i needed information on hassanzai tribe from rawalpindi
Announcement
Collapse
No announcement yet.
hassanzai tribe from rawalpindi
Collapse
X
-
-
Please elaborate
Originally posted by Afghanprincess
since my greatgrandfather says that he came from rawalpindi area in 1870 or 1880 from this area i dont what was this area during those times can you elaborate. I have also reserached into it and found that there are hassanzai people in black mountains in hazara area of pakistan, and with gadun tribe also there is one hassanzai tribe and some hassanzai tribe people within the tanowal region named as hassanal, please elaborate in this.
-
salamona. Here is a helpfull article written by Mirwais jamal sapey about your tribe.Originally posted by hassanzai View Postsince my greatgrandfather says that he came from rawalpindi area in 1870 or 1880 from this area i dont what was this area during those times can you elaborate. I have also reserached into it and found that there are hassanzai people in black mountains in hazara area of pakistan, and with gadun tribe also there is one hassanzai tribe and some hassanzai tribe people within the tanowal region named as hassanal, please elaborate in this.
میرویس جمال ساپی
یوسفزییوسفزي د پښتنو هغه قبېله ده چې توکم پوهان يې د سړبن ټولنیز ګروپ څخه شميري او په لومړي سر کې په دوه برخو وېشل کیږي چې عبارت دې د مندړ ا و یوسفزي څخه چې اوس د یوسفزیو په نامه یادیږي . یوسفزي عمومآ په سوات ، پېښور ، ملاکنډ، مردان او هزاره کې مېشته دي . څرنګه چې د نسب شجره کې راغلي دي خرشبون د سړبن زوی وو خرشبون درې زامن لرل چې کند، زمند او کاسي نومیدل .
کند دوه زامن درلود چې یو غری نومېده چې د هغه اولاده غوریا خېلو په نامه یاديږي ، دویم یې بې خښی ، شخی یا خاښی وو چې یوسفزي هغه په پښتو ژبه د خوخي په نامه یادوي .
د اخون دروېزه په قول چې په دغه قبيله کې یې ډېر ژوند کړی دی داسې ویل کيږي چې د شخی یا خاښی لومړنی مېرمن مرجانه نومېده او مند او مک يې زامن ووو .
د اخون دروېزه د وینا سره سم مند وده زامن لرل د یو نوم یوسف چې اولاده چې یوسفزی اویی دویم عمر نومېده چې په مندړو سره شهرت لري .
داسي ویل کیږي چې یوسف پنځه زامن درلود چې عیسی ، موسی ، مالي ، اکو او اوریا نوميدل . د عیسی یوولس زامن وو داسي ویل کیږي چې نهه يي د مغولو سره په جګړه کې ووژل شول و پاتې دوه زامن يې ژوندي پاتي شو یو يې حسن نومېده چې اولاده يې د حسن زیو پّ نامه سره یاديږي ، دویم يې یعقوب نومېده چې نسل يې په یعقوب زیو سره شهرت لري .
پټه دې پاتې نه وي چې د عیسي یو زوی دده ترمړينې هم وروسته زيږېدلی وو چې اکا نومېده او ولاد يې په اکازیو سره شهرت لري . د عیسی درې واړه زامنو اولاده د تور غره نه نیولې د مهابڼ تر غړونو پورې مېشته دي ، او اکازي داباسين د ختیزو غاړو او مداخېل د اباسين په لوېديځه غاړه اباد دي .
د یوسف د دوه زامنو موسی او مالي اولاده په بونير کې اباد دي . همدا راز د یوسف د پنځه زامنو په جمله کې اوریا له دې کبله په (بادي) سره مشهور وو چې دې ډېر کبرجن انسان وو او دده اولاده دبادي خېلو په نامه سره یاديږي .
داسې روایت شته دی چې کله اوریا دخپلو وروڼو سره پلرنی جایداد وېشه ، نو مور يې هم دخپلې برخې غوښټنه وکړه چې مور يې هم ورته ښېرې وکړې او دهغه ښېرو د قبلېدو له کبله ددده اولاده ډېره نه شوه او په چغرزو کې شامل شو.
د یوسفزی د پنځم زوی نوم اکو وو چې اولاده يې په کوز او بر سوات ، دیر او پنجګړي کې مېشت دي . اکوزی بیا په دووه څانګو وېشل شو دی : سم راڼي زی او برراني زی . سم راڼي زی د مقبوضه سیمو نه د ملاکنډ تر غرونو پورې اباد ډي ، براراڼي زی د ملاکنډ نه پورته مېشت دي . یوسفزی اکثره د کرنې په چارو بوخت دي او ځينې يې د سوداګرۍ چارې ترسره کوي .
