Announcement

Collapse
No announcement yet.

پښتو يې ګاني ( ی ، ي ، ې ، ۍ، ئ ) خپروونکی : د لراوب

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پښتو يې ګاني ( ی ، ي ، ې ، ۍ، ئ ) خپروونکی : د لراوب

    خپروونکی : د لراوبر اداره
    ليک : م . هوتک

    نېټه : ١٥ / ١٠ / ١٣٨٩ | 2011-01-05

    د لراوبر يادونه او کور ودانی : راځئ چي پښتو ژبه په داسي ډول وليکو چي نه يې د لوستلو پر وخت ستونزه ولرو او نه د اوريدلو او معنی اخستلو پر مهال . په پښتو ژبه کي دغه پنځه ډوله يې ګاني ( ی ، ي ، ې ، ۍ، ئ ) کاريږي چي هره يوه يې خپل ږغ او د کارېدلو ځانګړی ځای لري . که کومه ( يې ) بېځايه وکارول سي نو هم د لوستلو پر مهال ستونزه رامنځته کوي هم ښايي د معنا له مخي ستونزه پېښه کړي د بېلګي په توګه که موږ يوه ځوان ته چي ګلالی نوميږي ليک ليکو او د (ی ) پر ځای ( ۍ ) وکاروو نو هغه ته مو د نارينه ( ګلالی) پر ځای د ښځينه (ګلالۍ ) خطاب کړئ دئ . دې ته ورته ډيري نوري بېلګي هم سته چي که (ی ي ې ۍ ئ) پر خپل ځای ونه کاروو په لوستلو او معنی کي د ستونزو لامل کيږي .
    لراوبر ويبپاڼي دپښتو ژبي د استاد، څېړونکي او تاريخپوه ښاغلي محمدمعصوم هوتک څخه د پښتو يې ګانو د استعمال د وخت او ځايونو د بېلګو غوښتنه وکړه ، له نوموړي ډيره مننه کوو چي په لاندنيو بېلګو کي يې موږ ته د پښتو يې ګانو په اړه ساده خو ارزښتناک معلومات وړاندي کړل .
    ۱ــ بې ټکویې ( ی) ــ په نارینه (مذکر)نومواوصفتواوفعلوکي راځی لکه :
    سړی،لرګی،منګی،هراتی،کندهاری،خټکی،دی اونور
    ځای،سرای
    لوی،خوی،زوی،بوی،دوی،جوی
    نری،ګردی،لالی
    راغی،ولاړی
    دغه رازپه عربي نوموکي دالف مقصوره پرځای لکه موسی،عیسی،معنی .
    ۲ــ لنډه یې ( ي ) دوه ټکي څنګ پرڅنګ لري په نارینه (مذکر) نومو،صفتواوفعلوکي راځي لکه
    سړي،لرګي،سوټي ،منګي
    کالي،مالي.ښادي،
    ګوري،ښوري،ځي،راځي
    نري،ګردي،ګلالي
    وروري،خپلوي،دوستي
    چي،مي،کي (له لویدیځ ګړدودسره سم) .
    ۳ــ لکۍ لرونکې (ښځینه) یې( ۍ) . په ښځینه نوموکي راځي لکه
    سپوږمۍ،لکۍ،صدرۍ،کوچۍ،نتکۍ
    ورورۍ،خپلوۍ،دوستۍ
    ګلالۍ،میوندۍ،کابلۍ
    ۴ـ اوږده (مجهوله) یې( ې ) په ښځینه نومواوصفتوکي راځي لکه
    ادې،شلومبې،لندې،اوږدې،ورستې،خوږې،شیدې
    چې،مې،کې (له ختیځ ګړدودسره سم) ـ
    ۵ـ همزه لرونکې ( ئ ) په جمع فعلوکي راځي لکه
    خورئ،چښئ،حساب مه منئ،راځئ،ږغ مي اورئ
    زه (دئ = است) هم په دغه یې کاږم اودلیل مي دادئ چي له (دی = آنمرد) سره یې توپیر وسي .

