Announcement

Collapse
No announcement yet.

Manzoomey Qissai

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Manzoomey Qissai

    زيرئ
    منظومې قيصئ چاپ او خپور شو.


    ګرانو کشرانو
    او مشرانو
    دا زيرئ ستاسو د پاره دے چي زمونږ په زيار او خوارئ د پښتو د نوموړي شاعر او استاذ ښاغلي سعادت علي سحر د ماشومانو د پاره ليکلي شوې کتاب ""منظومې قيصئ ""چا پ او خپور شو

    ډير زيات د پريس والا په تکيلف کړې وم او زما تر چهټئ /رخصتئ پورې ئې چاپ هم نکړو خو بالاخر کتاب مې ترې نن د خپل ورور مير عالم په لاس وصول کړو.

    http://www.destaar.com/hujra/viewtop...?p=12576#12576
    تاسو ټول ته او د کتاب محرک په روس کښې ناست زما ناليدلے اشنا د پښتو ژبې خدمتګار ښاغلي ډاکټر شاکرالله جان خټک

    صيب ته د زړه له کومي امبارکي وائم.






  • #2




    Comment


    • #3
      منظومې قيصۍ
      ليکونکے: سعادت*علي سحر
      ۱
      هوښيار کارغه
      داسې وايي يو کارغه ؤ تږے شوے
      د اوبو لټون کې ډېر ؤ ستړے شوے
      ناڅاپي چرته منګی يې وليدلو
      شو راکوز ورته په غاړه کښېناستلو
      چې په غور يې اوبه وليدې حېران شو
      وې منګي کې اوبه لږې پرېشان شو
      تر اوبو چې يې مښوکه نه رسيږي
      د کارغه تنده به اوس څنګه ماتېږي
      کارغه وويل په زړه کښې چل پکار دے
      اوس د دې مسلې څه خو حل پکار دے
      د منګي خوا کښې ګيټکي څو پراته وو
      خدای خبر دے چې اتيا وو که اته وو؟
      يو يو ګيټی به کارغه اوچتولو
      په هنر به يې منګي کښې اچولو
      اوبه پورته شوې منګي کښې برادره
      کړه کارغه ورته مښوکه برابره
      تنده ماته د کارغه شوه په هوا شو
      ٫٫ضرورت د ايجاد مور ده٬٬ سبق دا شو
      ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــ
      ۲
      حريص سپے

      داسې وايي چې يو سپے ؤ کوڅه ډب
      نه زده کړے يې هنر ؤ نه ادب
      ؤ به تل د ګېډې وير باندې اخته
      ځکه سپو سره به ؤ اخته پخته
      يوه ورځې لکه ډېر ؤ وږے شوے
      چې د لوږې نه ؤ سم لېونے شوے
      په دې کلي کښې دکان ؤ د قصاب
      په هغه وخت يې کولو څه حساب
      چې دا سپے شولو په غوښه ورغوټه
      او په خولې کښې يې راپورته کړه ټوټه
      کړه يې منډه مخ نيولی په صحرا
      ځان له ځای لټوي نه ګوري په شا
      چې تېرېږي په ولې باندې نو وروره
      ورته څه به اوس پېښېږي ته يې ګوره
      په ولې کښې وې رڼې اوبه روانې
      پړقيدلې د صفا شيشې په شانې
      ناګاه ده چې سېورےوليدلو خپل
      ورښکاره شو دغه سپی ؤ لکه بل
      چې يې غوښه ده په غاښو کښې نيولي
      ده ته ګوري په حريصو سترګو زغلي
      ده ورټوپ کړل ترې نه واخلي چې دا غوښه
      يو خو وږی وو بل وه يې غوښه خوښه
      چې اوبو ته شو ورګډ ،شولو حېران
      د بل سپي نه هلته نوم ؤ نه نشان
      د ولې سپينې اوبه چې شولې خړې
      نو په سپي باندې خورې شوې د غم لړي
      په اوبو کښې ترې نه غوښه شوله ورکه
      ويې نه مونده شوه داسې بې درکه
      د دانا د ژبې دا وېنا رښتيا ده
      ای سحره! چې ٬٬حرص بده بلا ده٬٬
      ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــ
      ۳
      زميندار او د هغه زامن

      داسې وايي چې په خوا يو زميندارؤ
      خدای ورکړي ډېرې زمکې وې مالدار ؤ
      خپل وطن کښې د نامې جامې خاوند ؤ
      د الله نه ډېر راضي په دغه ژوند وو
      خداے ورکړي وو څلور ځوانان زامن
      توانا او روغ رمټ وو په بدن
      خو زامنو کښې يې نه ؤ اتفاق
      پلار يې ډېر ؤ پرېشانه په نفاق
      پلار به ډېر که نصيحت ورته کولو
      خو هغو نه اوريدو نه يې منلو
      يوه ورځ کړل پلار راجمع ټول زامن
      ورته وايي په ما راغې ځنکدن
      آخري وصيت تاسو ته کومه
      يو مثال پاتې دنيا ته به پرېږدمه
      دا څلور لرګي چې جوړ ترې نه بارګے دې
      حقيقت کښې ځانله بس يو ،يو لرګے دې
      چا چې راوست په بارګي کښې يو خراش
      هغه زوی به مې جوګه وي د شاباش
      خپل طاقت کړلو تمام پرې هر يو ورور
      خو بارګي باندې يې بر نه شولو زور
      چې ناکامه شول نو پلار يې شو ګويان
      ښه اوس يو يو لرګے مات کړئ په دې آن
      هر يو ورور يو يو لرګے کړو راوچت
      هر يو مات کړلو لرګے په لږ طاقت
      ډېر که ستړي وو خو مات يې کړل لرګي
      ولې تاب يې راوړی نه شو د بارګي
      ورته پلار ووې هله به خوشحال زه وی
      د بارګي غوندې که يو وے، څه به ښه وے
      راوي وايي زامن ټيټ پښو کې د پلار شو
      د نفاق نه لاس په سر شو توبه ګار شو
      چې نفاق کوي هغه قوم په زحمت وي
      اے سحره! اتفاق کښې برکت وي

      ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــ
      ۴
      د دوو غوايانو قيصۍ

      داسې وايي په ځنګل کښې دوه غوايان وو
      ښه ملګري وو په يو بل باندې ګران وو
      په ځنګل کښې په يو ځای به څريدلو
      ډېر په مينه به يوازې ګرزيدلو
      په ځنګل کښې قسما قسم ځناور وو
      څه کمزوري، څه د دويي نه زورور وو
      خو د دواړو اتفاق له برکته
      چا کول نه شوه د دويي سره کړته
      دې ځنګل کښې یو زمری هم وسيدلو
      د باشاه په نوم به ټولو يادولو
      يوه ورځ زمرے وتلے ؤ په ښکار
      چې يې وليدل غوايان سره کنار
      د زمري خيال ؤچې نن به دا يو ښکار کړم
      دغه بل غوايه به بله ورځ مردار کړم
      ولې کله چې ورټوپ کړو پرې زمري
      حق حېران شو، راببر چې شول غوڅکي
      اتفاق ته يې حېران شولو زمرے
      ناکام لاړو پرېشان شولو زمرے
      يوه لومبړه دی ځنګل کښې وسيدله
      وه مکاره د زمري په کار راتلله
      د زمري په حال خبره شوه لومبړه
      راغله ده سره يې وکړه ګړه بړه
      شېر ته وايي چې خفا نه شی باداره
      ستا خوراک به دا غوايان کړم وار په وار
      بله ورځ لومبړې يو غوايه ته ووې
      چې دا بل دومره ښه نه دی ،ته ډېر ښه يې
      هغه وايي چې زه سپين يم او دا تور دے
      زما نسل دی اعلی او د ده نور دے
      په خبرو تور غوايه يې ښه راډډ کړو
      الغرض د سپين غوايه سره يې رد کړو
      بيا د سپين غوايه غوږونه يې کړل ډک
      او په زړه کښې يې ورواچولو شک
      لنډه دا چې ښه ملګري يې خفا کړل
      په چغلۍ ۍیې د يو بل ځنې جدا کړل
      نو زمري هم غوايان ښکار کړل وار په وار
      د نفاق د لاسه جوړ شو پرې ناتار
      ای سحره قيصۍ دلته شوه تمامه
      خبردار شه د نفاق د بد انجامه
      ¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬ ¬Â¬Â¬Â¬Â¬Â¬Â¬Â¬Â¬Â¬Â¬Â¬Â¬ ¬¬
      ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــ
      ۵
      د کارغه او د لومبړ قيصۍ

      داسې وايي يو کارغه ونه کښې ناست وو
      يو لومبړ هم د دې ونې لاندې ملاست وو
      ده چې وليدو کارغه غوښه په خله
      د لومبړ په خلې کښې هم راغلې اوبه
      سوچ کولو دې لومبړ چې په څه چل
      د کارغه نه غوښه واخلي په چل ول
      لومبړ ووئېل کارغه ته لږ په زوره
      ستا آواز په ما ډېر ښه لګي اے وروره
      نن به خامخا سندره ما ته وائ
      خپل هنر په ترنم به راته ښائ
      په ستاينې د کارغه زړه شو باغ باغ
      خله يې وازه کړه او سر شو په کراغ کراغ
      ويتې خلې نه يې تيکه راپرېوتله
      په هوا کښې لومبړ زر راونيوله
      لومبړ ووئېل کارغه ته خله دې بند که
      د آواز نه دې دا غوښه ډېره خوند که
      اے سحره ارزښتناکه وېنا دا ده
      خوشامنده هم يوه بده بلا ده
      ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
      ۶
      ډينګ او لومبړه

      داسې وايي د لومبړ او ډينګ دوستي وه
      په ظاهره يې په خپلو کښې راستي وه
      يوه ورځ ورته لومبړ ووې چې وروره
      د خدای ورکړه ده که غوړه وي که سپوره
      نن غرمې ته به ډوډۍ ما سره وخوورې
      يعني نن ډوډۍ به مونږه کره وخورې
      ډينګ مېلمه شولو لومبړ يې شو کوربه
      په پلېټ کښې ورته پېښ يې کړه شوربه
      د لومبړ پلېټ کښې ژبه ګرځيدله
      خو د ډينګ ايله مښوکه لونديدله
      مطلب دا چې لومبړ ډک کړو خپل لړمون
      ډينګ په وږي ګېډه کورته شو راستون
      خلک وايي ډينګ کم عقل وي خو ګوره
      خلاصوي به ځان اوس څنګه د پيغوره
      د لومبړ نه اخستو چې ډينګ رخصت
      د ماښام ډوډۍ يې ورکړلو دعوت
      ډينګ کوله د لومبړ چې مېلمستيا
      مرتبان کښې ورته پېښ يې کړه ښوروا
      په مزه مزه چې ډينګ ښوروا توژله
      لومبړ هسې وچه ژبه ړقوله
      په مړه ګېډه ډينګ وخواړه هر څه
      وه لومبړ ورته نيولي چينګه خله
      څه کرے هغه به رېبی دا متل دې
      ای سحره نور د هر چا نصيب خپل دې

      ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــ

      ۷
      د وفادار سپي قيصۍ

      داسې وايي يو سړي ساتلے سپے ؤ
      د مالک ښه وفادار وو مېړنےؤ
      دا سړے ځانله صحرا کښې وسيدلو
      ورسره لس کلن ځوی هم لوئيدلو
      د سړي وه ښځه مړه نور يې څوک نه وو
      ځوی او پلار به دوه په دوه کور کښې پراته وو
      چې سړے به کله ووتو له کوره
      نو دې سپي به ورته کور ساتلو وروره
      يوه ورځ چې دا سړے راغلو خپل کور ته
      نو کيدلو ورته سپے ډېر هورته پورته
      چې د سپي خله ګوري وينو باندې سره
      پرېشان شي د ځوې غم شي ورسره
      داسې ښکاري لکه سپے مې ليونے شو
      په فوري توګه علاج دده مرګے شو
      سپي څټلې چې د خپل مالک څپلۍ
      ده پرې کېښوه د ټوپک توره شپېلۍ
      په يو ډز سره د سپي ځنې وزګار شو
      اوده ځوی يې چې ډز واوريدو بېدار شو
      چې دالان کښې مړ ليوه يې وليدلو
      نو بيا سر شو د خپل مخ سر په وهلو
      دا وئېل يې خپل محسن مې ووژلو
      هو، بېشکه زه جوګه يم د رټلو
      اے سحره اول سوچ دې ښه پکار
      په تادۍ سره دې څوک نه کوي کار

      ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــ
      ۸
      ميږے او کوړکوړی

      داسې وايي په مېرې کښې يو ميږے ؤ
      همتناک ؤ هم په منډه ګړندے ؤ
      يوه ورځ په خپله مخه يې رفتار کړو
      سيلۍ راغله په يو ډنډ کښې يې ګذار کړو
      هيڅ په ځان نه پوهيدلو حق حېران ؤ
      څنګه وځي به له ډنډه پرېشان ؤ
      خپل کوشش يې وکړو ډېر ولې ناکام شو
      چې ناڅاپه د کوړکوړې ورته پام شو
      کوړکوړي د بېرې پاڼي راوړه خله کښې
      په هنر يې کړه ارتاؤ په تالابه کښې
      ميږے پاس په پاڼه ناست ځي تر منزله
      د اوبو په څپو راغلو تر ساحله
      کوړکوړي ته يې وئېل چې زما وروره
      ستا نېکي به هېره نه کړمه تر ګوره
      يوه ورځ ميږے روان ؤ په مېرې کښې
      کوړکوړے يې وليدلو په خطرې کښې
      ګوري څه چې يو ښکاري لينده راښکلي
      دا يې خيال ؤ کوړکوړی خامخا ولي
      میږے زر د ښکاري لاس ته وختلو
      د انبور غوندی يې چک ورواچولو
      لنډه دا چې د ښکاري ګذار خطا شو
      کوړکوړے لاړلو پورته په هوا شو
      اے سحره خپل عمل د لارې مل دے
      چې څوک ښه کړي ښه به مومي دا متل دے

      ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــ
      ۹
      مږک او زمرے


      يو مږک چرته ځنګل کښې وسيدلو
      د خپل رزق په لټون کښې ګرځيدلو
      په ځنګل کښې يو زمری په خوب اوده ؤ
      بوټي ګڼ وو د زمري ورته پام نه ؤ
      د مږک په کړپا شېر راپاڅيدلو
      او مږک يې په پنجه کښې ونيولو
      مزري ورته وئېل چې بې ادبه
      نن دې وژنم ته لوے شوے يې بې ډبه
      مږک ووې معذرت درځنې غواړم
      زه غلام يم په بادشاه سلامت وياړم
      که ژوندےيم زه به راشم ستا په کار
      که شم مړ ستا به يو کم شي خدمتګار
      مزري په خندا ووې ځه معاف يې
      زه دې پېژنم ډوزمار يې ډک د لاف يې
      مږک لاړ په خپله مخه په رفتار
      هسې نه بادشاه يې بيا کړي ګرفتار
      بله ورځ دا بيا د رزق په لټون ؤ
      خو دا ځل ډېر په پام سره يې يون ؤ
      ګوري څه چې شېر په جال کښې ګرفتار دے
      قرار نه ورځي د مرګ په انتظار دی
      د مږک وو ښه تيره تيره غاښونه
      خداے ورکړي وو هم دغسې نوکونه
      په تادۍ سره يې جال ټول وشلولو
      منزرے يې د مرګ خلې نه وويستلو
      په دنيا کښې چې دي څومره مخلوقات
      پېدا کړي دي د قدر قابل ذات
      چا ته ونه ګورې ته په حقارت
      اے سحره دا قيصه ده د عبرت
      ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
      ۱۰
      زمرے او غلام

      داسې وايي چې په خوا ؤ يو سردار
      ياديدلو خپل وطن کښې ظلمکار
      د سردار ؤ يو غلام ښاغلی ځوان
      غلامۍ کښې ؤ ډېر تنګ و پرېشان
      يوه ورځ چې يې مالک لاړلو چرته
      دا هم غلی غوندې ووتو بهر ته
      تلو په منډه د ځنګل په لور روان شو
      چې سردارشو ترې خبر داسې ګويان شو
      نوکرانو! ما ته راولئ غلام
      چې د تېښتې ورته وښايم انجام
      په ځنګل کښې غلام وليد يو زمرے
      چې کولو يې فرياد نرے نرے
      دا غلام شو ورنزدې خو لږ په خيال
      چې معلوم شي د زمري په حال احوال
      ازغے مات ؤ د زمري غريب پنجې کښې
      تا به وې لکه وي ګېر غټې لانجې کښې
      دې غلام ورنه ازغے راوويستلو
      د زمري ترې نه زړګے خوشحاله شولو
      بيا زمرے ورنه په خپله مخه لاړو
      غلام دلته ګرځيدو به لارو شاړو
      په ځنګل کښې نوکرانو کړو راګېر
      په پنجرې کښې شو بندي محسن د شېر
      سردار وې داسې سزا به ورکومه
      دا غلام په زمري به خورومه
      خو زمري په پښو کښې ټيټ کړو ورته سر
      ټول حېران شو په سلوک د ځنادر
      سردار وکړله پوښتنه راته وايه
      اے غلامه! حقيقت راته اوس ښايه
      شو سردار په حقيقت چې خبردار
      باقي ژوند کښې شو له ظلمه توبه ګار
      کړو غلام د غلامۍ نه يې آزاد
      د غلام شولو پوره د زړه مراد
      دا متل دې د احسان بدله احسان وي
      اے سحره تمام دلته دې بيان وي

      ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــ
      ۱۱
      اوښ او ګيدړ

      داسې وايي چې ګيدړ او اوښ دوستان وو
      د ځنګل ټول ځناور ورته حېران وو
      يوه ورځ اوښ ته ګيدړ ووې چې وروره
      د درياب نه پورې غاړې ته وګوره
      که دې خيال وي په پټي کې خربوزې دي
      بوي په ما يې دلته لګي ښې خوږې دي
      زه چې لاړ شو خپل نصيب به ورنه اوخورو
      خټکي چې نن ونه خورو بيا به څه خورو
      اوښ هم خوښه د ګيدړ دا مشوره شوه
      خو ګيدړ ته پکښې پېښه خطره شوه
      هسې نه درياب کښې ډوب شم زما ياره
      دي ژورې دا اوبه زما د پاره
      ورته اوښ ووې چې مه کړه هيڅ وسواس
      تا به پورې کړمه نېغ اوبو د پاس
      ګيدړ سور چې شو په اوښ مزه يې ورکړه
      اوښ ته وايي قدم چاغ کړه شابه زرکړه
      په څو دانګو کښې اوښ پورې په درياب شو
      د ګيدړ زړګے خوشحاله بې حساب شو
      دواړه سر شو په مزه خوري خربوزې
      کله کله وي ، تل نه وي دا مزې
      چې ګيدړ موړ شو، اونګي يې کړو بلند
      ورته اوښ ووې دا چغې دې کړه بند
      ستا آواز که تر مالي ورسيدلو
      اوس به راشي موږ به مړه کړي په وهلو
      خو ګيدړ ورته وئېل دا مې عادت دے
      اونګيدل په مړه خېټه مې فطرت دے
      آخر راغللو باغوان کوتک په لاس
      اوښ په ځان نه پوهيدو شو بدحواس
      ګيدړ پټ شولو په بوټو کښې څه رنګ
      اوښ ترې نه شو پټيدلی چې ؤ دنګ
      اوښ يې ښه ودربولو په کوتک
      آخر ځان يې ترې نه خلاص کړو په ترپک
      د درياب په غاړه ناست ورته خپل يار ؤ
      مطلب دا ګيدړ د اوښ په انتظار ؤ
      ګيدړ پورته اوښ ته کښېناستو په شا
      د اوښ اوس هم خوږيدله ډېره ملا
      مېنځ درياب کښې اوښ غوپه شو په اوبو
      ګيدړ چغې کړلې سر شو په توبو
      اوښه وروره دا ته څه کوی ډوبېږم
      ورته اوښ ووې چې زه هم نه صبرېږم
      د سزا نه پس غوپې زما عادت دے
      ته دې ډوب شې خو کينه زما فطرت دے
      څه کرې هغه به رېبې دا متل دے
      اے سحره! خپل عمل د لارې مل دے

      ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــ

      Comment


      • #4



        ۱۲
        دهقان او ښامار

        داسې وايي په يو کلي کښې دهقان ؤ
        نېک فطرته ؤ خواخوږے شان انسان ؤ
        يوه ورځ سحر وختي پټي ته تللو
        ډېر ساړه کښې د يخنۍ نه رپيدلو
        په څادر کښې يې ځان نغښتے ؤ روان ؤ
        بوډاتوب کښې يې قدم لکه د ځوان ؤ
        ناګاه څه ګوري چې پروت دے يو ښامار
        شو حېران چې څنګه تېر شمه په لار
        خيال يې راغلو چې وژل يې دي پکار
        خو دے مار نه حرکت کړو نه فرار
        لږ په خيال چې ورنزدې شو غلے غلے
        ګوري څه ؟چې ؤ ښامار يخنۍ نيولے
        د ساړه نه ټوغ مټوغ ؤ لکه مړے
        تا به وې لکه چې پروت وي لار کې پړے
        دا دهقان چې يې لرلو نېک فطرت
        ورته زړه ووې د مار وکړه خدمت
        دهقان بل کړو په ډبي د تېلو اور
        لږ ساعت کښې دغه مار شولو ټکور
        چې لږ ګرم شو نو راغللو په هوش کښې
        هوش کښې څه راغلو چې راغللو په جوش کښې
        د مستۍ نه چې يې سر کړلو بلند
        په دهقان د ده فطرت شولو څرګند
        دهقان پوه شو ،بد فطرته مار يې وژني
        ډېر مجبور دی له عادته مار يې وژني
        د خپل تبر سره مار يې ووژلو
        شو خوشحال د خپل دښمن په قتلولو
        اے سحره! دا متل وئېلی کېږي
        چې فطرت د چا هيڅکله نه بدلېږي

        ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــ
        ۱۳
        شمشتۍ او لړم

