وطن ته زما د سفرونو روداد

_________________
کتاب کښې دوه رپورتاژونه شامل دي.
د کال ۲۰۰۸ وطن ته د سفر احوال او بل د کا
۲۰۰۹ رپورتاژ
ه دغه رپورتاژونو کښي زما مختلفو ځائيونه ته تلل او په غونډو مشاعرو کښې د ګډون حال احوال.
۔۔۔۔۔۔د وطن ګلدرې پاتې شوې فېروزه
د سفر دشتو کښې څلے د هجران شوې
د وطن په ګلدرو کښې
(وطن ته د سفر رپورتاژونه)
کال مارچ اپرېل ٢٠٠٨ء او کال مارچ اپرېل مئى ٢٠٠٩ء
ليک:
فېروز افريدي
قطر
پېښور پښتو ادبي جرګه رجسټرډ، پېښور
چې کتاب زما دے نو واک زما دے
د کتاب نوم _______ د وطن په ګلدرو کښې
د کال ٢٠٠٨ او ٢٠٠٩ رپورتاژونه
ليکوونکے _______ فېروز افريدي
د اشاعت کال _______ مئى ٢٠٠٩ء
تعداد _______ ٥٠٠
کمپوزر _______ آدم خان
پروف او املا کتنه____ پروفېسر اباسين يوسفزے
قيمت: _______ ١٥٠ روپۍ
د موندلو درک:
د کابل، کندهار، جلال آباد، کوئټې، پېښور او کراچۍ د کتابونو په هر لوئے دوکان کښې موندلے شي.
خپروونکي:
• پېښور پښتو ادبي جرګه رجسټرډ، پېښور پاکستان
• پاک پښتو ادبي ټولنه قطر
خلق له ځانه هم د خپل ماضي تيَرې پټوي
مونږ په محفل کښې زړونه ښايو هيڅ پروا نۀ لرو
(اباسين)
زمونږ بې رويه بې ريا او دروند پښتون ملګرے فېروز افريدے الله پاک د پښتو په مينه داسې مست کړے دے چې د خپل امدن کافي برخه او د خپلو صلاحيتونو پوره خزانه په ډېر اخلاص د پښتو جولۍ ته اچوي. په دغه رپورتاژونو کښې ډېر په معصوميت د خپل زړۀ وړې وړې او ګټورې خبرې په داسې سادګۍ او روانۍ بيانوي چې لوستونکے کله د چاپېرچل، کله د قيصې او کله د منظرکشۍ په مستو مستو چپو کښې ورلاهو کړي. په ظاهره عامه او معمولي خبره کښې دوه څلور جُملې دومره د کار واچوي چې غېرضروري شے هم ډېر ضروري او د کار شي. او غالباً چې دغه د ليکوال فېروز نه زيات د انسان فېروز د صداقت او قامولۍ د جذبو بُخار دے.
مسافرۍ دا ښاغلے لکه د سندان کلک کړے دے او لکه د رېښمو ئې نرم کړے دے. د ژبې، خاورې او وطن د مينې نه جوړ فېروز افريدے که نثر ليکي او که شعر هم په دغه مينه، درد او څړيکو کښې انغښتے وي ځکه د اطمينان، سکون او قراري سره د پرمختګ جذبو له هم وده ورکوي.
الله دې ساده او صادق ليکونکے نور هم وځلوي.
مننه
نېټه: ٢٥ اپرېل ٢٠٠٩ء
اباسين يوسفزے
چيئرمېن، پښتو څانګه
اسلاميه کالج پوهنتون، پېښور
يوه ټپه
زما دې څۀ وکړل چې لاړې
نرے نرے زړګے به ستا راپسې چوينه
تړون
د ښاغلي طاهر بونيري په نوم
څوک چې د پښتو ژبې او قام
يو ګمنام سپاهي دے
کله به يم کله به نۀ يم
په مورچلونو مې ډاډه ګرځه مئينه
اهداء
د پاک پښتو ادبي ټولنې قطر د ټولو ملګرو په نوم
چې زۀ ئې د پښتو ادب خدمت ته چمتو کړے يم
زۀ د دوئ په ملګرتيا وياړ کوم
چې د اټک په پُل تېرېږې
رب دې در ياده کړي زما لېونۍ مينه
فېرزو افريدي، پېښور
زما خبرې
زړۀ مې غوښتل چې د خپل ژوند ليک وليکم خو په سفر کښې زما ژوند دومره مصروف دے چې د ډېر خواهش او د څو پاڼو ليکلو باوجود مې وخت پېدا نۀ کړے شو.
