Announcement

Collapse
No announcement yet.

pashto short story...

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • pashto short story...

    taken from:pasoon monthly

    افسانه
    د لوستلو وړ افسانه او ستاسو رائي


    Afsanay 2.9.10

    له مقامه بې مقامه

    شيرين زاده خدوخيل

    د هغۀ زړۀ اوس په قرار وۀ د زړۀ د آئينې ټول ګرد ئې صفا شوې وۀ داسې لکه چې په اسمان د ډېرو ورځو نه د وريځو خړ څادر راخور وي او د باران نه پس پړق تک شين شي وينځلې وينځلې صفا صفا په نظر راځي. چې په کتلو ئې سترګې يخ والې محسوسه وي اوس د هغۀ په مخ د سکون او اطمينان مسکا خوره وه اوس هغه بې قراره او د سودائي شانله نۀ وۀ کوم چې لاهور ته راتلو نه مخکښې وۀ هر وخت سرګردانه د ورانې مشوړې د سمولو په چکر کښې اخته چې ټوله انجل بنجل وي او سر ئې نۀ معلوميږي هغه ښه اعلى تعليميافته وۀ د فراخې مطالعې خاوند وۀ په خپل ښۀ بد د هر چا نه ډېر ښۀ پوهېدو هغه پخپله هم غوښتل چې دې سودا نه ځان خلاص کړي خو دا ماشوړې د هغه ذهن او مازغو داسې جوړې کړې وې چې د وتلو نوم ئې نۀ اخستلو_ د کالج سټاف يو ملګري پروفېسر هغۀ ته ووئېل يار دا سوچونه پرېږده دا ځان دې په څۀ جاښه کښې په زوره راګېر کړے دے دا دنيا څۀ ده دا ژوند څۀ دے دې مطلب څۀ دے د ماشوړه چا تر اوسه نۀ ده سمه کړې دا تۀ په کومه کوڅه سر شوې يې کوم خلق چې په دې فکرونو کښې بوخت شوې دي په اخره کښې هغوي يا خودکشي کړې ده يا ليوني شوې دي زۀ تا کښې د لېونتوب نخښې نخښانې وينم ځان سمبال کړه هغه ته خپله هم د خبرې احساس وۀ خو هغه د سوچونو فکرونو د اکټو پس نه ځان خلاص نۀ شو کړې اګر چې مخکښې به هم کله نه کله هغه دې قسمه خيالونو فکرونو باندې جوټې خوړلې خو د ماشوم ځوي مرګ هغه تازيانه وه چې د هغۀ دا فکر او سوچونه يې داسې راويخ او راولړزول چې هغه يې اوس سم سودائى کړے وۀ-دا د جمعې ورځ وه د ښار په جامع مسجد کښې د جمعې د مونځ نه پس ډېر ساعت هغه د پېش امام په انتظار کښې ناست وۀ کوم چې د ښار ډېر لوئے عالم ګڼلے شو نن د جمعه مسئله هم هغه کړې وه اواز يې د سوز او تقرير يې د سحر نه ډک وۀ په مخ يې د زهد او تقوى سم نور راخور وۀ د مونځ نه پس اکثر د خلقو هغه سره مصافحه کول پخپله سعادتمندي ګڼله هغه هر چا ته په مُسکا مُسکا او په روڼ تندي لاس ورکولو د ټولو په اخر کښې هغه وړاندې شو اوس ټول مونځ ګزار تلې وو يو کس نيم په جمات کښې پاتې وۀ مولانا صېب هم تلو کښې وۀ يو څو مريدنما طالبان ورسره وو د مصافحه سره هغه د مولانا صېب لاس کلک خپلې سينې سره جُخت ونيولو مولانا صېب يو تپوس کول غواړم د ډېرو ورځو نه مې ورسره څۀ سودا شوې غوندې ده. مولانا صېب هغۀ ته داسې انداز کښې وکتل چې وايه دا دنيا څۀ ده.؟

    دا دنيا د اخرت پټے دے دا دنيا هغه بازار دے چې د بل جهان سودا پکښې کيږي او .......جي زما مطلب دے چې دا ژوند ون څۀ دے د زندګۍ مدعا څۀ ده؟ مولاناصېب لږ تکڼے شو د دنيا او ژوند په جدا والي هغه لږ ګډ وډ شو د مولانا صېب مريدان نما طالبانو هم هغۀ ته لږ حېران شانله شو مولانا صېب ساه واخستله او لږ مسکے شو

