Announcement

Collapse
No announcement yet.

Pashto zhaba

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Pashto zhaba


    څومره چې پښتانۀ زاړۀ دي دومره پښتو زړه ده. ځکه چې پښتو يواځې د يوې قديمې ژبې نوم نۀ دے بلکه دا د هغو ښو ثقافتي اقدارو د مجموعې نوم دے په کوم چې دا قوم پېژندے شي. کۀ مونږ دا ووايو چې د پښتو په وجه پښتون پښتون دے نو بې ځايه به نۀ وي. اوس چې څومره پښتون زوړ دے دومره پښتو زړه ده. په دې لړ کښې دا څو نکتې د غور وړې دي چې دا ترې ثابتېږي چې پښتو زرګونه کاله زړه ژبه ده.
    ١. د پښتو اکېډمي پېښور په رساله ((پښتو)) کښې قاضي عبدالحليم اثر د لفظ ((ار)) په حقله مضمون کښې دا ثابته کړې ده چې پښتو اووۀ زره کاله زړه ژبه ده.
    ٢. په رګ وېد کښې د پشتون ذکر راغلے دے. دا کتاب په ١٤٠٠ ق م کښې ليکلے شوے دے. کېدے شي چې په دې لحاظ د دغه قوم ژبه تقريبًا ٣٣٨٠ کاله زړه وي.
    ٣. په اوستا کښې د بخد په حواله د پښتون ذکر راځي. دا کتاب په ١٠٠٠ ق م کښې ليکلے شوے دے. کېدے شي چې د دې قوم دا ژبه په دې لحاظ ٢٩٨٩ کاله زړه وي.
    ٤. هيروډوټس يوناني مورخ په ٤٨٤.٤٢٥ ق م کښې د پښتنو وطن پکتيکا ياد کړے دے. په دې لحاظ به د پښتونخوا د دې قوم ژبه تقريبًا ٢٤٠٠ کاله زړه وي.
    ٥. د دارا د زمانې امير البحر سکائي لاکس خپله سفرنامه کښې ٥٢١.٤٨٦ ق م کښې د دې علاقې پکتيکا ذکر کړے دے. دغه شان بطليموس هم د پښتنو وطن پکتين ياد کړے دے. په دې لحاظ به د پکتيا د خلقو ژبه پښتو تقريبًا ٢٥٠٠ کاله زړه وي.
    ٦. ستر پوهان ښاغلے حبيبي په خپله مقاله پښتو څوارلس سوه کاله پخوا کښې ډېرې تحقيقي خبرې کړي دي. دا مقاله د پښتو رسالې دسمبر ١٩٦٠ په شماره کښې شائع شوې ده. چې څو نکتې ئې دا دي:
    (أ*) لويکان شاهي کورنۍ وه. چې په بلتستان او غزني کښې د کابل شاهانو سره ئې خپلوي وه. د دوي نوم د پښتو ((لوي)) نه جوړ دے او ژبه ئې پښتو وه او قديم تر لويک و جوير (هجوير) وۀ چې د (٩٦٠) خواؤشا تېر شوے دے.
    دا يو بېت د ((لويکان)) د ژبې نمونه پاتې ده.
    په زمي ګزنه ښخيد لويک لويانه بويله لوبه. کښه تور به براغلوم(بلوم) ممله تيز پوپه ملا.
    چې اوسنئ املا ئې داسې ده:
    په زمي غز نۀ ښخېد لويک لويانو بايله لوبا
    کښه توبه براغلوم(بلوم) ممله تا ز پو په ملا
    (ب*) د غزني قديم نوم ګزنه لکه چې په سغدي او فارسۍ کښې چې ريښه لري په پښتو کښې هم ګزنه وۀ.
    (ج*) د پښتو يو قديم نظم ويونکے لويک چې خانان لويک وۀ او خنجل کابل بادشاه معاصر وۀ په ١٦٣ هـ کښې به ژوندے وۀ. دے هم لکه د امير کروړ سوري د پښتو قديم شاعر او د هغه معاصر وۀ.
    (د*) د لويکانو کورنۍ د سبکتګين په لاس په ٣٦٥هـ کښې ختمه شوه.
    (ه*) پښتو په دغه اوقاتو کښې (٣٠٠هـ) په شرقي خوا کښې پهلوي ته نزدې وه.
    ٧. وئيلے شي چې د سوات په بخته نومې ځائې کښې د خاورې په مهرونو خط بيا موندے شوے دے چې د آسوري خاندان ٧٠٠ ق م پورې ليکلے شو لکه د پښتو د ليک به د ښي نه ګس ته نېغ ليکلے شو. د دې خط غټ خصوصيت دا وۀ چې د کوم څيز به ئې څۀ وئيل غوښتل د هغۀ په څېر به ئې څۀ شکل جوړ کړو. لکه د بابل سوميري ژبې د ليکونکو. پښتو د پښتنو په دې علاقه کښې په دې لحاظ تقريبًا ٢٦٨٩ کاله زړه ده.
