Announcement

Collapse
No announcement yet.

کتابونه مجلے

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • کتابونه مجلے

    د پښتو نوي چاپ شوي کتابونه او مجلے په دي سکالو کښې خوندي دي تاسې ئې لوستلائ شئ۔



    د وزير بادشاه جانان کتاب زوږ چاپ او خپور شو

  • #2
    مجله پېښور

    زما په ادرات کښې د پېښور او قطر نه د پښتو درې مياشتيځه مجله چاپ او خپاره شوه




    Comment


    • #3
      salam feroz afridi mashrh deer deer dh kohshli saat dy ch de pashwer mashtany majala khparh sawl alluh j hamash bryali lari aw sta dh lawar lawar chopar chkh . baryali awse. manana

      Comment


      • #4
        did wror staso de naiko heelo manana
        abad aussey

        Comment


        • #5
          ګرانو عزيزانو
          زه ستاسو سره زما د مجلے "پېښور" مضامين شريکول غواړم هيله لرم چې خوښ به مو شي۔


          اداريه
          ليک:فيروز افريدي
          د پيښور دوئمه ګڼه
          فيروز آفريدي
          بسم اﷲ الرحمن الرحیم

          د’’ پيښور‘‘ دوئیمه ګنه ستاسو لاسونو ته راورسيده
          د اﷲ پاک شکر ادا کؤو، چي مونږ ئي ددي جوګه کړو چي د ژبي او فرهنگ د ودي او پر مخ تګ خدمت مو ځان له چي کوم مقصد گرحؤلے وو، د پيښور د مجلي په شکل کښي یو ځل بیا ستاسو په خدمت کښي په عملی توگه مخي ته وړاندي کړو۔

          د ’’پيښور‘‘ او له گڼه باندي ډيرو ملگرو مخامخ او په خپلو لیکونو او ای میلونو کښي د مجلي په ځانگړي املا، کومه چي د جدید فونتٍیک اصولو سره سمه ده، تنقیدونه کړی وُو چي د مجلي نگران ډاکتٍر هدایت اﷲ نعیم صیب په ډير مدلل انداز کښي د مجلي د مخ کتني په دستوره کښي ددغو تنقیدونو او سوالونو حؤابونه ورکړی دی۔ دغه دستوره د فروري په شپړسمه نيټه
          ۲۰۱۰عیسوی دیو نیورستٍی روډ پيښور د سپرنگ نائیتٍ ویلج په لوي بنډار کښي جؤړه کړے شؤي وه۔
          په دغه ستوره کښي محترم ډاکتٍر صیب د پښتؤ په فونیم او فونتٍیک سستٍم د خپل شل کلن کار (تحقیق) ذکر اوکړو او د پښتؤ ژبي په ارتقایی عمل ئي رنٍا واچوله هغه د لسانیاتو په ماهرینو زؤر راوړو چي دا یویشتمه صدی ده ، او دا نننے دور په سائنسی بڼه جؤړ د میډیا دؤر دے۔ ددي دپاره د ژبي او فرهنگ ارتقائی عمل ډير ضروری دے۔د ډاکتٍر صیب دغه تحقیق د پيښور یونیورستٍي په ویب سائتٍ
          www.upesh.edu.pkکتلے شی۔
          هغه اوفرمائیل چي مونږ د ژبي نننے کوم ساخت او جؤړښت وینو ، دا د زرگونو کالو راسي راروان د ارتقائی عمل په نتیجه کښي مونږ ته راغلے او مروج شؤے دے۔
          اوس د لسانیاتو ماهرینو ته پکار دی چي د نؤی دؤر د تقاضؤ او غوښتنو مطابق هم دنن نه خپله ذمه واری اوپیژنی او ژبه په سائینتٍیفک طریقي سره مخ په وړاندي بوځی۔
          په دغه دستوره کښي اکثرو مقررینو د حکومتی ادارؤ په کار د خپلي مایوسي اظهار اوکړو او د ژبي او ادب په کار کښي ئي ددغه ادارؤ وجود یو خنډ اوبللو۔
          هر چاته معلومه ده، چي کله علمی تحقیقی او فرهنگی اداري جؤړيږی نو ددي شاته د جوړونکو معتبرو عالمانو روغ نیت او د علم او پوهي د ودي او ترقي، د پاره مثبت تعمیری سؤچونه او فکرونه وی خو بیا چي دغه اداري نا هله او خود غرضه کسانو ته پاتي شی، نو بیا هر کس د خپل سټیټٍس کواو تنخوه په فکر وی نه پخپله کار کوی او نه بل څوک کار ته پريږدی۔
          نن هر یو کس ددغه ادارؤ نه سر ټکوی او بیا چي د بي اتفاقي او خود غرضي په نتیجه کښي داسي فیصلي هم راشی چي دغه د مودؤ مودؤ جؤړي شؤي علمی او ادبی اداري (پښتو اکادمې پيښور) ختمي کړے شی نو زیان ئي ټؤل قام له اورسيږی۔
          اداره جؤړول او بیا د هغي د اودرولو او جؤړښت د پاره د نیک نیته عالمانومحنت او د هغوئي فکر چرته چې د ستائينې وړ دے،هم دغۀ شان د بدنیته او خودغرضه کسانو د لاسه وران ویجاړول، او د هغي بنیاد ړنگول د لوئي خواشیني ځائے او د علم دښمني ښکاره ثبوت دے،

          په داسي حال کښي چي حکومتی سرپرستی هم نه وی او کومي تش په نامه سرکاری اداري هم د کار جوگه نه وی نو بیا د ژبي ویونکو عالمانو او مئینانو دافرض او ذمه واری جؤړيږی چي د داسي کسانو او ادبی ټؤلنو ، جرگؤ او شخصی ادارؤ مرسته او ملاتړ اوکړی کومو چي بي غرضه د ژبي خدماتو ته ملا تړلي ده او د ژبي او ادب په جولي کښي خپله ونډه برخه اچوی۔

          Comment


          • #6
            روداد
            هارون الرشید ختک

            ’’په پيښور کښي د ’’پيښور‘‘ مخ کتنه‘‘

            پيښور د پښتونخوا د ټؤلونه لوي ښار او دارالحکومت دے د خیبر د غرونو خوا کښي او د تاتري د څوکو په لمن کښي اباد دا ښار په خپله غيږه کښي د زرگونو کالو تاریخ لری او پښتونخوا ددي مرکزی ښار او مرکز نه د پښتؤ ژبي د څؤ ورځپانٍو نه علاوه مختلفي میاشتیځې رسالي هم د پښتؤ د مئینانو تنده ماتوی۔ د رسالؤ په دي مطبوعتی سلسله کښي د ’’پیښور پښتؤادبی جرگه (رجسترډ) له خوا د پيښور په نوم یوه دري ماشتیځه رساله ميدان ته راغله د اکتوبر، نومبر، دسمبر ۲۰۰۹ د وړومبي گڼي د مخ کتني دستوره په پيښور کښي په شپاړسمه فروري ۲۰۱۰ په سپرنگ نائیتٍ ویلج کښي اوشوه۔ د مخ کتني په دي دستوره کښي د پيښور پوهنتون پخوانے وائس چانسلر پروفیسر ډاکترهارون الرشید مشر میلمه وو۔ صدارت ي لوي لیکوال او صحافی سعداﷲجان برق اوکړو په سټیج باندي په اعزازی میلمنؤ کښي مرتضٰی خان شاهین، ډاکټر اقبال نسیم خټک ، پروفیسرډاکتر اسلام گوهر، سره سره د مجلي نگران ډاکتر هدایت اﷲ نعیم او مشر مدیر ښاغلی فیروز افریدی ته هم بلنه ورکړے شوه۔

