Announcement

Collapse
No announcement yet.

کالهنداره،کالینداره او(Calendar)

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • کالهنداره،کالینداره او(Calendar)

    خپروونکی : د لراوبر اداره
    ليک : محمدمعصوم هوتک
    نېټه : ٢ / ١٢ / ١٣٨٩ | 2011-02-21

    محمدمعصوم هوتک
    اوکویل ــ انټاریو
    ۲۱مه دفبرورۍ ۲۰۱۱ع

    دانگرېزي ژبي (Calendar) په عربي ژبه کي (تقویم)بولي . دتقویم لغوي معنادیوه شي "سیده کول ،راسته کول اوکوږوالی ئې ورسمول،اعتدال" ده (دهخدا). دغه لغت دقرآن عظیم د سورة "التین" په څلرم آیت" لقدخلقناالانسان فی احسن تقویم"کي راغلی دئ.په تفسیروکي د"احسن تقویم" معناپه" ډېرښه اعتدال سره"سوې ده . یعني انسان په ډېرښه قالب کي اچول سوی دئ.
    دنجوم پوهان هغه دفترته تقویم وایي چي دیوه کال په ورځوکي د ستوروموقعیتونه اونورکیفیتونه پکښې درج سوي وي . ددغه دفتر متکامل شکل اوسنۍ جنتري ده چي په پښتوکي د(کلیز) نوم پر ایښوول سوی دئ اواردوژبي ئې (پترا) بولي. ما(هوتک)هم دهمدې تعامل له مخي پرخپل هغه لارښودباندي د(پرتلیزکلیز) نوم ایښی دئ چي دهجري قمري،هجري شمسي اوعیسوي کلونونېټې پکښې درج سوي اومقابله سوي دي . دسږکال (۲۰۱۱ع)دفبرورۍ پرشلمه مي په تاند ویبپاڼه کي دښاغلي استادغضنفرله خولې ولوستل چي ارواښاد دوست محمدخان کامل دجنترۍ له پاره"کالهنداره" نوم پېشنهادکړی او ویلي ئې ووچي" کالهنداره روښانه معناښندي،په اسانۍ سره تلفظ کیږي اودانگریزي (Calendar) ته هم ورته ده." چي رشتیاسي، دې وړاندیزخوندراکړ اوپرزړه مي ښه ولگېد.
    ماهروخت دنوولغتودجوړېدوپه برخه کي داخبره کړې ده چي نیولوجیزمونه دي ترعامېدلودمخه یوواردنظرپوښتني له پاره وړاندي سي،که ئې دصاحب نظروکسانوملاتړوگاټه، بیادي نودميډیاخولې ته واچول سي اوعمومیت دي ورکړه سي. خوپردې خبره باندي ترننه پوري چاغوږنه وونیولی اودادئ له نېکه مرغه مي دښاغلي غضنفرصاحب په لیکنه کي دجنترۍ له پاره دارواښادکامل صاحب "کالهنداره" د وړاندیزپه توگه ولیدله. پر نېکفالۍ ئې ونیسئ . (حَبّذاعید همایون، مرحباخرم بهار!).
    په "کالهنداره" کي تر"کلیز" زیاتي ښېگڼی پرتې دي. خوزه به ځان ته اجازه ورکړم چي دارواښادکامل په طرحه کي یوڅه تصرف وکړم او هغه داچي"کالهنداره" که " کال اینداره =کالینداره" سي ، نوبه ئې دنوروژبوویونکي بې له قاموسه هم په اول وارلوستلوسره یوڅه ځني وفهمولای سي .ددې تصرف له پاره مي په خپل ذهن کي دوه دلیلونه درلودل . یوداچي هنداره د(اینداره) په شکل عام اولسي اوادبي استعمال لري.
    ارواښادحاجي ولي محمدخان مخلص ویلي دي :
    په لوی لاس دي کړخپل ځان په مځکه چخ
    چي پرپــــــــــــــــــوه سړي دي وخندل پخ پخ
    ستاکړه وړه ســـــــــــــره سم نه وه نه يې گرم
    پـــــــــــــــه اینداره کي دي ولیده خپل مخ
    (کلیات ۱۴۸مخ)
    په اولسي سندرو کي راغلي دي :
    دعمارت لوړي اینداري
    راچپه کړې زماورېنداري
    حاجي ...خان راغی،نه اسمان ویني نه مځکه، دلوی امیرسړکه.
    په الف سره د(هـ ، ح) دابدال مثالونه نورهم سته :
    هیواد ــ ایواد
    هداد ــ ایداد(سرزنش)
    هلک ــ الک (دکندهارښځمني وایي : الک ملک دخدای لایک. نجلۍ میلۍ دگل غوټۍ)
    هولکه ــ اولکه
    هندو ــ ایندو
    هدیره ــ ادیره
    هلیله ــ اریړه
    حرامي ــ ارمونی
    حنابکار ــ اینابکاره
    ځیني فارسي ژبي خولاد(افغان) کلمه په (هفغان) سره تلفظ کوي.
    دوهم داچي کالینداره دانگریزي ژبي (Calendar) ته بیخي ور نزدې کلمه ده اوله دې لاري پښتودژبودنزدې کېدلوپه نړۍوال ژبني جریان ورگډېدلای سي .
    نوزه ددغه نوي وړانديزپه گټه اوپلوي خپل لاس پورته کوم اودخپل ناچاپ اثرنوم له "پرتلیزکلیز" څخه"پرتلیزه کالینداره" ته رااړوم.
    دپښتونیولوجیزموپه برخه کي دهمدغه شان تعامل درواجېدوپه هیله

