ټپه، لنډۍ، مصرعه:
ټول محققين په دې متفق دي چې د پښتو شعر ابتدا د ټپې يا لنډۍ نه وشوه. چې د عوامي سندرو د ټولو نه اهم ترين صنف دے. لنډۍ په يوه نيمه مصرعه کښې مکملېږي. چونکه د دې اولنۍ مصرعه لنډه وي ځکه ئې نوم لنډۍ شو. په اوله مصرعه کښې ئې نهۀ سېلابه او په دوېمه کښې ديارلس سېلابه وي.
١. لنډۍ ته ټپه هم وئيلے شي. ښاغلے قاضي اثر پښتو ادب کښې ليکي (( چې ټپه ورته ځکه وائي چې په دې اواز ټپ کېږي. ځکه چې د لنډۍ وئيلو دا قاعده ده چې په ډېر اوچت اواز سره وئيلے شي. نو څۀ وخت چې سړے په اوچت اواز سره يو څو لنډۍ ووائي نو اواز ئې ټپ شي او بيا نور نۀ پورته کېږي)).
٢. ښاغلے قلندر مومند ئې پښتو لوک ګيت اردو مضمون کښې دا وجه ښئي چې:
ترجمه: (( د دې د وجه تسميې متعلق دا قياس کولے شي چې ټپه پښتو ژبه کښې ((مهر)) ته وائي او چونکه پښتانۀ په خبره خبره دا د ضرب المثل په طور استعمالوي ځکه دې ته ټپه وائي او يا دا چې ټپه تاړي وهلو ته هم وائي چونکه د ټپې د وېنا سره سره د دې په سر کښې تاړي هم وهلے شي ځکه د دې صنف نوم ټپه شو. ټپه ټپولو ته هم وائي چونکه دا خفه زړونو دپاره د ټپولو او قلارولو په حېث وي ځکه ورته ټپه وائي.))
٣. ټپې ته مصرعه هم وائي. ښاغلے قاضي اثر ليکي: ((د پښتو ژبې مصرو يو اولنے جزو لنډ (٩ سېلابه) او بل اوږد (١٣ سېلابه) دے او ټوله مصره يا لنډۍ د سر نه تر اخره پورې داسې مثال لري لکه د يوې مصرعې. نو په دې لحاظ ورته مصرع وئيلې شي. عام پښتانه ئې دا معني کوي چې مصرع ورته په دې وائي چې د دې مثال لکه د مصرۍ تورۍ په شان وي. دا هم کېدې شي چې مصرو په شان خوږه وي ځکه مصرعه بللې شي.))
د ټپې قدامت او اهميت:
د ټپې د قدامت په حقله پرتو روهيله يو اردو مضمون کښې ليکي:
٤. (ترجمه) ټپې زرګونه کاله راهسې سينه په سينه، د يو نسل نه بل نسل ته رامنتقل کېږي. دا عوامي شاعري چونکه د عام انساني ژوند د هرې زاويې ترجماني کوي ځکه د مودو تېرېدو باوجود هم دغو کښې داسې تازګي ده لکه چې زمونږ د دور تصنيف وي. د ژوند کوم يو داسې اړخ دے چې په دغو کښې ښکاره نۀ دے او د انساني جذباتو او محسوساتو کوم رخ دے چې دې کښې ئې ترجماني نۀ وي شوې. تاريخي واقعات، جغرافيائي خصوصيات، قومي نظريات، علاقائي رسومات او قبائلي تعصبات غرض دا چې د پښتنو معاشرت او ثقافت ټول رنګونه په دې شاعرۍ کښې تازه او خشته ښکاري.))
ښاغلے پروفېسر نواز طائر روهي ادب اول جلد کښې د ټپې په حقله ليکي: ((ټپه د پښتو د روح د حقيقي عکس آئينه ده، د غريب او امير، د رند او صوفي يا د کوز او پاس د تخصيص نه بغېر دا د هر چا د زړۀ اواز دے او د هر چا زړۀ ته په خپل خپل تابين سکون او ارام وربخـښي)).
د ټپې د قدامت په حقله د تاريخ خورشيد جهان مؤلف، شېر محمد خان ګنډاپور ليکي چې سلطان محمدغزنوي (٤٠٠هـ) لښکر کښې ملک خالو نومې يو سردار وۀ. چې د ګومل درې باشنده وۀ. د هند د فتوحاتو په لړ کښې چې د محمود لښکر دګومل درې نه تېرېدو نو په داسې موقع د ملک خالو چنغلې دا ټپه وکړه:
چې د خالو لښکرې راشي
زۀ به ګومل ته د خپل يار ديدن له ځمه
ښاغلي حبيبي ((پټه خزانه)) کتاب د تحقيقي تفصيلاتو په سلسله کښې چې څۀ د سند په طور نقل کړي دي د هغو له مخه ټپه کم از کم زر کاله زړه ده. ولې ټپه د دې نه هم زياته زړه ده.
