Announcement

Collapse
No announcement yet.

د خوشحال خان خټک اخلاقي شاعري

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د خوشحال خان خټک اخلاقي شاعري

    خوشحال خان خټک په خپله شاعرۍ کښې د پښتنو هر قسمه علمي او اخلاقي روزنه کړې ده. هغۀ کۀ يو خوا پښتانۀ په يو مرکز راغونډول غوښتل نو بل پله ئې هغوي ته تعليم او تربيت هم ورکول غوښتل. دغه وجه ده چې د هغۀ په شاعرۍ کښې بې کچه ډېر پند و نصيحت موجود دے. د پښتنو د بدو رسمونو رواجونو غندنه او د ښو او پاکو اخلاقو ښودنه ئې ځائے په ځائے د شعر په ژبه کړې ده.
    د رښتيا او دروغو په حقله وائي:
    چې دروغ تر خُلې وباسي کله خُلۀ ده
    چې رښتيا تر خُلې وباسي خُلۀ هغه


    د طمعې او لالچ په حقله داسې وائي:

    کۀ دې طمع د مخلوق له دره پرېکړه
    بادشاهي دې مبارک شه کۀ ګدا ئې


    د سخاوت باره کښې وائي:
    کۀ ګنجونه د قارون درته امبار شي
    په هر لور ئې غورځوه په سخاوت


    د منت نۀ وړلو په حقله وائي:
    د منت دارو کۀ مرم پکار مې نۀ دي
    کۀ علاج لره مې راشي مسيحا هم



    د قول او اقرار باره کښې وائي:
    مرد به خپله وېنا ژغوري څو ژوندے وي
    د نامرد وېنا نن شته نشته سبا


    د خلقو نيک خواهي هم يو ښۀ کار دے. د دې په حقله وائي:
    چې د خلقو نېک خواهي لرې په زړۀ کښې
    مبارک شه بادشاهي لرې په زړۀ کښې


    د بل د زړۀ ساتنه هم يو ښۀ عمل دے په دې حقله وائي:
    هر چې ستا د زړۀ رضا واړه هغه کړه
    خو چې زړۀ د چا خوږېږي هغه مۀ کړه


    د همدردۍ باره کښې په يو شعر کښې وائي:
    د هغۀ قدر لرم ترې به ځارېږم
    چې په غم کښې چاره جوئ د بېچاره شي


    او د حسن سلوک ترغيب داسې ورکوي:
    چې له دوسته له دشمنه ښۀ سلوک کړه
    د هغو سړيو ښه زندګاني ده


    پښتو خپل بدل چرې نۀ پرېږدي خوشحال بابا هم د دې قائل دے لکه چې وائي:

    څو وانخلي له غليمه انتقام
    مرد نۀ خوب کا نۀ خواړۀ کا نۀ ارام


    عفو يو ښۀ عمل دے چې اسلام ئې مونږ ته حکم کړے دے خوشحال بابا د عفو متعلق وائي:
    وې مې څۀ دے چې نشان د ځوانمردۍ دے
    وې ئې عفوه په هنګام د استقلال


    د ظلم او انصاف باره کښې وائي:
    کۀ نوم د حجاج اورې اورې نوم د نوشېروان
    په عدل کافر ښۀ شۀ ظلم بد کړۀ مسلمان


    د شجاعت او بهادرۍ په حقله وائي:
    مړۀ هغه چې نۀ ئې نوم نۀ ئې نشان وي
    تل تر تله په ښۀ نوم پائي ښاغلي


    د خوداعتمادۍ باره کښې څۀ عجيبه او کلکه خبره کوي:
    د مزريو مېړنتوب په لښکر نۀ وي
    مټ ئې هر کله يواځې په خپل ځان شي


    د عزم او ثبات په حقله داسې وائي:
    تر مطلوبه پورې شرط د رسېدو دے
    کۀ تمامه لار په وينو شي آلوده


    د اميد باره کښې داسې وائي:
    نوميدي د لوئي بادشاه په دربار نشته
    هر سړے چې خدمت کا نتيجه مومي


    د محنت او مشقت تلقين په دې لفظونو کښې کوي:
    چې محنت په ځان قبول کا راحت مومي
    رنج او ګنج سره دا دواړه دي تړلي


    د توکل باره کښې دا رائې او عقيده لري:
    کۀ تکيه ده خو تکيه د يوۀ خدائے ده
    چې په بل ئې کړه څۀ حال لري تکيه


    د صبر او شکر ترغيب په دې انداز کښې کوي:
    په ښادۍ کښې دې شکر سړے کاندې
    په غمونو کښې د صبر چار فرحت ده


    د پت پاللو په حقله وائي:
    سر دې درومي مال دې درومي پت دې نۀ ځي
    د سړي د چاري کل خوبي په پت ده


    د لافو غندنه په دې لفظونو کښې کوي:
    وې مې کوم رښتيا چې ووائي پرې سپک شي
    وې ئې خپل هنر چې وائي دم درحال


    د قول او فعل د تضاد غندنه په دې الفاظو کوي:
    چې کردار دې له ګفتار سره سم نۀ دے
    تش ګفتار واړه په ځان باندې نفرين ږدې


    د خوږې خُلې او د ښۀ عمل باره کښې وائي:
    په معنٰي پاڼې ګلونه دي خبرې
    د سړي کرده د ونې ثمره


    د حقيقي مينې په حقله داسې وائي:
    مخ د هغو تور شه چې ئې مينې نفساني دي
    يوه مينه باقي ده نورې کل مينې فاني دي




    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho
Working...
X