            د قران کريم د اياتونه نه دا دستوره پئيل شوي۔
            په ابتدائي خبرو کښې د مجلې مشر مدير ښاغلي افريدي
            پخپله وینا کښي اوويل چي پيښور کښي په داسی کړکیچنو حالاتو کښي په دؤمره گنٍ تعداد کښي د خلکو راغونډیدل لویه خبره ده۔
            دوی زیاته کړه چی زه د تيرو پنحؤیشتو کالو راسي په قطر کښي ژوند کوم هلته چي مونږ د نؤرو ژبو د لیکوالو سر گرمي او کتلي نو په مونږ کښي هم دا شوق او جذبه را اوپاريده چي د خپلي ژبي خدمت اوکړو مونږ هلته د پښتنؤ لیکوالو تنظیم جؤړ کړو۔ ادبی سرگرمي مو پیل کړي۔ د پښتونخوا څخه مو ادبی شخصیات رابلل شروع کړل، د کتابونو د اشاعت سلسله مو شروع کړه۔ او یوه ډیره معیاری مجله مو د ’’دستارانټرنشنل ‘‘ په نوم شروع کړه چي د څؤ کلونو د اشاعتی سلسلي نه پس په څه وجوهاتو بنده شوه او اوس دا د ’’ پيښور‘‘ په نوم مجله هم زمونږ د هغه پښتني میني احساس او د خدمت او هلو ځلو سلسله ده ۔ او زمونږ به انشاء اﷲ دا کوشش وی چي پښتنؤ ته په دي مجله کښي علمی او تحقیقی مواد وړاندی کړو۔ ځکه چي په دي مجله کښي مونږ سره ډير لوي پوهان او عالمان ملگرتیا لری او زه هيله کوم چي ستاسو په مرسته به مونږ مخ په وړاندی انشالله چي خپل تګ له دوام ورکوو۔
            ددي نه پس د مجلي نگران ښاغلی پروفیسر ډاکټر هدایت اﷲ نعیم ته د خبرو بلنه ورکړے شوه۔ دوی په خپلو خبرو کښي اوويل چي ستاسو په داسی حالاتوکښې دلته راتگ او ناسته د خوش قسمتی خبره ده حالانکي زمونږ په سیمه او وطن کښي د افرتفري ماحول دے۔
            دوی اوويل چي د افسوس خبره دا هم ده چي د پښتؤ دپاره خو په خُله ډير څه وئیلے کيږی۔ لیکن په عملی توگه د پښتؤ ژبي د پاره هیڅ عملی گامونه نشی پورته کولے د پښتؤ د پاره بس فقط شاعران ادیبان ادبی جرگي لگیا دی په کلهمه پښتونخوا کښي هلي ځلي او خدمت کوی او هم دا خلق د مبارکي او انعام مستحق دی دوی زیاته کړه چي د گورنر جنرل فضل حق نه علاوه چا هم دا کوشش اونکړو چي پښتؤ تعلیمی ژبه او گرځؤی د اقوام متحده په چارټر هم هغوی عمل کړے وو او دا اعزاز هم هغه ته حاصل دے ۔ چي پښتؤ ي تر اتم جماعت پوري د تعلیم ذریعه گرځؤلي وه۔ لیکن دافسوس خبره داده چي بیا چا د پښتؤ پوښتنه اونکړه او نن په سکولونو کښي پښتؤ نشته دے بلکي د صوبائی او مرکزی حکومت له خوا د ژبو د پرمخ تگ او محفوظ ساتلو هیڅ بندوبست نشته بله خبره دا ده چي د پښتؤ د پاره کار زیات یورپی عالمانو مستشرقینو کړے دے۔
            دوی زیاته کړه چي نن د نیټ دؤر دے دُنیا د سره تړلی شوی ده۔


            ډاکټر نعيم اوئيل چې مائیکرو سافتٍ والوو د پنحؤس زره خلقو د وینکو ژبه د نیټ ژبه گرځؤی

            د پښتؤ ویونکی دري نیم کروړه دی لیکن د افسوس خبره داده چي یوپښتون عالم داسی پیدا نه شو چي په ژبه کار اوکړی حالانکي پښتؤ د لسانیانو په حواله د انگریزی نه هم لویه ژبه ده دوی د پېښور پښتؤ ادبی جرگه (رجسترډ) په حقله هم خبره اوکړه چي د جرگي له خوا تر دا وخته شپږ ویشت کتابونه چاپ شوی دی او دا مجله ’’پیښور‘‘ چي يو لوئي قدم دے په مونږ د خپلي مورنی ژبي حق دے زمونږ کوشش دے چي دا مجله یوه علمی او معیاری مجله او گرځؤو۔ اوکوښښ وکړو چې د روایتی مجلو په ځائے په دي کښي مضامین او موضوعات نوي وی او په علمی، صحافتی، ادبی، هر اړخ د پښتؤ او پښتونخوا عکاسه وی او دا هر څه په کښي منعکس کړو او د هر قسم چلي تیلي نه ي استو۔
            ښاغلی اباسین یوسفزی په خپلو خبرو کښي د ’’پیښور انترنیشنل‘‘ په اجراء منتظمینو ته مبارکی ورکړه او دا ئي ښه کوشش او امر اوگنلو دوی په خپلو خبروکښې دا تنقید هم اوکړو چي رساله صرف ادبی نه ده ځکه چي په ټائیټل ئي دنن دور د سیاسی مشرانو عکسونه دی او بله دا چي املائي د ځانته طرز ده او دا د باړه گلی د تاکلی شوی املاء خلاف ده دغسی املا عوامی مقبولیت نه لری ځکه چي دا به نوي مسئلي او بی اتفاقی راپیدا کړی پکار ده چي د باړه ګلئی املا مروج کړے شی په دغه املا د افغانستان عالمانو هم زمونږ سره اتفاق څرگند کړے او دغه فیصله مرکز یت پیدا کوی او دغه مرکزیت نه بغیر ژبه او ثقافت وده نشی کولے۔
            تقریب ته نوموړي صحافی مشتاق شباب په خپله وینا کښي اووے چي ټولي ژبی خوږې دی لیکن مورني ژبه تر ټؤلو خوږه وی د ژبی او ادب هیڅ سرحد نه وی ۔

            پکار ده چي مونږ په هره ژبه عبور حاصل کړو دوی زیاته کړه چي د قطر پښتانه ملگری د خپلي ژبی د خدمت د پاره خپله وینه اوخوله تویوي۔
            ددي نه وړاندی د ’’دستار‘‘ په نوم رساله جاری کړی او څو کاله چلولوي وه او یقیناً دغه لوئے کاروو ۔ لیکن ’’دستار‘‘ د څه وجهي له کبله خپل معیار اونه ستلے شو۔
            د پیښور یونیورستی د پښتؤ شعبی پخواني مشر ښاغلی اقبال نسیم خټک په خپلو خبرو کښي اووي چي چرته د خوشحال بابا ، رحمان بابا ، حمزه بابا تصویرونه وی نو زما ذوق جمال ته سکون بخښي ۔

            دوی اووي چي د رسالي اداریه پیغامونه، او نور مضامین ښه دی پښتو کښي لیکل شوی دی ۔ د هر چا د خپل فکر ترجانی کوی ضروری نه ده چي هر څوک دي ورسره متفق وی دوی د رسالے په نوی رسم الخط اووي چي خطرناک رجحان دي او داسي عمل بیلتون پیدا کوی د تقریب مشر میلمه د پیښور پوهنتون پخوانی وائس چانسلر ښاغلی هارون الرشید په خپله وینا کښي اووي چي دا رساله منظر عام ته راوتل لوئے کار دے او رساله به د خپل ښه معیار په وجه خپل سفر ښائسته کړی۔
            لیکن د افسوس خبره ده چي پښتؤ اوس په سکولونو کښي نشته یعنی چي چرته پکار ده هلته نشته پښتو د هر چا ژبه ده د هر

            وگړی او هری پارټی والا دوی د پښتؤ د پاره د پیښور
            یو نیورستی د زړو وختونو په کوشش رنٍا واچوله د باړه گلی د سیمینار ذکر ی هم اوکړو
            دوی زیاته کړه چي پکار ده چي د پښتؤ د انترنیتٍ ژبه شی د پښتو ددي ادبي جرگي دي خپل ویب سائیي جوړ کړے شی۔ دغه شان به څلور کنجه دنیا ستاسو د کار او زیار نه خبرشی۔
            او د پښتؤ ژبی پوهانوته پکار دی چي د پښتؤ د پاره کوششونه اوکړی۔ دوی زیاته کړه چي په داسی ماحول کښي داسي محفلونه د امن او مفاهمت د پاره لوئے کار او ډیر ښه عمل او قدم دے۔
            صدر تقریب ښاغلی سعداﷲ جان برق په خپله وینا کښي اووئیل چت ’’پیښور ‘‘ انترنیشنل کښي که هر څه وی لیکن چاته دي مختص نه وی د هر چا نمائنده دي وی دوی د رسم الخط په حقله اووئیل چي پښتؤ په بنیادی طور د دین یو حصه ده اول د گس اړخ ته لیکلے کیده اوس د ښی اړخ نه لیکلے شی سیف اﷲ نومی سړی عربی رسم الخط ته راواړوله ، نو دا اختلاف به وی او دغه څیزونه په انگریزی اُردو او عربی کښي هم شته د پښتؤ املاء کښي هم دغه کمے شته دے زما تجویز او رائے داده چي د پښتؤ طرز تحریر دي د نسخ نه نستعلیق کړے شی چي اسانتیا په کښي پیدا شی او دغه شان به ي لولستونکی زيات شی۔
            دوی دا هم اووے چي مونږ ته د حکومتی ادارو څخه غوښتلو او طمع کولونه ډډه پکار ده ځکه چي د حکومت نه څه طمع عبث دی ۔