په موضوعي لحاظ د ټپو څو نمونې:
١. حمديه او نعتيه څو ټپې:
مينه د خدائې د رسول ښه ده
دا نورې مينې لباسي خاورې به شينه
کۀ تمام عمر عبادت کړم
ستا د احسان اجر به څنګه ادا کړمه
د ګناه پېټے مې په سر دے
د مدينې سردار له ځم چې کم ئې کړينه
٢. سياسي، حماسي او ملي ټپې:
ازادي: د ازادۍ ناوې جوړېږي
هر يو زلمے نعرې وهي زما دې شينه
په وطن ننګ:
کۀ د وطن په ننګ شهيد شوې
په تار د زلفو به کفن درله ګنډمه
٣. محاکاتي ټپې:
اباسين بيا په چپو راغے
په سر ئې راوړل سپينې خُلې سرۀ پېزوانونه
٤. معاشرتي ټپې:
حجره:
ستا د حجرې درشل کږه شه
زما د زړۀ ستنې کږې درپسې ځينه
چيلم:
چيلمه خدائيګو چې دې مات کړم
مئين په ما دے غم په تا غلطوينه
پښتانۀ:
پښتانۀ واړه شنۀ زمريان دي
چې وخت ئې راشي په سيالۍ سر ورکوينه
پښتنې:
په سپين مېدان به درسره يم
زۀ پښتنه له تورو نۀ تښتم مئينه
وادۀ:
ځلميه ننګ راباندې وکړه
پلار مې ظالم دے ما په اور کښې اچوينه
٥. تاريخي ټپې:
کۀ په مېوند کښې شهيد نۀ شوې
خدائيګو لاليه بې ننګۍ له دې ساتينه
ما ورته وې شرينګل ته مۀ ځه
ميرزمان خانه فرانسو ته دې تړينه
٦. طنزيه ټپې:
د ويرې غږ کولے نۀ شم
د سوال ياري ده اوس به خاورې ايرې شينه
٧. فخريه ټپې:
توره به نۀ کړو نور به څۀ کړو
چې مو شودۀ د پښتنې رودلي دينه
٨. عشقيه ټپې:
ديدن د ګلو غنچه نۀ ده
چې د ريبار په لاس ئې يار ته ولېږمه
عاشق سړے نۀ غلطېږي
د رنګه زيړ وي سترګې تورې ګرځوينه
٩. الميه ټپې:
په دنيا غم کله ښادي وي
په ما همېش د غم جنډې ولاړې دينه
١٠. دعائيه ټپې:
زما پينځۀ وخته دعا ده
رب دې د غم د باده وساته مئينه
١١. متفرق موضوعات:
وطن: زۀ د وطن د باغ ماليار يم
په خپلو سرو وينو به ئې تل اوبۀ کومه
ديدن: ديدن د سر په بدله دے
چې سر ساتې خاورې به وکړې ديدنونه
فراق: عاشقي وې جدائي نۀ وې
خدايه په در کښې به دې څۀ کم شوي وونه
غم: غم دې د ستا نه وفادار دے
تۀ کله کله غم دې تل راسره وينه
قسمت: په مخ مې زيړ زړوکے خور کړئ
زۀ د تقدير لېونو سپو خوړلے يمه
انتظار: کۀ په شېبو باران ورېږي
زما په خپل لالي باور دے رابه شينه
ارمان: په تور لحد کښې به نعرې کړم
زۀ د دنيا نه ارماني راغلے يمه
ښيرې: مازيګرے دې ښېرې مۀ کړه
تۀ به د ناز ښېرې کوې رښتيا به شينه
ګيله: جانانه ستا نه ګيله نۀ کړم
زۀ ګيله من د خپل نصيب د لاسه يمه
ياد: کۀ اشنا بد کړي زۀ به ښۀ کړم
کۀ جدائي شي زما ښۀ به يادوينه
د جانان خندا:
زما د يار داسې خندا ده
چې د عمرونو مرور پخلا کوينه
تعويذ: په تعويذونو پوره نۀ شوه
اوس به لمن په زيارتونو ګرځومه
تهمت: ستا په تهمت مې جامې رنګ شوې
زۀ به رنګ کړې جامې چرته ګرځومه
د سحر باد:
باده د زړۀ مراد مې يوسه
چې دلسوزي د اشنا راشي وژاړينه
ګل و ګلشن او خزان:
ګلونه ډېر دي خدائې دې ډېر کړي
زما د برخې ګل خزان ورېژونه
توره: مئين پرې يم منکر ترې نۀ يم
کۀ جلاتيان مې سر د تورو سره وړينه
٩ مسافري: مسافري دې ډېره وکړه
رب دې سبب د خپل وطن وکړه مئينه
صبر: په صبر صبر پوره نۀ شوه
سبا مې نيت دے بې صبرۍ ته ملا تړمه.