    

  • #3
    ناروې مېشتو افغانانو ادبي ناسته وکړه خپر&#1608

    خپروونکی : د لراوبر اداره
    ليک : زهير پکتين اوسلو
    نېټه : ١٧ / ٢ / ١٣٩٠ | 2011-05-07

    د ادبي ناستې د تېرې غونډې دپرېکړې پر بنسټ د ادبي ناستې ګڼ شمېر غړو پرون د پسرلنۍ مشاعرې په نوم يوه شانداره غونډه وکړه ،نوموړې غونډه د اوسلو ښار ته څېرمه په يو طبيعي پارک کې د مازديګر پر شپږو بجو د ښاغلي زهير خان پکتين په وياندۍ پيل شوه .
    د غونډې په پيل کې مشر او سپين ږيري شاعر ښاغلي حاجي محمد اسحاق امانزي يو څو وطني شعرونه ولوستل چې البته د ګډونوالو له خوا يې تود هرکلی وشو، تر ښاغلي امانزي وروسته يو شمېر ځوانانو او مشرانو په نوبت خپل نظريات څرګند کړل.
    د ناستې په دويمه برخه کې ښاغلي مجيد اميري په خپل خواږه غږ کې د پښتو ژبې خوږې ټپې او يو شمېر ملي اشعار د رباب او منګي سره زمزمه کړل، پاتې دې نه وي چې د سويډن ، نه راغلي مېلمه او د خيبر ټلويزيون استازي ښاغلي وارث خان هوتک ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د ادبي ناستې دا پروګرام مينه والو ته د خيبر له لارې خپور کړي٠ نوموړې غونډه چې د ښاغلي اجمل اټک يوسفزي په بلنې او کوربتوب جوړه شوې وه ، د شپې پر نهو بجو پای ته ورسېده٠


    Comment


    • #4
      جرمني: د کونړ سیند مشاعره جوړه شوه

      خپروونکی : د لراوبر اداره
      ليک : عزيز پښتون
      نېټه : ١٠ / ٢ / ١٣٩٠ | 2011-04-30



      د روان ۲۰۱۱ ع کال د اپریل د میاشتي په ۲۳ مه نیټه د المان د لیورکوزن په ښار کی د کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولني په کوربه توب د (کونړ سیند) دودیزه کلنئ مشاعره، چی دد غه ټولني له خوا ئی په (۲۰۰۸ ) ع کال کی بنسټ ابښودل شوی ؤ جوړه شوه، چی د المان سربیره پکی له یو شمیر اروپایی هیوادو څخه هم ګڼ شمیر ادیبانو، ادبپالو ، د پښتو ژبي مینه والو هیوادوالو ګډون کړی ؤ، جوړه شوی وه.