        داسې وايي چې يو ډنډ کښې شمشتۍ وه
        جوړه کړي خداے په مثل د کشتۍ وه
        د يوې مودې نه ډنډ کښې اوسيدله
        کله کله به په وچې ګرځيدله
        د ډنډ خوا کښې ا وسيدلو يو لړم
        ډېر مخلوق د ده د لاسه ؤ کړم
        لړم وليده يوه ورځ شمشتۍ
        ورنزدې شو ورته وايي چې ابۍ!
        ښه موسم دې د ډنډ سېل راباندې وکا
        نن مې سور په خپلې شا کړه زړه مې ښه کا
        شمشتۍ ورته ځواب ورکړو لړمه
        راشه کښېنه زما ملا باندې بې غمه
        په تبۍ چې ورته کښېناستو پوهېږه
        شمشتۍ ته يې اواز کړو روانېږه
        شمشتۍ چې شوه په ډنډ کښې لامبوزنه
        لړم هم خپله شورو کړله کرنه
        چې لړم ورته لشه په شا ټومبله
        شمشتۍ به خامخا محسوسوله
        شمشتۍ ورځنې وکړله پوښتنه
        چې لړمه ! دا ته ولې کړې وهنه؟
        لړم ووې پخوانې زما عادت دے
        لګونه د لشې زما فطرت دے
        شمشتۍ شوله غوصه مېنځ کښې د ډنډ
        په تندۍ شوله کږه شوه په يو انډ
        لړم چغې کړې ابۍ درنه غورزېږم
        په اوبو کښې لامبو نه راځي ډوبېږم
        شمشتۍ ورته ځواب ورکړو مضره!
        زما ډېره مجبوري ده اے جابره!
        ستا په زهرو چې دا ملا زما خوږيږي
        د دې ډنډ په اوبو دغه به جوړيږي
        ته که ډوب شې پرواه نشته ضرري يې
        اے لړمه ته جوګه اوس د مرګی يې
        اے سحره! چې د بد فطرت خاوند وي
        تل په مرګ يې ټول خوشحال، خفه په ژوند وي

        ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
        ۱۴
        مچي مار او وړوکے کب

        داسې وايي چې پخوا يو مچي مار ؤ
        يوه ورځ سحر وختي وتے په ښکار ؤ
        کله جال يې چې اوبو کښې واچولو
        يو وړوکی کب په دې کښې کېوتلو
        دې مهي ورته عرض وکړو مچي ماره
        زه وړوکی يم ما پرېږده خدای د پاره
        کله زه چې لږ راغټ شم بيا مې ښکار کړه
        صبر وکړه لوئيدو ته مې لږ وار کړه
        که مې وخورې ستا به ګېډه مړه نه شي
        هيڅ په ما باندې ستا خوا به ډکه نه شي
        مچي مار چې د کب واوريدو فرياد
        ؤ هوښيار پوې شو د کب په نيت مراد
        مچي مار ورته وئېل ته به لوئېږې
        دا منم چې ته به ورځ په ورځ غټېږې
        ستا خوړل زما د پاره اوس اسان دي
        ته چې لوی شې بيا نيول دې راته ګران دي
        اے سحره ! چې په لاس دې راشي خپل وي
        د بل لاس کښې که ډېر څه وي خو د بل وي

        ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــ
        ۱۵
        انګور تراوه دي

        داسې وايي چرته وه يوه لومبړه
        ورته پېښه به وه تل څه نا څه شخړه
        يوه ورځ وه ډېره زياته وږي شوي
        د ګرمۍ موسم ؤ ، هم وه تږي شوي
        په يو باغ کښې انګوران يې وليدلو
        چې په بوټي کښې په هورته لليدلو
        چې د زمکې نه ذيلو ته په کاته شوه
        د لومبړې ورته خله اوبه اوبه شوه
        دې ورټوپ کړو چې به اوخوري انګوران
        خو تر تاکه يې ونه رسيدو توان
        په ټوپونو باندې ستړي شوه لومبړه
        خو انګور سره يې خوله نه شوه ککړه
        په ټوپونو چې شوه دا ستړي ستومانه
        نو د باغ نه وږي تږي شوه روانه
        خو په تګ تګ کښې يې وکړو دا بيان
        بې مزې دي، ډېر تراوه دي انګوران
        اے سحره! چې جوګه وي د ستائېنې
        څوک دې نه کړي د هغه څيز غندنې

        ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
        ۱۶
        غرضي ملګرے

        داسې وايي په يو وخت کښې دوه دوستان وو
        يوه ورځ ځنګل کښې دوه په دوه روان وو
        يو ملګرےيې لافزن ؤ هم توانا ؤ
        دغه بل ؤ لږ کمزوری خو دانا ؤ
        ناڅاپي ورته مېلو راووتلو
        لافزن زر په يوې ونې وختلو
        دے دانا ورته آواز کړو چې سړيه!
        زه دې پرېښودم يوازې مطلبيه!
        دا په زمکه باندې څملاستو هوښيار ؤ
        که کم عقل وے نو مرګ ورته تيار ؤ
        ساه يې راښکه لکه مړے ښکاريده
        مېلو راغلو ښه يې بوی کړه د ده خله
        چې مېلو لاړ ورته راغې بې وفا
        دانا يار ورته وېنا کوي صفا
        چې په دې آوان وئېل راته دې يږ
        نصيحت واوره نږدې کړه راته غوږ
        غرضي يار سره مه ګرځه په شاړو
        دا يې ووې راته غوږ کښې رانه لاړو
        اے سحره! باور مه کړه په لافزنو
        مطلبي ياران جوګه وي د غندلو

        ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــ
        ۱۷
        کرړے او ميږے

        داسې وايي چرته باغ کښې يو کرړے ؤ
        ډېر بې فکره او بې غمه شانتې شے ؤ
        دې کرړي به د ګرمۍ په ورځو شپو کښې
        تېرولو وخت سندرو ګډيدو کښې
        د سبا د اندېښنو فکر يې نه ؤ
        په خوندونو عادت کړے يې خپل زړه ؤ
        په دې باغ کښې يو ميږے هم وسيدلو
        همت ناک ؤ د وخت قدر يې کولو
        دا ميږے چې همتناک ؤ هم هوښيار ؤ
        محنتي ؤ د خپل کار سره يې کار ؤ
        د خوراک به يې چې هر څه وموندلو
        څه به يې پاتې کړل او څه به يې وخوړلو
        اوړے تېر شو ورځې لنډې شوې يخني شوه
        ژمی راغلو شپې اوږدې شولې سردي شوه
        د مېږي سره په کور کښې ذخيره وه
        ولې بل خوا د کرړي مېله سپيره وه
        ميږے ښه په ګېډه موړ ؤ په خپل کور کښې
        او کرړے لکه چې مړے وي په ګور کښې
        ميږي ژمے تېرولو ښه بې غمه
        او کرړے له ډېرې لوږے شو بې دمه
        چې ډېر وږے شو ميږي ته وايي ګوره
        نن په خداے به شي په تا به شي اے وروره!
        د خوړلو که څه راکړې نه سهېږم
        ډېر زيات وږے يم د لوږې نه مړ کېږم
        مېږي ووئېل کرړي ته ځه ورکېږه
        سر يندې وهه بې غمه اوس ګډېږه
        اے سحره! کردګار ئې مددګار وي
        څوک پخپله چې د خپل ځان خدمتګار وي

        ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــ--
        ۱۸
        د عربو دوه سرداران

        داسې وايي عربستان کښې دوه دوستان وو
        دغه دواړه د يو کلي سرداران وو
        ولې يو په خوۍ ؤ نرم او بل سخت ؤ
        يعني يو سردار نېکبخت او بل بدبخت ؤ
        دغو دواړو ښه آسونه وو ساتلي
        په اسونو زغليدو به دا ښاغلي
        يوه ورځ د يو بادشاه سره په جنګ شول
        په مېدان کښې شو زخمي په وينو رنګ شول
        شو بې دمه د آسونو راګذار شول
        ورسره نور ټول ملګري تار په تار شول
        دغه اس ، ظالم سردار چې وليدلو
        خپل مالک يې په ډغرو ووژلو
        د خواخوږي سردار اس په زمکه خور شو
        خپل مالک ورته په شا باندې چې سپور شو
        نو تادۍ سره راپورته شو له زمکې
        او شروع يې کړې تندۍ سره ترپکې
        خپل مالک يې تر روغتون ورسولو
        داسې نېک سردار ته ژوند يې وبخښلو
        مرګ خو حق دی، د دنيا نه به ټول درومي
        ای سحره! څوک چې څه کړي هغه مومي
        ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
        ۱۹
        عقلمند معذوره دوستان

        داسې وايي په يو وخت کښې دوه دوستان وو
        د خدای کړه وو، دغه دواړه معذوران وو
        يو په پښو باندې ؤ شل بل نابينا ؤ
        وو په عقل ښه پوره دواړه دانا وو
        په يو کلي کښې دا دواړه وسيدلو
        د يو بل د حال احوال به خبريدلو
        يوه ورځ په کلي اور ولګيدلو
        ځان ځاني وه هر چا کور کلے پرېښولو
        ټول په منډه منډه ووتل له کوره
        معذوران به څنګه ځان ساتي اوس ګوره
        په پښو شل ملګري ووې نابينا ته
        چې آشنا! يوه خبره کوم تا ته
        خداےدرکړے ښه صحت دې که پوهېږې
        ما کړه سپور په شا که ته نه خفه کېږې
        زه چې ښايم درته څنګه لاره کومه
        ته په هغی باندې بې د يرې دړومه
        په دې چل سلامت ووتل له اوره
        ته سبق واخله د دې قيصې نه وروره
        اے سحره! ورپېښېږي خپل خېرونه
        څوک چې غواړي همېشه د بل خېرونه
        ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــ
        ۲۰
        کم عقله غرڅنۍ

        داسې وايي ، په يو غره کښې غرڅنۍ وه
        وه په ځان باندې مئېنه لېونۍ وه
        يوه ورځ وه تږي شوي ډنډ ته لاړه
        ودريدله د رڼو اوبو په غاړه
        په اوبو کښې چې ځان ګوري خوشحالېږي
        ښکلو ښکرو په ليدو ډېره نازېږي
        خپلو پښو ته چې خيال وکړي زهيريږي
        چې بدرنګې او نرۍ دي خفه کېږي
        ناڅاپي د تازي سپو غپا چې واوري
        بد حواسه شي د تېښتې لاره څاري
        دا په وړاندې ځي او سپي ورپسې زغلي
        چې يې ښکر آخر په جاړو کښې ونخښلي
        د بدرنګه پښو په مرسته څه خو لاړه
        ښکلو ښکرو کړه مرګي ته ورپغاړه
        سپي راورسيدل دا يې وداړله
        د هوسې قيصه یې دلته ختمه کړله
        اے سحره ! دا متل دے ګټور
        پړکيدونکی هر يو څيز نه وي سره زر
        ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــ
        ۲۱
        د دوو بزو قيصۍ

        داسې وايي د يو کلي سره خوا کښې
        يو درياب ؤ بهيدلو په صحرا کښې
        په درياب کښې وې اوبه په غورځنګونو
        پکښې شور ؤ او غوغا وه د موجونو
        په درياب باندې جوړ پل ؤ د لرګو
        دومره تنګ ؤ چې يو تن پرې تېرېدو
        په دې کلي کښې دوې بزې وې چا ساتلي
        په يو ځای کښې کله نه وې څريدلي
        يوه ورځې په پل دواړې مخامخ شوې
        هيڅ په هيڅه يوې بلې ته په سخ شوې
        يوه هم نه کښېناستله وې ضدناکې
        ښکاريدې له يوې بلې غضبناکې
        کړو اړم يې سره ښکر شوې په ډغرو
        د حکمت کار يې ونکړو بې هنرو
        شوې بې توله ورګذار شوې په درياب کښې
        دواړې ډوبې شوې خوندي شوې په ګرداب کښې
        اے سحره! کار چې نه کړي په حکمت
        خامخا ورته پېښېږي به زحمت
        ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
        ۲۲
        سو يه او د هغې بېوفا دوستان