زما طبيعت داسې دے چې د ليک لوست دپاره نۀ جوړيږي. ليکلو کښېناستل راته ډېر د مشقت کار ښکاري. او بس چې څۀ وليکم د بيا کتلو توان ئې نۀ لرم.
د پاک پښتو ادبي ټولنې د ملګرو سره مې شل پنځويشت کاله د ادب په خدمتونو کښې تېر کړل، او زما ملګري ماشاء الله صاحب ديوان شول. دوه دوه درې درې کتابونه هر ملګري ليکلي او چاپ کړي دي. خو ما د خپل ناقص طبيعت له کبله د شلو پنځويشتو کالو شاعري هم په ترتيب نۀ کړے شوه. او نۀ مې پرې بيا نظر تېر کړے دے. چاپ خو لا ډېره لرې خبره ده.
نثر مې ډېر ليکلے دے. په دستار مجله کښې مې يوولس دولس کالمونه په تسلسل سره چاپ دي. د ملګرو په کتابونو ګڼ شمېر سريزې او په مختلفو موضوعاتو مضامين مې هم ليکلي دي. چې که يو ځائے شي نو دوه درې د نثر کتابونه ترې جوړېدے شي. خو هغه د چا خبره، دا ليکل په راغونډوي څوک؟ بل زۀ د دې خبرې هم اعتراف کوم چې کۀ زۀ شاعري ليکم يا نثر د چاپ خوګه ئې نۀ ګڼم.
ما کوشش کړے دے. چې مشاعره کښې خپل کلام هم نۀ اوروم. د ملګرو شاعرانو کلامونه اورم. د مشاعرو ترتيب او ملګري راغونډول مې ډېر خوښيږي، خو د خپلو ليکنو نه مطمئين نۀ يم. نو ځکه د چاپ کولو په حق کښې نۀ اول ووم او نۀ مې اوس ورته زړۀ کيږي.
د وطن په سفر زۀ رپورتاژونه د څو کالو راسې ليکم او په خپل وېب سائټ www.destaar.com/hujra يا ويبلوګ
www.afridi.destaar.com کښې ئې خوندي کوم او د نېټ يارانو ته ئې سپارم. هغوئ پرې تبصرې وکړي کله کله څوک پرې تنقيد هم وکړي، او کله کله ئې تعريف هم وشي. او زما لږ ډېر تسکين پرې وشي.
ما به دغه دوه رپورتاژونه هيڅکله هم چاپ کړي نۀ وے که چرې سږ کال ما د سروزو ادبي جرګې د ملګرو شعري ټولګه "روښانه سباؤن" په خپله چاپ کړے نۀ وے.
دغه کتاب لږ ډېر تحريک راکړو، بل زما يو ناليدلي ملګري د پښتو ژبې ګمنام سپاهي ښاغلي طاهر بونيري صېب راته څو کرته په ټيليفون د دغه رپورتاژونو د چاپ کولو اووئيل، حالانکې ما تر اوسه طاهر بونيري ليدلے هم نۀ دے. د کار او خدمت نه ئې خبر يم. د هغوئ دغه وېنا د يو سپېځلي پښتون بې رويا بې ريا مشوره مې خوښه کړه. او دغه رپورتاژونه ستاسو په مخکښې دي.
زۀ په اخر کښې د پروفېسر اباسين صېب او د کمپوزر آدم خان شکريه ادا کوم چې د املا او پروف ريډينګ په معاملو کښې ئې زما مرسته وکړه. او زۀ ئې د دې کتاب مالک او خالق وګرځولم.