    ايک معمه هے نه سمجهنے نه سمجهانے کا زندګى کا هے کو اک خواب هے ديوانے کا

    مولانا صېب د شعر په وئيلو خپل خيال کښې هغه له جواب ورکړو خو د هغۀ تنده ماته نۀ شوه دا شعر خو هغۀ ته د مخکښې نه ياد وۀ کله چې هغه فسټ ايئر کښې سبق وئيلو د هغۀ خو مولانا صېب نه نوره توقع وه ولې چې هغه د مولانا صېب ډېر شهرت اوريدلے وۀ د هغۀ د علمي او ادبي ذوق علمي خلقو کښې ښۀ چرچا وه خو دومره سهى جواب او هغه بيا دسوچونو په سوچونو کښې نور غرق شو د دنيا دا بې ثباتي، دا ګرمه ګورمه، د ښائسته او ښکلا دا منډې ترړې دا ستړې غمونه، فکرونه او بيا مرګے دا څۀ دي؟ هغۀ ته دا هر څۀ د فرېب يو دام ښکاره شو چې بې خبره انسان ته په قدم قدم باندې خور دے هر يو مجبوري، موتازي هر يو خواهش د دې دام حلقې دي کوم کښې چې د ځانه بې خبر انسان انښتلے دے او لکه د دام نښتلې مرغۍ پکښې پريړيږي د سوچونو فکرونو چې د هغۀ ساه ډېره بد بد کړو نو مخه بدللو دپاره دکوره ووتلو او بې د څۀ ارادې اسلام اباد ته لاړو،د دۀ درې ورځې هغه هسې عبث اخوا دېخوا ګرځېدلو چې فهم يې بدل شي خو د فکر مچو به بيا بيا چيچلو. اخر هغه سُپر مارکيټ سره خوا کښې ايف سيکس سېکټر کښې مېشته هغه اديب ملاقات له لاړو د کوم چې هغۀ ډېر کتابونه لوستلې وو د کوم چې هر ايک کۀ انسان وۀ کۀ ناول او کۀ سفر نامه لفظونه يې د تصوف په خميره اغږلې شوې وو د مشهور اديب نه هم هغه دا تپوس وکړو نو هغې اديب ورته څۀ لږ ساعت داسې انداز کښې کتل لکه چې د وئيلو دپاره ورسره څۀ نۀ وي-يو د ګل شانله نازکه تنکۍ ځوانه پېغله چې مسکا ئې ګلونه شرموي يو نظر يې د زړونو دنيا رالړ زوي يو نظر کاږۀ کتل يې زړۀ غلبېل کوي چې خماري سترګې يې بې نشې بنده نشه کوي د چا د مخ اننګي چې د اومو پېو پېروي رايادوي د چا د قدم نه قدم چې ځواني مستي او ښکلا غورځنګونه وهي هغه پېغله ناڅاپي د مرګي خوله کښې ورشي د هغه ګل ځواني لکه د شوکيدلي ګل ترمې ترمې لاړه شي چې په ياد يې د خپلو څۀ چې د پردو هم زړونه شوکيږي اخر د هغې دا پسخيدونکې ځواني ګل کېدو مدغا څۀ وه هغه ولې داسې جدا شوه چې يادونه يې په زړونو داغونه شي داسې ولې کيږي يا يو ماشوم چې د څلوېښتې هم پوره نۀ وي کوم چې لکه د پېشونګړي سترګې بيا بيا زنبوي د چا نظر چې له ټيکاو قدر له نۀ وي کوم چې له خپل مور پلار نۀ پېژني او بيا هغه ناروغه شي نمونيه پرې راشي پيچس پرې او لګي يا بل څۀ رنځ او هغه ماشوم د مور په غېږ کښې په مزه مزه ويلې شي او د مرګ نمړې شي دا څۀ دي د هغۀ دنيا ته د راتلو مقصد څۀ وۀ ما پوهه کړه زما عقل دلته کار نۀ کوي مور پلار بدنصيبه سهي خو د ماشوم مقدر څۀ..زلميه! تۀ غلط ځائے ته راغلے يې زما علم ، تجربه، مشاهده ډېره لږه او محدوده ده ما سره ستا د سوالونو جواب نشته دا وخت زما عمر څلور اتيا کاله دے خو دومره يوې عمر کښې ما کله داسې سوچونه په ځان نۀ دي سوارۀ کړې تۀ هم دا لېونتوب پرېږده تۀ ځوان يې د ژوند د خوږو نه مزې واخله دا به سهي وي چې ستا به ماشوم بچے به مړ وي يا به څۀ حادثې ستا د زړۀ د مينې دنيا تالا ترغه کړې وي خو دې دا مطلب نۀ دے چې ته په صحرا سر شې بې شکه چې تۀ دا وخت غم زپلے يې غمونو... د زړۀ نيولے دے د برمه يې پرېستلې يې خو تۀ لږ د حوصلې نه کار واخله وار مۀ خطا کوه او بيا هغه افسانه نګار هغه ته لکه د ماشومانو په شان نصيحتونه پندونه شروع کړو، نو هغۀ له خندا ورغله چې دا خو هغه ناصح شانله شو چا پسې چې ټول عمر د خپل ليکونو کښې ملنډې کړے دي واقعي زۀ غلط ځائے ته راغلے يم هغه ډېر ستړے ستومانه او مايوسه هغلته نه راپاڅېدلو او نېغ په نېغه لاهور ته راغلو او بيا هغې اديب بابا ته مخامخ ناست وۀ د کوم چې هر يو تخليق د تصوف په رنګ کښې رنګ وۀ هر يو مضمون ، افسانه، ناول، ډرامه به يې د تصوف د بابونو نه يو باب وۀ خلقو خيال وۀ چې دې صاحب حال دے ځکه خو يې روحاني علم پوهې ډېره شهره وه هغه چې هر کله هغوي ته خپل سوال کېښودلو نو هغه څۀ لږ ساعت پورته اسمان ته غلې غلې کتل لکه چې د اسمان نه د جوا ب منتظر يي بيا يې د نظر چشمې د سترګو لرې کړې او هغۀ ته يې زېر زېر اوکتل.