            د حاکمیت فطرت دادے چي بي علمه ، ناپوهه،خلکو خوهشات ئې ساتل مقصود وی او د پښتؤ خدمت نه کول دی ۔


            دغه حکومتی اداري د علم او پوهي په ځائے تیاری خوروی د دوی مقصد د قام ویښول نه دی۔ د امارت منصب ته چي څوک اورسی د هغه ژبه گونگه او سترگی پټی شي زړه ئي سخت شی۔
            د پنجاب چودهری ، د پښتونخوا خان، د سند سائین خپلو کښي رشته داران دی دا زمونږ خلق نه دی نو دغه خلقو او ادارو ته هډو کتل نه دی پکار۔ زه د عربی کاغذ او ټکے په زمکه نشم کتے دغسي د پښتؤ لیکلے کاغذ او ټکے هم په زمکه نشم برداشت کولے۔
            دوی زیاته کړه چي د املاء په ضمن کښي مرکزیت او یووالے پکار دے خو دا مایوسی او تنگ نظری ندی گرځول پکار داسي وخت هم وو چي د پښتؤ او پښتون نوم اغستل به د جیل پروانه وه اوس شکر دے حالت ښه دی مونږ مخ په وړاندی روان یو روان به یو او دا قدم به تیزول پکار غواړي۔
            دوی اووے چي څنگ ددوی د ’’پیښور ‘‘ مجلی سره د انترنیشنل نوم اضافه کړي دے نو په خپله لمن کښي به د علم تحقیق په حواله دغه نوم ’’انترنیشنل‘‘ تقاضي پوره کړی۔
            دوی د مجلي تولو غړو ته مبارکی اووئیله او د تعان وعده ی وکړه۔
            غونده په یو قرار داد کښي د صوبائی حکومت نه دا غوښتنه اوشوه چي پښنؤ ژبه به دي زر تر زره تر لسم جماعته په سکولونو کښي لازمی مضمون کړے شي او په کالجونو ، یونیورستو کښي دي د مضمون په حیثت بحال کړے شی۔
            ددي نه علاوه د پښتؤ ژبی ستر شاعرانو لیکوالو، اجمل ختک، ډاکتر پوردل خان ختک، پروفیسر پریشان ختک او شیر زمان طائری د پاره دعا اوکړے شوه۔
            په غونډه کښ د پښتونخوا د مختلفو سیمو نه راغلی ادبی شخصیتو کښي دلاور خان ، وقار، رضا خان افریدی، حاجی شير اکبر خلیل ، قیس افریدی، ماصل خان اتش ،هارون الرشید ختک ، لائق زاده لائق، ډاکتر بسیر ستری ،پروفيسر اسیر منگل ، الیاس تلوال، نیاز افریدی، پي ټي وي پروډيوسر فاروق مهمند ، صدیق اکبر، اختر حسین ننگیال، زاهد خان شیدا ، او فرمانی علی سره سره نوموړی پښتو سندرغاړي ماستر رحیم گل هم گډون اوکړو۔
            په غونډه کښي سفیر اﷲ ناشاد منظوم کلام واورولو په آخره کښي نسیم خان نسیم د راغلو میلمنو شکریه ادا کړه د غونډی په پائی کښي په میلمنو چائے اوڅښلے شوی۔

            Comment


            • #7
              نور بيا انشالله۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

              Comment


              • #8
                you welcome...more stuff would be pasted soon inshallah

                Comment


                • #9
                  Good effort afridi sb.

                  I would suggest to include some science related articles too in your journal.I do not know and understand why there is not single Pashto journal which publishes articles related to science and Tech.

                  The only articles I saw was on afghanjirga.net

                  What the hell Afghans are going to achieve if they do not know anyhting about science and tech?
                  Pir Rokhan

                  http://Pashtoonkhwa.blogspot.com

                  Comment


                  • #10
                    پير محترم
                    د پښټو مجله څوک ګوري؟
                    په والله چې کور او دفتر ته ورپسې پخپله وړو او چې رانه ئې قبوله کړي نو لکه د زړو ښځو دعاګانې ورته هم وکړو او احسان ئې هم ومنو۔
                    ستاسو تجويز سره مې بيخي اتفاق دے که کوم داسې مضمون وي نو په سر سترګو به ئې چاپ کړم۔
                    پير صيب زه خپله ډيوټي پوره کوم نور که څوک ئې ګوري و کنه خو د ساب مورخ به مې انشاالله يادوي چې بې غرضه مې دا خدمت کړے دے۔

                    ستاسو دعاګانو ته حاجت لرم
                    مننه

                    Comment


                    • #11
                      د حمزه بابا ځوئي مراد شينواري سره مرکه۔۔۔ž

                      مراد شنواری سره مرکه
                      مرکه کوونکے :دلاور خان وقار




                      پيښور: مراد صيب کٔه تاسو خپل لنډ شان تعارف اوکړیٔ نو څنګه به وی؟

                      مراد شینوارے: تاسو ته خو معلومه ده چي حمزه بابا زما پلار دے۔
                      زهٔ د جولائی په میاشت کښي په کال ۱۹۲۷ کښي پيدا شوے یم۔ په هغه زمانه کښي د ابتدائی تعلیم په لور د خلقو توجه ډيره کمه وه۔ زهٔ هم د خپل ماحول په رنګ کښي رنګ شوے ووُم، څلورم جماعت مي په خپل کلی کښي پاس کړٔے وو، خو ولي هر کله چي بابا پيښور ته بوتلم نو هلته مي د تعلیم باقاعده ابتدا اوکړه، او ميټرک مي د پيښور نه په ډیره خواري یعنی د نا مساعد ه حالاتو باوجود په فرسټ ډویژن کښي پاس کړو۔

                      د ميټرک نه پس مي په نائټ کالج کښي سبق شروع کړو، د ورځي به اوزګار ووم او د شپي به مي کلاسونه اخستل خو حقیقت دا دے چي په هغي کښي هم ریګولر پاتي نهٔ شوم ۔
                      ددي نه پس په خيبر رائفلز کښي نوکر شوم۔ او هر کله چي آفسرانو ته دا پته اولګيده چی دا خو څهٔ نه څهٔ تعلیم یافته دے، نو زهٔ ئي د تعلیمی تربیت د ځني کورسونو د پاره آرمی کالج مری ته اوليږلم،
                      دغه کالج کښي زهٔ ددي جوګه شوم چي ماته په اول حٔل د تعلیم د اهمیت احساس اوشو، او دغسي مي په پرائیويټ طور د بی ۔ا ے امتحان هم پاس کړو۔ مختصر دا چی د خيبر رائفلز نه پس په پښتو اکیډمي پيښور کښي نوکر شوم۔ هلته مي د دولت کاکا په نوم یو نظم اولیکلو، چی په هغي باندي حکومت د پښتو اکیډمي نه اوویستم۔

                      د هغي نه پس په ریډیو پاکستان پيښور کښي د سکرپټ رائټر په حيثیت نوکر شوم او ددي حٔائے نه مي ریټائرمنټ هم واخستو ۔


                      پيښور: د اولس ادبی جرګي په پښتو ادب کښي څهٔ کردار وو او ستاسو ورسره تر کومه حده تړون وو؟
                      مراد شینوارے: په اولسی ادبی جرګه کښي د حمزه بابا، دوست محمد کامل او افضل بنګش په شان تعلیمیافته او عالمان خلق موجود وُو۔ چي ډيره ژوره مطالعه ئي لرله، مونږ به اکثر د هغویٔ په وړاندي خبري هم نهٔ کولي۔ مونږ په دي جرګه کښي صرف ممبران وُو۔ څهٔ عهده هم راسره نهٔ وه۔ ددي جرګي په حواله به صرف دومره عرض اوکړم چي اولسی ادبی جرګه د پښتو ادب بنیاد وو۔ حٔکه چي ددي جرګي په تقلید کښي بیا وروستو نوري جرګي خلقو جوړي کړي۔ پخپله مونږه هم په دي ورځو کښي د اولسی ادبی جرګي لنډی کوتل څانګه جوړه کړٔے وه۔
                      چی ناظر شینوارے ئې صدر ټاکلے شوے وو۔ او حمزه بابا به چی کله په لوړګی کښي وو نو هغه به هم راسره په غونډو کښي کښيناستو۔ د اولسی ادبی جرګي په دور کښي زهٔ او طاهر بخاری صيب په خپلو کښي ډير ښٔه ملګری وُو۔ په افسانه به یا ما خبري کولي او یا طاهر بخاری صيب او مونږ دواړو به افساني هم لیکلي۔
                      پيښور: په خپلو همعصرو شاعرانو کښي ستاسو د چا غزل یا نظم خوښيدو؟
                      مراد شینوارے: د سیف الرحمان سلیم صيب غزل او د ولی محمد طوفان صیب نظم مي خوښيدو۔