د ښائست ستائينه: ستا د ښائست ګلونه ډېر دي
جولۍ مې تنګه زۀ به کوم کوم ټولومه
مخ: مخ ئې ګلاب سترګې ئې شمع
خدايه بورا شم کۀ پتنګ ورباندې شمه
سترګې: سترګې کچکول کړه ديدن واخله
ملنګه ياره په بانه راغلې يمه
لاسونه: سپين دې لاسونه سپينې ليچې
لکه چې تورې په مېدان کښې برېښ کوينه
غاښ: غاښ دې په خلۀ کښې داسې زيب کا
لکه صدف چې په الوان ټومبلي وينه
باڼۀ: دا مخامخ په کوڅه راغله
کجک باڼۀ ئې په سالو ختلي وونه
غاړه: ستا د ايلۍ په شان غړۍ ده
زما شړۍ ده ستا به کله خوښه شينه
خال: خال دې په مينځ د تندي ايښے
لکه سپوږمۍ چې نيمائي اسمان ته شينه
زلفې: زلفې مې مۀ لنډه وه مورې
مار چې لنډے شي دوه ځائې خلۀ لګوينه
پېزوان: پېزوان په لوړه پوزه خوند کړي
لکه په لوړ چنار کښې واچوې ټالونه
رېبار: رېباره راشه چې دې ښکل کړم
تا به په دې سترګو جانان ليدلے وينه
غماز: د عاشقۍ علاج به وشي
خو د غماز علاج به څوک وکړي مئينه
مرور: جانان دې خدائې مرور نۀ کړي
د دۀ په سر مې دشمنۍ اخستې دينه
باز: باز مې د زړۀ په غوښو لوئې کړو
اوس چې د ښکار شو نو د بل لاسو له ځينه
مازيګر: جانانه راشه چې پخلا شو
عمر د ژمي مازيګر دے تېر به شينه
شپه: جانانه ستا په انتظار کښې
ستورو ته ګورم شپه سبا راباندې شينه
سپوږمۍ:سپينې سپوږمۍ حال راته وايه
چې مې جانان مجلس د چا سره کوينه
سپرلے: په علامه د سپرلي پوه شوم
جينکو راوړو په اوربل کښې زيړ ګلونه
اباسين: کۀ اباسين راغلے نۀ وے
په ګنګخړو کښې به چا موندل ټيکونه
ګودر: کۀ دې زما ديدن يادېږي
د ګودر غاړه اجاره واخله مئينه
د بې غېرتي غندنه: په هندوستان دې څلے جوړ شه
د بې ننګۍ اواز دې را مۀ شه مئينه
وفا: خاورې ايرې به دې راټول کړم
لکه کچکول به دې په غاړه ګرځومه
اختر: ماله په ورځ د اختر راشه
زۀ به در وځم تورې سترګې سرۀ لاسونه
عمر: زما دې ټول عمر په دار کړو
لکه هوسۍ په مېږتون شپې تېرومه
فنا: د دنيا دوه ورځې ژوندون دے
پرون راغلي نن دلې سبا به ځونه
غرور: ما ئې له کبره سلام نۀ اخست
اوس ئې ژړا په تش ديدن پسې کومه
اختتامي: بس دې په دغه فېصله ده
ډېرې مصرعې د سړي غم سيوا کوينه
سوال او جواب ټپې:
سوال: ستا په ديدن مې مونځ قضا کړو
زۀ به محشر کښې خدائې ته څۀ جواب کومه
جواب: ستا په محشر کښې جواب دا دے
نوے عاشق وم په ديدن نۀ مړېدمه
د پښتو ټپې په حقله چاپ شوي کتابونه
١. پښتو ټپې. پښتنې سندرې. پښتو ټولنه کابل چاپ.
٢. سرود کهسار. محمد يونس سيټهي وفا (سره د اردو ترجمې)
٣. ټپې، پشتو لوک گيت اور سرحد کے لوک گيت د ښاغلي فارغ بخاري

Comment