زلميه تا د بوډا نه ډېر لوئے او غټ سوال وپوښته داسې سوال چې زۀ يې پخپله تر ډېرې مودې په لړزان ساتلے يمه خو زۀ اعتراف کوم چې ما تراوسه پورې د سوال داسې جواب نه دې موندلې چې زما زړۀ پرې اوبۀ څښي زۀ دې ژوند ته څۀ اوويمه لهوولعب، لويه، تماشه ، ډرامه خو دا صحي جوابونه نۀ دي تراوسه چې چا هم څۀ وئيلې دي هغوي کښې يو داسې خبره نشته چې زړۀ پرې مطميئن شيخانيه ځنې سوالونه خو تپوس کښې ډېر اسان ښکاري خو د هغې جواب هيچا سره نۀ وي څنګه چې ستا دا سوال دے څنګه چې دا کائنات ارت بيرت لوئے او پلن دے چې تر اوسه يې چا ناپ نۀ دې معلوم کړے نو ستا د سوال جواب به څوک څنګه درکړي مخکښې خو د کائنات کچ مېچ خو معلوم شي کنه زلميه ځان د جنجال نه رابهر کړه خدائے پاک دې تا له د زړۀ سکون درکړي او د نيکو د وېشلو توان او توفيق درکړي-هغۀ چې د دې اديب دکور نه رابهر شو نو څۀ لږ غوندې په اطمينان شانله شو چې زما نه علاوه نور هم ډېر خلق د سوال ځواب په رنځ اخته شوې دي خو جواب يې چا ته نۀ دے معلوم شوې نو زۀ پکښې لا څوک يمه او اخر دې جنجال کښې د اخته کېدو څۀ مطلب .. منم چې د سوال ما سره په زوره لکه د کمبل انخښتلې دے خو اوس دا کمبل په زوره غورزول پکار ديدا د جمعې ورځ وه هغه د داتا صېب دربار ته داسې روان شو لکه چې چا د جلبه نيولې وي داتا ګنج بخش خزانې بخښونکې دے سره د هغه تلوسه راپېدا شوه چې کېدې شي هغۀ ته هم د خدائے په مهربانۍ د داتا په برکت د زړۀ قرار او اطمينان قلب راوبخښلې شي نو هغه لږ هم ګړندے شو-د مزار مخکښې د زيارت ديدار دپاره هغه هم قطار کښې اودرېدلو زائرين ډېر په احترام او په قلاره په مزه مزه وړاندې کېدل او د جنګلې په سوري کښې به يې د زيارت ديدار کولو خوا کښې ولاړ منجاور به زائر له په ملا ډب ورکولو زائر به لنډې دعا سره وړاندې شو او د بل نه به ورمخکښې شو څۀ وخت چې هغه د جنګلې په سوري کښې ديدار کولو او منجاور ورله په شا ډب ورکولو نو هغه په اشاره منع کړو وروستو په قطار کښې ولاړو زائرينو هغۀ ته بد بد اوکتل خو د هغې منجاور په مخ نرمه پسته او دلاسې نه ډکه مسکا خوره وه لکه چې خېر دے ناپوهه د ے د مسکا هغه زړۀ کښې ډېر ملال کړو او زړۀ له يې راغله چې منجاور ته ووائي ما ګستاخ ناپوهه بې ادبه له اوس ډب راکړه خو رووستو بې شمېره ولاړ زائرينو په وړاندې هغه دا جرات او نشو کړې او مخکښې لاړو د مزار حلقې نه چې هغه څنګه رابهر شو نو ناڅاپي يو فقير را وړاندې شو او هغه يې د ليچې نه کلک اونيولو د هغۀ رنګ د ويرې نه اوتښتېدلو او زړۀ کښې يې تېر شو چې منجاور د ډب نه په منع کولو دې څۀ وئېل غواړي هغه زړۀ کلک کړو او لږه په ستغه خوله يې اووئېل وايه صاحبه ! د فقير په مخ نرمه شوخه خوږه مسکا خوره شوه بالکيه تۀ ډېر نادان يې..هغۀ فقير ته په استفهاميه انداز کښې اوکتل... بالکيه تۀ دخدائے مقام لټول غواړې...استغفرالله دا څۀ وائې هغه لږ تُرشه او ترخه لهجه کښې اووئېل . بالکيه لږه سړه خوره د فقير په مخ هغه رنګ مُسکا خوره وه ګوره بالکيه د کوم څيز چې مقام او حقيقت معلوم شي نو هغه فتح شي هغه بيا د فاتح د لاس د لاندې وي.. جي...... زۀ پوهه نۀ شوم هغه واقعي د فقير دخبرې په مطلب او نۀ رسېدو..دغه خو خبره ده کنه چې تا کله ځان د پوهه کولو کوشش نۀ دے کړے واوره بالکيه خدائے خو په زړۀ کښې راتلې شي خو په عقل کښې نشي راتلې هر کله چې خدائے سره تماس نيول غواړې نو د زړۀ په مضراب يې ساته. زۀ پوهه نۀ شوم.تۀ د بې يقينۍ پنجو کښې راګېر يې تۀ په دې خبره يقين ولې نۀ کوئ چې دا دنيا دا ژوندون د خدائے پاک رازونو نه يو راز دے هغه نۀ غواړي چې د بې قرار راز نه څوک پرده پورته کړي نو تۀ بيا ولې دې خبرې پسې شوې يې د خدائے پټ مقام او حقيقت معلومول غواړې

