Announcement

Collapse
No announcement yet.

Pashto Alphabets

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Pashto Alphabets

    This was something that was emailed to me by our very own Feroz Afridi. So I decided to share it with our community members.

    د پښتو توری یا الف با. یوه پېژندګلو



    --------------------------------------------------------------------------------

    د پښتو توري يا الفبا


    پيژند ګلو:

    د بني آدم د خولې نه چې کوم مختلف اوازونه ووزي هغه د يؤ بل نه جدا جدا وي اؤ دا فرق يؤ
    کس د شونډو، ژبې ، خولې، تالو اؤ د مرۍ په مدد سره پيدا کوي۔ دغې ځان ځان له جدا جدا يؤ
    اواز ته د هجې حرفونه يا توري وايي۔ د دوؤ يا زياتو تورو په يؤ ځاۍ کيدو کلمه جوړيږي۔
    اؤ د مختلفو معنې لرونکو کلمو په يؤ ځاۍ کيدو کلام يا خبره جوړيږي۔ د مثال په توګه:
    ګوره هسې کردګار دے رب زما
    دا کلام دے۔ د دې اجزا دي: ګوره، هسې، کردګار، دے، رب اؤ زما۔ په دې کښې هر جز ته کلمه
    يا معنې لرونکي ټکي (لفظ) وايي۔ اؤ هره کلمه د بيلو ازوازونو نه جوړه ده۔ د دې اواز د
    پيژندګلو د پاره په ليک کښې نخښې يا علامتونه مقرر کړے شوې دي۔ هم د غو نخښو ته حرف يا
    تورے ويل کيږي۔

    د پښتو توري:

    د پښتو ټول توري دوه څلويښت (42) دي۔ په دې کښې ديرش خو هاغه توري دي چې په په فارسئ اؤ
    عربۍ کښې دي۔ اؤ هغه دا دي: ا ب ت ث ج ح خ د ذ ر ز س ش ص ض ط ظ ع غ ف ق ک ل م ن ه و ء ي
    ے۔
    څلور توري داسې دي چې په په فارسۍ کښې خو شته خو په عربۍ ژبه کښې نشته ۔ يعني: پ، چ، ژ،
    ګ
    درې توري هغه دي چې په فارسۍ اؤ عربۍ کښې نشته خو په هندۍ ژبه کښې شته : ټ، ډ، ړ

    د پښتو مخصوص توري

    پنځه توري هاغه دي، کوم ته چې د پښتو مخصوص توري ويل کيږي۔ يعني دا هغه توري دي چې صرف
    د پښتو سره خاص دي، په بله هيڅ ژبه کښې دا توري نشته۔ اؤ هغه 5 توري دا دي:

    څ، ځ، ږ، ښ، ڼ
    دا توري دوؤ کسانو وضع کړي دي:
    (1) بايزيد انصاري يا پير روښان، چې د پښتو د اولني نثري کتاب " خېر البيان" مصنف دے اؤ
    (2) د تورې اؤ د قلم څښتن خوشحال خان خټک۔ غرض د دې تورو د جوړولو نه دا وو چې د مختلفو
    قبيلو د تلفظ د اختلاف باوجود د پښتو ليک کښې يؤ والے راوستے شي۔ د پښتو ځيني خپل اؤ د
    نورو ژبو نه " پښتو کړي" يا " مفغن" ټکي داسي چې ځنې قبيلې يې يو شان تلفظ کوي اؤ ځنې
    يې بل شان۔ د پښتو دا مخصوص توري دوه، دوه اوازونه (يا غږونه) لري۔ د دې مخصوصو تورو په
    برکت دا فايده اوشوه چې يو اړخ ته د ليک اؤ املا يؤ والے هم پاتې شو اؤ د هرې قبيلې
    ضرورت هم د سره شو۔ اؤ هره قبيله دا توري په خپل خاصه لهجه کښې لوستے شي اؤ ويلے شي۔

    د دې پنځوو تورو لنډ ذکر اوکړم۔ اؤ ورسره د "ي" د مختلفو شکلونو ذکر ۔


    څ

    د ح د پاسه درې ټکي ورکړے کيږي اؤ تسيم په وزن د جيم نوميږي۔ دا تورے په داسې ټکو کښې
    راوستے شي ځينې قبيلې په چ سره تلفظ کوي اؤ ځيې يې په س سره: لکه:
    څادر۔۔۔۔ چې څوک ورته چادر وايي اؤ ځينې قبيلې ورته سادر (يا تسادر) وايي۔
    څه۔۔۔۔۔ چې ځينې قبيلې ورته چه وايي خو ډير ورته سه (تسه) وايي