    ٨. د پښتو ژبې يو ستر محقق قاضي اثر مرحوم خپل کتاب پښتو ادب کښې ليکي (( د پشاور د محمد يونس خان د تاليف د پښتنو تاريخ نه يو روايت چې ما ته رارسيدلے دے وائي چې د جاپان د شهنشاه ميکاډو په کتب خانه کښې د مهاتما بدهـ د مذهب يو کتاب دے. رسم الخط ئې پالي يعني خروشتي دے او ژبه ئې پښتو ده. غالبًا چې د بلخ په خواؤشا کښې ليکلے شوے دے. د دې نه معلومېږي چې د پښتو رسم الخط د اسلام نه وړاندې پالي او خروشتي وۀ.)) په دې لحاظ پښتو د ليک په شکل کښې د ٢٥٠٠ کاله نه زياته زړه ده.
    ٩. ښاغلي حبيبي په خپله يوه بله مقاله ((پخوانۍ پښتو دوه نيم زره کاله مخکښې)) کښې په دې حقله ليکي چې:
    (( د ايران داريوش نومې بادشاه (٥٢٢ ق م نه تر ٤٨٦ ق م) پورې حکومت کړے دے دۀ د خپل سلطنت د کارونو، د صداقت د امن، د عدالت د خدائې پاک د ستائنې او د دروغو او ناپاکۍ نه د بېزارۍ بيان د غرۀ په تېږو ليکلے دے. دا بيان ټول ٢٤٠ کرښې دے په هره کرښه کښې ئې ٤٥ حرفونه دي او هر حرف د ٣ نه تر ٥ پورې مېخي علاماتو نه جوړ دے. په دې حساب ټول علامات ٧٥٠٠ دي. د دغه بېستون د تېږو په څلورمه ستن کښې په ديارلسمه کړۍ کښې درې د پښتو ژبې مصرعې دي. دا مصرعې په مېخي رسم الخط کښې ليکلي شوي دي چې په پښتو رسم الخط کښې داسې دي:
    نۀ اړيکه وم
    نۀ دروه ژن وم
    نه زور کړونے وم
    دا شپږ سېلابيزه هره مصرعه دا ښيي چې پښتانۀ د ايران په قطبي غرئيزه علاقه کښې اباد وو او ورسره ترېنه دا هم څرګندېږي چې دغو ورځو کښې هم د دې ورځو نه وړاندې او څۀ زمانه وروستو د مېخي خط رواج وۀ.
    د دې تحقيق نه معلومه شوه چې پښتو د مېخي خط په شکل کښې دوه نيم زره کاله وړاندې موجوده وه.
    ١٠. د محمد هوتک د پټې خزانې نه دا ثابته شوه چې پښتو په دوېمه صدۍ هجرۍ کښې ليکلې شوه. د امير کروړ ليکلے د ١٣٩ هجرۍ نظم د دې دعوې په ثبوت کښې پېش کېدے شي.
    د پورتنو نکتو په رڼا کښې مونږ دا وئيلے شو چې په زباني لحاظ پښتو د سنسکرت او اوستا هومره زړه ده او په دې لحاظ هم د دې قدامت درې نيم زره کاله خواؤشا ته رسي.
    د مېخي خط په شکل کښې پښتو تقريبًا دوه نيم زره کاله زړه ده او په موجوده خط کښې د دې قدامت تقريبًا ١٣٥٠ کالو ته رسي. خو مونږ دا اټکلې اندازې مطابق د پښتو قدامت ٥٠٠٠ کاله يادولې شو. کېدے شي چې د وخت په تېرېدو دا اټکله اندازه د نوو تحقيقاتو په رڼا کښې نوره هم وړاندې لاړه شي. ځکه چې په جديد سائنسي دور کښې هر مېدان کښې د تحقيق کار ښۀ په تېزۍ سره کولے شي.
