, was practically working for Khudayee Khidmatgar Movement of Independence and was the leader of Mardan City. Bacha was mainly inspired by his mother who used to read him Pukhtun Magazine and other Pashto story books.He started his literary activities when he was an undergraduate student in Mardan College, then called Akbar Memorial College. He was the secretary of the college Pashto Adabi Tolana (Pashto literary society).He then went to Karachi to study Law in Muslim Law College. He became the Editor of Pashto Magazine "Adal". His pen name was “Anwar”. This was the time of Ayub Khan’s Martial Law in the country. Bacha worked very hard to promote political and social justice awareness amongst Pukhtuns. After finishing his degree in Law, he returned to Mardan and started apprenticeship with Amirzada Khan Advocate. He reactivated the Pukhto Adabi Jarga in Mardan in 1962 and used his own office as a base for the Jarga. It became very popular in the literary circles of Pukhtunkhwa. It not only attracted local talent but writers like Ajmal Khattak, Qalandar Momand, Hamza Shinwari, Ayub Sabir and others attended the gatherings in Mardan. Writers from Mardan like Qamar Rahi, Asghar Lala, Andesh, Humayun Huma, Israr Toru, Abdul Wahid Qalandar and many more are still witness to the good work of the Jarga. To his likings he organised a memorable Mushaira (poetry session) instead of music on the eve of his wedding. This was the first of its kind and is still remembered very much by those who attended the evening.

    He wrote meaningful poetry and prose right from the start. His ideas and writings mainly concentrate around the two main aims of his life. One was the fight against the ugly social class system in the country which in other words was the fight for the promotion of human rights. The second aim was the uplift of Pukhtuns as a nation. This way he is one of the pioneers of progressive Pukhtun writers. The others in this category will include Kakaji Sanobar Hussain, Ajmal Khattak and Rahmat Shah Sayal. His memorable poem “Khog Watan” (My Dear Homeland) is a brilliant example of putting the two ideas in one poem. The poetry Book of Sher Ali Bacha is published now under the name of “Milli Pasoon”.

    He wrote many articles, essays, poems and booklets. He usually asked someone to publish these for him and a lot of his work is still not published due to the lack of resources. During his life time he managed to publish a book “What is Philosophy?” He produced the weekly and monthly Circulars including “Sanobar”, “Mazdoor Kissan Zindabad” and “Pukhtunkhwa”. On the political front he wrote “The History of Mazdoor Kissan Movement”. This is the Peasants Movement in Pukhtunkhwa.

    The process of publishing his further write ups will probably be a long process. His approach to the problems of Pukhtun Nation is very scientific and evidence based. He not only highlighted the problems but came up with the best solution as well. One such collection of his essays is the book "BAL Mashaloona" published after his death. His death was a great loss to the nation. The tributes and comments of his friends, writers and family members were saved in the condolence Book. These are unique of its kind and are now published in the form of a 266 pages book "Milli Atal", the National Hero. The readers of this book will no doubt appreciate his contribution to the nation.Sadly this great intellectual died on 25th July 1998.He is buried in his ancestral graveyard at Bibi Abai, Hoti Mardan.

    The Aim of Sher Ali Bacha's life was:
    Poverty Alleviation
    Human Rights Promotion
    A United and Independent Land for Pukhtun Nation
    Government by the people and not by the Capitalists


    Milli Pasoon,Milli Atal,Bal Mashaloona



    Support pashto language and greater pukhtoonkhwa.

    pa prady jaba khabarai pakhtun naka
    be laila bala soda kho majnon naka
    gero jabo kre lahoo pa khpal tahzeeb ki
    be pakhtu ba de bal hestsok rastoon naka
    hamza baba
    پَښتو کښې اُولېکئ
    Pashto Keyboard Online (Afghan) LEXILOGOS >>

  • #2
    د شېر علي باچا انور د ژوند حالات

    د٢٥جولائي ورځد پښتون ملي رهبر، مايه ناز او ممتاز ملي دانشور او د شلمې صدۍ د عظيم انقلابي رهنما، د کسان تحريک باني او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د سېکرټري جنرل مرحوم شېر علي باچا انور د وړومبۍ کليزې ورځ ده او دا ورځ د ټولې دنيا د محنت کشو دپاره عموماً او د پښتون قام دپاره خصوصاً د شلمې صدۍ د انقلابي رهبر شخصيت د وياړ وړ کارنامو، انساني خدماتو، قامي خدماتو ته د انتهائي عقيدت او احترام ورځ ده.