د یوسفزیو لومړنی استوګنځی :
داسې ویل کیږي چې د یوسفزیو لومړنی استوګنځي غوړه مرغۍ وه چې ارغستان ته نږدې د سور غره او غنډان ترمنځ شتون لري ، حیات محمد خان پخپل مشهور اثر حیات افغاني کې لیکي دي : د مرغه نه مقصد چمن او غوړ نه مقصد اباد او شین دی چې دواړو کلمو مانا شین چمن دی . همدا رانګه يو ډول غرنیز وښو ته هم غوړه وايي او دغه بوتي ښآيي دمرغه په نامه په کوم ځايي کې راشین شوی وي او د نوموړي بوټي د زیاتوالي په سبب دغه ځآي په غوړه مرغه نومول شوې وي .
کله چې پښتنو د کندهار شا او خوا سمي سره ووېشلي ، نو د ترینو برخه د کند او ځمند یانې د خاښې خېلو او غوریاخېلو ترمنځ ورسېدله . دغه وجه ده چې په ښه بده کې د کند او ځمند اولاده د یو بل سره مرسته نه شوه کولی . دابادۍ په وجه د خاښې خېلو قبیله چې یوسفزي او مندړ يې ښاخونه دي د غوریاخېلو په پرتله ترینو ته نږدې دی او دهغوی برخه د ارغستان ویاله یانهر و چې هغه ویاله ترینو ته نږدې وه او دغهې ویالې په سر دخښې او ترینو ترمنځ شخړې رامنځ ته شوې چې په پايله کې دغه شخړې په وینو تویولو باندې بدلې شوې په دغه جګړو کې ترین د خاښي خېلو په قبیله باندې بریالیتوب ترلاسه کړ چې ځینې خښی ووژل شول او باتې يې له ملکه وشړل . د زمند او غوریاخېلو څخه هيڅ څوک د دوی ملاتړ ته راونه رسېدل په پاې کې د خښی قبېلې خپل ورور غوریاخېل ته پناه ورکړه او هغهوی دوی ته یوه ټوټه خرابه ځمکه ورکړه .
ويل کیږي چې د کندهار په ځمکو کې دپسرلي په موسم کې د زیاتو اورښتونو له امله ډول ډول واښه زرغونيږي او په دغو وښو باندې ټول کال څاروي ګذاره کوي . لکه چې ورښت په موسم کې زیات بارانونه وشي نو سېلاب دغه واښه له ځانه سره وړي او رمې او مالونه له سختیو سره مخامخیږي له بده مرغه په هغه کال هم د ورښت دزیاتوالي له امله دغوریاخېلو مالونه او رمې له سختۍ سره مخامخ شول نو په دغه وخت کې دوی بې همتي وکړه او هغه ځمکه يې چې خښیو ته وربخښلي وه په زور يې له دغه قبېلي څخه واخسته او دغه قبیله له غه څخه وشړل شوه او په ګار او نوشکي کې مېشت شوه . دغه ځای چې دشت لوط ته نوږدي دی د بلوچستان شمال ته پروت دی د لوط دښته یوه لویه مالګینه دښته ده چې اوس یو بلوڅ خان پرې قبضه کړې ده .
لنډه دا چې په هغه وخت کې یوسفزي یا مندړ د خاښی د قبيلی یو ښاخ دی، د وګړو شمېر يې ډېر لږ وو څه موده وروسته یانې د څلوارلسمې پیړۍ نه وروسته دغه قبېله د ګارا او نوشکي څخه کابل ته وخوځېده ، د ترکلاڼیو او ګګیاڼيو نه پرته چې هغه هم د کرلاڼې یا کرړانې یو ښاخ دی د ټاک او ګومل درې له لارې راروان په دغه قبيله کې ورګډ شول . دمهن زیو قبیله چې د زمند له سنل څخه ده هغه هم د زمند له پاتې قبېلي څخه ناراضه او د یوسفزیو سره د کابل په لور روانه شوه او کله چې ددغه ځآي شااو خوا ته راورسېده نو په دغه ځای کې يې استوګنه غوره کړه او د ابو سعید د زوی مرزا الغ بیګ سره يي د تخت د نیولو په وخت کې ډيره مرسته وکړه او ددوی په مرسته نوموړي د کابل په تخت کیناست .