        داسې وايي ، يوه سو يه وه خوشرنګه
        ډېر ملګري به يې تل ناست وو تر څنګه
        هر يو دوست يې د دوستۍ لافې وهلې
        دې په شوق ټولې خبرې اوريدلې
        يوه ورځې وه يوازې نازنينه
        په وښو کښې څريده په مينه مينه
        چې ناڅاپه يې سپي وليدل مېرې کښې
        نو خپل ځان ورته محسوس شولو خطرې کښې
        دا په منډه منډه آس ته اول لاړه
        د هېبت نه شوه هغه ته ورپه غاړه
        ورته وايي ، ما پسې سپي راروان دي
        دا تازي ټول دښمنان زما د ځان دي
        آس چې واوريدو د سوې دا فرياد
        نو ظاهر يې کړلو داسې خپل مراد
        معذرت غواړم زه نه يم اوس وزګار
        په دې وخت يم د مالک په انتظار
        په انکار د آس يې منډه کړله غوا ته
        غوا خوشحاله شوه چې ښکلي راغله ماته
        خو چې سوی مسله کړه ورته تېره
        نو شوه غوا ورته خفا په ظاهر ډېره
        ورته وايي خفه نه شې سوې جانې
        ما به لوېښي اوس مالک مې په ما ګرانې
        سويه ورغله د بزې په طرف وروره!
        ولې بزې هم ترې نه مخ واړؤ ګوره
        سويه پوهه شوه چې دا ټول بې وفا دي
        دي د خلې ياران ، په زړه کله صفا دي
        د ملګرو نه مايوسه چې شوه سو يه
        نو ايله شوه د دنيا په رواج پو يه
        فېصله يې زړه کښې وکړله اټله
        چې د ځان مدد کوي به اوس پخپله
        په تندۍ سره په منډې لرې لاړه
        په همت يې کړله خلاصه خپله غاړه
        اے سحره! خداے د هغو مددګار وي
        چې مدام د ځان مدد ته څوک تيار وي
        ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــ
        ۲۳
        عجيبه چرګه

        داسې وايي ، چرته کلي کښې سړے ؤ
        روغ رمټ ؤ ، بوډا نه ؤ لا ځلمے ؤ
        يوه چرګه عجيبه وه ده نيولي
        وه په کور کښې يې ډېر خيال سره ساتلي
        دې د سرو زرو اګۍ به اچوله
        ده سړي به هرو ورځ دا خرڅوله
        يوه ورځ يې دا خيال راغې ناګهان
        چې مې نه کېږي په يو اګۍ ګذران
        مطلب دا چې يې حرص زړه کښې پېدا شو
        پټ په زړه کښې د خپل ځان سره ګويا شو
        وې يې راشه دغه چرګه کړه حلاله
        ترې نه اوباسه کلهمې ها فې الحاله
        دغه ډېرې اګۍ خرڅې کړه سټالې
        يا به لس وې يا به شل وې ټولې ټالې
        چې مالدار شې نو کوي به بيا عېشونه
        د دنيا ځنې به واخلې ښه خوندونه
        غرض دا چې کړله چرګه يې حلاله
        زر يې ګېډه ورته وڅيرله لاله!
        ګوري څه پکښې پرته يوه اګۍ وه
        اګۍ څه وه؟ بس وړه غوندې بېرګۍ وه
        دا سړی په خپل عمل باندې پښېمان شو
        سر تندے يې خپل وهلو په ګر يان شو
        اے سحره! دا قيصۍ دلته ختمېږي
        په حرص سره سړی تل تاوانېږي
        ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــ-
        ۲۴
        بزه او لومبړه

        داسې وايي ، په کتاب کښې دي راغلي
        يوه لومبړه وه کوهي ته غورزيدلي
        په کوهي کښې يې فرياد کړو اونګيدله
        د بهر وتو په چل نه پوهيدله
        يوه بزه په دغې لاره تېريدله
        چې اونګه يې د لومبړې واوريدله
        سر چې ټيټ کړلو کوهي ته دغې بزې
        نو لومبړې اوبه څښکلې په مزې
        ورته بزې ووې چې ولې ببو ګلې!
        ساعت وړاندې ډېرې چغې دې وهلې
        خو لومبړه چې يې ټول بولي مکاره
        وه په هر حال کښې د بزې ځنې هوښياره
        دې لومبړی ورته ووئېل خورزې!
        په کوهي کښې دي اوبه ډېرې خوږې
        دغه بزه چې وه پخپله تږي ډېره
        شوه په مکر د لومبړې جال کښې ګېره
        بزې کوهي ته چې ورټوپ کړو سمدستي
        نو لومبړې هم ونه کړله سستي
        چې تر څو بزې سموله خپله غاړه
        دې لومبړې پښه پرې کېښوه بره لاړه
        بزې ته يې ووې په کوهي کښې اوس غږېږه
        د مالک تر رسيدو پورې بغېږه
        اے سحره! اول سوچ دې ښه پکار
        بيا کوي دې هر سړے خپل خپل روزګار
        ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــ
        ۲۵
        منږکان او پيشو

        داسې وايي ، يوه غټه شان پيشو وه
        تل به ناسته يو پټي کښې په ورشو وه
        دې پټي کښې منږکان هم وسيدلو
        په لټون کښې به د رزق ګرځيدلو
        چې به کوم منږک بې خياله ګرځيدلو
        دې پيشو به په اسانه رانيولو
        د پيشو د لاسه تنګ چې منږکان شول
        ډېر مجبور شولو په ځان پورې حېران شول
        يوه ورځې شول راجمع منږکان
        که وړوکی که بوډا ؤ او که ځوان
        منږکانو دا وئېل يو يو ختميږو
        دې پيشو نه به مونږ څه رنګه خلاصيږو
        يو منږک چې يې هوښيار ګڼلو ځان
        منږکانو ته شو دا رنګه ګويان
        هغه ووې پېش کومه يو تجويز
        خوښ به ستاسوشي زما دغه وړانديز
        مونږ پيشو ته به ټلۍ کړو ورپغاړه
        اتفاق به په دې وکړو سره واړه
        چې ټلۍ د پپشو غاړه کښې زنګيږي
        د پيشو په حرکت به دا کړنګيږي
        د ټلۍ په آواز مونږه به خبرېږو
        زر به خپلو خپلو سوړو ته رسيږو
        د منږک تجويز چې نورو واوريدلو
        د خوښۍ نه شولو سر په ګډيدلو
        يو بوډا منږک آواز کړلو چې بس کړئ
        په دې شور سره به ډک د پيشو نس کړئ
        دا تجويز بې شکه ښه دی خو دا وايه
        څوک پيشو ته به ټلۍ واچوي ښايه
        يو منږک هم دې ته نه کېښوله غاړه
        چې ټلۍ به کړي پيشو ته ورپه غاړه
        په دې منځ کښې چې پيشو ووئېل مياؤ
        هر منږک نه شو خطا سوری پيتاؤ
        چې تکړه ؤ ځان يې خلاص کړلو په منډه
        د يو څو شولې د يرې نه پښې ګنډه
        الغرض دغه يو څو کړل پيشو ښکار
        بيا يې وخوړلو واړه وار په وار
        اے سحره ! هر سړے په خپل وس پړ دې
        بې همته په ژوندي ځان لکه مړ دې
        ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــ
        ۲۶
        خواخوږے سړے او ظالم زمرے

        داسې وايي يو خواخوږے شان انسان ؤ
        يوه ورځ تنها ځنګل کښې دا روان ؤ
        په ځنګل کښې په نظر يې راغلو شېر
        ؤ د وسپنې پنجرې د ننه ګېر
        زمري وکړو دې سړي ته دا فرياد
        چې د خدای د پاره ما کړه ته آزاد
        زه به اوسم تا ته هر وخت سلامي
        قبلومه ستا تر مرګه غلامي
        دې سړي په زمري راغللو ترس ډېر
        د پنجرې ځنې آزاد يې کړلو شېر
        ورته ووئېل زمري زه يم ډېر وږے
        مطلب دا چې يمه ستا د وينو تږے
        دې سړي ورته وئېل زه دې محسن يم
        بله دا چې زه کافر نه يم مومن يم
        دا ته څه رنګه مخلوق يې بې انصافه
        چې خپل لوظ ماتوې وعده خلافه
        چې تر غوږ شو د لومبړې دا تکرار
        خامخا ادا کوي اوس خپل کردار
        دې وې څنګه کړم سړے د شېر نه خلاص
        چې نن ومومي صله د خپل اخلاص
        په ادب سره زمري ته شوه ګويانه
        چې صاحبه! يمه ډېره زه حېرانه
        ما ته ښکاري دا سړے وائي دروغ
        په پنجرې کې به څوک بند نه کړي ناروغ
        دا وړه غوندې ينجره ده ته يې لوے
        نه شي تا څوک بندوی سره د پوے
        که دې زړه وي په پنجره کښې بند کړه ځان
        چې کمال نه دې خبر شي دا انسان
        ور دننه شو پنجرې ته په رضا
        داسې وګڼه چې رائې غله قضا
        دې سړي ورپسې زر پنجره کړه بند
        ظالم شېر ته شو معلوم د ظلم خوند
        اے سحره! خپل محسن سره چې بد کړي
        خدای به خامخا د هغه عمل رد کړي
        ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــ
        ۲۷
        ليوه او ګډوری

        داسې وايي په ځنګل کښې يو ليوه ؤ
        ډېر ظالم ؤ هيڅ يې ترس په زړه کښې نه ؤ
        يوه ورځ چې ليوه تږی که نهر ؤ
        يو الله د ده زړه ځنې خبر ؤ
        د درياب په غاړه دا ؤ ودريدلے
        يو ګډوری هم ولاړ ؤ هلته غلے
        ليوه ووې ورته اے د ګډې زويه!
        داسې ښکاري لکه کمه دې ده پويه
        ګورې نه چې اوبه څښمه بې شرمه
        خړوې اوبه ،څپېړه غواړې ګرمه
        په ځواب کښې ورته وويل ګډوري
        چې اوبه راځي له تا زما په لوري
        بيا ليوه ورځنې وکړه دا پوښتنه
        چې تېر کال دې ولې کړه زما غندنه
        دې ګډوري ځواب ورکړو چې کاکا!
        لا پروسه کال خو زه نه وم پېدا
        ليوه ووې چې هغه لکه ستا ورور ؤ
        په هغه باندې مې پاتې دغه پور ؤ
        دې ظالم ليوه ګډورے کړلو ښکار
        هر بدخويه بهانې لری بسيار
        هر ظالم کوي مظلوم باندې کانې
        اے سحره ! لټوي ورته بهانې
        ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
        ۲۸
        ښاغلے ځوان او بندي طوطيان

        داسې وايي ،چې پخوا چرته يو ځوان ؤ
        بندي شوے بې ګناه دا په زندان ؤ
        يو څو کاله يې قېد وخوړو راخلاص شو
        پس له بنده يې مخلوق سره اخلاص شو
        يوه ورځ دا په بازار کښې ؤ روان
        په پنجرې کښې يې بند وليدل طوطيان
        دغه ځوان ، مالک نه وکړلو پرسان
        چې دې ځه له بند ساتلي عاجزان؟
        دې سړي چې خرڅولو يې طوطيان
        ځوان ته وايي ،چې په دې کوم ګذران
        ورته ځوان ووې دا ټول طوطيان رها کړه
        ته وصوله يې زما ځنې بها کړه
        په دې شان يې کړل طوطيان د بنده خلاص
        ښه ځوان پېښ کړلو مثال د خپل اخلاص
        اےسحره! آزادي ډېر لوی نعمت دې
        پېرزو کړے خدای په مونږ دغه دولت دې
        ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــ-
        ۲۹
        سويه او شمشتۍ