    

  • #2
    ډیره مننه دین صاحب - زه په یوه خبره اوس هم نه پوهیګم ولي چې دلته چي او چې دواړه لیکلي شوي دي - فرق څه دی؟


    Comment


    • #3
      Originally posted by tor_khan View Post
      ډیره مننه دین صاحب - زه په یوه خبره اوس هم نه پوهیګم ولي چې دلته چي او چې دواړه لیکلي شوي دي - فرق څه دی؟


      چې په مخصوصه يا يعني (ې) باندې ليکل پکار دي (چي) ليکل غلط دي. د دواړو يو مفصل وضاحت زۀ لاندې کوم تاسو ئې ولولئ هيله ده چې د دواړو په فرق به پوهه شئ:

      : په پښتو کښې معروفه (ي) هغه ده چې غونډه ليکلے شي او لاندې دوه څنګ په څنګ نقطې لري. دا (ي) په هر هغه لفظ کښې پکارېږي چې وړاندې تورے ترې خالص زېر لري لکه ځي،کوي، باتي، چاچي، کاکي، تير، پير وغېره. دغسې د هر هغه مذکر اسم چې اخره کښې ئې (ی ) وي کله چې د هغې نه جمع جوړه کړې شي نو اخره کښې ئې هم دا معروفه (ي) پکارولے شي لکه سړی نه سړي، سپی نه سپي، سپرلی نه سپرلي وغېره. دا معروفه (ي) د لفظونو په سر، منځ او اخره درې واړه ځايونو کښې راځي. د پېشو(پروفيشنز) سره متعلق چې څومره اسمونه دي په هغې کښې دا معروفه (ي) استعمالېږي. لکه دوبي، موچي، درزي، نائي وغېره. کۀ په يو لفظ کښې (ي) د (يه) اواز ورکوي يا د دوو زېرونو هومره اواز ورکوي نو هلته به دا مخصوصه (ي) ليکلے شي لکه په دې لفظونو کښې چې د (يه) اواز ورکوي . دنيا، ګيا، اتيا، اويا. دغسې په تير، پير، دين، سادين، ماسپښين، جبين، چيړ وغېره کښې د دوو زېرونو هومره اواز ورکوي.
      مخصوصه يا: د پښتو د هجې په تورو کښې يوه (يا) مخصوصه نامه لري. دې ته لاندې باندې نقطې کولے شي. د دې (ې) اواز د معروفې نه کم او زېر ته نزدې وي او د معروفې او مجهولې (ی ) نه د دې اواز جدا وي. دا (ې) د لفظونو په شروع کښې نۀ پکارېږي البته منځ او اخره کښې استعمالېږي. دا (يا) هلته استعمالېږي چرته چې د دې نه د اګاهو راغلي توري معمولي زېر وي يعني نيم مکسور وي. لکه ګېر، تېر، هېر، کېدل. په دې لفظونو کښې د مخصوصې (ې) نه وړاندې راغلي توري هم دغه وړوکے شان زېر لري چې د عام زېر نه کم دی . دغسې په پښتو کښې هغه مونث اسمونه چې اخره کښې ئې مختفي (ه) وي د هغې د جمعې په حالت کښې هم دا مخصوصه (ې) پکارولے شي لکه ګډه نه ګډې، ښځه نه ښځې، جاله نه جالې وغېره. دا مخصوصه (ې) په هغه ځائې کښې هم پکارېږي چرته چې د دې نه وړاندې راغلے تورے زورکے لري لکه تودې، سړې، ئې، پرې، ترې وغېره. د پښتو په فعلونو کښې د (ږ) نه اګاهو چې کومه يا استعمالېږي نو هغه به مخصوصه (ې) وي لکه سوزېږي، ژړېږي، ودرېږي وغېره.
      Na soz sho na saaz sho,
      Bas hasy jwand tamam sho

      Comment


      • #4
        ډيره مننه دين ساحبَ
        ستاسو تحقيق ډير د صفت قابل دے خو لويه 'ے' پکښ تاسو نه ده شامل کړے لکه يوفزئ پښتون صاحب په خپل پاسه پوسټ کښ دا لويه 'ے' وه زله استعما ل کړے ده لکه پکارولے، کولے، وړوکے،راغلے،تورے، زورکے' دغه شان رحمان بابا هر ځائ په خپل اشعارو کښ لويه ے ِاستعمال کړے ده لکه
        په مجنون باندے قلم راغلے نه دے
        که حلال ئ په مخ ورشي که حرام