په ډېره پښتنه مينه
فېروز افريدي
پېښور
وطن ته زما د ٢٠٠٨ء سفر، ١٣ مارچ نه تر ٢٣ اپرېل پورې رپورتاژ:
د خپلې غريبۍ غوڅولو په ارمان زۀ چې کله د دوؤ کالو په نيت د خپل خوږ وطن پښتونخوا نه په کال ۱۹۸۴ کښې راوتلم ،نو د ډېرو ارمانونو سره يو ارمان مې دا هم وو، چې دوه کاله پس چې کله وطن ته راستون شم ، نو خپل نيمګړے تعليم به پوره کووم.
نن زما د مسافرۍ درويشتم کال روان دے ،نه غريبي غوڅه شوه .نه تعليم پوره شو، او نۀ زما ټول ارمانونه سر ته ورسېدل ، بس لوئےے تاوان مې دا وکړو ، چې د عمر زيان مې ډېر وشو.
څوک مسافرمه کړې خپل کلے کورپرې وران مه کړې
عظيمه خدايه !!!ته بل څوک زما په شان مه کړې
ما د ژوندون لمحې په څومره لوئےے قيمت اخستې
څوک د سفر سودا کښې ما غوندې ارزان مه کړې
ما ډېر خوبونه ليدلي وو خو تعبير ئې زما په دې شعر کښې داسې شو.
د زمانې په کور د علم هنر ور نه وينم
ځکه په بندو ديوالونو کښې خپل در نه وينم
په خوب او خيال کښې مې مقام د بام په سر ليدلے
په حقيقت کښې د خپل تن د پاسه سر نه وينم
د وطن نه درويشت کاله بهر ژوند تيرول په خپل ځائے يو تريخ حقيقت دے خو بيا هم زه د مسافرۍ په دا ټول ژوند کښې يوه لمحه هم د وطن د حالاتو او واقعاتو نه غافله يا بې خبره پاتې نه شوم.زما که په پردي وطن څه عياشي کيدے شي نو هغه د وطن سره په رابطه ساتلو او په ورځ کښې څو څو کرته په تيليفوني تماس مصارف دي.
سربېره په دې چې زما کور او فاميل زما سره اوسيږي خو بيا هم ۱۱ مياشتې پس د بچو سره خاص د مارچ او اپريل په مياشتو کښې د پسرلې د رنګونو او خوش بوئيو د پاره خپل وطن ته ځان رسووم. او د خپلو خپلوانو سره سره د ادبي دوستانو سره ليدل کتل هم ضرور کوم.
دا ځل هم په ۱۲ -۱۳ مارچ کلي ته روان شوم .سحر وختي د پېښور په هوائ ډګر کوز شوم ،او د خپل ورور مير عالم خان او زوئے امجد علي خان په ولقه کښې خپل نوي اباد شوي کور کينال ټاون پېښور يونيورسټۍ ته نېغ لاړم.
زما پلارنے کور په باړه کښې دے خو نن سبا د اسلام د ټهيکدارانو او د خپل ځان په خپله د بربادولو او وژولو په ازلي فارموله راروان پښتون د ويرې او ترهې له کبله په پېښور کښې د رخصتۍ دا ورځې شپې تيروم.
په سبب د ظالمانو حاکمانو
کور او ګور او پيښور درې واړه يو دي
سحر د وخته کور ته ورسېدم.هلته زما د کور نور غړي زمونږ په انتظار ناست وو.
دا ځل ما دوستانو ته د خپل راتګ څه خاص خبرتيا کړې نه وه، او زړه مې هم دغه غوښتل چې درې څلور ورځې دمه وکړم نو بيا به يو يو خبر کړم.
په دريمه ورځ مې يو ادبي ملګرے مشتاق شباب څوک چې د اباسين ارټس کونسل سيکرټري هم دے خبر کړو او هغه لږه شيبه پس بيرته ما ته ټيليفون وکړو چې سبا درې بجې په نشتر هال کښې د ميلاد رسول په حواله يوه نعتيه مشاعره ده او تاسو به پکښې د مهمان اعزاز په حيث ګډون کوئ.