      په لومړي سر کی ښاغلی عزیز سرشار چی د ویندوئ چاري ئی پرمخ بیولي ،دروند اوپیاوړی مشر ښاغلی مبارز څاپی ته بلنه ورکړه ، چی د قران مجید د سپیڅلو ایاتونو په تلاوت سره مشاعره پرانیزی، ورپسی د ټولنی د کار د ډلي په استازتوب ښاغلی فریدالله ساپی د ټولنی کلنی رپورټ وړاندی کړ. دغه راز ښاغلی محمداجان یار ยซد کونړ سیند سره خواله ยป یوه ادبي ټوټه واوروله.
      د کونړ سیند مشاعری داځل دوه برخي درلودی ،چی لومړئ برخه ئی مشاعري او دوهمه برخه ئی په زړه پوري پښتو موسیقئ ته ځانګړي شوي وه.
      پدی لړ کی د پښتو ملي تراڼه (ای زما وطنه د لالونوخزاني ځما) د هیواد نامتو او خوږ ژبي سندرغاړی ښاغلی انجنیر لطیف راهی د موسیقئ سره په ډیر ښه انداز واوروله.
      مشاعره د ښاغلی عزیزسرشار له خوا د پښتو ژبی د نومیالی شاعر ارواښاد اسحاق ننګیال په لاندی بیتونو سره پیل شوه:
      توري سیلي دی په جونګړو کی رڼا نه پریږدی
      دلته د وینو لیوني چیرته خندا نه پریږدی
      وینو کی زیږی،پکی لوی شی،پکی ومري بچي
      قاتلي شپي دی دوعا ګوی کور کی د چا نه پریږدی
      داسی میلمه شو په وطن راته د مرګ سوداګر
      چاته عزت،چاته شمله،چا ته حیا نه پریږدی
      د مشاعري لړ د ژبپوه ښاغلی پيښوري شینواری په یو ښکلي شعر چی د کونړ سیند ته ئی لیکلی ؤ پیل شوه،ورپسی د پښتو ژبي او هیواد درنو نامتو ، پیژندل شوو او منل شویو شاعرانو ، هریو ښاغلیو، محب الله ستومان، مبارز څاپی، محمدا جان یار،وړوکی مرواه قاضی خیل، نهظت تنها،صمیم ساپی،صدیق کاوون توفانی، شیرزاده ساجد، الهاج قیام، خیبر مومند، ارین بهار،ډاکتر اکرم ملکزی،معاون جان ګران برهاني او عبدلوهاب سرتیر خپل په زړه پوري او ښکلي شعرونه واورول، چی د ګډونوالو په تودو چکچکو او ولولو سره بدرګه شول.
      د یادوني وړ ده چی مشاعري ته د ښاغلی ډاکتر یاسین اقبال یوسفزی په زړه پوري نظم (زه اخر پښتون يمه) چی د ښاغلی انجنیر مطیع الله روفي له خوا د تمثیل سره دکلمه شواو د پښتون ادبپال ښاغلی امین بسمل شعر د (واه د کونړ سینده) تر سرلیک لاندی چی د تلیفون له لاري واورول شو ډیر رنګ او ښکلا ورکړه.
      د موسیقئ برخه د هیواد اوپښتو ژبي نامتو او خوږ غږي سندرغاړی ښاغلی انجنیر لطیف راهی په خپلو زړه راښکونکو سندرو رنګینه کړه.
      په پای کی درانه سندرغاړی د ټولنی د کار د ډلی او یو شمیر مشرانو له خوا د ګلونو د ګیډیو په ورکولو سره وستایل شو.
      د لراوبريادونه : ددې مشاعرې پوره انځوريز البم وروسته پرليکه کيږي ...

      Comment


      • #5
        زرکه او باز

        زرکه او باز
        ٨ / ٢ / ١٣٩٠

        Comment


        • #6
          زرکه او باز

          زرکه او باز
          ٨ / ٢ / ١٣٩٠ عبدالباري جهاني
          زرکه او باز
          په ځنګله کی یوه زرکه ګرځیدله
          له سپیدو سره له خوبه پاڅیدله
          په ښایست کی ملکه وه د مرغانو
          رنګینه لکه انځور د نقاشانو
          سرې یې سترګي سره مشوکه سرې منګولي
          پر سینه یی وه خالق خطونه کښلي
          لا ویده به بلبلان وه په ځالۍ کي
          د ښکاري به غشی نه وو په لیندۍ کي
          لا به ورځ راغلې نه وه په کیږدۍ کي
          د شپانه نغمه به نه وه په شپیلۍ کي
          لا سپیدې به پر اسمان نه وې چاودلي
          لا پلټني د تیارې به نه وې تللي
          چي د زرکي به نارې سوې په تیارو کي
          آزانګې به یی خپرې سوې په درو کي
          نارې نه وې ترانې وې له اسمانه
          زمزمې د مثنوي له نیستانه
          اوازونه به سول پورته د بلبلو
          بوی به راغی د نرګسو د سنبلو
          او د زرکي به لا پورته سوې ککړي
          نڅولې یې ګلڅانګي او کروړي
          په نیژدې کی یو سور باز ورته دیره وو
          له کلونو په ښکارونو اموخته وو
          توري سترګي، غټ منګول، کږه مشوکه
          ښایسته وو لکه زرکه سر تر نوکه
          چي په نښه به یی ښکار کړ له اسمانه
          د هغه به نصیب کم سو له جهانه
          خدای ورکړی د بریښنا په څیر شهپر وو
          هم په غره کی هم پر سمه یی لاس بر وو
          باز د زرکي پر سندرو زړه بایللی
          هر سهار به یی وو غوږ ورته نیولی
          خو چی ځان به یی له لیري ورښکاره کړ
          د هغې به یې له وهمه زړه پاره کړ
          سمدستي به یې ځغستل تر خپله غاره
          کرۍ ورځ به هلته پټه وه له ډاره
          باز به ورغی تر کوره په زاریو
          چی قانع کړي ښکلې زرکه په خواریو
          ویل زرکي دا منمه چی زه باز یم
          مګر څه وکړم مین ستا پر آواز یم