    دا د پښتو ژبې د ښاغلي محقق عبدالحئ حبيبي وېنا ده چې د خپل بشپړ تحقيق او ژورې مطالعې په رڼا کښې ئې کړې ده. چې آريائي ژبې نه هندي او بخدي ژبې راوتي دي. د اصلي آريائي ژبې په حقله صحيح او مکمل معلومات نشته خو چې د پښتو ادبياتو په تاريخ کښې ښاغلي حبيبي کوم تفصيلي تحقيق پېش کړے دے د هغې په رڼا کښې د ادب د مبتدي په حېثيت وئيلے شم چې دا وېنا تر څۀ حده صحيح ده. د پښتو ادبياتو د تاريخ د موادو په رڼا کښې د ډاکټر ګوستاولويون د وېنا مطابق دا اصلي آريائي ژبې تر ٣٠٠٠ ق م پورې وئيلې شوې. په وېد کښې د دې زمانه ١٤٠٠ ق م خواؤشا ليکلې ده. تخمينه ئې د ٥٠٠ق م نه ٥٠٠٠ ق م پورې لګېدلې ده. پښتو لکه د سنسکرت او اوستا د اصلي آريائي ژبې لُور ده. څۀ وخت چې مرکزي آريا د بلخ په علاقه (باختر) کښې اباد شو د دوي يو لوئے قام (بخت ، پکهت پښتون) وۀ. چونکه دا قام ډېر لوئے وۀ ځکه د اصلي آريائي زياته برخه دوي ته پاتې شوه. يو وخت آريا ټولې ډلې بخدي کښې وې. دلته نه څوک ترېنه د هند په لور لاړل او سنسکرت ئې شروع کړو. څۀ ترېنه ايران ته لاړل هلته ئې پارسي يا پهلوي جوړه کړه.
    ښاغلي حبيبي د هغه ډلو د ژبې په حقله وائي کومې چې دلته په ځائې پاتې شوې: ((زما دا خيال دے چې دوي پښتو وې دوي وروستو تر هندوکش راتېر شول او د بخدي په نوم په (بخت، پکهت، پښتون) مشهور شول.
    دوي څۀ موده د پکهت په نوم د اباسين په غاړه اباد وو. وېد نه معلومېږي چې ١٠٠٠ ق م کښې باختر کښې نوے ژبه ژند پېدا شوه. يوناني مؤرخ هيروډوټس هم د اباسين د غاړې د دې قبيلې ذکر کړے دے چې په بخت پکهت مشهوره وه. دوي زړه ژبه د ځان سره راوړه او دلته نوي ژبه باختر کښې جوړه شوه.
    ١. ډاکټر جيګر الماني وائي چې آرين د آريا نه وتے دے. سنسکرت کښې ئې معني اصل ده. ولې بعضې دا هم وائي چې آر خو په زوړ سنسکرت کښې د کر کروندې په معني استعمال شوې ده. آريا معني کرکونکي، کرونده ګر ده.
    ٢. د سنسکرت ماهر مېکس مولر هم د دې برني دوېم خيال ډلې سره متفق دے.
    ٣. مېډم راګوزن ليکلي دي چې آر معني ده ((ايوي)) د لاطينۍ او اټالوي ژبو ((ازار)) د سلادي ژبې ((اراتي)) د انګرېزۍ ((ايريبل)) (د ايوي وړ) د يونانۍ ژبې ((ارورا)) او دغه شان د لاطينۍ ژبې ((ارور)) چې معني ئې ده ((ايوي شوے پټے)) د دغې آر نه وتلي دي.
    د آريا په مذهبي کتابونو رګ وېد او اوستا کښې هم کرکروندې ته په دروند نظر کتلے شي. اوستا کر کونکي شريف بولي. په دې زړو کتابونو کښې د پکهت بخت ټکو نه داسې معلومېږي چې هم دغه پښتون قام يادوي چې د آرياو يوه مړنۍ ډله وه. په دې علاقه اباده شوې وه.
    د ((ار)) ټکے په پښتو کښې بنياد دپاره راځي. اره د اصل په معني راځي. اکبر زمينداوري او پيرمحمد ميانجي دا ټکے هم په دغه معني خپلو شعرونو کښې استعمال کړے دے.
    ٤. ((ار)) په بله معني يعني کرکونکي دپاره هم استعمال شوے دے. د پښتو متل دے اره اره لور په غاړه يعني کاشتکار د پښتو قواعدو مطابق د اريه نه ارين لفظ جوړ شو. لکه خاوره، خاورين، مالګه، مالګين.
    ٥. اريانه ويجه مرکب لفظ کښې ويجه اوس هم په قندهار کښې د زمکې دپاره استعمالېږي.
    ٦. اريا ورشه. د هند قبيلو خپلې زمکې ته ارياورشه ووې. د بهارت قبيلې د قبضې نه پس دا نامه بهارت ورشه شوله. د قندهار په لوري اوس هم ورشو چراګاه ته وئيلے شي.
    ٧. مشهور يوناني مؤرخ هيروډوټس (٤٨٤.٤٢٥ ق م) په خپل يو تصنيف کښې د دې قام ذکر کړے دے. د دوي د وطن نامه ئې پکتيکا ليکلې ده چې وروستو پښتونخوا شوه.