مرزا الغ بیګ په پيل کې په دغه قبېله ډير مهربان وو او کله چې ددغه په شمېر او شتو کې زیاتوالی راغی نو د کبر له کبله يې د میرزا الغ بیک حکومت ته اهمیت نه ورکاوه او سر کې او بغاوتونو ته يې ملا وتړله . مرزا الغ بیګ چې په دغه کې وخت يې قوت او نفوذ زیات شوی وو ددوی دا کارونه ونشو زغملی ، نو ځکه يي دهغوی له منځه وړلو لپآره يه یو لړ اقداماتو پیل وکړ ، په دغه ډول يي د یوسفزیو او ګګیاڼيو ترمنځ بې اتفاقي واچول او وروسته يې ګګیاڼیو او خپل پوځ په ذریعه په دوی حمله وکړه ، له دوی څخه يي څو تنه ووژل او پاټې د کابل غرونو او درو ته خواره واره شول ، پدغه وخت کې په نوموړي قبيله کې درې تنه شیخان موجود وو چې دوه يي سره وروڼه وو چې یو يې مراد او بل يي مدد نومېده او د یوسفزیو قبيلې د عیسی زی ښاخ څخه او دریيم يې شېخ عثمان وو چې ملي زی وو ، یوسفزیو له دغه دریو تنو تڅخه يې یو د لښکر مشر وټاکه او میرزا الغ بیګ او ګګیاڼو سره يې په جګړو لاس پوري کړ ، میرزا لغ بیګ سخته ماتې وخوړه ، له دغه برلیتوب څخه وروسته یوسفزي زیات یاغي او خپل سري شول .
ددې وروسته میرزا الغ بیک ددوی سره سوله وکړه او یوسفزو اته سوه تنه مشران يي میلمانه کړل او ټول يي ووژل چې پدې کار سره يې یوسفزي وشړل او دوی د ننګرهار خوا ته وکوچېدل . د ترکلاڼي ښاخ په لغمان کې مېشت شول . څه موده وروسته د یوسفزیو و احمدزیو ترمنځ اختلاف پیدا شو او حصارک ته نږدي دواړو قبیلو ترمنځ سخته جګړه وشوه په پاي کې یوسفزي پر دوی بریالي شو ، تردغې جګړې وروسته یوسفزي او مندړ هم د پېښور او کونړ خواته وخوځیدل او د خیبر درې له لارې دغه ځاي ته وراخل شول .په هغه وخت کې پېښور له نن څخه ډیر توپیر لره هغه قبيلې چې اوس هلته اوسیږي په هغه وخت کې په لويديځ افغانستان کې اوسېدلې او د پېښور میدان او اواره سیمه او وسره تړلې نورې سیمې د یوه داسي قوم ترسلطې لاندې شوی چې اوس هیڅ هلته نشته او شړل شوي دي . دترکلاڼې قبيله چې پخوا په لغمان کې اوسیده اوس د باجوړ په سیمه قبضه کړي ده .
کله چې یوسفزي د پېښور ختیزو سیمو ته راورسېدل ،نو د سفېد سنګ په نوم یو ځآي ته راغلل او ملکانو يې د جرګې په ډول د دلازاکو له قبيلې څخه د خپلې ګذارې لپآره ځمکه وغوښته چې نوموړې قبيله په ځمکه کې مېشته شوه نو د شلمانی قبیلې څخه يې د اوبو غوښتنه وکړه او کله چې هغوی د اوبو له ورکولو انکار وکړه نو دوی د هغوی سره په دښمنۍ لاس پورې کړ.
یوسفزي د وابې ته راغلل او هلته مېشته شول او په دغه ځآي کې يې د شلمانی له قبیلې سره چي په پخوا وختونو کي يې په اشنغر باندې سلطه ټینګه کړې وه د جګړې لپآره تیاری ونیو. په دغه جګړه کې د شلمانی قبیله له اشنغر څخه وشړل چې دغه شړل شوي خلکو د سوات خواته مخه کړه .