                      پيښور: د حمزه بابا ادبی مکتب د غزل په حواله شهرت لری او تاسو د نظم په حواله ډير شهرت لریٔ۔ ددي څهٔ وجه ده؟
                      مراد شینوارے: په اصل کښي زما ډيره مطالعه په اردو ژبه کښي وه او په اردو کښي که یو خواته ما افسانه اولوسته نو بٔل خواته مي نور ګنٍ مضامین هم په اُردو کښي اولوستل، حٔکه زما توجه د نظم په لور اوګرحٔيده۔
                      پيښور: آزاد نظم ته په کوم نظر ګوریٔ او په پښتو ژبه کښي ددي بانی څوک دے؟
                      مراد شینوارے: د ځني خلقو دا خیال دے چي آزاد نظم د نورو ژبو په واسطه پښتو ژبي ته راغٔلے دے، خو زهٔ وایم چي دا د پښتو ژبي خپل صنف دے، او د پخوا زماني نه د کلاسیکی سندرو په شکل کښي موجود دے۔ لکه د مثال په توګه

                      د شلماني ده ګټي ګټي
                      میا ګله ولي پري وهي د غم برجونه
                      راپريږده نور جمال د ناوګي


                      خو اوس اوس زمونږ په عهد کښي چي آزاد نظم ته بیا توجه ورکړے شوه نو ځني شاعرانو ملګرو ماته دا اظهار اوکړو چي د ’’باړې‘‘ په نوم زما لیکلے آزاد نظم په دي دور کښي د پښتو وړومبے آزاد نظم دے۔
                      پيښور: د اجمل خټک صيب او د قلندر مومند صيب او خپلو نظمونو ته په کوم نظر ګوریٔ؟
                      مراد شینوارے: په اصل کښي دهغویٔ تعلق د سیاست سره وو، حٔکه د هغویٔ په نظمونو باندي سیاسی رنګ غالب وو، او زما د سیاست سره څهٔ تعلق نٔه وو نو ځکه زما په نظمونو کښي سیاسی رنګ نشته او نور نور څهٔ په کښي موجود دی۔ خو زهٔ به دا عرض اوکړم چي زمونږ د نظمونو تجزیه او موازنه به څوک محقق اوکړے شی؟

                      پيښور: د حمزه بابا نه پس ناظر صيب ته په کوم نظر ګوریٔ؟
                      مراد شینوارے: زهٔ او ناظر صيب کٔه یو خواته پخپلو کښي رشته دار یُو ۔ نو بٔل خواته ډير نزدي ملګری هم پاتي شوي یُو۔ د ناظر صيب په حقله به په مختصر ډول دومره عرض اوکړم چي د حمزه بابا ادبی مکتب په حواله هغویٔ یو حٔانګړے حيثیت لری هغه د حمزه بابا شاګرد اکبر یاديږی۔ د خاطر افریدی او خيبر افریدی په شان شاعرانو نه علاوه ئي هم ددي مکتب د ډيرو شاعرانو تربیت او روزنه کړٔي ده او نوی کُول ته د حمزه بابا اثراتو په منتقل کولو کښي د یوپُل حيثیت لری۔ پخپله حمزه بابا ورته د خیبر د شاعرانو د اُستاد درجه ورکړٔي وه او د خاطر غزنوی په کتاب ’’داستان امیر حمزه شنواری‘‘ کښي خوئي تردي حده وئیلی دی چي ناظر صيب د منطق او فلسفي ډيره لویه ذخیره په خټه کښي راوړي وه۔ او ماورته پخپلو لیکونو کښي د ’’خيبر سقراط‘‘ لقب هم ورکړٔے دے۔
                      پيښور: د پښتو د فلمونو په لور مو څنګه مخه شوي وه؟
                      مراد شینوارے: چونکه د پښتو اول فلم ’’لیلٰے او مجنون‘‘ د پاره هم بابا کار کړٔے وو۔ او بیا په وروستو وخت کښي رفیق شنواری چي د بابا شګرد وو، او د ’’علاقه غير‘‘ فلم د پاره ئي هم په بابا باندي سندري او مکالمي اولیکلي۔ او هم دغه رفیق شنوارے وو، چي ماله ئي هم د پښتو فلمونو په طرف مخه کړه۔
                      پيښور: ستاسو د شاعري کتاب تر اوسه پوري نهٔ دے چاپ شوے څهٔ وجه ده؟
                      مراد شینوارے: په خپله زهٔ د کتاب چاپ کولو ته نهٔ یم برابر شوے۔ البته اوس اوس د افغانستان یو لیکوال اصف صمیم صیب زما په کتاب باندي کار شروع کړٔے وو، خو اوس څهٔ وخت اوشو چي د هغٔه څهٔ پته نٔه لګی، او نهٔ پوهيږم چي اوس په کومه مرحله کښي دے او څهٔ ئي اوکړهٔ؟

                      پيښور: د نوی کوُل ځوانانو ته څه پیغام ورکویٔ؟
                      مراد شینوارے: د نوي کُول ځوانانو شاعرانو ته زهٔ دا وئیل غوړم چي صرف قافیه او ردیف یو کول شاعری نٔه ده، پکار دی چي دویٔ کوم نظم یا غزل لیکی ، چي په هغي کښي څهٔ مقصدیت او څهٔ پيغام هم موجود وی۔
                      پيښور: ټولو شاعرانو ته څهٔ پيغام ورکویٔ؟
                      مراد شینوارے: دومره عرض به اوکړم چي په هر چاکښي د ادب څهٔ نا څهٔ جراثیم موجود وی، او څهٔ مواد هم ورسره وی، نو پکار دی چي هغویٔ خپل مواد چاپ کړی، چي د موادو خوورو نه هم اوشی او په ادب کښي کتابو نه هم زیات شی۔


                      Comment


                      • #12
                        د پېښور مجلے نه راخيستل شوے مضمون۔۔۔

                        پښتؤ دي تعلیمی او دفتری ژبه اوگرحؤلے شی
                        سلیم راز


                        سليم راز۔

                        د نفسیاتو عالمان او د تعلیم ماهرینِ په دي خبره متفق دی چي ماشومانو ته په هغه ژبه کښي تعلیم و تربیت ورکول پکار دی په کومه کښي چي هغوی خوبونه وینی۔ ظاهره ده چي هغه صرف او صرف مورني ژبه کيدے شی۔ هم دا وجه ده چي ټولو ترقی یافته ملکونوکښي خپلي مورني او قومی ژبي د تعلیم ذریعه ګرځولے شوی دی۔ او هم هغو قومونو او ملکونو ترقی کړٔي ده چي خپلي ژبی ئي د ماشومانو د تعلیم او تربیت ذریعه ګرځولی دی۔ او حٔکه هم هغو ژبو ترقی کړٔے ده ۔ چي په یوملک کښي د تعلیم ، ملازمت روزګار او مارکیټ ژبي تسلیم شوی دی۔
                        دا حق او حیثیت داقوام متحده د بنیادی انسانی حقوقو په چارتٍر کښي هم منلے شوے او ورکړے شوے دے او د دنیا تٍولو مهذبه قومونو دا حق عملاً د تعلیم او روزګار په ميدان کښي خپلو وګړو ته ورکړٔے دے۔ او د خپلو ژبو حق او مقام ئي تسلیم کړٔے دے۔

                        څو کاله مخکښي یوویشتمه فروري په مورني ژبه کښي د تعلیم ’’عالمی ورحٔ‘‘ ګرحولو په لړکښي د اقوام متحده ذيلی اداري یونیسکو (UNESCO)د بورډ آف ګورنرز د عمومی کانفرنس له طرفه په دويم نومبر ۲۰۰۱یوه اعلامیه جاری کړٔے شوه چي پکښي د ثقافتونو د هر رنګ یا ګنٍ والی په ماحول کښي ثقافتی حقوقو زور ورکړے شوے دے۔ او د هغو د اصولو په پنحٔمه ماده کښي وئیلے شوی دی چي ثقافتی حقوق د انسانی حقوقو لازمی حصه دی کوم چي افاقی ، منسلک او په یو بٔل انحصار لری۔ ثقافتی ترقي د پاره ضروری ده چي هغه ثقافتی حقوق عملاً ورکړے شی ۔ کوم چی د بنیادی انسانی حقوقو د عالمی اعلامیي په ماده ۲۷او د اقتصادی سماجی او ثقافتی حقوقو د بین الاقوامی تړون په ماده ۱۳او ماده۱۵کښي درج دی۔ حٔکه هر چاته دا حق حاصل دے چي د خپلي خوښي په ژبه خصوصاً مورني ژبه کښ د خپلو خیالاتو او تخلیقی صلاحیتونو اظهار او پر چار اوکړی۔