    همېشه به له مقامه بې مقام وي
    هغه څوک چې لټوي مقام د ستا

    د فقير دخولې نه د رحمان بابا دا شعر سم لکه د غشي د هغۀ په زړۀ ورښخ شو هغه اوبوږيندلو او رپندې پرې راغلو چې فقير د هغۀ لاس پرېښودلو او په مخه لاړو هغه ډېر ساعت دم ختلې او بوږنېدلے ولاړ وۀ او بيا ناڅاپي لکه چې هوش کښې راغلو او په خود شو داتا هغه د خپله دره بې نوا نۀ کړو هغه په تلوار هغې فقير پسې ورمنډه کړه خو هغه د داتا صېب د زيارت زائرينو او مونځ ګزارو ګڼه ګوڼه کښې چرته داسې ورک شو چې ډېر تلاش او لټون پس هم هغه ونۀ موندلو

    _________________
    Last edited by Feroz Afridi; 10-23-2010, 01:47 AM.

  • #2
    Do you have any more? Manana but share more.

    Comment


    • #3

      زروګۍ ادې

      دا خو زروګۍ ادې وه چې خپلې زوی پسی ، ړنده اوګونګۍ شوه داد هغې مساپرځوې مور وهچې يواځې يو زوې يې درلوده او هغه هم دسترګو نه پناه دخپل ښځې او اولاد د نفقيلپاره ورک په بل ملک کې مسافری کولو زروګۍ ادې به دشپي او ورځې خپل مساپر زوی تهپينځه وخته مونځ کې دواګانې کولې او کله نا کله به سوابي روژي هم نيولې دخپل مساپرزوی ديدن پسی به يې تل اوښکې تويولې اختر او برات خو به پې غم وه داختر ورځوکې بههم سترګې په لار ددروازې هر ګړب سره به نيغه په خپل کټ کې کيناستله دا ښځه دخپل وېبچيانو سره ه هغه کور کې اوسيده چې مونږ په کې دمسافرې شپې صبا کولې زروګۍ ادې ډيرهنا چاره وه په شپوشپو به په لمدو اوښکو اوسترګو ويده کيده خپل دځوې کيسې به يې هرچا ته کولو او ژړل کله به دزوې لخوانه دنفقي لپاره پيسي تر لاسه کړله او کله خو بههيڅ هم نه وه خپله به جام په لاس کې بازار ته خيرات ټولو پسی ووته مازديګر به پهکړوپه ملا په وچو شنډوخپلې کور ته ننوته رنګ به يې سپيره وه ټول به ورته زوريدودمساپر زوې واړه بچي به خپل انې نه تاو ول
      داوړي دګرمي له وجې مونږ ديخ هوا ځاې کابل ته مخه کړه زروګۍ يواځې خپل اينګورسره پاتې شوه کله چې ګرمي تيره شوه مونږ بيرته راغلو خپل کورته نو زروګۍ په واړوسترګو ړنده شوې وه خوبيا هم يې خپل زوې يادوله هغه تل به داسې ارمان کوله که هغهراشي ياد هغه دراتک زيرۍ څوک پې وکړي نو دهغه سترګو ته به نور راپيداشي خو دا زيرېيې د ژوند پاې پورې وا نه وريدو داسې وخت راغې چې دزروګۍ د زوې مناسبات دخپل کورنۍسره وشليدا و زروګې به همداسې کورپه کور او دښار هر دوکاندار ته دخيرات لپاره لاسغزولې وه هغه ډيره زړه شوې وه ملا يې کړوپه وه روپۍ روپۍ يې ټوله کړه او يو چاته يېدلارې کرا اوخرچه ورکړ ه تر څو دزوې نه يې احوال راوړي کله چې سړۍ بيرته راغې دهغېدځوې دمرګ احوال يې راوړ چې په ايران کې زوې مړ شوی بيا هماغلته ښخه شوی و کله چېزروګۍ دا احوال واوريده نو بيهوشه پيريوتو او ژبه يې هم ګونګۍ شوه زروګۍ بيا همدخپل مسې سره په ګونګه ژبه او ړندو سترګو کړوپه ملا بيا م جام په لاس کې خيراتټولولې خپل دزوې بچيانو ته خو يوه ورځ روژه په خوله دروژې په وويشتمه ورځ ناروغهوه په داسې حال کې چې دالاد ديدن پسي هم ړنده او هم کڼه شوه او په همدې غم کېسترګې له دونيا څخه پټۍ کړې او مړه شوه دجنګ په غميزو کې ډير داسې ميندې دخپلمساپردغمه ناروغ شوې او دديدن ارمان يې ځان سره ګورته وړي دي .

