دپښتو ليک دود د(پښتوپانگه) 31-07-2010 12:46 pm
ليکوال غني خان غالب – کويټه .
د وروستيو تحولاتو په تيره بيا دشلمي پيړۍ دوروستيو ديرشو کالو په جريان کې په افغانستان باندې ډېرې ناخوالي راغلي او ډېر ناتارونه او قتل عامونه يې وليدل – د افغانستان فرهنگي ميراث ته ډېره سخته صدمه ورور سيده او ډېر سخت ټکان يې وخواړو او ډير تاريخي عظمتونه مو دگران هېواد په غيږ کې په سر ووهل شو او داسې شي مونه ترسترگو کيږي چې له دې تاړاکه دي بېغمه پاتې شوي وي ددې ناتارونو په سلسله کې له افغانستان څخه په ميليونو افغانان مهاجر شو خو دقسمت قاضي يې داسې پريکړه وکړه چې ځينې يې دميندو په غيږو کې او ځينې ځانگوگانو کې او ځينې خو يې دپالي پالي تللو په مهال له خپل گران هېواده وشړل شو او هر سړى ته يې دومره غم ورکو چې دزده کړى له سترنعمته بې برخې پاتې شو خو بيا سوکه سوکه دوخت په تيريدو سره افغانانو دزده کړى بهير ته مخه کړه او دې خالي گا دډکه ولو لپاره يې نه ستړېدونکې هلي ځلى شروع کړي چې په نتيجه کې يې دمهاجرينو په پنډغالو کې ښوونځي او ليسې جوړې شوي او تر اوسه پورې جريان لري.
او بل دې ديرش کلنو غميزو يوه داسې ستونزه په ميراث کې راپريښوده چې موږ وس ورسره لاس او گريوان يو. هغه دا چې زموږ ځينې افغانانو وروڼو خپل بچيان د پاکستان په سکولونو او دايران په مکتبو کې يې داخل کړو خو متاسفانه هغو پښتنو وروڼو چې دپاکستان او ايران په ښوونځيو کې زده کړې کړى دى دمورنۍ ژبې پښتو معيار خو په خپل ځاى پريږده حتې ليک او لوست لانه شي پري کولاى يوه ستونزه خو داده او بل لوى مشکل ددغو گاونډيو هېوادو بې دريغه فرهنگي يرغل دى او زموږ په ټوله پښتنه سيمه يې يو لوى چپاوو راوړى دى او موږ يې په خپلو سترگو وينو يو که څو له حقيقت څخه سترگي پټه وي هغه خو ځانته خبره ده ، پښتو متل دى
چې زه قاضي ملا متولم – خو زه نه ملا متيدلم
او ژبه خو څه کوې زموږ په کلتور، فرهنگ ، تاريخ، حتى زموږ په هېواد يې لايرغل کړى دى خو بيا هم ددې ټولو غميزو ترڅنگ افغانانو دشمالي او جنوبي پښتونخواه په پښتو مينو پښتنو په مټ او همکاري دپښتو ژبې د ودې او پرمختگ او دپرديو ددسيسو دمخ نيوي لپاره افغان ادبي بهير بنسټ يې کيښود او دې بهير ته داسې فرهنگپال ادبپال پښتانه راوکوچيدل چې دپښتو په تاريخ کې يې يو نوي ځاى جوړ کو او داسې څيرى يې زموږ ولس ته ور وپيژندلي چې موږ وس وياړ په کوو – خو متاسفانه يوه بله ستونزه مو لاوس هم په منځکي پرته ده چې موږ ورسره لاس او گريوان يو هغه دپښتو ژبې سوچه ليکل دى .
لکه څنگه چې دپښتنو دهرې سيمې قبيلى او حتى دهرې درې داوسيدونکو ژبه له نورو سره توپير لري همدا راز پښتو واحد او ټولو پښتنو ته منلى ليکدود هم نه لري او که موږ دخپلو گاونډيو هېوادو ليکدود گورو لکه دعربي فارسي او او اردو هغه په بېلو بېلو هېوادو کې گډ او ټولو ته منلي ليکدود لري . خو پښتو له دې پلوه وروسته پاتې ده . او ډير کارته ضرورت لري چې پښتو ليکدود اوويندود ملي او ټولو پښتنو ته مقبوله بڼه غوره کړى .
