افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د پښتو موسیقۍ وتلي سندرغاړي استاد خیال محمد ته د میربچه خان عالي دولتي مډال ښاغلي خیال ته ورکړل شو.
دغه مډال د پنجشنبه پر ورځ پېښور کې د افغانستان د کونسلګرۍ له خوا جوړې شوې یوې ځانګړې غونډې کې د پښتو غزل شهنشاه خیال محمد ته ډالۍ شو.
په غوڼده کې د افغانستان د جنرال کونسل عبدالله وحید پویان له خوا د ولسمشر اشرف غني یو پیغام هم ولوست چې استاد خیال محمد ته پکې د پښتو موسیقۍ ته د خدمت له امله د درناوي مراتب وړاندې شوي وو.

استاد خیال محمد دا وخت ۷۰ کلن دی، چې له تېرو دریو کلونو راهیسې د فلج ناروغي ورته پیدا شوې.
استاد خیال محمد د ولسمشر غني له خوا ورکړل شوی مډال ترلاسه کړ - BBC Pashto

Comment