      زرلښته حفيظ

      Comment


      • #4
        here is one more

        هغه مې لمړی ځل په یوه مشاعره کې ولیده،دوهم ځل په یوو روزنیز سیمنارکې سره مخ شو
        خبرې موسره وشوې، یوو اوبل ته مو ځانونه ور وپیژندل
        بیا یې په نيټ کې زما دایمیل ادرس موندلی وو یو دوځلي په نیټ کې سره مخ شو
        دتلیون نمبریې رانه واخیستل
        میاشتي ورسته یې تلیفون راته وکو په یوومشهورتلویزون کې یې کارموندلی و
        له خوشحالۍنه په جاموکې نه ځایده
        په لمړي سرکې یې دکیمرې ترشا کارونه په مخبول، راته ویل به یې چې یوڅه بلده شم
        نو که خیروډیر ژربه دکیمرې په مخ راښکاره شم
        یوه ورځ یې بې وخته تلیفون راته وکو په بیړه یې سلام اوښه جوړ راسره لنډکوبیایې ویل چیرته یې مطلب په کور کې یې کنه بهرچیرته و تلی یې ماویل نه بهر وتلی یم په کارکې یم ، یوسوړ اسویلی یې وکیښ کاردې په ښادۍ شه ښه خیر زرکورته ولاړشه زه نن دکیمرې مخ ته راځم، د نن خبري سرویس زه وړاندي کوم
        خدای دې خیر کړي ډ یره ویریږم
        بیا یې داسي لکه چې ځان ته یې پام نه وي په بې باکۍ سره وویل ګوره ګرانه
        دخبرونو په وخت تلویزون ته ښه ځیر شه
        مطلب دکیمرې په مخ زما ټولحرکات وڅا ره چې خبري ختمي شي زه بیا درته تلیفون کوم
        هغه غلطیانې چې رانه شوېباید یوه یوه راته وښیې
        کارمې پریښود کورته راروان شوم تر ډیر مې دهغې خبرتکراروله ګرانه ګوره ګرانه
        ګرانه سل فکرونه مې په مغزوباندي خپاره شو نن یېداسي بې واره ګران څنګه
        راته وویل
        ګران یاني څه دتلیفون لړۍ هم داسي روانه پاته شوه په هره ونۍ کې به یو یادوه ځلي ما یا هم هغې تلیفون راته کاوورځ تربلي مېزړه ته رانیزدې کیده ،اوس نو خبره د دوستۍ ترحدهم ورتیره وه
        دیو بل په عادتونوسره غږیدولو، دیوو بل خوښي مو ځان ته مالومه ولې
        کوم رنګ دې ډیر خوښیږي،په کوم مسم کې ډیر خوښ یاستﺉ،
        یوه ورځ مو په تخلص باندي خبره راغله ویل یې ولېمو داسي تخلص غورکړی
        وضاحت مې ورکو
        له هغې نه مې وپوښتل تاسو ولې تخلص نه لرﺉ مسکۍ شوه ویل یې لایې وخت نه دی رارسیدلی
        چې وخت یې را شي دغه ستاپه تخلص به ځان درګډ کړم زماپه تخلص مطلب مو څه دی
        ویې خندل مطلب ستاپه تخلص
        ورته ټینګ شوم څنګه زما په تخلص ،ویل یې دومره ساده هم نه یې نوریې نوپه څنګه پسي
        ته ګرځه
        له ګران نه ورسته دایو بل شین څراغ و زماله پاره
        یوه ورځ مو په خوړو باندي بحث و ویل یې زه باید ستادخوښي خواړه وپیژنم
        ورنه ومې پوښتل چېولې