        ته خپل پلار نيکه وګوره چه څه شول
        هسے ستا دے هم په دوئ پسے رفتار

        په دنيا کښ هيڅوک نه دي پاتے شوي
        واړه تلوني دي که نن دي که صبا

        زه يو نه يم درست جهان په تا مئن دے
        که بادشاه دے د دے دهر که ګدا

        لکه خوند لري ځما خوږے خبرے

        په شکروکښ هم نشته هسے خوند


        دغه رنګ ډير يوسفزئ ليکوال لويه ے په خپل ليکونو کښ استعمالوي .
        په دے باره کښ محترم تورخان صاحب ما ته معلومات راکړي وؤ. نو ستاسو تحقيق دے باره کښ څه وائ



        The end of Ignorance, is the beginning of Knowledge.
        Knowledge has no end. It keeps expanding into the infinity.

        Comment


        • #5
          Originally posted by dervaish View Post
          ډيره مننه دين ساحبَ
          ستاسو تحقيق ډير د صفت قابل دے خو لويه 'ے' پکښ تاسو نه ده شامل کړے لکه يوفزئ پښتون صاحب په خپل پاسه پوسټ کښ دا لويه 'ے' وه زله استعما ل کړے ده لکه پکارولے، کولے، وړوکے،راغلے،تورے، زورکے' دغه شان رحمان بابا هر ځائ په خپل اشعارو کښ لويه ے ِاستعمال کړے ده لکه
          په مجنون باندے قلم راغلے نه دے
          که حلال ئ په مخ ورشي که حرام

          ته خپل پلار نيکه وګوره چه څه شول
          هسے ستا دے هم په دوئ پسے رفتار

          په دنيا کښ هيڅوک نه دي پاتے شوي
          واړه تلوني دي که نن دي که صبا

          زه يو نه يم درست جهان په تا مئن دے
          که بادشاه دے د دے دهر که ګدا

          لکه خوند لري ځما خوږے خبرے
          په شکروکښ هم نشته هسے خوند


          دغه رنګ ډير يوسفزئ ليکوال لويه ے په خپل ليکونو کښ استعمالوي . په دے باره کښ محترم تورخان صاحب ما ته معلومات راکړي وؤ. نو ستاسو تحقيق دے باره کښ څه وائ


          اصل کښې خبره دا ده چې(ی) د افغانستان پښتانۀ وروڼه د (ے) په ځائې پکاروي........د باړه ګلۍ په کنفرنس کښې چې پکښې د لر او بر پښتونخوا ګڼو شاعرانو، دانشورانو، پوهانو او ليکوالو ګډون کړے وۀ دا متفقه فېصله شوې وه چې په پښتونخوا کښې به (ے) او په افغانستان کښې (ی) استعمالېږي.......زۀ خپله د پښتونخوا د مردان ضلعې سره تعلق لرم ځکه نو په خپلو پوسټونو کښې (ے) پکاروم او دين صاحب او تورخان چونکه د افغانستان سره تعلق لري نو هغوي (ی) پکاروي.......رحمان بابا خوشحال خان او نور ډېر شاعران چې پښتونخوا کښې زېږېدلي دي هغوي ټولو هم پرته يا يعني (ے) استعمال کړې ده څنګه چې تاسو ئې مثالونه ورکړل.........و
          Na soz sho na saaz sho,
          Bas hasy jwand tamam sho

          Comment


          • #6
            يوسفزئ پښتون وروره

            ډيره ډيره مننه ستاسو په دے پوسټ م تسلي اوشوه کنے ځه ګماني شوے وم چه ځما نه پښتو ليکل هير شوی دی ځکه چه ما پنځوځ کاله پس بيا په پښتو کښ د ليکلو کوشش اوکړو خو د افغانستان پښتو راته مخے له راغله نو ځه په شک شوم چه ځما پښتو ګنے زړه شوے ده خو اوس م تسلی اوشوه چه خبره دعلاقو د فرق ده دلته ځما يو اشنا دے چه د دغه بلے علاقے دے او خبرے ډيره په تيزه تيزه کوي نو ځه ورته هر ځل وايئم چه يا په سلو موشن کښ خبرے کوه يا راته په انګلش ئ ترجمه کوه

            يو ځل بيا ډيره مننه
            The end of Ignorance, is the beginning of Knowledge.
            Knowledge has no end. It keeps expanding into the infinity.

            Comment

            Working...
            X