د سوات والي دوی ته دبټ خېلې سره نږدې د اله ډنډ په سیمه کې د اوسیدو لپاره ځآی ورکړه ، د یوسفزیو قبیلې ته د اشنغر نه پرته د باجوړ سیمې هغه برخه هم په لاس وراغله چې د دلازاکو پورې تړلې وه . په دغه وخت کې د یوسفزیو او دلازاکو ترمنځ د ښمني پیل شوه . که څه هم ددغه دښمنۍ اصلي وجه د ځمکي نیولو له کبله وه خو شکاره علت يي اخون دروېزه داسې لیکلي دي : په هغه وخت کې دلازاک د میره لنګرکوټ په سيمه کې اوسیدل او یوسفزي په دغه وخت کې په اشنغر کې پراته وو ، خو څرنګه چې د لازاک د میره لنګر کوټ څړ ځایونه ونیول ، نو د یوسفزیو رمې او مالونه دغو څړځایو ته ورتلل او دغه مالونه به د دلازاکو لخوا لوټېدل او هم کله چې د یوسفزیو نه کوم تن د سوداګرۍ لپآره ددوی سیمې ته تګ او راتګ کاوه هغه به يې ځوراوه . لنډه داچې دوی تل د دلازاکو له لاسه په تنګ او ملک احمدخان چې په دغه وخت کې د یوسفزیو او مندړو قبیلې مشر وو داسې پرېکړه وکړه چې باید ټول د خاښي خېلو په مرسته د دښمنې قبیلې سره په جګړه لاس پورې کړو . د مهمن زیو قبیلې سره له دې چې د یوسفزیو سره مرسته ضروري وګڼله ، ګګیاڼي هم له دوی سره یوځاي شول او اتمانخيل لا دپیل نه دوی سره یوځآي وو . په جګړه کې د دلازاکو مشر د زنګي زوی ووژل شو او دلازاک له میدانه وتښتیدل چې د کابل سیند خواته ټول ملک د یوسفزیو لاس ته ورغی .
د سوات د نیول په فکر کې شول او ددوی د مشرانو ملک احمد شېخ ملی په اجازه ټولو قبایلو پدې اتفاق وکړه چې د سوات په لورې وخوځیږي او د شاه کوټ درې ته نږدې د خپل لښکر ځايي جوړ کړي . د سوات خلک په هغه دره باندې راټول شول او لاره يي بنده کړه . لنډه دا چې دوی په تدریجې ډول په دولسو کلونو کې ټول سوات ونیو او د دیر ولسوالۍ تالاش سیمه هم دوی ته په لاس ورغله . لکه سلطان اویس سواتي په ځان کې د مقابلې کولو توان ولید نو د سوات نه د کافرستان په لور روان شو او هلته يې د نوي حکومت بنسټ کېښوده .
هغه وخت چې یوسفزیو د سوات سیمه ونیوله ، نو بیا شېخ ملي نوموړي علاقه په دوی باندې ووېشله ، پدې ډول چې اشنغر يې مهمن زیو ته ورکړ، ددې لپاره چې دوی په ننګرهار کې د یوسفزیو د جګړې په وخت کې چې د دلازاکو سره يي کړې وه د یوسفزیو سره مرسته کړې وه . دو آبه يې ګګیاڼیو ته ورکړه چې تراوسه هلته استوګنه لري ، پاتې ملک یوسفزیو او مندړو ته پرېښودل شو . که څه هم شېخ ملي د وېش وخت مالوم ندی خو داسی اټکل کیږي چې ۱۵۲۰ لمریز کال په شا او خوا کې به ترسره شو وي .
د یوسفزیو مشهورې څانګې :
حسن زی ، مداخیل ، اکازی ، الیاسزی ، چغرزی ، نورزی ، اکوزی ، خوارجوزی ، باچی زی ، راڼي زی ، مالیزی ، سلطان خېل ، نصرالدین خېل او پاینده خېل
د استوګنې سیمې او ځایونه :
د دیر ولسوالۍ ، د سوات ولسوالۍ ، دملاکنډ ایجنسۍ ، د پېښور ولسوالۍ ، دکونړ ولایت ، د ننګرهار ولایت ، کندز ولایت ، د لوګر ولایت او د کابل ولایت .
همدا راز یو شمېر یوسفزي د هند په فرخ اباد ، بهوپال ، کرنال ، رام پور ، روهیلکنډ ، بریلی ، نګینه او کشمیر کې اوسیږي .
Comment
-
I'm a Hassan-zai, specifically, Kotwal. We have nothing to do with the Jadoon tribe. Though I do understand there is a sub-clan/sub-tribe within the Jadoon tribe, called Hassan Zai.Originally posted by hassanzai View Postsince my greatgrandfather says that he came from rawalpindi area in 1870 or 1880 from this area i dont what was this area during those times can you elaborate. I have also reserached into it and found that there are hassanzai people in black mountains in hazara area of pakistan, and with gadun tribe also there is one hassanzai tribe and some hassanzai tribe people within the tanowal region named as hassanal, please elaborate in this.
Though, Hassan-Zai, the children of Isa-Zai, are NOT Jadoon.
Comment

Comment