    ٨. يوناني جغرافيه دان بطليموس هم د پښتنو د وطن پکتين ذکر کړے دے.
    ٩. پروفېسر کليپرتهـ ليکي چې د پښتو ژبه سوچه اندوژر مائيک ژبه ده او د دې سامي ژبې سره هيڅ مناسبت نشته.
    ١٠. مسټر الفنسټن ليکلي دي چې د پښتو د الفاظو صحيح اصليت نۀ شي معلومېدے. لېکن د دې ډېر مشابهت د ژند او پهلوي سره دے په ٢١٨ لفظونو کښې ما يو هم داسې لفظ ونۀ موندو چې سامي ژبې سره مناسبت لري نو معلومېږي داسې چې دا آرين ژبه ده.
    ١١. مسټر راورټي د خپل پښتو ګرامر په ديباچه کښې ليکي چې پښتو ژند او پهلوي ژبې په يو سرچينه اوبۀ شوي دي.
    ١٢. هنري والټر بيليو د ګرامر په ديباچه کښې د دې خبرې پوره پوره تحقيق کړے دے چې پښتو د سنسکرت خور ده.
    ١٣. د فرانس مستشرق ډاکټر وليم هنري په خيال پښتو يو طرف ته د سنسکرت سره او بل طرف ته د اوستا سره نزديکت او قربت لري.
    ١٤. فرانسيسي عالم جېمز ډارمسټېټر، ډاکټر ارنسټ ټرومپ، ډاکټر وي هنري، ډاکټر برټلز ټول دا خبره مني چې د پښتو د سامي ژبو سره هيڅ تعلق نشته. دا انډوآرين ژبه ده. مشهور مستشرق جي، اے ګرېرسن په لنګوسټک سټډي آف انډيا په لسم ټوک کښې د پښتو په بحث کښې دا ثابته کړې ده چې دا آريائي ژبه ده.
    ١٥. د افغانستان مشهور مورخ احمد علي کهزاد په خپل تاريخ افغانسان جلد اول کښې دا ښکاره کړې ده چې پښتانۀ درحقيقت د آريا نسل يوه قبيله ده.
    د پورتنو تحقيقي حوالو په رڼا کښې دا وئيلے شي چې پښتو د آريائي ژبې سره ضرور څۀ نا څۀ تړون لري او د دغو حوالو له مخه چې پښتانۀ آرين دي. نو ظاهره ده چې ژبه ئې د خپل ساخت او فرهنګ له مخه اريائي ژبې سره يقينًا پوخ تعلق لري او د دې حقائقو په رڼا کښې د پښتو ژبې د سامي ژبو سره هيڅ تعلق نشته
    د ځنو ژبو د پوهانو دا خيال دے چې اوستا، سنسکرت او پښتو درې واړه خوېندې دي. يو ځائې وې. سنسکرت هند ته راغله اوستا باختر کښې ځوانۍ ته ورسېده او پښتو د پکهت قوم سره په خپلو غرونو کښې تراوسه ژوندۍ ده.
    چونکه پښتو د سنسکرت او اوستا سره د خپل قدامت او د ژبې د ساخت له مخه عمومي مشابهت لري. نو اول پکار ده چې د دې دواړو قديمو ژبو څۀ لنډ شان ذکر وشي. چې يو خوا ترېنه د پښتو قدامت څرګند شي او بل خوا ترېنه د دې ژبو سره د پښتو تړون واضحه شي او وروستو د سنسکرت او پښتو او اوستا او پښتو د عمومي مشابهت جاج واخستے شي.
    سنسکرت:
    د مشهور مذهبي کتاب وېد ژبه ده. مورخين وائي چې څۀ وخت چې اريه دوه ډلې شو ايراني او هندي څانګې ئې جوړې شوې. ويد مونږ د اصلي ژبې سره نزدې کوي. ويد څلور برخې دے. د ټولو نه زوړ رګ ويد دے. دا د زړو قامي سندرو مجموعه ده. چې زمونږ د علاقو او رودونو نامې لري. د رګ ويد د ځنو برخو ژبه د اوستا د ګانا سره ډېر نزديکت لري معلومېږي چې د ويد او اوستا ژبې يو ځائې پېدا وې. بيا چې اريا قام پنجاب ته ورتېر شو نو په تبديلو ئې ترې نه سنسکرت جوړه کړه. دا مهذبه ژبه ډېره زړه ده. صوابۍ ضلع د لاهور کلي پانيني په قبل مسيح دور کښې د دې لوئے عالم وۀ. د سنسکرت ګرامر ئې مشهور دے. د سنسکرت زړې نسخې د (١٥٠ ق م) نه وروستو بيا موندے شي. د دې تقسيم په دوه دوره کښې کېږي. ويدي يعني د ويد د طرز دور ١٥٠٠ ق م نه ٢٠٠٠ ق م پورې. او دوېم کلاسيکي ٥٠٠ ق م نه ١٠٠٠ ق م پورې. مهابهارت، رامائن، پوران او رومانسي او نور ګڼ د قيصو کتابونه د دې دور دي.