    مرحوم شېر علي باچا انور د پښتونخوا په نامتو خاوره د مردانو ښار هوتي مردان کښې په کال ١٩٣٣ کښې د پخواني خدائي خدمتګار تحريک د يو مشهور او اهم سياسي خاندان د سېد اکبر شاه باچا په کور کښې وزېږېدو. د دوي پرورش او تعليم و تربيت په انتهائي مهذب او علمي ماحول کښې وشو. په کال ١٩٥٠ کښې ئې د ګورنمنټ هائي سکول نمبر ١ مردان نه لسم پاس کړو او څۀ موده ئې په ضلعي دفتر کښې ملازمت وکړو. خو دې حساس ذهن ته د سرکار نوکري راس نۀ وه ځکه ئې پرېښوده او تعليمي سلسله ئې جاري وساتله. د مردان کالج نه ئې څوارلسم پاس کړو او په ١٩٦٢ کښې ئې د کراچۍ نه د اېل اېل بي (وکالت) ډګري واخسته او په مردان کښې ئې وکالت شروع کړو. خو د خپل سياسي چاپېرچل او علمي ادبي سرګرميو له کبله ئې وکالت هم پرېښودۀ


    مرحوم شېر علي باچا انور د طالب علمۍ د زمانې نه د قومي سياسي تحريک يو فعال او نۀ ستړے کېدونکے غړے وۀ او په ډېره کم عمرۍ کښې د نېپ (نېشل عوامي پارټۍ) سياسي مشر وۀ چې د خپلو سياسي فعاليتونو له کبله په اولس او خواري کښه طبقه کښې مشهور وۀ. چونکې مردان د سياسي او علمي ادبي سرګرميو مرکز وۀ، دلته ورته د ډېرو نظرياتي ملګريو مرسته او ملګرتيا په لاس ورغله چې وړاندې ئې تذکره وشوه

    مرحوم شېر علي باچا انور د سياسي فعاليتونو سره سره خپلې ادبي سرګرمۍ هم جاري وساتلې. دلته ئې په پښتو ادبي جرګه مردان کښې او په کراچۍ کښې د (عدل) رسالې په ذريعه په ادب او صحافت کښې لوئے نوم پېدا کړو او د نېشنل عوامي پارټۍ د زلمي سياسي رهنما په حېث ئې شپه ورځ نۀ ستړے کېدونکې سياسي مبارزه جاري وساتله او د خپلو غېرتمندو پښتنو وګړيو ئې د پارټۍ په يو مرکز راغونډېدو او منظم کولو کښې تاريخي کردار ادا کړو. شېر علي باچا انور د نېشنل عوامي پارټۍ د منشور مطابق پښتونخوا کښې په محنت کشو خصوصاً کسانانو د فيوډل دور د ناورا ظلمونو خلاف په ١٩٦٣ کښې کسان کمېټي او کسان مزاحمتي تحريک راجوړ کړو. دا د پښتون قوم د تحريک لويه الميه ده چې د نېشنل عوامي پارټۍ د منشور نه د انحراف په وجه په قومي او طبقاتي سوال (نکته) د انتشار ښکار شوه او داسې پارټي په درېو برخو تقسيم شوه. (١) نېشنل عوامي پارټي (ولي خان ګروپ)(٢) پښتونخوا نېشنل عوامي پارټي او (٣) مزدور کسان پارټي (دې ډله کښې شېر علي باچا سره افضل بنګش، ستار لالا او زيارت ګل لالا هم شامل وو)

