In this thread I am going to post poetic text written in Eastern Pashto. Texts are good for those who are on intermediate level. This is good exercise in translation.
All texts are from the book ښکلی کاب
All texts are from the book ښکلی کاب
د رنګونو اتڼ
د کاغذ خوار میدان تش وو. لیري یو ساز غږېدو. سور را پاڅېدو او ژېړ ته یې لاس وړاندې کړ. دواړه ورو ورو په نڅا شول. د دوی وجود له یو بل سره ولګېدو. او ناببره نارنجي هم ورسره مل شو. شنه چې کله میدان ته راټوپ کړو نو ژېړ بیا دده لاس ونیولو او د اتڼ په نغمه کښې جوش پیدا شو. همدغه وخت ژېړ او شنه، نیلا راوزېږوو. د هر یوه د نڅا نه نوي رنګونه میدان ته راوتل. کاسني، اودي، نسواري، فیروزي، لاجوري، ګلابي... او بیا د نړۍ په مخ د سرور داسې څپې خپرې سوې چې د انسان سترګي یې تر اوسه په کتلو نه مړېږي

Comment