دا پروګرام د مخکښې نه ټاکلے شوے وو چې پکښې د صدارت د پاره د پښتو ډيپارټمنټ سابقه چېئرمين او اکادمئ ادبيات اوسنے ريزيډنټ ډائرکټر ډاکټر محمد اعظم اعظم صېب انتحاب شوے وو .او د مشر ميلمه کرسۍ چا اردودان ته سپارلې شوې وه چې دا وخت ئې نوم زما د ذهن نه وتلے دے.
دا مشاعره په درې ژبو اردو پښتو او هندکو کښې وه چې پکښې د پېښور او اطرافي سيمو نه راغلو ګن شمېر شاعرانو اديبانو ګډون وکړو.
زما سره چې کومو خلقو په ډېره تاودۀ مينه ستړي مشي وکړل په هغوئ کښې ډاکټړ اعظم اعظم صېب،ز؛محترم مشتاق شباب ناظم مشاعره، محترم سيد رسول ناساپه (مرحوم) پروفيسر اسير منګل پروفيسر اويس قرني،محترم ظفر خان ظفر ،او د اردو ژبي لوئےے شاعر او د ادبي تنظيم تخليق انټر نېشنل روح روان ښاغلي ماجد سرحدي (مرحوم) او نور ګڼ شمېر شاعران او اديبان شامل دي.
په دې مشاعره کښې چې نور کوم شاعران اديبان ما پيژندل په هغوئ کښې پروفيسر نذير تبسم،محترمه زيتون بانو،محترمه بشرىٰ فرخ (نورې هم دوه شاعرانې وې چې ما له ئې نومونه نه راځي)سيد صابر شاه صابر او دچشتي صېب نومونه شامل دي.
د مشاعرې نه پس د چائيو بسکټو د پاره شاعران بهرني انټرنس ته راووتل او په دغه وخت زه او زما ورور د ناظم مشاعره په اجازت خپل کور طرف ته روان شو.
ماجد سرحدي مرحوم صېب په تلو تلو کښې ما ته خپل کارډ راکړو او په دريمه ورځ په حيات اباد کښې رابللې په يوه بله نعتيه مشاعره کښې ئې د ګډون بلنه راکړه.
تېر کال ئې هم ما ته بلنه راکړې وه خو زه د خپلو ذاتي مصروفياتو له کبله ورته حاضر شوے نه ووم.
ماښام چې کور ته راغلم نو ښاغلي اباسين يوسفزي صېب ته مې فون وکړو او د خپل راتګ نه مې خبر کړو .
هغوئ د خپل خو شحالۍ اظهار وکړو او ما ته ئې ووئيل چې که خير وي نو بله ورځ به د حيات اباد اردو پښتو او هندکو مشاعرې ته يو ځائے په شريکه ځو.
هغه ووئيل چې زه به کور ته پينځه بجې درشم نو بيا به نورې خبرې په لاره کوو .
په دريمه ورځ ښاغلي اباسين صېب په وخت راورسېدو..په دغه ورځ د دوئ د کرکټ کلب ميچ هم وو.په منډه منډه ئې ځان تيار کړې وو او ما سره چائ څښلو ته هم د ايساريدو نه وو.ځکه چې په وخت رسېدل وو.
البته خپلې بچۍ ورته دوه د سټرابيري جوسونه په بيړه جوړ کړي وو چې يو پکښې هغه ما دپاره هم راوړے وو.د اباسين صېب د مينې او پيرزوئينې ما شکريه ادا کړه ،او مونږ دواړه هم د اباسين صېب په موټر کښې د مشاعرې په لوري روان شو.
څه نيم ساعت پس مونږ د مشاعرې ځائے ته ورسېدو.
هلته کوربنو ښاغلي ماجد سرحدي مرحوم او محترم فضلي صېب مرحوم ستړي مه شي ووئيل.