                        ټول خلق دداسي معیاری تعلیم و تربیت حق لری۔ د څهٔ نه چي دهغوی د ثقافت پيژندنه کيدے شی۔ او هغوی د خپلي خوښي په ثقافتی ژوند کښي په ګډون خپلي ثقافتی سرګرمي جاری ساتلے شی ۔ په شرط ددي چی د انسانی حقوقو او بنیادی آزادی احترام اوکړے شی۔
                        دلته دا یاد لرل پکار دی چي په۲۱فروري۱۹۵۲د هغه وخت مسلم لیګی حکومت د بنګالي ژبي د تعلیم او دفتر ژبه ګرځولو د مطالبي په سلسله کښي د طالب علمانو په یوه جلسه په ډهاکه (مشرقی پاکستان) کښي ګولي چلولي وي چي پکښي ګنٍ شمير طالب علمان شهیدان او زخمیان شوی وُو۔ ددغي ورحٔي په مناسبت د اقوام متحده ذیلی اداري یونیسکو یوویشتمه فروري په ټوله دنیا کښي مورني ژبي د تعلیم ذریعه ګرځولو د پاره عالمی ورحٔ ټاکٔلي ده۔
                        ثابته شوه چي ژبي ته په یوي معاشري یا یو ملک کښي بنیادی اهمیت حاصل دے۔ او د قوم بچو ته په خپلي مورني ژبه کښي تعلیم و تربیت ورکول د هغویٔ بنیادی حق دے۔ هغوی خپل دي حق نه محرومه کول د انسانی حقوقو منافی او په بین الاقوامی طور تسلیم شوو سماجی او ثقافتی معاهدو خلاف ورزی ده۔ دي نه علاوه په داسي کولو د متعلقه ژبي د ترقي لاري هم بندولے شی۔
                        زمونږ په ملک کښي ټولي قومی ژبي (سوائے د سندهی ژبی) خپل دي حق نه محرومه ساتلے شوی دی۔ او د قوم بچو ته په خپلو مورنو ژبو کښي د تعلیم حق نهٔ دے ورکړے شوے ۔ د څهٔ په سبب چي نهٔ یواځي هغوی څخه خپل انسانی حق تروړلے شوے دے بلکه ددغو قومی ژبو ترقی هم متاثره شوي ده۔ حالانکي عالمګیریت (Globalizaion)په دي دور کښي د قومی ژبو تحفظ نور هم لازمی شوے دے۔ حٔکه چي کمزوري غير ترقی یافته او پسمانده ژبي به د ګلو بلائزيشن مقابه اونٔکړے شی۔ او ختمي به شی۔د ګلوبلائزيشن جدید اصطلاح د سائنس مرهونِ منت او د انسان د سائنسی ذهن پيداوار ده۔ خصوصاً د انفارمیشن تٍیکنالوجی تيز رفتاره ترقي نتیجه ده۔ چي دنیا ئي په ګلوبل ویلج کښي بدله کړٔي ده۔ څهٔ ته چي مونږ د انسانی تهذیب کمال یا د تهذیبی ارتقاء معراج هم وئیلے شُو۔ خو بدقسمتي نه د ’’مهذبي نړي په سرمایه دارانه تاریخی مرحله کښي د تهذیب او تمدن د اعلیٰ صفت او قوت د غریبو او کمزورو ملکونو د مزید محروم او محکوم ساتلو د پاره په کار راوستو سره د انسانانو د استحصال او انسانیت د زوال باعث ګرځولے شوے دے۔ د سماجی سائنسدانانو مطابق دا د سرمایه دارانه نفسیاتو او سرمایه دارانه تعلقاتو د اظهار عملی صورت دے۔ سرمایه دارانه ذهنیت عالمی سامراجیت کښی په بد ليدو د خپلی بقا په خاطر تٍول اعلیٰ انسانی اقدار د پښو لاندي کړی او په انسانی لاشونو په اودریدو د خپل قد د اوچتولو کوشش کوی۔ سرمایه داري نه د سامراجیت مرحلي ته رسيدو نه پس د ملتٍی نيشنلز د استحصالی کلچر ډبلیو تٍی او (World Trade Organization)د حربو په استعمال د ګلوبلائزیشن نوے سائنسی سوچ او سیاسی اپروچ هم دغه خو دے۔
                        سامراجی قوتونه د خپلو سامراجی مفاداتو د حصول د پاره په ډيري هنر مندي او فنکارانه
                        چابکدستي د ګلوبلائزيشن دغي تصور ته عملی جامه اچوی او د ګلوبلائزيشن یا ګلوبل ویلج (نړیوال کلی) په صورت کښي د یوي عالمګیري غلامي نظام بنیادونه اودروی۔ دا شان د عالمی منډهي او ازاد معیشت په نعري اقتصادی لحاظ سره کمزوری او وړهٔ ملکونه په خپله پنجه او شکنجه کښي په راوستو معاشی او سیاسی طور معزور او مفلوج ساتی ۔
                        د سامراجي دور دا ګلوبلائزيشن د خپل مضبوط استحصالی معیشت په زور د قومی ریاستونو جغرافیائی سرحدونه(په نظر د راتلو باوجود) په تحلیل کولو د هغوی معیشت له کومی تيرول غوړی خو د هغوی سیاست د خپلو سامراجي مفاداتو تابع کولو سره د هغوی ریاستی حیثیت ته د ګوډاګی نه زیات اهمیت نهٔ ورکوی۔
                        نو د ګلوبلائزيشن په موجوده عصر کښي صرف هغه ژبي محفوظ پاتي کيدے شی۔ چي په خپلو ملکونو کښي تعلیمی ، دفتری او تجارتی ژبي تسلیم شوی وی۔

                        Comment


                        • #13
                          محترم مشر راج ولی شه ختٍک صیب سره مرکه
                          مرکه کوونکے نسیم خان نسیم











                          پيښور: د جوړښت شکل و صورت او د کارکردګي له لحاظه د دنیا هر څیز د ترقي د یو تدریجی عمل نه تيريږی نو د سائنس او تحقیق په دي دور کښي ډير څیزونه په ځائے نهٔ اودريږی۔
                          د کال ۱۹۹۰ د باړه ګلئ پښتو املا په بابله فیصلي هم ددي سلسلي اخری پړاو ٔ نهٔ دے۔ ولي چي د جدید و لسانیاتو د سائنس او فونولوجی علم سوتیات) ډيري غوښتٔني دغه املا نهٔ پوره کوی۔ نو ستاسو محترمو په خیال ضروری نهٔ ده چي دي لړ کښي تحقیق روان وی؟

                          راج ولی شه خټک: او دا بیخی ضروری ده چي د وخت سره سره تګ پکار دے۔ هر مثبت بدلون ته هر کلے وئیل پکار دی۔ نوی علمونه خپلول پکار دی۔ او بیا د تحقیق سلسله خو روانه پکار ده۔ نوي څيړنې ضروری دی۔ د ژوند او تمدن په کوم اړخ کښي هم چي څهٔ خامی رابر څيره شی۔ د سائنسی تحقیق په ذریعه ئي سمول ښٔه دی۔
                          پاتي شوه د پښتو د املاء خبره نو په کال ۱۹۹۰ کښي په باړه ګلي چي کومه غونډه شوي وه کهٔ څهٔ هم دهغي اصل غایت د پښتو د لیک دود یووالے وو او ددي غرض د پاره په دغه غونډه کښي د املاء پحقله څهٔ پریکړي شوی وي ، چي پابندی ئي په ټولو سرکاری ادارو ضروری ګنٍلے شوي وه۔

                          ولې بیا هم ځیني ادارو او افرادو ددي پابندي خیال اونهٔ ساتلو، تردي چي دا سیمینار د صوبائی حکومت په مالی مرسته راجوړ کړے شوے وو او هم ددي صوبائی حکومت ټيکسټ بک بورډ دا املا په پوره ډول خپله نهٔ کړه ۔

                          دا په شروع کښي یوازځي د پښتو اکادمي تر مطبوعاتو محدوده پاتي شوه ولي ورو ورو ورسره خلق بلد شول او اوس ئي رواج عام شوے ښکاری۔