        داسې وايي يوه سويه وه مغروره
        شمشتۍ به يې رټله بې قصوره
        دغې سويې کړو غرور په خپل رفتار
        شمشتۍ ته يې کولو دا ګفتار
        چې په منډه کښې زه يمه ډېره چسته
        برملا وايم چې ته يې ډېره سسته
        ګني راشه سره منډه وهو دواړه
        بيا چې ونه وائ سويه چرته لاړه
        شمشتۍ کړلو چېلنج د دې منظور
        وه تکيه يې په خپل خداے چې دے غفور
        يو خاص ځاې يې وټاکلو د منزل
        چې څرګند کړي فرق د چست او د کاهل
        يو ، دوه، درې، سره شروع يې کړله منډه
        اوس يې ګوره د عزت لري څوک ټنډه
        سويه لاړله په چاغو قدمونو
        شمشتۍ يون کړو د خدای په قدرتونو
        سم په نيمه لار کښې سويه شوله ستړي
        ستومانۍ نه شوه اوده لکه د مړي
        شمشتۍ وه په مزه مزه روانه
        وه د سوې غوندې ستړي نه ستومانه
        شمشتۍ ورسيدله تر منزله
        سويه پاتې شوه مغروره وه ، کاهله
        اے سحره ! غرور نه دې هيڅ پکار
        تل باور لره په خپل پروردګار
        ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــ


        Comment


        • #5
          فيروز افريديد ليکنې نېټه:اتبار، اکتوبر 25, 2009 9:37 amموضوع:د سعادت سحر پېژندګلوپېژندګلو———-سعادت سحر
          زما خپل نوم سعادت علي خان دے او په ادبي نړۍ کښې د سعادت سحر په نوم يادېږم. د پلار نوم مې شاه ولي خان (مرحوم) دے. چې د خپل وخت يو نامتو شاعر ؤ. د نيکه نوم مې مير ولي خان (مرحوم) دے. هغه هم يو ښه شاعر ؤ او د خان عبدالغفار خان (باچا خان) د تحريک يو سرګرم غړے ؤ. زما د زېږېدو نېټه ورومبے جون نولس سوه دوه پنځوسم ۱-۶-۱۹۵۲ عيسوي کال دے. د خپل کلي نوم مې لاچۍ دے، چي د پښتونخوا د مشهور ښار کوهاټ نه سويل اړخ ته په دېرشو کلوميټرو پروت دے.
          تر لسمه پورې سبق مې په خپل کلي کښې وئېلے دے . اېف اېس سي يعني دولسم مې د کوهاټ کالج نه پاس کړے دے. د پښتو په مضمون کښي مې د پېښور پوهنتون نه ايم اے کړي ده او اېم اېډ مي د ګومل يونيورسټۍ نه کړے دے. نن سبا په محکمه تعليم کښې د هېډ ماستر (اول مدرس) په حيثيت خپله وظيفه تر سره کوم.
          ادبي هلې ځلې: په اتم جماعت کښي وم، چې شعر و شاعري مې کوله. هسي خو د ماشومتوب نه به خپل شاعر پلار د ځان سره ګرځولم او تر لوارګي پورې د حمزه بابا په کلي کښې مې مشاعرې ليدلي او اوريدلي دي خو په باقاعده توګه مې په اول ځل په کال نولس سوه نهه شپيتم ۱۹۶۹ عيسوي کښي په يوې طرحي مشاعرې کښي برخه واخسته. دا مشاعره زمونږ په خپل ځاے (ميرولي خان سرای) لاچۍ کښې شوي وه. چې صدارت يي پروفېسر افضل رضا مرحوم کړے ؤ. د دې نه پس هر کله چي د ګلستان پښتو ادب لاچۍ ادبي سرګرميانې ختم شوې نو د لاچئ د نوي کهول شاعرانو د پښتو ادبي ټولنې بنسټ کېښودو. ، چې ما سحر هم پکښې غړيتوب واخستو. پس ته ما نه صرف په لاچۍ کښې بې شمېره ادبي غونډو او مشاعرو کښې برخه واخسته ، بلکې د لاچۍ نه بهر ټيري، بنوَ پېښور، کوهات، اکوړي، ټل، هنګو، چارسدې، مردان، دره آدم خېل، ان تر دي چې د بلوچستان ښار لورالاي او د پنجاب ښارونو پنډۍ او اسلامآباد کښې هم په ډېرو درنو ادبي تقريباتو او مشاعرو کښې شامل شوم.
          تر څو چې د ادبي غړيتوب خبره ده ، په بنيادي توګه زه د پښتو ادبي ټولني باني غړے پاتې يم. او نن صبا د دې ټولنې مشر سکتر يم. د دې نه علاوه زۀ د ساهو ليکونکي کوهاټ هم باني غړے پاتې يم او صدر يي هم پاتې شوے يم. نن صبا پروفېسر الياس خټک د دې تنظيم صدر دے او زه ورسره د نائب صدر په حېث کار کوم. دغسې زه د پښتانۀ ليکوال هم باني غړے يم. او داسې د قاسم علي خان افريدي پښتو ادبي جرګې ادبي مشير هم پاتې شوے يم. د دې نه سربېره د کوهاټ آرټس کونسل زما په درناوي کښې يو پروګرام هم منعقد کړے ؤ . په دې تقريب کښې ګران ملګري سعيد رهبر زما په ژوند او فن مقاله پېش کړي وه. او زما شاعر زوی رفاقت ما ته په نظم کښې پېرزوينې وړاندې کړي وې.
          تر څو چې په اخبارونو او مجلو کښي د خپلو ليکونو د خپرولو خبره ده، نو د ۱۹۷۸ نه زۀ اخبارونو او مجلو ته خپل ليکونه د چاپ د پاره لېږم. په دغو ورځپاڼو کښې شهباز، امن، انجام، او بانګ حرم د ذکر وړ دي. په ورځپاڼه وحدت کښې مې ډېر ليکل چاپ شوي دي. د ”سحرنامې“ تر عنوان لاندې پښتو ژبه کښې ووۀورځنی کالم مې هم ليکلے او خپور کړی شوے دے. په مجلو کښې زما ليکونه په جمهور اسلام کوئټه ،اباسين (پېښور) نه علاوه د پښتو اکېډمۍ پېښور پوهنتون نه خپريدونکي پښتو مجلې کښې هم زما ليکونه وخت په وخت خپرېږي.
          په بنيادي توګه زۀ يو غزلګو شاعر يم. په ۱۹۹۲ کښې مې د سلو غزلو يوه مجموعه د ”زېروبم“ په نوم چاپ شوي ده. زما دا خيال ؤ ، چې د باباے غزل امير حمزه خان شينواري په غزلونو موزون کړي اويا تصميمونه به هم زر نه زر د چاپ په کالو ښائسته کړم ، خو متاسفانه چې د زېروبم نه پس زه نه د نثر او نۀ د نظم بل يو کتاب په خپرولو کښې کامياب شم. د غزلو سره سره مې نظمونه، يو څو هائيکو او يو شمېر قطعات هم ليکلي دي. حمد او نعت هم لرم.
          د خوشحال بابا د سلو غزلونو منظومه ترجمه مې هم کړي ده ، چې پرېشان خټک او م-ر-شفق پرې زړه پورې ليکنې کړي دي.
          تر څو پورې چې د نثر خبره ده نو ما په هلکوالي کښې يو وړوکے ناول هم ليکلے ؤ، چې د وخت د ناکړدو له لاسه رانه بې درکه شو.يو څو افسانې مې هم ليکلي دي.
          د تېرو څو کالو راهسې مې ترجمو ته مخ شوے دے. د سيد جمال الدين افغان ليکلے نايابه تاريخ ”تاريخ الافغان في تتمته البيان“ مې پښتو کښې ژباړلے دے. د عربي مشهور نکات المخير نه مې د شپاړس سوو محاورو او متلونو ترجمه په پښتو کښې کړي ده. د نياز فتح پوري تبقيدي مقاله ”ادبيات او اصول ” او د محترم جلال الدين اشک د مقالې ”تنقيد“ ترجمې مې هم کړي دي. د باب خېبر سره په خوا کښې په کتبو ليکلے د پښتون تاريخ مې هم پښتو کښې ژباړلے دے. د تابش صديقي صېب ”تين مسلمان سياح(المسعودي،البېروني او ابن بطوطه) مې هم په پښتو کښې ترجمه کړي دي. د علامه کمال الدين الاسيري مشهور تصنيف ”حيات الحيوان“ تلخيص مي په اردو ژبه کړے دے.د دې نه علاوه مي د بابر خودنوشت ”ترک بابري“ پښتو کښې ژباړلے دے. د اولف کيرو ”دي پټان“ مې هم د خداے په فضل ژباړلے او کمپوز کړے دے.
          تبصره، واکره او کره کتنه زما د کار څيزونه دي. ما د يو شمېر شاعرانو او اديبانو په کتابونو ليکل کړي دي، خو د باباے چاربېته ”عبدالواحد ټېکېدار“ د چاپ شوي کتاب ”چاربېته کښې موجود دي. په ټولو يو سل وولس ۱۱۷ چاربېتو مې ځان ځان له تبصره کړي ده او تنقيدي جائزه مې يې اخستي ده. داسې د مبارک احمد (اکمل اسد ابادي) صېب د لغات واکری کره کتنه مې ”د واکرې واکره“ په نوم کړي ده. د ښاغلي هېواد مل له خوا د صدر خان خټک په کتاب مې بشپړه تبصره کړي ده. د حمزه بابا په يو شمېر غزلو (سلو غزلو) مې تبصره کړي ده. داسې مې د خوشحال بابا د غزلونو جاج هم پېل کړے دے، چې پکښې مې په خصوصي توګه په قافيو باندې نظر ساتلے دے.
          د قرآن عظيم الشان قافيه بندي مې هم کړي ده. او د هر آيت اخري ټکو مې په ترتيب سره د ”هم قافيه الفاظو ” سره درجه بندي کړي ده.لنډه دا چې ځان مې پښتو ته وقف کړے دے. نن صبا مې د تاريخ اسلام ترجمې ته بډې راککلي دي. الله پاک دې توفيق راکړي، چې دغه غټ کار سر ته ورسوم.
          تر څو چې د منظومو قيصو تعلق دے نو د اېف اېم رېډيو پاکستان کوهاټ پروډيوسر ګران جاوېد افريدي ته دا ټول کرېډټ ځي، چې ما ته يې د دې قيصو د منظومولو وېنا وکړه او اوس دا دي د ګران فېروز خان افريدي د ماشومانو ادب سره د مينې لرلو له برکته دغه قيصۍ د چاپ په کالو ښائسته شوې.
          من آنم که من دانم
          د ځان په باره کښې ليکل ډېر ګران وي، خو د افريدي صېب حکم ؤ غورځولے مې نه شو.اميد لرم چي لوستونکي به هم پرې خپل خاطر نه درنوي. او که زما دغه د پښتو ادب خدمت کول يي خوښ وي، نو دعا دې راته کوي، چې الله پاک راته تر مرګه د خپلې ژبې، ادب او کلتور د پالنې توان توفيق راعطا کړي.
          فقط
          ستاسو دعاګو او د دعاګانو طالب
          سعادت سحر