زمونږ نه وړاندې دوه درې کسان نور هم رارسيدلي وو.
مونږ د کور په لويه تهه خانه کښې راجمع شو او هغه ځائے کښيناستو کوم چې د مشاعرې دپاره بطور خاص جوړ شوے وو.
څه لږه شيبه پس يو سړي د لاسه نيولے يو داسې کس زمونږ طرف ته راکوز کړو چې د چا د ليدو ارمان ما د ډېره وخته کولو.
دا پروفيسر طــــه خان صېب وو څوک چې په لکهنؤ کښې پيدا شوے دے..په سترګو نابينا دے په اردو ژبه کښې سنجيده او مزاحيه شاعري کوي اوس اوس ورته حکومت پاکستان صدارتي ايواړډ هم ورکړے دے.
د پروفيسر طه خان لوئے کمال دا دے چې د رحمان بابا ټوله شاعري ئې په اردو ژبه ژباړلې ده
په ۶۳۴ صفحو کښې ژباړلے شوے دا کتاب د کليات رحمان په نوم خپور شوے دے.
د دې ژباړې کمال دا دے چې د رحمان بابا د شعر په زمکه په هغه صوت و اهنګ او هم په هغه قافيو او رديفو سره په معنوي مفاهيمو او په لفظي تراکيبو تړلې په ټولو محاسنو پوره يوه مکمله ژباړه ده.
ما په ډېر احترام او عقيدت د دوئي شکريه ادا کړه او په ټول پښتون قام مې د دوئ دا پيرزونه يو عظيم احسان وګڼو.
دوئ ما ته يو بل زيرے هم راکړو چې که مرګي مهلت راکړو نو قوم له به يوه بله تحفه ورکوم.
د هغوئ الفاظ دا وو چې: مين نے رحمان بابا کے دريا سے نکل کر خوشحال بابا کے سمندر مين چهلانگ لگائى هے.
يعني پروفيسر صېب څوک چې اردو دان دے او ضغيف العمر دے .د خوشحال بابا د کلياتو د ژباړې کار پئيل کړے دے ،چې يقيناً دا به د هغوئ ډېره لويه کارنامه وي.
دومره به ورسره زياته کړم چې په دغه عظيم کار کښې زمونږ هر دلعزيز ملګرے شاعر ښاغلے پروفيسر اباسين يوسفزے صېب هم معاونت کوي. لکه څنګه چې ئې په کليات رحمان کښې ورسره ډېر زيار باسلے دے.
څه لږه شيبه پس د شاعرانو تعداد په زياتيدو شو.
د اکيډمي ادبيات پېښور څانګي ډائيرکټر او د پښتو لوئے شاعر پروفيسر محمد اعظم اعظم هم راغلو .
د دوئ د راتګ نه لږ وروستو پروفيسر پريشان خټک صېب مرحوم د خپل باډي ګارډ او ډرائيور سره راورسيدو.
ما سره ئي ډېره مينه وکړه او زه حيران شوم چې پروفيسر پريشان خټک صېب زه تقريبا لس پينځلس کاله پس وپيژندم.
د ټول محفل په وړاندې په غير رسمې وينا کښې ئې زما ډېره زياته ستائينه وکړه، او زه ئې يقينا چې د خلقو په مخکښې*ډېر زيات د احسانونو لاندې راوستم.
زه د زړه له کومې د خټک صېب شکريه ادا کوم.
د خټک صېب او زما تر مينځه لا خبرې شروع وې چې د کوربه له خوا د مشاعرې د شروع کيدلو اعلان وشو.
او ما ته ئې د مشاعرې د پاره مخصوص په سپينو غوړيدلي څادر ونو جوړ په فرشي نشست د ناستې دعوت راکړو.
ماجد سرحدي اعلان وکړو ،چې دا مشاعره به په دوو برخو کښې جريان لري.
