د رحمان بابا پېدائش او وفات
د رحمان بابا د پېدائش او وفات په حقله تر اوسه پورې ډېرې څېړنې شوې دې او چې کوم معلومات تر اوسه پورې زمونږ مخې ته راغلى دى هغه اکثر په خارجى سندونو او قياسونو اډانه لرى. ځنې معلومات د هغۀ د ديوان نه هم کېږى. لکه د رحمان بابا د قام قبيلې په حقله وئيلے شى چې دے په پښتنو کښې سړبنے او په سړبنو کښې غوريه خېل او په غوريه خېلو کښې مومند وۀ، کوم چې د دې شعرونو نه معلومېږى:
يو کتاب په سړبن کښې چا ونۀ کړو
بې رحمانه چې ئې جوړکړو دا کتاب
کۀ ئې شعر د رحمان مومند تر غوږ شى
غوږ به نۀ باسى په شعر د خوشحال څوک
غوږ به نۀ باسى په شعر د خوشحال څوک
بل دا چې کاظم خان شېدا هم رحمان بابا او حميد بابا دواړه مومند ياد کړى دى- شېدا وائى:
په دا وخت کښې کۀ شېدا دواړه مومند وے
ثنا خوان به وو هر دم ستا د وئيلو
په دا وخت کښې کۀ شېدا دواړه مومند وے
ثنا خوان به وو هر دم ستا د وئيلو
عبدالعظيم بابا ئې هم مومند ګڼى او وائى:
د مومند عبدالرحمان صاحب په مثل
هسې خوږ زبان زما وے درېغه درېغه
د مومند عبدالرحمان صاحب په مثل
هسې خوږ زبان زما وے درېغه درېغه
عبدالقادر خان خټک ورته غوريه خېل وائى:
زۀ خټک د يار په غم تازه تازه يم
غوريه خېل رحمان کۀ شو ورځنې ستړے
زۀ خټک د يار په غم تازه تازه يم
غوريه خېل رحمان کۀ شو ورځنې ستړے
رحمان بابا چې د پلار نوم ئې عبدالستار وۀ په بهادر کلى کښې چې د پېښور سره نزدې دے، زېږېدلے او بيا وروستو په هزارخانۍ پېښور کښې ميشته شوے دے او دا خبره هم د يو خارجى سند په حواله کولے شى. ځکه چې مونږ سره يو خارجى سند شته دے چې د رحمان بابا مقبره په هزارخانۍ کښې ده.
ددۀ د غريبۍ يا اميرۍ په حقله هم څۀ کره معلومات نشته، سېوا د هغه څۀ نه کوم چې د رحمان بابا د خپلو شعرونو نه معلومېږى. لکه وائى:
د دنيا کارونه واړه په دنيا شى
ما به څۀ که څوک چې نۀ لرم دنيا
ددۀ د غريبۍ يا اميرۍ په حقله هم څۀ کره معلومات نشته، سېوا د هغه څۀ نه کوم چې د رحمان بابا د خپلو شعرونو نه معلومېږى. لکه وائى:
د دنيا کارونه واړه په دنيا شى
ما به څۀ که څوک چې نۀ لرم دنيا
يا داسې وائى چې:
څوک دى را کاندې قسم په کردګار
کۀدرم لرم په کور کښې يا دينار
څوک دى را کاندې قسم په کردګار
کۀدرم لرم په کور کښې يا دينار
زۀ درم او دينار نۀ لرم په کور کښې
ولې نور خلق مې بولى دنيا دار
ولې نور خلق مې بولى دنيا دار
د هغۀ د شعرونو نه ظاهره ده چې مالدار نۀ وۀ، غريب سړے وۀ او د خانانو سره ئې کلے نۀ کېدۀ ځکه خو ئې دا وئيل چې:
نۀ شى د خانانو د ملنګو سره کلى
چرته عزيز خان چرته ملنګ عبدالرحمان
نۀ شى د خانانو د ملنګو سره کلى
چرته عزيز خان چرته ملنګ عبدالرحمان
خو دولت ئې خوښ هم نۀ وۀ او ښۀ په ښکاره ټکو به ئې وئيل چې:
د دلبرو صدقې لره ئې غواړم
هسې نۀ چې په دنيا پسې زهير يم
د دلبرو صدقې لره ئې غواړم
هسې نۀ چې په دنيا پسې زهير يم
دغه رنګ د هغۀ د خپل کلام نه پته هم لګى چې هغۀ په کوم دور کښې ژوند کولو. لکه وائى:
شاه عالم اعظم وګوره چې ئې سخا کړو
په خونونو واړه ملک د هندوستان
شاه عالم اعظم وګوره چې ئې سخا کړو
په خونونو واړه ملک د هندوستان
و دارا او اورنګ زېب وته حېران يم
چې ئې څۀ چارې واقع شوې تر ميان
چې ئې څۀ چارې واقع شوې تر ميان
اورنګزېب او شاه جهان غوندې اشراف
صدقه شه تر منصور غوندې نداف
صدقه شه تر منصور غوندې نداف
مطلب دا چې رحمان بابا د شاه جهان او اورنګزېب دور ليدلے وۀ، بلکې د اورنګزېب نه پس د هغۀ د زوي شاه عالم پۀ بادشاهۍ کښې هم ژوندے وۀ لکه چې د دې شعرونو نه ظاهرېږى.