    شېر علي باچا انور د مزدور کسان پارټۍ په پلېټ فارم غريبانان او کسانان متحد او منظم کړل او د تاريخي کسان تحريک په قربانيو ئې په لکونو غريب اولس له په دې وطن کښې د ملکيت حق او په ټولنه (معاشره) کښې د برابرۍ حېثيت ورکړو او د عزت د ژوند مالکان ئې کړل او دا رنګ ئې د فيوډالي نظام د ناروا ظلمونو نه د نجات تاريخي کارنامه تر سره کړه. دې سره په صنوبر مجله (چې د کاکاجي صنوبر حسېن ياد تازه کوي) کښې ئې د يو رهنما کردار ادا کړو. چې پکښې فېض احمد فېض، کرشن چندر، سعادت حسن منټو، حمزه شينواري، احمد نديم قاسمي، سبط حسن، مېجر اسحاق، ارباب محمد خان کاکا او د باچا جي غوندې اوچتو اديبانو د خپلو تحريرونو په ذريعه د انسان دوستۍ، غېر طبقاتي ټولنې، ازادۍ او سياسي فهم و فراست غوندې مضامين او د هغې مفاهيم په اولس کښې عام کړل. باچا جي د ايوب خان د آمريت په مارشل لائي دور کښې د روپوشۍ په صورت کښې خپله سياسي مبارزه جاري ساتلې وه او د يحيٰي خان د مارشل لا زياته دوره ئې د ډېره اسماعيل خان جېل په عقوبت خانو کښې تېره کړې وه. په کال ١٩٧٧ (د ذوالفقار علي بوټو اخري دوره وه او د جابر آمر ضياء الحق د مارشل لا اولنۍ دوره ) د خاصو اندروني سياسي حالاتو او بهرنيو سياسي تبديليو تر مخه باچا جي قومي تحريکونو ته د خپلې خاورې خپله پارټي عالمانه مشوره ورکړه او خپله پارټي ئې د پښتونخوا مزدور کسان پارټۍ په نامه اعلان کړه او هم د دې فلسفې ترمخه ئې قومي تحريکونو له تجويزونه ورکول او د خپل موقف وکالت ئې کولو. داسې ئې پښتونخوا مزدور کسان پارټي د استعماري فيوډالي نظام او د ضياء الحق فوځي آمريت برخلاف د هر قسمه قربانۍ دپاره رامېدان ته کړه. دغه زمانه (کال ١٩٨١) کښې د مارشل لا حکومت په باچا جي ناروا مقدمې راجوړې کړې او د ځينو ملګريو مسلم شاه اېډوکېټ، محب ګل کاکاجي، شېرين باچا، حبيب الرحمان کاکا او اختر ګل لاله سره ئې ونيولو او تر اتو مياشتو ئې د بالا حصار پېښور په عقوبت خانو او اذيت خانو کښې د خپلو ناوړيو ظلمونو ښکار کړل. چې وروستو ئې په کال ١٩٨٥ کښې د هري پور جېل کښې بنديوان وساتل. باچا جي د محمد خان جونيجو په دور کښې خپله پارټي يو ځل بيا منظم کړه او په کال ١٩٨٦ کښې ئې د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ مشر (محمود خان اچکزي سره) او پښتونخوا مزدور کسان پارټي شريک پښتونخوا ملي عوامي اتحاد قائم کړو او د چتراله تر بولانه تاريخي دورې ئې وکړې او داسې ئې خپل زپلے اولس د قومي نجات پارټۍ د اهميت نه خبر کړل. هم دا شان ئې د خپله خاوره خپله پارټي تر مخه په کال ١٩٨٩ کښې
    [1] د دواړو پارټيو په انضمام په وړومبي ځل د کوئټې (جنوبي پښتونخوا) او پېښور (شمالي پښتونخوا) د درست پښتون يوه شريکه پارټي د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په نامه راجوړه کړه چې مشر محمود خان اچکزے ئې چئيرمېن او باچا جي ئې تر مرګه پورې سېکرټري جنرل وۀ