    اوستا ژبه يا ژند:
    دا په باختر کښې د اصلي اريائي ژبې نه پېدا شوه. اوستا ورته ځکه وائي چې د اوستا کتاب زوړ ټوک ګاته په دې ژبه کښې دے. ژند هم دې ژبې ته وائي. د محققينو دا خيال دے چې د ويد په زړه ژبه او اوستا کښې ډېر کم فرق دے. د سکندر په دور کښې د اوستا نسخې ورکې شوې. د اردشير ساساني دور کښې دا کتاب بيا راغونډ کړے شو. ولې ژبه ئې زړه پاتې نۀ شوه. د ژند تفسير پاژند په واضحه او صفا ژبه کښې وليکلے شو. ايران کښې د زړې اوستا نه پاړسو جوړه شوه. بيا ترې پهلوي او پاژند جوړې شوې. باختر اوستا هغه کتاب وۀ چې بخدي کښې زرتشت وليکلو. په ساساني دور کښې ټول اوستا په يوويشت نسکه او درې برخو کښې وۀ.
    (١) د ويدي ژبې او سنسکرت پښتو کښې ژوندي لغات:
    د حروفو د تبديلۍ د اصولو په رڼا کښې به د مثال په طور د سنسکرت ((اشو)) ټکے واخلو. اوستا کښې ش په س بدل شو. واؤ شونډيز په پ بدل شو. اسپه شو. پاړسو کښې اسپ پښتو کښې آس او مؤنث اسپه پاتې شو. ويد سنسکرت کښې د علم په معني مستعمل دے. ډېر مشتقات هم ترې وتي. لکه وديا پرايت طالبعلم وديادان. اشاعت علم وغېره. پښتو کښې دا ((وده)) شو چې په لږ تغير د نشوونما معني لري. علم او نشوونما لازم ملزوم دي.
    شروتي، سروتي د سنسکرت ټکي ته ښه راوتي پښتو کښې وئيلے شي. دغه سمرتي د پښتو شمېرل سره تعلق لري. د سنسکرت سيند پښتو کښې هوبهو استعمالېږي. په خپله سنسکرت چې مهذب معني لري د دوؤ لفظونو نه جوړ دے. يو سم ياسن چې پښتو د نېغ او صحيح په معني راځي. کرت ژبه چې پښتو کښې ورته کړت وئيلے شو.
    ويدي ژبه کښې برهمن چې روحاني پېشوا ته وائي. پښتو کښې برمن. د عزت د خاوند په معني راځي. کشتري چې جنګجو، سرباز معني لري پښتو کښې کش توري يعني تورکښي مقلب دے. وليسيا د تجارت زراعت پېشه په معني راځي.. چې اعتباري وي. پښتو کښې وېسا د اتبار په معني راځي. شودر د سپک او نالائقه په معني راځي پښتو کښې د خوشي بېکاره ذليل په معني راځي. من زړۀ ته وائي. پښتو کښې مينه هم د دغه من نه وتې ده.
    (ب) پښتو کښې د اوستا ژوندي کلمات:
    د اوستا ټکے په خپله د بهترين ستائش په معني راځي. پښتو کښې دا ستا او ستائنه ټکي شته. اوستا معني ښه ستائنه د اوستا زراتشتر، زراتشت، يا زردهشت. د يو دين موسس وۀ. چې يوه معني ئې د ستورو ستايونکے او بله معني ئې د اعلٰي زړۀ د خاوند هم ده. پښتو کښې زاره يا زړۀ ټکے هم په دغه معني استعمالېږي. زارا څښتن يعني د لوئي زړۀ څښتن. اوستا کښې سپتيمان د سپين نسلي دپاره راځي. پښتو کښې دا سپين تمان يعني سپين نسلے دے. د اوستا واره، وهار، د عبادت ګاه په معني راځي. پښتو کښې باره د قلا او محفوظ ځائے په معني راځي. کاوه په اوستا کښې د خاندان د مشرانو سره مستعمل وۀ. پښتو کښې هم په دغه معني راځي. سپين غر په اوستا کښې سپينا ګوناګري په نوم ذکر دے. راغه پښتو او اوستا کښې په يوه معني استعمال شوي دي.