          Comment


          • #6
            کله چې مونږ ماشومان وو نو په سکول کښي به استاذ راته د کتاب نه خوږې خوږې قيصې لوستې.دا قيصې به زياتره په نثر کښې وې. يوه نيمه قيصۍ به په منظوم شکل کښې هم په کورس کښې شامله وه. دغو قيصو به ماشومانو ته ډېر خوند ورکولو. ما به هم دغه قيصې خوښولې او نه صرف درسي کتاب کښې به مې دا قيصې بيا بيا لوستلے بلکې په غېر نصابي کتابونو کښې به مې هم دغه قيصې لټولې.
            د پاکستان قومي شاعر ډاکټر علامه محمد اقبال هم په خپل وړومبي شعري کتاب بانګ درا کښې د ماشومانو د پاره يو څو قيصۍ شاملې کړي دي. په دغو کښې "ايک مکړا اور مکهي" "ايک پهاړ اور ګلهري" او ايک ګاے اور بکري د يادولو وړ نظمونه دي. زمونږ د قومي ترانې خالق خداے بخښلے ابوالاثر حفيظ جالندهري هم د ماشومانو د پاره په اردو کښې منظومې قيصۍ ليکلي دي.
            په پښتو ادب کښې ماشومانو د پاره ډېر کم نظمونه ليکلي شوي دي. د ګران محترم اجمل خټک صېب يو نظم "پرپرکي" به د سکول ماشومانو ډېر په شوق سره لوستلو. داسې د "پاړو " په عنوان سره يو نظم ، چې هغه هم بايد چې د اجمل خټک تخليق وي، ډېر زيات خوندور او د ماشومانو ډېر خوښ ؤ. خو دا نظمونه د هغو نه سېوا دي ، چې قيصې پکښې ترجمه شوي دي.ستر شاعر عمل خان سياح صېب هم په يو وخت کښې د دې قيصو د منظومولو کوشش کړے ؤ. د پښتونخوا صوبې يو پخواني ډاکټر محترم عبدالقهار مخلص هم د خپله وسه د خپل کلام مجموعې "عبرت نامې" کښې يو شمېر منظومې قيصې خوندي کړي ديَ چې ژبه يې ساده ده.


            نن صبا د مېډيا دور دے. په رېډيو او ټي وي کښې د ماشومانو د پاره پروګرامونه خپرېږي. نو زما خپل خيال دا دے، چې که لږ کوشش وشي نو وخت په وخت مختلفو شاعرانو ، چې د رېډيو او ټي وي د پاره کوم نظمونه ليکلي دي، هغه که راغونډ کړلے شي ، نو د ماشومانو د ادب برخه به په پښتو کښې مړه پټه شي. دا خبره زه په دې اساس کوم ، چې زما دغه نظمونه ، چې نن د چاپ په کالو ښائسته کېږي ، په دې کښې سل په سله د مېډيا لاس دے. زه په هېڅ توګه دغه کرېډټ ځان له نه ورکوم. زما که خپل وس کيدے نو اوس به مې خپله طبع زاد شاعري چاپ کړي وے.
            د کوهاټ د اېف اېم رېډيو پخوانے ډائرېکتر محترم لائق زاده دې چار ښه وي او کور دې اباد وي، چې زما نيازبين شاګرد ته يي وېنا وکړه ، چې د ماشومانو د پروګرام د پاره منظومې قيصۍ ليکل پکار دي. هر کله چې ګران جاوېد افريدي ما ته دغه وظيفه راتر غاړه کړه ، نو ما ورته بډې راښکلې او په يو نشست کښې مې لس قيصې په نظم کښې*وژباړلې. د ژباړلو خبره مې ځکه وکړه ، چې د بد قسمتۍ نه نن سبا د پښتو مضمون په نصاب کښې* د نشت سره سم دے. نو مجبورآ ما د دې قيصو په ترجمې کښې د راوړلو په وخت د انګرېزۍ ژبې د قيصو نه مدد واخستو.زما دا خيال ؤ او اوس مې هم دغه اراده ده ، چي که الله پاک ژوند راکړو او د ژباړلو جذبه مې تانده وه نو لږ تر لږه به سل قېصې په پښتو ژبه نظموم.
            د ګران فېروز افريدي د جذبې هم قدر کوم، چې هغه بيا بيا زما د ترور ځوی شاکرالله خان ته يادګيرنې ورکوي، چې هله کړه سعادت سحر ته ووايه ، چي زر نه زره دې خپله پېژندګلو او سريزه راوليږي. نور کتاب چاپ ته تيار دے. نو زه د ګران افريدي صېب ډېره ډېره مننه کوم ، او که هغوئ ته ياد وي ما د ګران راجولي خان خټک په وړاندې په نشتر هال کې د هغوئ شکريه ادا کړي وه، چې هغوئ زما دغه منظومې قيصې نه صرف خوښې دي بلکې هغوئ دغه قيصې چاپ کول هم غواړي. الله پاک دې د پښتو ژبې او ادب د مرستې د پاره هم دغسې بختوره خلک ژوندي ساتي.او د افريدي صېب سره سره زه د ډاکټر شاکرالله هم مننه کوم ،چې بيا بيا يي ما ته يادونه وکړه ، چې په کتاب سريزه وليکم.
            ګرانو لوستونکو! تاسو به حېران شئ، چې دغه قيصې لکه هوښيار کارغه، حريص سپے، د دوو غوايانو قيصه، د کارغۀ او د لومبړ قيصه او داسې دغه نورې قېصې ، چې مونږ يې د ماشومتوب نه لولو يا اورو، څه نوي قيصې نه دي. دا د نن نه درې زره کاله پخوانۍ قيصې دي، چې د يونان يو انقلابي شاعر اليسپ په هغه دور کښې ليکلي وې ، چې د حکومت وخت خلاف د خبرې کولو سزا مرګ وه.نو دغه شاعر د ځناورو او د مارغانو په کناياتو سره په خپلو ظالمو بادارانو باندې تنقيد وکړو. د دې باوجود ، چې د وخت سامراج هغوئ ته قانوني سزا ورنکړے شوه ، ولې بيا هم د يو سازش له مخه هغه د يو غر نه ګړنګ ته ورګذار کړے شو او داسې دغه نابغه شاعر په بې دردۍ سره ووژلے شو. وروستو سقراط هم خپل شاګرد ارسطو ته ووئل ،چې د اليسپ دغه منظومې قيصۍ په نثر کښې بدلې کړي .داسې دغه قيصۍ وروستو د نورو ژبو ادب کښې خوندي شوې.
            د وخت تېرېدلو سره د اليسپ په قيصو کښې لږ ډېر بدلون راوړل شوے دې. خو حقيقت دا دې، چې د اليسپ ليکلي دغه قيصې اوس هم په خپل روح سره ژوندۍ دي. د هغه يوه يوه قيصۍ نه صرف ماشومانو ته بلکې سترو ته هم درس ورکوي. د مثال په توګه د هوښيار کارغۀ د قيصې فائده وګورئ ، چې نن هم د يو متل په صورت کښې بيانېږي يعني ضرورت د ايجاد مور ده. داسې زما په دې کتاب کښې د حريص سپي د عنوان لاندې ليکلي قيصۍ مونږ ته دا سبق راکوي ،چې حرص بده بلا ده.دا ټول نه صرف اسلامي اقدار دي، بلکې آفاقي او انساني اقدار دي، او هر هغه لوستونکے ، چې د کوم مذهب او نظريې سره تعلق لري ، دغه نظمونه چې لولي ، نو نه صرف خوند ترې اخلي بلکې عبرت هم ترې حاصلوي. د کتاب درېمه قيصۍ د " زميدار او د هغه ځامن" تر عنوان لاندې ده. دا قيصه زما سحر تر فهمه زمونږ د مشرقي ذهن تخليق ښکاري ، چې پکښې د اتفاق او ورورولۍ يو ښه سبق پروت دے. څلورمه قيصۍ د دوو غوايانو قيصۍ ده. حقيقت دا دے، چې د دې قيصۍ په ژباړولو کښې ما د افغانستان د لوی شاعر عبالباري جهاني صېب نه تآثر اخستے دې . هغوئ هم دغه رنګ قيصې ډېر په ښکلي او سپېڅلي ډول ژباړوي.د اشنا راډيو په پروګرام کښې د هغوئ دغه قيصۍ په منظوم هئت سره مثال نه لري. پينځمه قيصه د کارغه او د لومبړ تر عنوان لاندې ده. ځنې کره کتونکي يا جاج اخستونکي زياتره دا پوښتنه کوي ، چې دا لومبړه ده او که لومبړ؟ نو لکه څنګه چې ما پورته کرښو کښې عرض وکړو ، دغه ژباړه ما د انګرېزي ادب نه کړي ده ، نو په انګرېزۍ قيصې کښېfox يعني لومبړ ياد شوے دے. شپږمه قيصۍ د ډينګ او لومبړ ده. د ډينګ تورے زمونږ د خټکو په علاقايي ژبې کښې د "دنګ" مترادف تورے دے. په انګرېزۍ کښې ورته cranc وايي او اردو ژبه کښې*ورته سارس يا کونج وايي. دغه قيصه د متن په لحاظ ډېره ګټوره ده. په ادب کښې لکه مونږ ته معلومه ده، لومبړ د يو مکار ځناور په توګه راوړلے شي.او ډينګ د بې عقله په توګه يادولے شي.په دې قېصې کې نه صرف په يو مکار سړي طنز شوے دے، بلکې شاعر د هغو خلکو غندنه کوي، چې وايي: دنګ (ډينګ) سرے کم عقل وي.لږ په دې قيصې کښې دا شعر وګورئ:
            خلک وايي ډينګ کم عقل وي خو ګوره
            خلاصوي به ځان اوس څنګه د پيغوره
            اوومه قيصۍ د وفادار سپي تر عنوان لاندې ده. دا هم يوه مشهوره قيصۍ ده ، چي پکښې نه صرف د سپي وفاداري بيان شوي ده بلکې د سپي مالک د پاره په دې قيصۍ کښې يو سبق راوړل شوے ، چې په عام ژوندون کښې يو مالک چې يو نوکر يا څوکيدار وساتي ، نو بايد چي هغه دې په خپل نوکر بداعتماده کېږي نه او د تادۍ نه دې کار نه اخلي، ګني انجام به يې پښېماني وي.
            د کتاب اتمه قيصۍ ميږے او کوړکوړۍ عنوان لري. دا هم ډېره سبق آموزه قيصۍ ده، چې پکښې د يو بل سره د ښېګړې کولو درس ورکړل شوے دے. ما سحر دغه کوړکوړے د خپل ماشومتوب کتاب نه راخستے دے، ګني خټک دي مرغۍ ته سپلمه وايي. په انګريزۍ کښې دغه تورے doveدے ، چې اردو کښې*يې معنی فاخته يا قمري ليکلي ده.
            د کتاب د نهمي قيصۍ عنوان دے "مږک او زمرے" مږک په عمومي توګه منږک ليکلے شي، ولې ما سحر د کلام د چست والي له کبله مږک هم راوړے ده. دا هم ډېره زياته مشهوره قيصۍ ده ،چي پکښې په کمزورو باندې نه صرف د رحم کولو درس دې بلکې دا خبره پکښې*د عبرت ده ، چې لوے او زورور خلک دې کمزورو او لاچارو خلکو ته سپک نظر نه کوي.
            د کتاب لسمه قيصۍ د "زمري او غلام " د عنوان لاندې ده، چې پکښې په خپل خدمتګار باندې د رحم کولو او معاف کولو سبق راوړل شوے دے. دا قيصۍ ما ته د عربي ادب نه ماخوذه ښکاري، ولې چې د غلامۍ ثقافت په عربو کښې تېر شوے دے. انګرېزان هم په دغې تور ککړ پاتې دي، ولې د الله پاک فضل دے ،چې لږ تر لږه پښتون د انسانانو د پېرلو او پلورلو کاروبار نه دې کړے.
            يولسمه قيصۍ د اوښ او ګيدړ ده. د دې نمونې قيصئ په عمومي توګه په فارسۍ ادب کښې په نظر راځي.خاصکر د سعدي او شيرازي په حکاياتو کښې هم د اوښانو او ګډو بزو يا د مخنلفو مارغانو ذکر ډېر شوے دے. دا قيصه پوره شل شعرونه لري. په بشپړه توګه بيان شوي ده. امېد لرم چې لوستونکي به ترې خوند واخلي.د شعري التزام له مخه ځني لوستونکي په دې نظم کښې څه کوفت محسوسوي، د هغې تکليف درنه بخښنه غواړم.
            دولسمه قيصۍ د دهقان او ښامار عنوان لري. دا هم ډېره سبق آموزه قيصۍ ده. د هر چا خپل فکر دے. د دې قيصۍ په مقابلې کښې ما ته د هغه نېک بزرګ واقعه راياده شوه، چې په اوبو کښې ډوبيدونکے لړم يې په لاس کښې راواخستو .لړم چې پرې لشه ولګوله نو خپلو مريدانو ورته د لړم د غورزولو يا وژلو مشوره ورکړه، خو دې حضرت چې کوم ځواب ورکړو هغه د سرو زرو په اوبو سره د ليکلو جوګه دے. د لړم فطرت لشه لګول دي ، دا به خپل کار کوي او د انسان فطرت د بل سره ښېګړه کول دي. زما فرض دي ، چې زه دا د تکليف يا مرګ نه وساتم.-سبحان الله.
            ديارلسمه قيصۍ د ”شمشتۍ او لړم“ عنوان لري. دا هم ډېره مشهوره قيصۍ ده. د لړم فطرت لرونکي خلک زياتره خپل زيان کوي. لړم لا څوک چيچلي نه وي، خو په نظر راتلو سره سړے د هغه د مرګ تابيا کوي.داسې د مضر سړي انجام هم ډېر خراب وي.او لکه د ليوني سپي عمر يي ډېر کم وي. تر څو پورې چې د دې نظم د ليکلو تعلق دے نو زه به دومره ووايم، چې اين سعادت بزور بازو نېست. باور وکړئ چې زه (سحر) په ځاني توګه دا نظم ډېر خوښوم. ګران شاکر کو د دې نطم سره دومره خواري کړي وه،چې زما ذاتي مجموعې په ټائيټل يې د دې قيصې انځورګري کړي وه. څه به ښه وي ، چې فېروز افريدے صېب هم دغه زيار وګالي او د هرې قېصې سره د هغې په اړه انځورګري وکړي.
            د څوارلسم نظم عنوان دے ”مچي مار او اړوکے کب“. د دې قيصئ په خاتمه کښې ما سحر دا شعر راوړے دے.
            اے سحره چې په لاس دې راشي خپل وي
            د بل لاس کښې که ډېر څه وي خو د بل وي