        مسکۍ شوه ویل یې که کومه ورځ نیمه رانه مروریدې نو ستادخوښي خواړه به درته تیاروم نوره نو خبره خلاصه وه یوا ځي وخت ته انتظاروو دهغې نوی کار اوزماد مسافرۍبوختیا یوڅه وخت ته ضرورت و
        دتلیفونونولړۍ لاهم هغسي روانه یوه ورځ یې دکوم نوي همکاریادونه وکړه ،
        بل ورځ یې بیایادکوویل یې هوسا صاحب زموږ نوی کاري همکاردیډیر مهربانه انسان دی
        همداسي به یې کله ناکله دهوسادنامو ذکرکاو میاشتي تیرشوېیوه ورځ چې له خوبه پاسیدم هغه مې ویادیده تلیفون مې ورته وکومبایل یې ځواب نهوایه ساعت ورسته مې بیا کوښښ وکو مبایل یې بندوڅو ورځي هم داسي تیرې شوې دتلویژونادرارې ته مې تلیفون وکو راته ویل یې
        هغه په رخصتي تللې
        بیا بیا مې پوښتنهوکړه هم دایوه خبره یې راته کوله هغه په رخصتي تللي
        چې راشي ستاس پیغام بهورته ورسو
        اوس دهغې دتلیفون په طمع وم ، چې مبایل به مې زنګ وواهه مابه یېاول ښیښې ته کتل
        ګوندي دهغې نوم راښکاره شي، ګوندي له افغانستان نه تلیفون وي،ګوندي چې هغه وي
        هرماښام به مې د وو بجوخبرونه اوریدل ،دهغې یاد به مې وربانديتازه کاو
        ماښام شودخبرونو وخت راورسیده تلویزون مې چالان کو دتلویزون په مخدورځنیو پیښو تصویرونه راښکاره شو دهغې غږمې وارویده
        ژوندی شوم لکه چې له وږدهرنځه رغیدلی یم په ځان کې مې انرچي احساس کړه
        کیمره دهغې په مخ روښانه شوه دتل په څیر یې په معصومه مسکا کې وویل اوس هم دخبرونو تفصیل وړاندي کونکې زه زرغونه هوسا
        هو سا
        په خپلوغوږونومې باورونه شو تلویزون ته ځیر شوم دهغې نوم مې په لیکلېبڼه ولید
        زرغونه هوسا
        په سترګو مې باورونه شو لانور ورته ځیر شوم په ښیښهباندي زرغونه هوسا لیکلي وو
        دهغې خبري رایاد شوي هوسا زموږ نوی همکاردی هوساصاحب ډیر مهربانه انسان دی
        هغه پروګرام مې دهوساجان په مرسته چمتوکړی ووهوساصاحب په جورنالیزم کې ډیر ښه مهرت لري
        بیامې هغه دتخلص خبره رایاده شوهچې ویل یې لایې وخت نه دی رارسیدلی خپل مبایل مې له جیب نه راویست غوښت مې چېتلیفون ورته وکړم خو هغې خبرونه
        وړاندي کول مصروفه وه
        په مبایل کې دنومونوفهرست ولاړم دهغې نوم مې راواړاو غوښت مې چې وران یې کړم
        وس مې ورباندي ونهرسیده دتعد یل برخي ته یې ولاړم په ډیره مایوسۍ مې ورسره ولیکل
        هوسا
        اوسزما په مبایل کې هم دهغې نوم زرغونه هوسا لیکلی

        ۲۱۰/۲/۲۱
        ساجرسعودي عرب

        عبدالرحمان غضري
        Last edited by Guest; 10-24-2010, 04:03 AM.

