Announcement

Collapse
No announcement yet.

لوښی

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • لوښی

    Could anyone tell me more (in English) about لوښی (lokhai) custom? I only know that it is a kind of agreement between two neighbours/ families (or more?) and in case of trouble anyone from one family could go and stay with the other family as long as he wants. Is this tradition still kept alive? Thank you
    دلته دم او قدم دواړه په حساب دي - پل په لاره غلط مه ږده بې حسابه

  • #2
    Yes, for sure its about neighborhood, but since this custom has its special name, I think it is not ordinary thing and it also must have more or less formal conditions. I also remember my Pashtun friend told me that his granfather had such deal with neighbour and that later generation couldn't continue this. Unfortunately he doesn't remember any details.
    I find it interesting and that's why I look for any details.
    دلته دم او قدم دواړه په حساب دي - پل په لاره غلط مه ږده بې حسابه

    Comment


    • #3
      لوښي څه شئ وي؟؟؟
      د پښتنو يو زوړ دود دستور (قانون)


      لوښي په کوزه پښتونخوا کښې نشته.
      او نه څوک لوښې ورکول يا اخيستل پيژني
      نه د لوښي قانون يا دود دستور چليږي.

      البته په قبائيلي سيمو کښې اوس هم د لوښي ورکولو او اخيستلو رواج شته او خلک ئې پيژني .
      او عمل هم په دغه قانون يا لاره کيږي
      د پښتونو قانون ته لياره (لاره) وائي
      چې د چا د کوم کس سره لانجه شي نو څو کسان راغونډ کړي او د پښتو په لياره ورته فيصله وکړي.
      لوښي د پښتنو د لياري يو جز دے.


      خو دا په خپل قبيله يا قوم کښې نه وي.
      دا په بل قوم او بله منطقه کښې وي

      لکه افريدي په شينوارو کښې يا اورکزي په افريدي کښې لوښې ورکوي نو بيا دوئي په دغه منطقو کښې ازاد ګرځي.
      ځکه چې د پښتنو دښمنئ وي، نو دوئي چې د يو او بل سيمې يا منطقې له درومي نو د دښمنانو ،يا د شوکمارو ، يا نور قسم بونګه اخيستونکو له ډاره به ډاډه نه شو ګرځيدلې يا به ئې جوپے لرګي او د تجارت سامان نه شو وړلې راوړلې نو بيا دغه لوښي به چې د چا په هغه منطقه يا قوم کښې وو نو که څه پيښه به وشوه نو فورا به ئې هغه لوښې اخيستونکي کورنئ له پيغام ورکړو هغوئي به د څو کسانو سره راغلو او دغه کس به ئې راخلاص کړو..

      لاره ئې معلومه وه .ځکه چې چا هم د لوښې اخيستونکي
      هغه کس چې لوښي ئې ورکړې وو ،د ورکول يا خلاصولو څخه انکار نه شو کولې.
      او که داسې به ئې وکړل نو هغه ته به ئې کبرجن او وئيل او يا به ئې د پښتو د لارے د يو جز "د کبر غږ"" ئي وکړو.

      بيا به دا کس په ليار پړ وو، ځکه چې د مروجه قانون يا د پښتو د ليارې نه انکاري شوي وي،

      چا چې د لوښي احترام ونکړو او هغه نيولې يا مړ کړي بندي جرګې ته نه کيناستلو. نو هغه به د پښتو د ليارې په حساب پړ وو

      دا فعل ته کبر او"" ټټر وهل ""هم وائي.

      د دغه پښتو لارے يعني لوښي له کبله غير پښتون کس يا هندوانو سيکهانو به هم ازاد تګ راتګ او تجارت کولې شو.

      چونکه پښتانه اکثر غريبانان وو او اکثر به ئې شوکې او تېښتې هم کولې خو د لوښي له کبله به ئې بيا څرګند څه نه شو وئيلي يا کولې.

      لوښې اخيستونکي لوئي ټبر او تکړه وسله داره او عزتداره خلک وي
      کمزورې سړی لوښي نه شي اخيستي ځکه چې که څه پيښه وشوه نو بيا دا لوښې اخيستونکي به جنګ او بدئ ته هم تياريږي.

      که چا به په خپل حق يا خپل مال يا بدل کښې کښې کوم کس ونيوو نو هغه به لوښې واله ورغلو دغه نيونکي به ورته خپل عذر پيش کړو چې په دغه کس زما حق وو
      هغه به د هغه نيونکي ته د دغه برامته(برامده) کس په سر ضامن ورکړو چې دا به تاسره جرګې ته کيښيني او که حق دې په واړولو نو دغه حق به درکوي ګني زه به ئې درکوم خو اوس دا کس راخوشې کړه چې زما سره ئې لوښي دے او ما ته پيغور جوړيږي.

      دغه کوم کس به چې لوښې ورکړې وو نو هغه به هم د دغۀ لوښي اخيستونکي کس د قول او ضمانت ډير احترام کولو او هغه پيسې ،مال يا هر څه چې ئې حق ورکول وو پۀ خپل وخت راورسول او لقې اخيستونکي له به ئې ورکړل.

      لوښې اخيستونکي به هغه کس حقدار ته ورسووو په دا سبب به دا ليار انټيکټ وه

      د لوښې ورکولو اخيستو طريقه:

      لوښي ورکونخي به څو کسان دا ځان سره بوځي هغه سره به ګډان وي هغه به د هغه په حجره کښې حلال کړي او دعا به وشي بس دغه د لوښي اګريمنټ دے
      لوښې اخيستونکې به هم د خپلې قوم کسان مشران راغونډ کړي وي نو د هغوئي په مخ کښې به دا مرحله ترسره شي نو بس دغه خلک به وپوهيږي
      چې فلانکي د فلانکي نه لوښې واخيست.
      مننه
      _________________
      _________________
      Last edited by Feroz Afridi; 08-17-2011, 11:41 AM.

      Comment


      • #4
        @Feroz

        *ډېره مننه خو نه پوهېږم
        دلته دم او قدم دواړه په حساب دي - پل په لاره غلط مه ږده بې حسابه

        Comment


        • #5
          wran ba ye kram..che pe na pohegey nu bia de post kawalo ye s faida?

          Comment


          • #6
            haha..........na f.lala haga pa mtlab poha nashwa awo ya pa Germny jaba ao ya pa agnrzey ka kwal di warta................zma pa khyal chay...
            تار تار پروت دی چا راټول نه کړو سائله
            د پښتون وطن ګرېوان د لېوني دی

            Comment


            • #7
              hahahhahah....kha qurban...da zra zor mey ham neeshta aw pa germany aangrezi ham na pohegam


              you can read all these stuff in this book......



              Last edited by Feroz Afridi; 08-19-2011, 05:41 PM.

              Comment

              Working...
              X