            د کتاب پنځلسم نظم ”انګوران تراوۀ دي“ عنوان لري. په دې نظم کښې هم دا سبق پروت دے، چې ځني خلک د خپل مرام تر لاسه کولو د پاره خپل کوشش وکړي، خو د ناکامۍ په صورت کښې خپل مرام ته بد رد وئيل شروع کړي. پکار دا دي ، چې سرے ووايي، چې يره سړے په خپل وس پړ دے. ما خپل کوشش وکرو خو——- د نظم په آخري شعر کښې مې دغې ټکي ته اشاره کړي ده.
            اے سحره چې جوګه وي د ستاينې
            څوک دې نه کوي د هغه څيز غندبې

            شپارسمه قيصۍ د ”غرضي ملګري“ عنوان لري. دا هم ډېره مشهوره قيصۍ ده او شايد د عربي ادب نه نورو ادبونو ته منتقله شوي وي. په دې قيصۍ کښې نه صرف د سري د هوښيارتيا ذکر شوے دے، بلکې د غرضي ملګري نه د ځان ساتلو سبق هم پکښې بيان شوے دے.
            اوولسمه قيصۍ ” کرړے او ميږے“ عنوان لري.
            دا هم ډېره سبق آموزه قيصۍ ده، چې پکښې د راتلونکي مشکل وخت د پاره د تيار او بېدار وسيدلو سبق پروت دے. د دې قيصۍ نه دا مطلب هم نه دي اخستل پکار ، چې سړے دې ګني د يوې خېټې د پاره څليريشت ګهنټې وټاکي او د خپلو خپلوانو سره دي ښه بده او راشه درشه نه کوي. په دې قيصۍ کښې په فضولياتو کښې د وخت تېرولو په ځای د وخت د قدر کولو وېنا شوي ده.
            د کتاب اتلسمه قيصۍ ”د عربو دوه سرداران“ عنوان لري.
            لکه څنګه د عنوان څخه برېښي ، دا قيصۍ د عربو ادب نه اخستل شوي ښکاري. په نظم کښې نه صرف د ”آس“ وفاداري بيان شوي ده، بلکې د اس سره د مينې کولو ښه انجام هم ښودل شوے دے او داسې د آس سره د ظلم کولو انجام هم په دې قيصۍ کښې راوړل شوے دے.
            مرګ خو حق دے د دنيا نه به ټول درومي
            اے سحره! څوک چې څه کړي هغه مومي
            د کتاب نولسمه قيصۍ ”عقلمندمعذوره دوستان“ عنوان لري.
            په دې نظم کښې د دوو ملګرو بيان شوے دے، چې يو په پښو شل او بل په سترګو ړوند وي. په دې قيصۍ کښې مونږ د پاره ډېر ګټور سبق پروت دے.غرض د قېصۍد جوړوونکي دا دې ” ، چې انسان دې خپلې معذورۍ نه خپله کمزوري نه جوړوي. په وس کوشش سره انسان د خپل چاپېرچل يو ګتور فرد ګرځيدلے شي.
            د کتاب شلمه قيصۍ ”کم عقله غرڅنۍ“ عنوان لري.
            دا اهمه قيصۍ هم ډېر ګټور سبق لري. انسان ته دا هيڅکله هم نه دي پکار، چې دا دي د خپل بدن په ځينو اندامونو ټکونه کوي. زما رنګ تور ولې د؟، زۀ ټيټ ولې يم؟ زما سترګې داسې ولې دي؟ داسې ولي نه دي؟ د دې په ځای انسان ته پکار دي ،چې خپل صلاحيتونه پکار راولي .ما سحر په تاريخ کښې لوستي دي، چې بت شکن غازي محمود غزنوي د رنګ نه تور او بدرنګ ؤ. عېن ممکنه ده مخ يې هم کټو دانو (چيچک) زپلے ؤ نو ډېر به ځان له خفه ؤ خو خپل استاذ ورته نصيحت وکړو، چې داسې ښه کارونه وکړه ، چې خلک دې رنګ هير کړي.او په ښو اخلاقو او ښو کارونو دې ياد وساتي.
            د کتاب يو ويشتمه قيصۍ ”د دوه بزو قيصۍ“ تر عنوان نلابدې ده. په دغه قيصۍ کښې د نااتفاقۍ انجام ښودل شوے دے، چې دواړو بزو د هوښيارتيا نه کار وانخستو ، نو د مرګ ښکار شوې. د دې قيصۍ يو مثبت اړخ هم شته ، که خداے پاک ته منظوره وه هغه هم نظموم.په هغې قيصۍ کښې دواړې بزې د هوښيارۍ نه کار اخلي . د پل لاره تنګه وي. يوه کښېني او بله پرې د پاسه قدم واخلي او داسې دواړې بزې مخامخ د ښکر نه اړمولو په نتيجه کښې لاندې نهر کښې د ډوبيدو نه بچ شي.
            د کتاب دوويشتمه قيصۍ ”سويه او د هغې بې وفا دوستان“ عنوان لري. دا قيصۍ هم زمونږ د چاپېرچل هنداره وړاندې کوي. د خوشحالو په دور کښې هر څوک ورسره ښه سلام کلام کوي خو د تکليف په ورځو کښې اکثر ملګري مخ واړوي. نو پکار دا دي ، چې انسان پخپل وس د حالاتو مقابله کوي.
            اے سحره خداے د هغو مددګار وي
            چې مدام د ځان مدد ته څوک تيار وي
            د کتاب درويشتم نظم ”عجيبه چرګه“ عنوان لري. دا هم ډېره مشهوره قيصۍ ده ، چې موږ ته د تادۍ کولو سره سره د حرص کولو انجام په ګوته کوي. ماشومان چې دا قيصۍ اوري يا يې لولي نو ډېر زيات خوند ترې اخلي او سبق ترې لږ اخلي. خو د لوے عمر خلکو د پاره په دې قيصۍ کښې ډېر ګټور سبق پروت دے.
            څلېريشتمه قيصۍ ”بزه او لومبړه“ عنوان لري. په دې قيصۍ کښې د بزې بېعقلۍ او خواخوږۍ سره سره د هغې حرص ته هم ګوته نېول شوي ده او بل طرف ته د لومبړې چالاکي يا مکاري پکښې بيان شوي ده . د قيصۍ مرکزي خيال دا دے، چې انسان دې وچ په وچه د چا د مکارۍ په ژړا نه غولېږي. لږ د غور او فکر نه دې هم کار اخلي.
            اے سحره اول سوچ دے ښه پکار!!!
            بيا کوي دې هر سړے خپل خپل روزګار
            د کتاب پنځويشتمه قيصۍ ”منږکان او پيشو“ عنوان لري.. د موجوده سياسي چاپيريال په تناظر کښې دا قيصۍ ډېر مهم رول ادا کولے شي. واقعي چې د نن سياستمداران د هغې پيشو په مثال دي، چې منږکان يې تر پوزې راوستي وو . د منږکانو جرګه هم وشوه او د پيشو د مخنيوي د پاره منصوبه يا پلان هم جور شو، خو هر کله چې د پيشو په غاړه کښې د ټلۍ اچولو خبره شوه ، نو يو منږک هم دغۀ کار ته غاړه کېنښوده.
            Who will bell the cat. نن هم د انګريزي ادب دغه محاوره په جرګو مرکو کښې پکارېږي
            اے سحره هر سړے په خپل وس پړ دے
            بې همته په ژوندي ځان لکه مړ دے
            د کتاب شپږويشتمه قيصۍ ”خواخوږے سړے او ظالم زمرے“ عنوان لري. په دې قيصۍ کښې د يو ښه سړي بلکې ساده سړي د يو ظالم زمري سره د نېکۍ کولو بيان شوے دے.او بيا لومبړه چې زياتره د خپل مکر يا د پوهې نه د غلطې فائدې پورته کولو د پاره په ادبياتو کښې د کنائې په توګه راوړلے شي. په دې قيصۍ کښې دا ښودل شوي دي ،چي که څوک وغواړي ، نو خپل عقل د منفي ګټې په ځاے په مثبته توګه هم پکارولے شي.په دې قيصۍ کښې دا سبق هم ورکړل شوے دے، چې هر چا ته پکار دي، چې د خپل محسن سره دې بد نه کوي
            اے سحره خپل محسن سره چې بد کړي
            خداے به خامخا د هغه عمل رد کړي
            د کتاب وويشتمه قيصۍ ”ليوۀ او ګډورے“ عنوان لري.دا قيصۍ هم زمونږ د چاپېريال د هغو زورګيرو د بدو عملونو ښکارندويه ده، چې خامخا د خپل غرض د پاره د کمزورو او لاچارو سره دښمني کوي او زيان ورته رسوي.
            هر ظالم کوي مظلوم باندې کانې
            اے سحره لټوي ورته بانې
            د کتاب اته ويشتمه منظومه قيصۍ ”ظالم زمرے او هوښيار سوې“عنوان لري. تر څو پورې چې د دې قيصۍ د مرکزي خيال تعلق دے، نو يقينآ چې په دې قيصۍ کښې د ظالمانو بادارانو نه په حکمت ، هوښيارتيا ، چالاکۍ يا په مکارۍ سره د ځان د ساتلو چل ښودلے شوے دے. د دې قيصۍ په نظمولو کښې چې ما ته کومه کشاله پېښه وه هغه د سوې د نر او ښځې د پاره د بېلتون کولو مسئله وه. ډاکټر شاکرالله چې هر کله زما دغه منظومې قيصې د انټرنېټ په ذريعه د دستار وېب سائټ ته وسپارلې، نو هلته که يو طرف ته زما د دې منظومو قيصو ډېره ستاينه او سپارښتنه وشوه، نو بل طرف ته ځنه کره کتونکو پکښې تکنيکي پوښتني هم راپورته کړې، چې يوه مهمه پوښتنه پکښي دا وه ، چې د سوې مذکر څه دے.خداے شته چې د دې قيصۍ ليکلو په وخت هم ما ته دغه مشکل مخامخ شوے ؤ. خو لکه څنګه چې تاسو زما قيصۍ لوستي ده ، ما تر خپله وسه دغه ژباړلي ده. خو دلته زۀ په دې مجبور يم ، چې تاسو په خدمت کښې د پښتو د ځنو ټکو د تانيث او تذکيرکشاله په ګوته کړم. مونږ شاعران او اديبان چې چرته هم راغونډ شو ، نو مونږ نه دا پوښتنه کېږي ، چې پښتو ژبه کښې د ناوي مذکر څه دے. بيا هر شاعر د خپلې علاقي په مناسبت سره ورته د ناوي مذکر ښايي، خو تپوس کوونکے مطمئن نه کړے شو. ما نه چې کله چا پوښتنه کړي نو دا ځواب مې ورکړے دے، چې که د ناوي تورے د ”نوي“ نه روغ وي نو بيا ”ناوے“ ”نوے“ سره ډېر سمون خوري. بيا هم د حېرانتيا خبره ده ، چې تر اوسه پورې پښتو د ناوي د ځلمي د پاره په يو توري متفق نه شول او دغه د پښتنو خاصه ده
            اتفاق ورڅخه نشته هے ارمان
            بهر حال زما د معلوماتو تر مخه د سوې مذکر ”سوئيګے“ دے
            د کتاب نهه ويشتمه منظومه قيصۍ ” ښاغلے ځوان او بندي طوطيان“ عنوان لري.په دې قيصۍ کښې هم ډېر ښه سبق پروت دے. زمونږ د دين هم دغه نصيحت دے، چې مارغان په پنجرو کښې مه ساتئ. د دې قيصۍ يو بل اړخ هم شته ، هغه دا چې سړے دې خپله هم دا کوشش کوي، چې د بنديخانې نه د وتلو د پاره دې هلې ځلې جاري ساتي او دغه خيال په يوې بلې قيصۍ کښې هم راغلے دے.په کومې کښې چې طوطي د خپل ازاد طوطي له خوا پېغام اوريدلو سره حان په دروغه مړ ښکاره کړي. او چې مالک يې د پنجرې نه بهر ګوزار وي، نو هغه په هوا شي او وايي چې ما ته دغه چل ازاد طوطي ښودلے دے..بهر حال کوشش دا پکار دے، چې مونږ دې بې ضرورته مارغان يا نور ځناور په پنجرو کښې نه بندوو.
            د کتاب دېرشمه منظومه قيصۍ ”سويه او شمشتۍ“ عنوان لري. دا هم ډېر لوړ او سپېڅلے سبق لري. او مونږ ته دا ښودل شوي دي ،چې د خپلې يوې خوبۍ په مقابلې کښې د چا عېب پورې خندا کول ښه کار نه دے. په دې قيصۍ کښي مونږ ته دا سبق هم راکړل شوے دے، چې د چا خبرو پسې دې نه ځو.بس په خپل همت دې د خپل مرام د حاصلولو د پاره تر خپله وسه هڅې وکړو. الله پاک د همتناکو خلکو مرستيال دے. همت مردان مدد خدا ليس بلانسان الا ما سعی
            اے سحره غرور هيڅ نه دے پکار
            تل تکيه لره په خپل پروردګار