          زه ښکاري یم زه پاچا یم د مرغانو

          له شهپره می زړه چوي د زاغانو
          مګر ستا اواز می زړه دی رانیولی
          کرۍ ورځ می ستا نغمو ته غوږ نیولی
          چی د ښکار په نیت اسمان ته پورته کیږم
          چی تر غوږ می ستا ککړي سي پاتیږم
          نوري ډیری زرکي ګرځی د نیولو
          بلا ډیر مرغان لرم د ښکارولو
          زه به ولي یوه زرکه غولومه
          ځان به ولي په زاریو خوارومه
          راځه زما سره په کور کی به دیره یی
          زه پاچا ته د مرغانو ملکه یی
          ته ویل کوه بیغمه جګو غروته
          زه به غوږ یم په سپیدو کی ستا نغمو ته
          زرکي ډیر وویل باز ته چی بیریږم
          له مشوکي له منګولو دي ډاریږم
          څه نسبت دی د بازانو له زرکانو
          د مرغانو د ټولیو او ښکاریانو
          ستا په کور کی که دیره سمه سلطانه
          یوه ورځ به یم پر خپل عمل پښیمانه

          هم مي پلار هم مي نیکونه باز وژلي

          زرکي چا د باز پر څنګ نه دي لیدلي
          خو چي باز کړل سوګندونه په څو شانه
          نور د زرکي هم ځان ووتی له توانه
          زړه نا زړه سوله دیره د باز په کور کي
          ځان یی واچاوه پخپله په سره اور کي
          ځالګۍ د باز وه ډکه له هډوکو
          د مرغانو له بڼکو له مشوکو
          زرکه هم په ځالګۍ کی اوسیدله
          ورو په ورو یی له زړه ویره تښتیدله
          په ارام به وه بیده شپه تر سهاره
          ځان یی نه باله د زرکو له کتاره
          چي ملګری یی وو باز د توروغرونو
          دا په خیال کی ملکه وه د ځنګلونو
          کله کله به یی ټوکي هم کولې
          په نغمو کی یی د باز نارې وهلې
          چی به باز کله تر خولې ناره ایستله
          په کټ کټ به زرکي څو ځله خندله
          په مشوکه په منګول به یی لګیا وه
          پیدا کړي زر کي نوې مشغولا وه

          یوه ورځ یی کړې کیسې د مظلومانو

          د ظلمونو د ګوربت او د بازانو
          چی همیش تللي په ښکار وي د مرغانو
          غوښي خوري د مظلومانو د خوارانو
          مور یی وخوري بچیان پاته بې ډوډۍ سي
          د مرګي په انتظار یی ځالګۍ سي
          نه یی ویره نه حیا کیږی له خدایه
          ظالمان ولي غوټې وهي بیځایه
          سترګي سرې سولې د باز ورته له قاره
          تر مشوکه یی را ووته چیغاره
          په یوه حمله ور څیري یې کوګل کړ
          ورښکاره یی په یوه ګړي اجل کړ
          په ځالۍ کی سولې توی د زرکي ویني
          باز ته پاته هیڅ اثر نه سو د میني
          په یاري د زورورو چی نازیږي
          یوه ورځ به لکه زرکه څیرل کیږي.
          ۲۰۱۱ـ ۲۷ـ اپریل











          عبدالباري جهاني بيرته شاته
          Copyrights JahaniOnline.Com 2010 All Rights Reserved

          Comment

          Working...
          X