Announcement

Collapse
No announcement yet.

د قيامت نخښې

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د قيامت نخښې

    د قيامت نخښې





    پرون په سپين جمات کښې
    په مرمرين جمات کښې
    ملا وئيل په ممبر
    چې د قيامت نخښو کښې
    دا يوه لويه نخښه
    چې د الله د کتاب
    لفظونه وابه لوځي
    حرفونه ټول به وران شي
    خو زۀ چې سوچ کوومه
    نن د ژوندون له هر يو لغت ځنې
    د محبت او د جانان لفظونه
    او د ارمان لفظونه ټول الوتي
    خداے خبر دا د کوم قيامت نخښې دي.

    *******
    زمونږ د کلي په ملا افرين
    د سپرلي رنګ، د رباب ټنګ وژني
    په شاړه سر دي د نفرت دلالان
    امجده مينه به څوک څنګ وژني

    *************
    Last edited by Yousafzai Pakhtun; 11-29-2010, 03:37 AM.
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho
Working...
X