اولنۍ برخه به ئې د ميلاد النبي په سلسله کښې او ورسره د اردو ژبې مشهور شاعر پروفيسر نزير تبسم په اعزاز کښې کيږي، چې صدارت به ئې د اکيډمي ادبيات سابقه چئيرمين د پښتو ژبي مشهور پوهان او تاريخ دان پروفيسر پريشان خټک صېب کوي، او د مشر ميلمه د پاره ئې زما (فيروز افريدي) نوم تجويز کړو.چې ټولو ملګرو پرې تائيد وکړو.
ورسره ماجد سرحدي مرحوم د مشاعرې د پاره د قران پاک په تلاوت د باقاعده اغاز د پاره يو ځلمي ته بلنه ورکړه او بيا ئې د نظامت د پاره يو بل د اردو ژبي پروفيسر صېب ته دعوت ورکړو.
هغه د تلاوت کلام پاک نه وروستو محترم چشتي صېب ته د نعت د پاره بلنه ورکړه او زياته ئې کړه چې په دغه مشاعره کښې به د اردو ژبې ستر ليکوال ډرامه نويس او کالم نګار ښاغلے امجد اسلام امجد په خاص توګه شرکت کوي چې درنګ ساعت له به د ائيرپورټ نه راورسيږي.
د اولنۍ برخې کاروائي جاري وه ،چې پريشان خټک صېب ته د صدارتي خطبې وينا وکړې شوه ،ځکه چې هغه د خپلو مصروفياتو له کبله زيات وخت ايساريدلې نه شو.
په دغه دوران کښې امجد اسلام امجد صېب هم تشريف راوړو .ټولو ليکوالانو ورسره په روڼ تندي او تاوده مينه ستړي مه شي وکړل .ما سره ئې د ډېر وخت عليک سليک وو خو دا وخت د هغه په وهم او ګمان کښي هم دا نه وو ،چې ګني زه به په دغه مشاعرې کښې شامل وم.
ځکه چې زمونږ اکثر ملاقاتونه د پاکستان نه بهر شوي وو.
ما محسوسه کړه چې امجد اسلام امجد د خيال نه زه جوړ وتلے يم.
او هغه بيا وروستو زما د خبرې تائيد هم وکړو چې يقينا عجيبه غوندې کيفيت راته مخې ته وو، چې دا کس چې زه ئې پيژنم زما د دماغو نه ئې نوم ولې وتلے دے.
دامجد اسلام امجد د راتلو او ستړي مه شي په وخت پروفيسر طه خان سره د هغه جوړ تازه و نه شو ځکه چې پروفيسر صېب په يوه داسې کرسۍ چې د محفل د دائرې نه لږه وروسته وه ، ناست وو.او لکه څنګه چې هغه په سترګو معذور دے او په دغه وخت هغۀ لکه د نورو برخه والو د خپلې څوکۍ نه پاسېدلې نه شو ،نو هم دغسې په بې خبرۍ کښې پاتې شو.کله چې محترم امجد صېب په خپل نشست کښېناستو نو پروفيسر صېب ته ئې پام شو او د لرې نه ئې ورته معذرت وکړو چې معافي غواړم ما تاسو ونه ليدلے شوئ.پروفيسر صېب ورته برجسته ځواب ورکړو چې دغه خبره که زه ووايم نو صحيح به وي.
ځکه چې ما په رشتيا نه ئې ليدلې.ټولو سامعينو وخاندل.
امجد اسلام امجد يو ډېر خوش مزاجه انسان دے.هغه او عطاالحق قاسمي چې په يو محفل کښي موجود وي نو دوئ ډېر په خوند لطيفې اوروي چې سړے د خندا نه مړ کړي.
يو ځل په دوحه قطر کښي هغه دوه درې لطيفې داسې واورولې چې تر اوسه ما ته يادې دي.
لکه يوه لطيفه داسې وه،
چې يو ځل يوه مشاعره جاري وه چې خلقو بې کچه داد ورکولو. هر سړي به واه واه بيا ووايه او مکرر مکرر او دوباره اوايه. وئيل او مشاعره ئې ګرمه کړې وه.
