راگډ شوي یا پور شوي عربي ټکي چې دخیل کلمات یې هم بولي، په پښتو کې د عربي املا او وینگ له تابعیت نه وځي او په کار ده هغسې چې عام پښتانه یې وایي او مانا کوي یې، هماغسې و کارول شي.
د يوه ډېر عام پښتو شوي عربي ټکي بېلگه «قمیص» ده چې اوس يې یو پښتون هم په دغه ډول نه ادا کوي. دا باید هم کمیس ولیکل شي او هم دغسې ولوستل شي. دغسې ده «کیسه» (قصه)، «خلک» (خلق)، «ماشوم» (معصوم)، «مالوچ» (مهلوج) او داسې نور.
په کار ده چې د نورو ژبو پور شوي ټکي هم تر ممکنه بریده ددې قانون له مخې را خپل شي چې پښتانه یې څنگه تلفظ کوي او د مانا اوښتون پکې څومره شونی دی. لکه هندي «گاړي» یا عربي «شمع» په وار سره په «گاډي» او «شمې» اوړي او خپله مانا هم ساتي. همدا ډول ده «تمه» (طمع)، «پوځ» (فوج)، «سبا» (صباح)، «سهار» (سحر)، «کرار» (قرار) او نور.
یو شمېر نور نومونه لکه پيل، توپان، اپت، پتنه، تم، تپوس، پرښته، پراخ، خپه، خپگان، مانا، بيع (بها)، دين، شېر (شعر)، سهي، اروا (ارواوې) (ارواح)، ارهر(عرعر)، خوشال (خوشحال)، زباد (اثبات)، استاد (استاذ)، او نور د ډېرو آرپوهانو (اېتېمولوجېستانو) د څېړنو له مخې نا عربي سټه لري او بیا عربو خپل کړي یا معرب کړي او یا هم تصادفي لغات (accidental words) زباد شوي دي.
تر دې ځایه د پورشويو ټکو خبره وه؛ د نویو ټکو یا نیولوجېزمونو داستان جلا دی. نوي ټکي د اړتیا له مخې یا له زړې پښتو څخه او یا د څو کلمو له ترکیب څخه جوړېږي. کله کله پر دغو کلمو د پردیو ژبو د وینگ قاعدې په تېروتنه پلې کېږي، مثلاً گومان کېږي چې اخځ د عربي «اخذ» دی او همدغسې یې لیکي او وایي، یا له «ترهگر» (ترهه [وېره، ډار] + گر) نه «طرحگر» جوړوي او یا «لامل» د عربي «لامِل» په څېر د «م» په کسرې تلفظ کوي.
دا پاڼه نورو ته ولېږئ