        Comment


        • #5
          taken from pasoon monthly pashto magazine

          غمژنه کونډه
          ارواښاد پوهاند صديق الله ريښتن


          د لړم مياشتې چې د کوچ لکۍ په شاړ واړوله او د ژمي ليندې د يخنۍ د غشو په ويشتو لاس پورې کړو نو د کابل د ژمي د جګړمارو له وېرې مونږ هم د ننګرهار په لوري د کوچ ګړيال وغږولو- کډه کوډه مو جلال اباد ته ورسوله او د ژمي د هوس تېرېدو دپاره مو پوره تابيا ونيوله زمونږ دکالۀ په سويلي پښتونخوا کښې يو ښۀ کور وۀ چې د يو جګړن له خوا په کرايه نيولے شوے وۀ دا جګړن به هره ورځ خپلې نوکرۍ ته د هېواد د ساتنې او خدمت په نيت ملا تړلے روان وۀ دۀ له خدائے يوه ښکلې پې مخې پوهه مېرمن هم ورکړې وه چې دا به هم هر سحر د هېواد د بچيانو د روزنې دپاره خپل ښونځي ته تلله سر بېره پردې دې بختورې جوړې دوه ګلالي زامن هم درلودل چې د ښونځي د راتلو نه وروستو به ئې د کوڅې د هلکانو سره په لوبو وخت تېرولو خدائے شته چې دغه ننګيالۍ ناصره مېرمن به چې هر سحر د خپل کور په کوڅه لوئے سړک ته وتله او د فوځي مېرمنو د موټر د راتلو په انتظار به ولاړه وه نو هر څو ک به يې د ښکلي قد او ښائسته مخ نندارې ته ګوته په غاښ ولاړ وو د دې مېرمنې ګلالي زامن هم د خپل چم ګاونډ د ښکلا بې جوړې نمونې وې چې د هر چا زړونه به يې راښکل او سترګې به يې په کتو نۀ مړېدې د ژمى سړې ورځې په هم دې مثال په خوند او مزه تېريدلې توريالے جګړن به په خپل عسکرى دريش (وردى) کښې هم سحر د خپل کار په لور په مينه روان وۀ او ننګيالۍ مېرمن به يې هم هر ګئيځ (سحر) په خپلې اسماني رنګه چين کښې په هسکه غاړه خپل ښوونځي ته تلله په هم دې شان شپې ورځې تېرېدې او د خوشحالۍ ورځې لنډېدې کله چې به ما د سړک په غاړه دغه په صورت او سېرت ښکلې مېرمن وليدله يا به مې د دې پې مخي زامن تر سترګو شول نو بې اختېاره به مې د زړۀ ستنې ورکږې شوې او د دوي د خوشحاله ژوند هيلو به مې په زړۀ کښې غزونې وکړې د ژمي درې مياشتې په هم دې رنګ تېرې شوې زمونږ چې ګاونډ او محلت کلے کور د دې ښو ګانډيانو له ښۀ چلند، درانۀ خوي سره ډېر خوښ من او خوشحاله وۀ نۀ پوهېږم چې څۀ وشول؟ خو د زمانې څرخ نوے پېر وخوړو او د نوي موسم په راتلو د ښار په فوځي چاوڼې کښې يو سخت ګړ بړ پېدا شو د فوځيانو تر مينځ يوه خونړۍ نښته پېښه شوه او دغه توريالے جګړن د توپاني چپو په غېږ کښې راګېر شو ورو ورو يې د مرګ ګنګو سې خپور شو ننګيالۍ مېرمن او ګلالي زامن يې د وير او غم په لوئے ناورين اخته شول.دغه غمژنه کونډه به د خپلو غم زپلو بچو سره د وير په لوئے ګرداؤ کښې تاؤ راتاؤ چور ليده او ورځ په ورځ به يې د تن غوښې اوبۀ کېدې. د نوي کال دوه مياشتې هم دې غم او وير کښې تېرې شوې په دې دومره موده کښې بيا هيچا دغه لو بغاړي هلکان په لوبو ونۀ ليدل او نه يې غمژنه مور د خپل ښونځي په لور د سترګو په کېمرو کښې ښکاره شوه- اخر يوه ورځ ناڅاپه يو کرائے سروس راغې او د دغې غمژنې کونډې بسترې د کور سامان پکښـې واچول شو د ولاړو خلقو سترګو د غم اوښکې روانې وې دغه غېرتمنده مېرمن په ډېر ويرژن او غمژن حالت کښې د خپلو غم ژنو بچو سره په دغه موټر کښې د کابل په لور وخوځېده- بيا هيچا ته پته ونۀ لګېده چې د ارواښاد عبدالله ناصر په دغه غمژنه کونډه او ماشومانو به څۀ حال راغلې وي او څۀ به پرې تېر شوې وي