                          د افغانستان مطبوعاتی اداري هم د باړه ګلي د املاء تر ډیره حده پابندی کوی ، د پښتو کمپیوټر سافټ وئیر هم دغه املاء لری ، زړه یا نوري نوي املاګاني په کمپیوټر کښي لا ځائے شوي نٔه ښکاری،
                          پاتي شوه ستاسو د سوال بله خبره چي دا املاء د صوتیاتو د علم ډيری غوښتٔنی نهٔ پوره کوی۔ ډيري خو نه ولي شاید چي څهٔ غوښتٔني به نهٔ پوره کوی، خو په دي لړ کښي چا څهٔ داسي غوښتٔنه نه ده رامینځ ته کړٔي چي بحث پري اوشی، او نهٔ تاسو څهٔ داسي املائی مسئله په ګوته کړٔي ده چي جواب ئي او کړے شی۔
                          پيښور: دلته ستاسو په اداره کښي د پښتو ژبي لهجو او د هجو په لړ کښي د تحقیق کار د چا ذمه واری ده۔ او تاسو محترم ئي د کار کردګي نه څومره حده پوري مطمئین ییٔ؟

                          راج ولی شه خټک: دلته زمونږ په اداره کښي ډاکټر هدایت ا ﷲ نعیم داسي غړے دے چي د لينګو سټکس یا ژبپو هني په علم کښي درک لری، ولي په باقاعده توګه دا ذمه واری تر اوسه چاته نهٔ ده حواله کړے شوې ، چي په ژبنی ، لهجو او هجو باندي کار اوکړی او یا ماته شاید نه ده معلومه، ځکه چي ما پینځه کاله وړاندي د اکیډمي د ډائریکټري نه لاس اخستے وو اوس چي دا دواړه اداري یو حٔائے کړے شوي او د ډائریکټري ذمه واري ئي زما په اوږو راغلې، نو که حالات سم وُو، په دي مهم کار به شاید لاس پوری کړٔے شی۔
                          خبره چي د کارکردګي ده ، نو د ډاکټر هدایت اﷲ نعیم کار کٔه هر څو په دي لړ کښي ښاغلے دے، ولي زما په خیال هغٔه ته تر هغي د باړه ګلي د املا پیروی کول پکار دی تر څو چي په یوه بٔله علمی غونډه کښي څهٔ نوري داسي فیصلي نهٔ وي شوي۔ د کومو تجویزونه چي ښاغلے ډاکټر نعیم لری، په دي چي دا اوس د فرد واحد رائجي کړي املاء ته په اسانه غاړه نهٔ إيږدی تر څو چي اولسی سند نهٔ وی نو دا ګراني پيښيږی۔ د دي نه وړاندي قلندر مهمند صیب هم یوه املاء رائج کول غوښتٔل، او هغه هم ډير ستر عالم وو د صوبائی حکومت له خوا د لغت سازي د اداري مشر هم وو خو حکومت ورته د ، دریاب ډکشنري ، د پاره د بٔلي املاء هدایات ورکړٔے وو۔
                          ستاسو د مجلي چي کومه املاء ده، په دي کښي خو زهٔ تر څهٔ حده د مخصوص واو سره اتفاق لرم ولي د مجهولي "ے "د لاندي د دوو نقطو د لګولو په جواز یا ادغإ پوهـ نٔه شوم چي دا د کوم رنګ اواز د پاره پکارولے کيږی، داسي تر څهٔ حده د خشین (ښ) او د ګژي (ږ) سره اتفاق شاید چي اوشی ولي د حٔ او څ په باب له د غلطو سره به څهٔ کول پکار وی۔ دا خبره ستاسو له خوا شاید چي لا مخي ته نهٔ ده راغلي چي دا هم په Letter Blendکښي راحٔی او کٔه نه۔

                          پيښور: پښتو ژبه چي د’’غږ‘‘ په بنیاد په دوو ژبو پيښور ي او قندهاري ژبو یاديږی او د لهجو په زمره کښي ورته لوړه او پسته وئیلي شی۔ نو دغه پیښوري ژبه چي د ’’نن پرون‘‘ یو کس دوو د لیکونو په حواله ورته یوسفزي لهجه وائی او نرمي ته خټک واله لهجه وائی۔
                          حال دا دے چي پيښوري ژبه یعنی لوړه لهجه ګنٍي لهجي لری لکه یوسفزي ، احمد زي وغیره ؟
                          راج ولی شه خټک:۔ او پښتو په ستر ه کښي دوه لهجي لری یوه قندهاري لهجه چي پسته لهجه هم ده او بله پيښوري لهجه چي سخته ورته وائی ، دا په دي بنیاد چي ژبپوهان هغه لهجه پسته یادوی د کومي چي اکثر اوازونه یاغږونه شونډیزوی، سخته لهجه هغي ته وائی چي داسي اکثر اوازونه یا غږونه ئې تالویز وی، پښتو کښي یوه مئينحٔني لهجه هم شته چي د شمال او جنوب تر میانه علاقو یا سیمو کښي وئيلے کيږی ، دا هم وئيلے شی چي لهجه کښي هر پینحٔه میله پسته فرق واقع کيږی ولي دا په عمومی لهجه فرق نه پریباسی، نو ځکه په کم کچ خو ټولي لهجي سره یو تربله توپیر لری، ولي په عمومی توګه یوه لهجه ګنٍلے شی او کٔه ستاد سوال نه دا مراد وی چي هري وړي لهجي د غږونو د پاره علامتونه وضع کول پکار دی نو زما په خیال به داسي کار یو لهجوی انتشار ته لاره جوړه کړی چي مناسب نهٔ ښکاری۔

                          پيښور: کٔه عدالت دا فيصله اوکړی چي پښتو اکادمي پيښور او د پښتو ډيپارټمنت ادغام اومنلے شی نو په دي به پښتو ژبي او ادب ته څومره فائده اورسی؟

                          راج ولی شه خټک: که عدالت دا فيصله اوکړي چي ادغام صحیح دے نو زما په خیال به یوه مضبوطه یا کلکه اداره په وجود کښي راشی، د ښوووني د کلاس روم مسئلي به ریسرچ ته راځی او تازه شوے ریسرچ به کلاس روم ته راځی پروفیسران به په تحقیقی منصوبو کښي برخه لری ورسره به دایم ۔فل او پی ۔ ایچ ډی هلکان او جینکي په تحقیق کښي شاملولے شی، د څيړني په باب له به فیلډ ورک د هلکانو په ذریعه اساني پیدا کړی، د ژبي او ادب نه سیوا به د کلچر د تحفظ یا Documentationپه کار کښي تيزی راشی، کومي تحقیقی منصوبي چي مونږ سازوو د هغي د تحقیق د کار Topicsبه د ایم ۔فل او پی ۔ایچ ډی د مقالو د پاره ورکولے کيږی، طالبعلمانو ته به ډګري ملاویږی او اداري ته به د خپل تحقیقی ميدانونه خلاص شی او کٔه زمونږ هلکان د بهرنو ملکونو وظیفي تر لاسه کړٔے شی نو د اداري کار به ښهٔ شی،داسي نوري فائدي هم لری چی یوه پکښي د وسائلو په ځائے د راتلو خبره هم ده، هسي هم په یو مضمون په یو عمارت کښي د دوو ادارو په ځائے کهٔ یو شی نو استحکام به اومومی۔

                          پيښور: نوی نسل ته څهٔ پيغام ورکول غوړیٔ؟


                          راج ولی شه خټک: نوی نسل ته به زما دا خواست وی، چي پښتو لیکیٔ پښتو لولیٔ او پښتو کویٔ په خپله ژبه خپل کلتور ویاړیٔ د خپل شناخت پحقله د هيڅ مصلحت نه کار مه اخلیٔ د خپل قامی وجود احساس اولریٔ اتفاق پيدا کړیٔ، په خصوص سره د قامی شناخت او قامی وجود ورکيدو ته مهٔ پریږدیٔ، په خپله ټولنه کښي د قامی اجتماعی شعور د بيدارولو د پاره خپل فرض په ځائے کړیٔ، د علمی بحثونو سره مینه پيدا کړیٔ خو په جمهوری انداز د وخت په تقاضو حٔان خبر ساتیٔ، زمونإ اسلافو زمونإ تاریخ په تُوره ساز کړٔے دے۔ او ستاسو په ذمه خپل دغه تاریخ اوس د قلم او عمل په ذریعه په وړاندي بوتلل دی، خپل پښتنی تمدن ته به خپل دغه تاریخ اوس د قلم او عمل په ذریعه په وړاندي بوتلل دی، خپل پښتني تمدن ته به وده
                          محترم مشر راج ولی شه ختٍک صیب سره مرکه
                          مرکه کوونکے نسیم خان نسیم











