وګورئ څوک خبرې کوي! د موبايل ټيليفون په لوی ښارو کښی د استعمال په اړه د يوې سروي له مخې، د ميامي او لاس انجلس خلک تر نورو امريکايانو په موبايل زياتې خبرې کوی. د ويريزون وايرليس مخابراتي کمپنۍ د استعمالوونکو له سروي سره سم، په ميامي کې خلک د مياشتې ۲۹۸ ټېلېفونونه کوي او يا يې تر لاسه کوی، چې دا په متوسطه کچه د ورځې نهه تر لسو ټيليفوني تماسونه کېږي. ورپسې د لاس انجلس خلک تر نورو زياتې خبرې کوي چې د مياشتې ۲۶۰ ټيليفوني تماسونه کوي. ورپسې په پنځو تر ټولو زياتو ټيليفون کې غږېدونکو ليست کې، ډيټرويټ، ايل پاسو، ټګزاس او لاس ويګاس ايالتونه راځي. د ويريزون وايرليس کمپنۍ د تکنالوژۍ د برخې يو لوړپوړي مامور ډيک لينچ وايي: ((زموږ څېړنه د دې حقيقت يو ښه تصوير وړاندې کوي چې څه ډول امريکايان هره ورځ په خپل کور کې او له کوره بهر پر سړک پر وايرليس مخابراتي خدمت باندې تکيه کوي.)). د ختيځ* ساحل سيمې، خصوصآ نيويارک او واشګنټن، په حيرانتيا سره په موبايل د خبرو په ليست کې په اخر کې راځي، او د دې يو دليل دا دی چې په دغو سيمو کې له څو کلونو راهيسې د موټر چلولو پر مهال د لاسي موبايلونو په استعمال بنديز لګېدلی دی. نيويارک په دې ليست کې يوولسم راغلی او واشګنټن خو آن په لومړيو شلو ايالتونو کې هم نشته. کاليفورنيا هم د موټرچلونې پر مهال په لاسي موبايلونو باندې د بنديز په درشل کې ده، چې دا به په ۲۰۰۸ کې له عملي کېدو سره. د هغو کسانو، کوم چې په ګاډو کښی لاسی موبايلونه استعمالوې، واضح کموالی راولي.
Question:
According to the article, please rate cell phone usage in the United States from highest usage to lowest usage?
Question:
According to the article, please rate cell phone usage in the United States from highest usage to lowest usage?


Comment