Announcement

Collapse
No announcement yet.

د رحمان بابا پېغام

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د رحمان بابا پېغام

    د رحمان بابا پېغام


    وائى چې هر مفکر او هر لوئے اديب او شاعر دنيا ته د څۀ پېغام سره راځى او دغه پېغام د هغۀ پۀ فطرت کښې اخښلے شوے وى او هغه دغه پېغام د خپلو شاعرانه افکارو، ليکونو او تقريرونو پۀ ذريعه خلقو ته ورکوى او د خپل دغه پېغام پۀ ذريعه د خلقو د اصلاح کوشش کوى.
    د رحمان بابا نه اګاهو ستر شاعر خوشحال خان بابا تېر شوے دے څوک چې د نېشنل ازم بانى وۀ، خوشحال خان بابا د پښتون قام نجات د خپلې زمانې پۀ مناسبت سره پۀ قوميت کښې ليدو، ځکه چې پۀ هغه دور کښې پۀ هندوستان د مغلو حکمرانى وه او پښتون قوم د هغوى د تسلط د لاندې وۀ او د خوشحال خان بابا پېغام د مغل پۀ مقابله کښې د پښتون متحد کول او متفق کول وو لکه چې وائى:
    د افغان پۀ ننګ مې وتړله توره
    ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم


    ولې رحمان بابا د خپل پښتون قام نجات د قوميت پۀ ځائے پۀ اخلاقى اقدارو کښې وينى. د رحمان بابا د شاعرۍ مدعا دا ده چې پښتون قام د عالمګير انسانيت د اقدارو د عظمت نه خبر کړى. هغه غواړى چې پښتون قام پۀ انسانى اقدارو د عمل کولو دپاره تيار کړى. د خوشحال بابا قوميت پۀ رحمان بابا کښې د عالمګير انسانيت شکل اختيار کړے دے. هغۀ د انسان د حېوانى فطرت خلاف جهاد کړے دے. هغۀ د انسانانو حېوانيت او وحشى توب غندلے دے. رحمان بابا وائى چې پۀ دولت او زرو څوک انسان کېدے نشى تر څو چې پکښې انسانى صفات پېدا نۀ شى. رحمان بابا دغه انسانى او رحمانى ژوند پېدا کولو دپاره د تصوف لاره خپله کړې ده، هغۀ د انسانيت دپاره د خدائے د احکامو پۀ ځائے راوړل او د نبى علېه السلام پۀ تعليماتو عمل کول لازم ګرځولى دى. لکه د نورو صوفيانو پۀ شان د ر حمان بابا هم دغه پېغام دے خو فرق صرف دومره دے چې رحمان بابا دا پېغام پۀ مخصوص پښتون رنګ کښې ورکړے دے، چې د پښتون قام د مزاج سره سمون خورى.
    د رحمان بابا د پېغام ژبه ساده او روانه ده او دغه وجه ده چې پۀ پښتنو کښې څومره رحمان بابا مقبول دے دومره بل څوک نۀ دے او پښتانۀ ئې د مريدۍ تر حده معتقد دى. د هغۀ شعر الهامى ګڼى او د قرآن او حديثو نه پس د هغۀ کلام له درجه ورکوى.
    مير عبدالصمد خان پۀ خپل کتاب کوم چې هغوى پۀ رحمان بابا ليکلے دے دا ثابته کړې ده چې هغه د انسانيت شاعر وۀ او حقيقت هم داسې دے ځکه چې رحمان بابا پۀ خپله وائى:
    زۀ عاشق يم سر و کار مې دے له عشقه
    نۀ خليل نۀ داؤدزے يم نۀ مومند


    او هم دا د انسانيت پېغام دے چې هغه د خپل قام قبيلې نه لاس پۀ سر کېږى او صرف عشق سره کار لرى. حالانکې خوشحال خان بابا وئيل چې:
    د افغان پۀ ننګ مې وتړله توره
    ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم


    رحمان بابا چې پۀ خپل کلام کښې کوم وعظ او نصيحت کړے دے دومره بل چا نۀ دے کړے. د ريا پۀ حقله وائى:
    د ريا د زاهدۍ زما توبه ده
    چې ئې کاندى څوک پۀ رسم پۀ عادت


    سړے بويه چې درون بېرون ئې يو وى
    نۀ هغه چې درون زر وى بيرون لاک


    يو بل سره د خېر ښېګړې کولو تلقين داسې کوې:
    لکه ځان هسې و بل و ته نظر که
    لکه ستا دے هسې ځان دے د هر چا


    رحمان بابا وائى چې بل سره ښۀ کول يواځې د انسانيت خدمت نۀ دے بلکې د خپل عمل تله پرې هم درنېږى، لکه چې وائى:
    هغه زړۀ به له طوفانه پۀ امان وى
    چې کشتۍ غوندې د خلقو بار بردار شى


    دغه شان سخا چې د مسلمان او کامل انسان صفت دے رحمان بابا ئې پښتون قام ته پۀ دې الفاظو بيانوى:
    کۀ تمام جهان پۀ خپله ګېډه وخورې
    ياد به نۀ شې پۀ درود او پۀ دعا


    ښۀ خوړل چې يو ئې خورى بل ورته ګور*ى
    خوړل نۀ دى واړه زهر دى ګويا


    يا داسې وائى:
    آدم زاد پۀ معنٰى واړه يو صورت دے
    هر چې بل ازاروى هغه ازار شى


    کينه بغض او حسد هم انسانى اخلاق تباه کوى، ځکه چې پۀ کوم زړۀ کښې کينه او بغض موجود وى پۀ هغه زړۀ کښې د نېکۍ او ښېګړې جذبات نۀ پېدا کېږى. رحمان بابا وائى:
    کينه بده ده بې شکه جنګ حرام دے
    نۀ له نفس او له شېطان سره کينه


    د حرص او لالچ نه د پښتون قام د بچ کولو دپاره دا رنګې وائى:
    پۀ هيڅ حال دې قرارے او صبر نۀ شى
    لېونے کړې ډېر حرص ډېرې هوا


    صابرانو صبر پرېښود حريصان شو
    نۀ څۀ عدل شته پۀ چا کښې نۀ انصاف


    غرض دا چې د رحمان بابا پېغام د انسانيت وۀ، هغۀ د پښتون قام د نجات دپاره د قوميت پۀ ځائے اخلاقى لاره غوره کړې وه. رحمان بابا د عشق د پېغام پۀ ذريعه د پښتون قام اخلاقى او روحانى اصلاح کړې ده.
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    Hawala reference warkwai che de cha de kom zaya mo da article rakhestey dey che de writer sara bey insaafi wa na shi.
    kom akhbar,majala,ya da kitaab num zaroori dey.
    manana

    Comment


    • #3
      Originally posted by Feroz Afridi View Post
      Hawala reference warkwai che de cha de kom zaya mo da article rakhestey dey che de writer sara bey insaafi wa na shi.
      kom akhbar,majala,ya da kitaab num zaroori dey.
      manana
      مننه وروره د مشورې راکولو
      داسې چل دے کنه چې دا هر څۀ چې ما بره پوسټ کړي دي د رحمان بابا يا خوشحال بابا باره کښې دا د پښتو اېم اے اول کال په کورس کښې شامل دي او ما د دې مطالعه کړې ده. زما والد محترم صېب دا ليکلي دي او ما کمپوز کړي دي نو له دې وجې ما څخه زما کمپيوټر کښې محفوظ دي.

      As you know now a days there is a "تود بحث" on Khushal Baba in the forum...and every one is expressing his views. so i thought i shall post about these great national poets....so that our honourable members may know about his poetry that how he tried to aware pukhtoons through his poetry....

      Regards,
      Na soz sho na saaz sho,
      Bas hasy jwand tamam sho

      Comment

      Working...
      X