                          پيښور: د جوړښت شکل و صورت او د کارکردګي له لحاظه د دنیا هر څیز د ترقي د یو تدریجی عمل نه تيريږی نو د سائنس او تحقیق په دي دور کښي ډير څیزونه په ځائے نهٔ اودريږی۔
                          د کال ۱۹۹۰ د باړه ګلئ پښتو املا په بابله فیصلي هم ددي سلسلي اخری پړاو ٔ نهٔ دے۔ ولي چي د جدید و لسانیاتو د سائنس او فونولوجی علم سوتیات) ډيري غوښتٔني دغه املا نهٔ پوره کوی۔ نو ستاسو محترمو په خیال ضروری نهٔ ده چي دي لړ کښي تحقیق روان وی؟

                          راج ولی شه خټک: او دا بیخی ضروری ده چي د وخت سره سره تګ پکار دے۔ هر مثبت بدلون ته هر کلے وئیل پکار دی۔ نوی علمونه خپلول پکار دی۔ او بیا د تحقیق سلسله خو روانه پکار ده۔ نوي څيړنې ضروری دی۔ د ژوند او تمدن په کوم اړخ کښي هم چي څهٔ خامی رابر څيره شی۔ د سائنسی تحقیق په ذریعه ئي سمول ښٔه دی۔
                          پاتي شوه د پښتو د املاء خبره نو په کال ۱۹۹۰ کښي په باړه ګلي چي کومه غونډه شوي وه کهٔ څهٔ هم دهغي اصل غایت د پښتو د لیک دود یووالے وو او ددي غرض د پاره په دغه غونډه کښي د املاء پحقله څهٔ پریکړي شوی وي ، چي پابندی ئي په ټولو سرکاری ادارو ضروری ګنٍلے شوي وه۔

                          ولې بیا هم ځیني ادارو او افرادو ددي پابندي خیال اونهٔ ساتلو، تردي چي دا سیمینار د صوبائی حکومت په مالی مرسته راجوړ کړے شوے وو او هم ددي صوبائی حکومت ټيکسټ بک بورډ دا املا په پوره ډول خپله نهٔ کړه ۔

                          دا په شروع کښي یوازځي د پښتو اکادمي تر مطبوعاتو محدوده پاتي شوه ولي ورو ورو ورسره خلق بلد شول او اوس ئي رواج عام شوے ښکاری۔

                          د افغانستان مطبوعاتی اداري هم د باړه ګلي د املاء تر ډیره حده پابندی کوی ، د پښتو کمپیوټر سافټ وئیر هم دغه املاء لری ، زړه یا نوري نوي املاګاني په کمپیوټر کښي لا ځائے شوي نٔه ښکاری،
                          پاتي شوه ستاسو د سوال بله خبره چي دا املاء د صوتیاتو د علم ډيری غوښتٔنی نهٔ پوره کوی۔ ډيري خو نه ولي شاید چي څهٔ غوښتٔني به نهٔ پوره کوی، خو په دي لړ کښي چا څهٔ داسي غوښتٔنه نه ده رامینځ ته کړٔي چي بحث پري اوشی، او نهٔ تاسو څهٔ داسي املائی مسئله په ګوته کړٔي ده چي جواب ئي او کړے شی۔
                          پيښور: دلته ستاسو په اداره کښي د پښتو ژبي لهجو او د هجو په لړ کښي د تحقیق کار د چا ذمه واری ده۔ او تاسو محترم ئي د کار کردګي نه څومره حده پوري مطمئین ییٔ؟

                          راج ولی شه خټک: دلته زمونږ په اداره کښي ډاکټر هدایت ا ﷲ نعیم داسي غړے دے چي د لينګو سټکس یا ژبپو هني په علم کښي درک لری، ولي په باقاعده توګه دا ذمه واری تر اوسه چاته نهٔ ده حواله کړے شوې ، چي په ژبنی ، لهجو او هجو باندي کار اوکړی او یا ماته شاید نه ده معلومه، ځکه چي ما پینځه کاله وړاندي د اکیډمي د ډائریکټري نه لاس اخستے وو اوس چي دا دواړه اداري یو حٔائے کړے شوي او د ډائریکټري ذمه واري ئي زما په اوږو راغلې، نو که حالات سم وُو، په دي مهم کار به شاید لاس پوری کړٔے شی۔
                          خبره چي د کارکردګي ده ، نو د ډاکټر هدایت اﷲ نعیم کار کٔه هر څو په دي لړ کښي ښاغلے دے، ولي زما په خیال هغٔه ته تر هغي د باړه ګلي د املا پیروی کول پکار دی تر څو چي په یوه بٔله علمی غونډه کښي څهٔ نوري داسي فیصلي نهٔ وي شوي۔ د کومو تجویزونه چي ښاغلے ډاکټر نعیم لری، په دي چي دا اوس د فرد واحد رائجي کړي املاء ته په اسانه غاړه نهٔ إيږدی تر څو چي اولسی سند نهٔ وی نو دا ګراني پيښيږی۔ د دي نه وړاندي قلندر مهمند صیب هم یوه املاء رائج کول غوښتٔل، او هغه هم ډير ستر عالم وو د صوبائی حکومت له خوا د لغت سازي د اداري مشر هم وو خو حکومت ورته د ، دریاب ډکشنري ، د پاره د بٔلي املاء هدایات ورکړٔے وو۔
                          ستاسو د مجلي چي کومه املاء ده، په دي کښي خو زهٔ تر څهٔ حده د مخصوص واو سره اتفاق لرم ولي د مجهولي "ے "د لاندي د دوو نقطو د لګولو په جواز یا ادغإ پوهـ نٔه شوم چي دا د کوم رنګ اواز د پاره پکارولے کيږی، داسي تر څهٔ حده د خشین (ښ) او د ګژي (ږ) سره اتفاق شاید چي اوشی ولي د حٔ او څ په باب له د غلطو سره به څهٔ کول پکار وی۔ دا خبره ستاسو له خوا شاید چي لا مخي ته نهٔ ده راغلي چي دا هم په Letter Blendکښي راحٔی او کٔه نه۔

                          پيښور: پښتو ژبه چي د’’غږ‘‘ په بنیاد په دوو ژبو پيښور ي او قندهاري ژبو یاديږی او د لهجو په زمره کښي ورته لوړه او پسته وئیلي شی۔ نو دغه پیښوري ژبه چي د ’’نن پرون‘‘ یو کس دوو د لیکونو په حواله ورته یوسفزي لهجه وائی او نرمي ته خټک واله لهجه وائی۔
                          حال دا دے چي پيښوري ژبه یعنی لوړه لهجه ګنٍي لهجي لری لکه یوسفزي ، احمد زي وغیره ؟
                          راج ولی شه خټک:۔ او پښتو په ستر ه کښي دوه لهجي لری یوه قندهاري لهجه چي پسته لهجه هم ده او بله پيښوري لهجه چي سخته ورته وائی ، دا په دي بنیاد چي ژبپوهان هغه لهجه پسته یادوی د کومي چي اکثر اوازونه یاغږونه شونډیزوی، سخته لهجه هغي ته وائی چي داسي اکثر اوازونه یا غږونه ئې تالویز وی، پښتو کښي یوه مئينحٔني لهجه هم شته چي د شمال او جنوب تر میانه علاقو یا سیمو کښي وئيلے کيږی ، دا هم وئيلے شی چي لهجه کښي هر پینحٔه میله پسته فرق واقع کيږی ولي دا په عمومی لهجه فرق نه پریباسی، نو ځکه په کم کچ خو ټولي لهجي سره یو تربله توپیر لری، ولي په عمومی توګه یوه لهجه ګنٍلے شی او کٔه ستاد سوال نه دا مراد وی چي هري وړي لهجي د غږونو د پاره علامتونه وضع کول پکار دی نو زما په خیال به داسي کار یو لهجوی انتشار ته لاره جوړه کړی چي مناسب نهٔ ښکاری۔

                          پيښور: کٔه عدالت دا فيصله اوکړی چي پښتو اکادمي پيښور او د پښتو ډيپارټمنت ادغام اومنلے شی نو په دي به پښتو ژبي او ادب ته څومره فائده اورسی؟