    د پښتو، سنسکرت او اوستا د عمومي مشابهت او نزدې والي په حقله څو نور دليلونه

    (أ*) د الفاظو يو مشترک عنصر وي. په هغې کښې يو معني پرته وي او هغه په هر قسم چې واوړي هغه معني څرګندوي. مثلاً اريائي ژبو کښې ((س، ت)) يو عنصر دے چې د اورېدو استقامت لري. د پښتو کښېناستل، د فارسۍ ايستادن د انګرېزئ Stay ټول دا عنصر لري. هم دغه عنصر په سنسکرت کښې سته او اوستا او سنسکرت دواړو کښې ((داستا)) شکل اختيار کړے دے.
    (ب*) ښاغلے حبيبي چې د پښتو، اوستا او سنسکرت د نزديکت په لړ کښې د کومو مشترکو ټکو فهرست په خپل کتاب د پښتو ادبياتو تاريخ کښې ورکړے دے په هغې کښې څو ټکي دا دي چې د دې درېو واړو ژبو نزديکت ترې نه څرګندېږي.

    پښتو سنسکرت اوستا

    زوړ جوړن زورا
    څرمن چرمن چومن
    نوم نابهي نافيه
    درون راوني رانه
    ميژ ميش ميشتي
    ستورے ستاره ستريسه
    سپين سپيست سپيستا
    نوے نو نوا
    کله کرا کرا
    غر ګيري ګيري
    غرمه ګهرمه ګرم
    جينۍ جينۍ ګرم
    زمکه جماکه زيم
    شپه شپ حشب
    ونه ون ون
    ګروے ګريوه ګريوه
    کرل کرش کرش
    پوت پوتره پوتراؤ
    ژمے هيم زيم
    وخت وش وش
    ستن سهتون ستونه
    ويني شوني وهوني
    ماښام شايم شام
    ځنګل جنګل جنګل
    اس اشوا اسپا
    مرغه مرګه ميريغه
    پلار پاتري پيتر
    مور ماتري ماتر
    خور شواهر هوګهر
    ورور بهراتر براتر

    ښاغلي اجمل خټک په خپل اردو مضمون پښتو ادب کښې د اردو او پښتو سنسکرت اوستا فارسي ژبو خپلو کښې هم اهنګي ښودلو دپاره ګڼ ټکي ذکر کړي دي چې څو پکښې دا دي:

    پښتو سنسکرت اوستا
    انګار انګار ..........
    سخر سوسور هوسور
    ژبه جوا ..........
    شاخ شاګهـ ..........
    غنم ګودم ..........
    مخ مکهـ .........

    په اعداد و شمار کښې هم پښتو، سنسکرت او اوستا کښې تر کافي حده مشابهت شته. د مثال په توګه دا اعداد وړاندې کولے شي:

    پښتو سنسکرت اوستا
    يو ايکم ايوه
    دوه دوا دوه
    درې تري تهري
    څلور چتوار چتور
    پنځۀ پانړچه پنچه
    شپږ شپش شوش
    اووۀ سپته هسپته
    نهۀ ناوا نو
    لس داشا دسا
    شل ويشتي ويستي
    دېرش تيريشت تيريست
    څلوېښت چتواريست چتوريش
    پنځوس پنچاشت پنجاست
    شپېتۀ شيشتي شوستي
    اويا ستپشي پتپاستي
    اتيا اشيستي اشتاستي
    نوي نوتي نوائتي
    سل شتسا ستا
















    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    dera manana wrora zamong sara pa brakha kawaloo da dase khwandar leek

    Comment

    Working...
    X