    څپلۍ۔۔۔ چې ځينې قبيلې ورته چپلۍ اؤ ځينې ورته سپلۍ وايي۔


    ځ
    د ح د پاسه همزه ليکلے شي اؤ د جيم په وزن " دزيم" نوميږي۔ دا تورے په داسې ټکو کښې
    استعماليږي چې ځينې قبيلې يې په ج سره تلفظ کوي اؤ ځنه يې ز وايي۔ د مثال په توګه:
    ځائے۔۔۔۔۔ په قندهاري يا نرمه لهجه کښې جائے وييلے کيږي اؤ په سخته لهجه کښې زائے (يا
    دزائے) وييلے کيږي
    فوځ۔۔۔۔۔۔ په قندهاري يا نرمه لهجه کښې فوج وييلے کيږي اؤ په سخته لهجه کښې فوز وييلے
    کيږي
    ځوان۔۔۔۔ په قندهاري يا نرمه لهجه کښې جوان وييلے کيږي اؤ په سخته لهجه کښې دزوان (يا
    زوان) وييلے کيږي

    ږ
    يؤ ټکے د ر د پاسه اؤ يؤ ترې لاندې ورکړے کيږي۔ د ر په وزن ګے نوميږي۔ ږ په داسې
    ټکو کښې راؤړے شي چې هم د "ګ" ازواز ورکوي اؤ هم د ژ۔ لکه:
    ږيره ۔۔۔۔۔ ځينې ورته ګيره وايي اؤ ځينې ورته ژيره وايي
    زمونږ ۔۔۔۔ څوک يې مونګ وايي اؤ بعض يې مونژ يا موژ بولي

    ښ
    د س غاښو د پاسه يؤ ټکے اؤ يؤ ترې لاندې ورکولے کيږي۔ دا ټکے د ش اؤ د خ ازوازونه
    ورکوي۔ د مثال په توګه:
    لښکر: ۔۔۔۔۔۔ چې په نرمه لهجه يا قندهاري لهجه کښې لشکر ويلے کيږې اؤ په سخته لهجه کښې
    لخکر ويلے کيږي۔
    ښکار۔۔۔۔۔۔۔ چې شکار يا خکار يې بولي۔ دغه شان
    ښيوه۔۔۔۔ چې په نرمه لهجه شيوه اؤ په سخته لهجه خيوه ويلے کيږي۔
    ڼ:
    دا به " نوړ" وايو۔ دراصل دا په پښتو کښې د نون غنه کا قائم مکان تورے دے خو په يؤ فرق
    سره چې دا ټکے يواځې نه راځي ، همیشه د ‘ړ‘ سره يؤ ځاے راځي او د ن اور ړ مشترکه اواز
    ورکوي۔

    مثالونه: مڼه (من ړه)، رڼا ( رن ړا) اؤ داسې نور

    Even Adobe Photoshop can't change me.

    A line[Durrand line] of hatred that raised a wall between the two brothers -Hamid Karzai

    For generations, the Hindus of India prayed for deliverance from "the venom of the cobra, the teeth of the tiger and the vengeance of the Afghan."


    The men of Kábul and Khilj also went home; and whenever they were questioned about the Musulmáns of the Kohistán (the mountains), and how matters stood there, they said, "Don't call it Kohistán, but Afghánistán; for there is nothing there but Afgháns and disturbances." Thus it is clear that for this reason the people of the country call their home in their own language Afghánistán, and themselves Afgháns. The people of India call them Patán; but the reason for this is not known. But it occurs to me, that when, under the rule of Muhammadan sovereigns, Musulmáns first came to the city of Patná, and dwelt there, the people of India (for that reason) called them Patáns—but God knows!

    -Ferishta, 1560–1620

  • #2
    Feroz lala mannnnnnna
    Attached Files
    .....


    Comment


    • #3
      alif bi te se jim chih hey khey dal zal seen sheen suwat duwat toi zoi ayen ghain fey qaaf kaaf gaaf laam meem noon wow alefamza ye ya.

      I am no bird, and no nest ensnares me.

      non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

      Comment


      • #4
        zaaa

        I am no bird, and no nest ensnares me.

        non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

        Comment


        • #5
          read/write can do. thank you.

          I am no bird, and no nest ensnares me.

          non commercial would cost less if he was in charge himself which he plans on doing. right now it's n herat but soon it will be in qanadahar.

          Comment


          • #6
            Although this has already been posted in the Pakhto Dars by Tor_Khan, I still think it is a good idea to have its own separate thread, so we can, in detail, dscuss every letter, in particular, the differen typs of yaa. I have a good article on this that I first need to translate, and then share InshaAllah.

            Thanks Shlombaya

            Comment

            Working...
            X