                          راج ولی شه خټک: که عدالت دا فيصله اوکړي چي ادغام صحیح دے نو زما په خیال به یوه مضبوطه یا کلکه اداره په وجود کښي راشی، د ښوووني د کلاس روم مسئلي به ریسرچ ته راځی او تازه شوے ریسرچ به کلاس روم ته راځی پروفیسران به په تحقیقی منصوبو کښي برخه لری ورسره به دایم ۔فل او پی ۔ ایچ ډی هلکان او جینکي په تحقیق کښي شاملولے شی، د څيړني په باب له به فیلډ ورک د هلکانو په ذریعه اساني پیدا کړی، د ژبي او ادب نه سیوا به د کلچر د تحفظ یا Documentationپه کار کښي تيزی راشی، کومي تحقیقی منصوبي چي مونږ سازوو د هغي د تحقیق د کار Topicsبه د ایم ۔فل او پی ۔ایچ ډی د مقالو د پاره ورکولے کيږی، طالبعلمانو ته به ډګري ملاویږی او اداري ته به د خپل تحقیقی ميدانونه خلاص شی او کٔه زمونږ هلکان د بهرنو ملکونو وظیفي تر لاسه کړٔے شی نو د اداري کار به ښهٔ شی،داسي نوري فائدي هم لری چی یوه پکښي د وسائلو په ځائے د راتلو خبره هم ده، هسي هم په یو مضمون په یو عمارت کښي د دوو ادارو په ځائے کهٔ یو شی نو استحکام به اومومی۔

                          پيښور: نوی نسل ته څهٔ پيغام ورکول غوړیٔ؟


                          راج ولی شه خټک: نوی نسل ته به زما دا خواست وی، چي پښتو لیکیٔ پښتو لولیٔ او پښتو کویٔ په خپله ژبه خپل کلتور ویاړیٔ د خپل شناخت پحقله د هيڅ مصلحت نه کار مه اخلیٔ د خپل قامی وجود احساس اولریٔ اتفاق پيدا کړیٔ، په خصوص سره د قامی شناخت او قامی وجود ورکيدو ته مهٔ پریږدیٔ، په خپله ټولنه کښي د قامی اجتماعی شعور د بيدارولو د پاره خپل فرض په ځائے کړیٔ، د علمی بحثونو سره مینه پيدا کړیٔ خو په جمهوری انداز د وخت په تقاضو حٔان خبر ساتیٔ، زمونإ اسلافو زمونإ تاریخ په تُوره ساز کړٔے دے۔ او ستاسو په ذمه خپل دغه تاریخ اوس د قلم او عمل په ذریعه په وړاندي بوتلل دی، خپل پښتنی تمدن ته به خپل دغه تاریخ اوس د قلم او عمل په ذریعه په وړاندي بوتلل دی، خپل پښتني تمدن ته به وده په علم او پوهه ورکول وی، دا نن سبا چي کوم حالات دی، دا د خپل حٔان او وجود نه غفلت په سبب راولړ شوی دی، دنیا ته د پښتنی تهذیب سوچه رنګ ښکاره کول دی او دا ذمه واری اوس په نوی نسل راحٔی چي هغوی د خپل اصلیت نه څومره خبر دی، او خپل اصلیت دنیا ته په څهٔ رنګه ښکاره کوی، سوچه پښتون مدام د امن د فروغ ليواله وی، او د دي امن راوستو د پاره په پښتونولي کښي ډير ښاغلی قدرونه موجود دی، خو شرط په پښتو هم د ځان پوهول دی، او هم دنیا ددي قدرونو په معنٰی پوهول غوړی چي پښتون امن خوښوونکے اولس دے،

                          تهذیب سوچه رنګ ښکاره کول

                          دی او دا ذمه واری اوس په نوی نسل راحٔی چي هغوی د خپل اصلیت نه څومره خبر دی، او خپل اصلیت دنیا ته په څهٔ رنګه ښکاره کوی، سوچه پښتون مدام د امن د فروغ ليواله وی، او د دي امن راوستو د پاره په پښتونولي کښي ډير ښاغلی قدرونه موجود دی، خو شرط په پښتو هم د ځان پوهول دی، او هم دنیا ددي قدرونو په معنٰی پوهول غوړی چي پښتون امن خوښوونکے اولس دے،

                          Comment


                          • #14
                            د پېقور مجلے نه۔۔۔فيروز افريدي

                            قبائیلی سیمو کښي د فوحٔی عملیاتو بده اغیزه
                            فیروز آفریدی


                            ليک:فيروز افريدي


                            نن سبا په پښتونخوا او بیا په قبائیلی سیمو ډير بد وخت راغٔلے دے او خدائے خبر چي کله دا بد وخت پائي ته رسيږي نو څوک به ژوندی پاتي هم وی او کٔه د فوځی عملیاتو په ضد کښي راګير شوی مظلوم بي ګنه عام خلق به د ګولو د لُوږو او فاقو ښکار شوی وی،

                            ځکه چي د خلقو د ورځي مزدوری او په هغي خپلو بچو له د ماښام ډوډئ پيدا کولو وسیلی د مسلسل کرفیو له سببه تړلے شوی دی۔

                            د تجارت بازارونه د نان نفقي ګټلو مرکزونه ئی تباه او برباد کړے شوی دی۔ ټولي مدرسي کالجونه، تخنیکی مرکزونه، کارخاني بندې کړے شوی دی۔
                            کٔه دغه عملیات پخوا تر سره شوي وے نو نن به حالات دومره سنګین نه وُو او کٔه دحکومت په رښتیا دا کارونه سر ته رسول مقصود وئ نو دا نن ګران کار په ډيره مخکښې سرته رسولے شوے وی،

                            خو له بده مرغه د حکومت دااوږدهٔ او پائي ته نه رسيدونکي عملیات او بار بار په تکرار سره بي پوښتني په کورونو شب خون وهل او نارینه تفتیشی مرکزونو له اوړل او زنانه او ماشومان زورول د هري ورحٔي معمول جوړ کړے شوے دے۔

                            د کورونو تالاشی او چاپي وهل دومره زیات شوی دی چي په خيبر ایجنسي او بیا خصوصاً په باړه تحصیل کښي به داسی یو کور هم پاتي شوے نهٔ وی چی د ملیشي او فوځی کمانډوز چاپي او بریدونو نه محفوظ پاتي شوی وی۔

                            د امن او حکومتی رټ قائیمولو د پاره حکومت ته مکمل اختیار حاصل دے چی هر هغه عملیات تر سره کړی په کومه چی د علاقي امن قائیمیدلے شی او زما یقین دے چی په دي عمل کښي به ورسره وو که اولس دا عمل نه هم خوښولے نو بيا هم څهٔ غږ به ئ هم نه کولے۔ خو که د امن قائیمولو په نامه په هر کور څو څو کرته ورختل او د ښځو ماشومانو په مخکښي زلمی، بوډاګان او زلموټی وهل ټکول او د کوره ویستل او د تفشیش مرکزونو ته وړل وی او په هغو میاشتي تيرول او بیا میډیا ته ښودل وی نو ددغه خلقو زړونو او ذهنونو کښي د حکومت خلاف نفرت او کرکه پيدا کيدو مضبوط جواز پيدا کيدلے شی۔
                            بیا د حکومت فوحٔی عملیاتو به څوک څنګه حمایت اوکړی ؟
                            چي هم د دوئی په موجودګي کښي نور عناصر دا خلق زوروی او د بونګو او پيسو اخیستو د پاره ئی د کورونو نه اوچتوی او برامتي تري اخيستے شی۔ د کرفیو د ټاکلی وخت نه وروستو مازیګر، ماښام او د شپي بیا هم د هغه خلقو راج وی د کومي د ختمولو د پاره چی حکومت او فوځی واکدارانو دغه نهٔ ختميدونکی عملیات پيل کړٔی دی۔

                            زهٔ په دعوي سره دا خبره کوم چی په باړه تحصیل بالخصوص د سپا او ملک دین خيلو په علاقه کښي یو داسي د ۱۲کالونه تر ۶۰کالو پوري سړے نشته چا چی یوه ورحٔ هم په کور کښي په ارام تيره کړٔی وی ټول سحر د وخته د کور نه په منډو اوحٔی او په غارونو یا هغه حٔایونو کښي وږي تږي ورحٔ تیروی په کوم حٔائے کښي چی د روزمره عملیاتو امکان او احتمال کم وی۔

                            کٔه حکومت د خلقو زړونه ګټل غوړی نو په دي خوار اولس د نور د اپریشن په نوم دا زورول او وړل را وړل بند کړی ۔ او په دي غریبو خلقو دي رحم اوکړی۔
                            تر څو پوري چي چارواکی د خلقو سره لکه د دښمنانو سلوک بند نهٔ کړی او د دوئی د معاش ،روزي رزق پوخ بندوبست اونهٔ کړے شی نو کٔه حکومت سنجیده هم وی بیا هم دغه خلق په دي طریقه نهٔ شی ختميدلے۔ او د نوري بدامني او خانه جنګي د زیاتيدو احتمال کيدلے شی۔

                            Comment


                            • #15
                              wazirstana pa ma grana
                              sta da watan na de baroozo boyee razeena
                              waziristana


                              loy shey

                              Comment

                              Working...
                              X