            په عمومي توګه د پښتو ادب د کتاب د خپرونې روايت دا دے، چې شاعر د کتاب سريزه په يو بل شاعر يا اديب ليکي، چې د کتاب د شاعر په شاعرۍ بشپړه تبصره وکړي او د شاعر د شاعرۍ په هکله د خپلو سپېڅلو خيالاتو څرګندونه وکړي، خو دلته خبره څه بل شان شوه ښاغلې فېروز خان اپريدي صېب د حکم تر سره کولو د پاره ما سحر په کتاب تبصره وکړه. اوس زه هم فېروز خان اپريدي صېب له دا بلنه ورکوم، چې هغوئ زما په دې منظومو قيصو ارو مرو ليکل وکړي او په دې کتاب کښې دې خپله ليکنه شامله کړي. که د اپريدي صېب نور ملګري په دې کتاب په لنډو ټکو کښي څه خيالات څرګندول غواړي، نو زه هيله لرم چې د هغو ليکنو ته به هم په کتاب کښي ځاے ورکړلے شي.
            د خپلې ليکنې په آخر کښي زه به د هغو شاعرانو او اديبانو ملګرو سره سره د خپلو هغو باذوقه ملګره شکريه هم ادا کړم ، چې د دې قيصو د نظمولو يا ژباړلو په وخت يې زما حوصله افزايي کړي ده. دلته په خصوصي توګه زۀ ښاغلے رحمت شاه رحمت او سعيد رهبر ياد کړم، چې ماته يې ښې مشورې راکړي دي. زۀ د هغو سپېڅلو ادبي استاذانو هم ډېر شکر ګذار يم ، چې زما قلم ته يي د ليکلو جرآت ورکرے دے. خاصکر زما د سکول استاذ محترم سعدالله خان حېران ،چې د ”پټي سلګۍ“ نومې شعري مجموعي شاعر دے .او داسې خداے بخښلے ايوب صابر او محترم عمل خان سياح هم مننه کوم چې وخت په وخت يې زما حوصله افزايي کړي ده. د خپل باذوقه ملګري پروفېسر خانزاده نعيم خان هم ډېر ممنون يم ، چې زما ډاډګيرنه يې کړي ده. او داسې د خپل ګران ملګري تاج انور اعجاز هم ډيره ډېره مننه، چې زما کلام يي همېشه په غور سره اوريدلے دے. او ښي ښې مشوري يي راکړي دي. د ګران ملګري مېجر الطاف خټک هم مننه کوم ، چې زما کلام ته غوږ غوږ وي او د خپلې پوهې په اساس راته ګټورې مشورې راکوي. زۀ خپل نيازبين شاګرد ښاغلي ډاکټر کامران شاه (مجروح) هم شکريه ادا کوم ، چې زما د دې منظومو قيصو ستائنه يې کړي ده. د محترم م-ر شفق هم ډېره مننه، چې زه يې ادبي دنيا کښې معرفي کړے يم.او د ټولو نه اول او آخر د خپل شاګرد او د ترور زوی ډاکټر شاکرالله خان بېا مننه، چا چې زما دا منظومې قيصۍ د انټرنېټ په لار د دستار وېب سائيټ برخه وګرځوله. او داسې يې زه د فېروز خان اپريدي سره اشنا کړم، چا چې د ماشومانو د ادب سره د مينې لرلو له کبله زما دې قيصيو ته د چاپ د پاره ملا وتړله.
            اميد لرم چې لوستونکي به دغه منظومې قيصې خوښې کړي او ما ته دې هم خداے پاک توفيق راکړي، چې داسي نورې خوږې خوږې او ګټورې قيصې د شعر په ژبه وژباړم. زه د خپلو لوستونکو نه پېشګي بخښنه غواړم ، ولې چې ضرور به ما نه په دې ليکلو کښې څه کمے زياتے شوے وي. بس په لوے الله مو سپارم. ښاد او اباد اوسئ
            په درناوي
            سعادت علي سحر
            هېډماسټر ګورنمنټ هايي سکول لاچۍ
            مشر سکتر پښتو ادبي ټولنه لاچۍ (کوهاټ) ۲۱/۱۰/۲۲۰۹

            Comment


            • #7
              زما د وطن لرې خورو ورو زلموټو او پيغلوکوښې چارې او سلامونه
              هيله ده چې و ټول به روغ جوړ ياستئ۔
              ګرانو کشرانو
              مونږمونږ کوښښ کوو چې د د خپلې ژبې د پاره تر خپله وسه منډا ترړا اوهو۔
              د الله پاک شکر دے چې مونږ ئې تر اوسه پورې په خپلو منډو ترړو کښې بريالي ساتلي يو۔

              زه د دغه سائيټ د زلمو او پيغلوکو نه ډير زيات خوشحاله يم چې دوئي د خپلې مورنئ ژبې سره مينه او انسيت لري۔
              الله پاک نه درله ښه ورځ غواړم۔

              ستاسو د پاره مې روغ کتاب "منظومې قيصئ"دلته خوندي کړو اوس نو مزې ترې اخلئ
              نظم هم لري او د نثر بيلګې هم پکښې خوندي دي۔
              تاسو هر دواړه اسلوبونه ترې زده کولائ شئ۔

              ياد ساتئ
              حب الوطن من لايمان
              د وطن سره مينه د ايمان برخه ده
              تاسې د خپل وطن سره مينه کوئ او د وطن او ژبې سره مينه به ستاسو پيژندګلو او شخصيت درنوي۔
              پښتو او پښتون وړوکې ژبي يا قام نه دئ ۔دا د خدائي تعالي په فضل د دنيا منلئ شوئ قام دئ۔
              بس خلکو مونږ تير باسلې ډير يو
              خپل ځانونه وپپيژنئ او دنيا ته وښائي چې مونږ پښتانه تر ټول ښه او مهذبه خلک يو۔
              په ډيره پښتنه مينه
              فيروز افريدي
              مدير اعلي
              پښتو مجله "پېښور"
              قطر او پېښور
              Last edited by Feroz Afridi; 04-25-2010, 06:24 AM.

              Comment


              • #8
                manana
                abad aussai

                Comment

                Working...
                X