يوازې دومره بايدووايم چې ژبه هغه مهال له داسې تفرق او دنورو ژبو له اغيزه ژغورل کيږي چې څو چې بڼه يې په ملي بڼه بدله شي او ويونکې يې په يوه ليکدود او ويندو دسره متحد شي او دغه هغه وخته کيداى شي چې موږ ټول د قومي او شخصي گټو څخه تير شو ملي گټې په نظر کې ونيسو.
او که موږ دې مثالو ته جدى پاملرنه ونکړو ددې پردۍ فرهنگ مخ نيوي ونه شي لمن بې دومره پراخه شي چې بيا يې په سوچ کولو ستړى يو او دا اغيزې يې وس هم زموږ په سرحدي ولايتو کې ښکاره دي لکه هرات ، فراه ، نيمروز، کندهار ، زابل ، آيا پکتيکا، دشملو وطن پکتيا، خوست، کنړ، ننگرهار هم داسې نور ولايتونه چې په لهجو کې يې تغير راغلي او دنورو ژبو اثر پرې پروت دى بايد موږ ددې حالاتو مقابله وکړو اوپه وړاندې يې سخت گامونه واخلو .
نو زما هېله دمشرانو ليکوالانو څخه داده چې پښتو بايد يو معياري ليکدود ولري خو متاسفانه په هره سيمه کې بيلابيل ليکدودونه دي دمشرقي ساحې ليکدود دجنوبي او جنوب غربي ساحو له ليکدود سره ډير توپيرونه لري دا اختلاف بايد ختم شي او دې ستونزې ته بايد جدې پام لرنه وشي موږ بايد يو ملي ژبه ولرو او ددې يوالې او معيار لپاره ضروري او اړين گامونه واخستل شي او ځينې داسې کړۍ شته چې دخپلو سياسي موخو لپاره دژبې په اړه داسې څۀ وايي چې ژبني تعصبات را پاره وي! .
نور زه خپلو گوډوماتو خبرو ته غوټه ور اچوم او له تاسو درنو دقدر وړ ليکوالانو شاعرانو څخه هيله لرم چې بايد داسې کتابونه مطالعه کو او دداسې ليکوالانو کتابونه ولولو چې دپښتو په سوچه کيدلو او زموږ په تاريخ ليکل شوي دي په دې نژدې وخت کې ډير داسې کتابونه له چا په راوتلي دي چې ډير لوړ ارزښت لري او په دې کې يو کتاب د ليکوال شاعر انجنير گلبدين حکمتيار صاحب دى چې نوم يې د(دپښتو ليکدود) دا کتاب ښاغلى حکمتيار صاحب په خپله ټوله علمي او عقلي پوهه سره ليکلى ده او له ښاغلى حکمتيار صاحب څخه ددغې پيرزوينې مننه کوو چې د دومره مصروفياتو باوجود دې اوس هم دپښتو ژبې په خدمت کې لگياده ليکنې کوي او دا کتاب يې دومره په معيار سره ليکلى دى چې هر څوک يې ووائي دپښتو په ليکلو کې به ورته هيڅ ستونزه نشي پيدا او زه له تاسو ټولو لوستونکو څخه دا هيله کوم چې تاسو داکتاب وواياست نو درته به معلومه شي چې ددې کتاب په ليکلو کې حکمتيار صاحب څومره زحمت ايستلى دى او له حکمتيار صاحب څخه يوځل بيا يوه نړۍ مننه کوم چې دا کتاب يې زموږ ترلاسو راورساوو او زموږ هغه مشکلاتو ته يې دحل لارې لټولې دى چې موږ هره ورځ ورسره لاس او گريوان يو .
اوله ښاغلى حکمتيار صاحب څخه په ټينگه دا غوښتنه کوو چې دې دي دخپلو ليکنو ته دوام ورکړى چې زموږ تنکۍ ځوانان ترې گټه پورته کړى .
مننه