    مرحوم
    شېر علي باچا انور چې د قومي سياسي تحريک د وحدت او جمهوري شعور په بېدارۍ کښې کوم تاريخي او انقلابي کردار ادا کړے دے هغه به په پښتون قومي تحريک کښې همېشه يادګار وي. باچا جي د څلوېښتو کلونو د اوږدې مبارزۍ په دوران کښې د محنت کشو، مظلومو انسانانو او خپلو غېرتمندو وطنوالو له خاطره د هيڅ قسمه قربانۍ نه څنګ و څټ نۀ دے کړے. هغوي چې د محنت کشو عالمګير تحريک، قومي تحريک او پښتو شعر و ادب دپاره د خپلو علمي آثارو کومه خزانه په ورثه کښې پرېښې ده چې د دنيا ټول محکوم، مظلوم او مقهور جمهور ترې طاقت، قوت، ګرمي، حرارت او تونائي اخستې شي او څۀ په ذريعه چې نۀ صرف مونږ د پښتنو قومي ازادي او خودمختاري او د اولس حکمراني، سوکالي او خوشحالي تر لاسه کولے شو بلکې د سامراجيت او استعماريت غوندې دېو قامته دشمنانو بېخ بنياد هم اېستلے شو. چا چې د دنيا غريب اولس د استحصال او غلامۍ په زنځيرونو کښې ښکېل کړے دے او د چا خلاف چې صنوبر حسېن کاکاجي، عبدالرحيم پوپلزي، سبهاش چندربوس، حاجي صاحب ترنګزئ، باچا خان، عبدالصمد خان، افضل بنګش او د دوي په زرګونو ملګريو د جدوجهد عظيم انقلابي بېرغ پورته کړے وۀ.
    [2]
    محترم شېر علي باچا انور په ٢٥ جولائي کال ١٩٩٨ کښې د پيښور په ليډي ريډنګ اسپتال کښی دمختصری ناروغتيا نه وروستو وفات شو او په ٢٦ جولائي خپل پلرني کلي هوتي مردان کښې د بي بي ابۍ په اديره کښې خاورو ته وسپارلے شو خو د باچا جي فکرونه (بل مشالونه) دي چې په هم داسې ځول، طوفان او تيارو کښې به همېشه بلېږي او د وطن خواري کښو طبقو او زپلي اولس ته به د نور د منارو په څېر د منزل نخښې روښانه کوي. د هغوي تاريخي کردار، کارنامې، قربانۍ، شاعري او ادب و علم سره رشته د تاريخ روښانه بابونه دي. پښتانۀ به د هغوي دا اوچت کردار او عمل تل په زړونو او ذهنونو کښې تاند ساتي او همېشه به ورته د قدر په درنه سترګه ګوري او د هغوي د فکرونو سره به خپلو سوچونو ته دوام ورکوي او داسې به د باچا جي نامه هم تل تر تله ژوندۍ وي. د ستر خوشحال خان خټک د دې وېنا په مصداق چې

    مړۀ هغه چې نۀ ئې نوم نۀ ئې نښان شته
    تل تر تله په ښۀ نام پائي ښاغلي



    Support pashto language and greater pukhtoonkhwa.

    pa prady jaba khabarai pakhtun naka
    be laila bala soda kho majnon naka
    gero jabo kre lahoo pa khpal tahzeeb ki
    be pakhtu ba de bal hestsok rastoon naka
    hamza baba
    پَښتو کښې اُولېکئ
    Pashto Keyboard Online (Afghan) LEXILOGOS >>

    Comment


    • #3



      Support pashto language and greater pukhtoonkhwa.

      pa prady jaba khabarai pakhtun naka
      be laila bala soda kho majnon naka
      gero jabo kre lahoo pa khpal tahzeeb ki
      be pakhtu ba de bal hestsok rastoon naka
      hamza baba
      پَښتو کښې اُولېکئ
      Pashto Keyboard Online (Afghan) LEXILOGOS >>

      Comment


      • #4
        late sher ali bacha



        Support pashto language and greater pukhtoonkhwa.

        pa prady jaba khabarai pakhtun naka
        be laila bala soda kho majnon naka
        gero jabo kre lahoo pa khpal tahzeeb ki
        be pakhtu ba de bal hestsok rastoon naka
        hamza baba
        پَښتو کښې اُولېکئ
        Pashto Keyboard Online (Afghan) LEXILOGOS >>

        Comment


        • #5
          sher ali bacha was the leader of pakhtunkhwa mili awami party until his death and was respected by pashtuns from chetral to bolan.



          Support pashto language and greater pukhtoonkhwa.

          pa prady jaba khabarai pakhtun naka
          be laila bala soda kho majnon naka
          gero jabo kre lahoo pa khpal tahzeeb ki
          be pakhtu ba de bal hestsok rastoon naka
          hamza baba
          پَښتو کښې اُولېکئ
          Pashto Keyboard Online (Afghan) LEXILOGOS >>

          Comment


          • #6
            He also formed the "Mazdoor Kisaan party"........and was popular among the peasants and poor people.......
            Na soz sho na saaz sho,
            Bas hasy jwand tamam sho

            Comment

            Working...
            X