اوس نوبت د شاه عالم دے
دور او طور ئې شو د ګر
اوس نوبت د شاه عالم دے
دور او طور ئې شو د ګر
د دې نه علاوه د ګل خان جمال خان پېښه هم رحمان بابا پۀ خپلو اشعارو کښې ذکر کړې ده. کومه چې د مېجر راورټى د وېنا مطابق د صوبېدار ناصر خان پۀ زمانه کښې شوې وه او د هغۀ د صوبېدارۍ زمانه د ١١٢٢ هجرى کال نه تر ١١٢٣ هجرى کاله پورې وه. پۀ دې حساب د پټې خزانې خبره غلطېږى ځکه چې پۀ پټه خزانه کښې د رحمان بابا د مړينې کال ١١١٨ هجرى دے کوم چې ښاغلى همېش خليل صاحب هم منلے دے او د پټې خزانې د تېروتنې پۀ حقله همېش صېب ليکلى دى چې کېدے شى دا غلطى کاتب کړې وى د ١١٢٨ پۀ ځائے ئې ١١١٨ ليکلې وى.
د رحمان بابا د شعرونو نه دا پته لګى چې هغه کله د پنځوسو کالونو اوړېدلے دے نو ذکر ئې داسې کړے دے:
اوس مې ځائے پۀ دا جهان کښېپاتې نۀ شو
خوزېدلے تر چهل او تر پنجاه يم
د رحمان بابا د شعرونو نه دا پته لګى چې هغه کله د پنځوسو کالونو اوړېدلے دے نو ذکر ئې داسې کړے دے:
اوس مې ځائے پۀ دا جهان کښېپاتې نۀ شو
خوزېدلے تر چهل او تر پنجاه يم
يا خپل ځان ته داسې مخاطبه کوى:
تر پنجاه و پنجه تېر شوې
تۀ لا ځان بولې پسر
تر پنجاه و پنجه تېر شوې
تۀ لا ځان بولې پسر
د دې شعرونو نه معلومېږى چې د پنځۀ پنځوسو کالو نه ئې عمر اوړېدلے وۀ نو کۀ مونږ د هغۀ عمر شپېتۀ کاله فرض کړو نو د پېدائش کال به ئې ١٠٦٢هجرى راووځى، پاتې شوه دا خبره چې اولاد ئې لرلو او کۀ نا؟ نو پۀ دې حقله مېجر راورټى ليکلى دى چې د رحمان بابا د لُور د طرف نه نمسى اوس هم پۀ بهادر کلى کښې اوسى او د رحمان بابا د يو شعر نه دا پته لګى چې زوے ئې هم وۀ لکه چې وائى:
کۀ مې ورور کۀ مې عزيز کۀ مې فرزند دے
واړه غواړى خپله خپله مدعا
کۀ مې ورور کۀ مې عزيز کۀ مې فرزند دے
واړه غواړى خپله خپله مدعا
د دې ټول بحث نه مونږ دا نتيجه اخذ کوو چې د رحمان بابا د پېدائش کال ١٠٦٢ هجرى دے او وفات ئې ١١٢٨ هجرى دے، کوم چې د يونس پۀ ديوان کښې پۀ رحمان بابا د ليکلې شوې يوې مرثيې د يو شعر نه ځنې خلقو راايستلے دے.
د يونس شعر دا دے:
له رحمانه فېض ياب عبدالرحمان شۀ
چې له دې سرايه پۀ بله سراى مهمان شۀ
د يونس شعر دا دے:
له رحمانه فېض ياب عبدالرحمان شۀ
چې له دې سرايه پۀ بله سراى مهمان شۀ


Comment