يو سړے خاموشه ناست وو اخير دۀ هم په زړۀ کښې ووئيل چې دا ځل په دغه راروان شعر زه هم داد ورکووم اخير دا خلق به څه فکر کوي چې ګني زه بې ذوقه يم ؟ يا په شعر نه پوهيږم.؟
دۀ ورته ځان تيار کړو او چې کله شعر ختم شو نو دۀ چې واه واه او مکرر وئيل غوښتل نو په دا وخت ورته په ذهن کښې د دوباره تورے هم راغلو نو د هغه د خلې نه چې کوم تورے راووتو هغۀ نه مکرر وو نه دوباره .
خو د دواړو تورو يوه مغلوبه "دوبرر ترې جوړ شو " چې د خلقو د خندا د پاره بس وو.
يوه بله لطيفه داسې وه چې،
يو ځل زۀ (امجد) عطاالحق قاسمي او منير نيازي د لاهور نه سيالکوټ ته د يوې مشاعرې د پاره په موټر کښې روان وو چې په لاره کښې مرحوم منير نيازي صېب څوک چې د شوګر مريض وو بار بار د تشو بولو د پاره کوزيدو.خو چې لس منټه به تير شو نو هغه به ووئيل .ګاډي روکو پيشاب ارها هے.
خو چې دوه درې ځله دا واقعات تکرار شول نو بيا ئي دا پوښتنه وکړه..يار سيالکوټ تک اب کتنا راسته باقي هے؟
عطاالحق قاسمي ورته سمدستي ووئيل چې بس نيازي صاحب يون سمجهو که دو پيشاب کا راسته ره ګيا هے.
د منير نيازي مرحوم په حواله امجد اسلام امجد په خپله د چين په سفر نامه کښي هم ډېر په خوند سره ذکر کړے دے.
چې منير نيازي بې حده ضدي انسان وو او په صحيح معنو کښې پښتون وو کله به چې مونږ ورته د ډسپلين په حواله خبره وکړه چې نيازي صېب لږ دا سګريټ په هر ځائے کښې مه څکوه دا کوربانه چينيان به څه وائي؟ بله دا چې تاسو بائيد په قطار کښې په خپل نمبر ولاړ وسئ.ټول خلق په قطار کښې نيغ ولاړ وي او تاسو د قطار نه بيرته ګوښي ولاړ يئ. چې ښۀ کار نۀ دے.
هغه به سمدستي په قهر شو او دا اعلان به ئې وکړو چې زه نه په قطار کښې ودريږم .نه زه هډو دا کتل غواړم او نه زه تاسو سره ځم.او په کنځلو به لګيا شو.
امجد ليکي چې بيا به چې مونږ ه کوم څيز هغه ته ښوول نه غوښتل يا به مو په هغه پيرزو نه وو نو هغه به مو وچېړيلو او هغه به د خپل ضد له کبله د هغۀ ځائے د ليدو نه انکاري شو او محروم به پاتې شو.
امجد ليکي چې زمونږ د چيړلو په وجه هغه د ماوزي تنګ،چون اين لائي محفوظ کړي شوي جسدونه، ديوار چين او ډېر مشهور ځائونو د ليدو نه انکار وکړو او په دغه سفرکښې به هغۀ ځان له ګوښے په خپل اطاق کښې پروت وو.
عادت سي بنائي هے تم نے منير اپني
جس شهر مين بهي رهنا اکتائے هوئے رهنا
ما په خپله هم نيازي صېب په دوحه کښي ليدلے وو چې د حسن رضوي،امجد او عطا سره راغلے وو دوئي سره يو بل شاعر ډاکټر سعادت سعيد هم وو چې د کتاب نوم ئې کجلي بن وو .
منير نيازي صېب به اکثر په نشه کښې وو او ټولو ته ئې به کنځلې کولې چې دوئ ټولو زما غزلې او نظمونه غلا کړي دي. په خاص توګه حسن رضوي مرحوم ئې ډېر سپک کړے وو.
کسى کو اپنے اعمال کا حساب کيا ديتے؟
سوال سارے غلط تهے جواب کيا ديتے؟
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔


Comment