          (مياشتنۍ ناموس مردان جولائى ١٩٩٣ء ګڼه)

          Comment


          • #6
            ټکڼه غرمه

            افسر خان افسر..کاګان کېمپ

            د اوړي تېزه ګرمي وه د هړ غرمو په ډاګونو او دشتو کښې اتڼونه اچولي وو او د خپلې مستۍ سندرې يې وئيلې په لارو کوڅو کښې د لمر تېزو وړانګو زبردست جلوسونه وېستلې وو او هر يو وړانګې به يې په نمبر نمبر خپل شعار د انسانانو په ضد د هغوي په سرونو لکه د لېزر شعاع د هغوي د مغزو نه تير او بير ويستلې د جلوسونو ګڼې ګوڼې او مستۍ خلق په ويره کښې اچولې وو او لکه د يو غټ حاکم د راتلو په څېر ټولې لارې او کوڅې د پائيده لارو په مخ تړلې وې چې د فطرت په دغه کرلې کښې تول خلق په منډه وو په موټرو او رشکو کښې ناستو خلقو هم خپل ځانونه په تيزۍ د سهولت او قراري ځائے ته رسول بازارونو هم خپل ستړي څانګونه راغونډ کړې وو دکاندارن هم ستړي زرې زرې او خوبولي د خپلو کار ځايو په کونجونو کښې غلې ناست وو کله به يې د خپلو دکانونو طرفته کتل او کله به يې د غرمو شور او زوګ ته خيال شو د باد پکيو لاندى هم يې په تندو نرۍ خولې د اورزو په پيوند روانې وې کله کله به يې ناراستي اووېسته سرونه به يې د خپلو ځانونو نه اخوا کړل او د تندو په پيوندونو به يې خوله و زبيښله. اه خدايه سخته ګرمي ده د ګرمۍ نه وسوو خولې به يې اسمان ته پورته کړې خدايه دا خو ډېره ګرمى ده خېر کړې خدايه د رحمت باران په مونږه اووروه خدايه د ګرمۍ نه وسو خدايه دا خو ډېره سخته ګرمي ده هر چا د زياتې ګرمۍ په ضد درخواستونه د خپل خالق دربار ته ډېر په عاجزۍ د هوا په څپو کښې مخابره کول زۀ د څۀ کار په خاطر ښار ته تللے ووم غوښتل مې چې کور ته راشم د لارو موټرو ځائے لږ جدا وۀ زۀ هم خپل منزل ته د رسېدو په خاطر پائيده روان ووم د ګرمۍ نه اوتر اوتر کېدم او خپل ځان راته ډېر بې وسه او عاجز ښکارېده چې په دې سخته ګرمۍ کښې بهر ګرځي څه ګورم چې يو ماشوم په نالۍ کښې لاندې ولاړ دے او خپل واړۀ واړۀ لاسونه يې په ګنده داسې ورکړې لکه د لعلونو په ډيري کښې چې د خپلې خوښې لعل ګوري د ماشوم ښائيسته او سپينو لاسونو د نالۍ په تورو اوبو کښې د خپل ښائسيت يو منظره جوړه کړې وه او دوئم ماشوم ورته بوجۍ په غاړه د دغه تڼه کار غرمو په جلوس کښې د خپل ملګري لاسونو ته په ځير ځير ګوري په نالۍ کښې ښکته شوي ماشوم په خپلو وړو لاسونو د نالۍ په بېخ کښې دومره په غور لګيا دے لکه د نالۍ په بېخ کښې چې څو ک د برق فابريکه او يا ايټمي بلاسټ ځائے په ځائے کوي زۀ هم د ماشومانو خوا ته ورو ورو نيزدے شوم د هغوي په تماشه شوم د نمر تېزه ګرمي مې هېره شوه او د دوي دقيق کاروبار ته مې خيال شو په نالۍ کښې کوز شوے هلک غږ کړو پېدا مې کړو پېدا شو ډېره کلکه ده نۀ راووځي نۀ پوهېږم د کوم کانکر او يا د نالۍ دسيخانو تر مينځ انښتې ده خو هلک د ډېر کوشش نه وروسته د اوسپنې د توکړي سره يو ځائې د زيړو يوه توقه چې د دهشکي سره يې تړاو لرو د اوبو د وېخ نه را اوېسته ماشومان د خوشحالۍ نه په جامو کښې نۀ ځائېدل خپلو مېنځ کښې وائي دا ډېره قيميتي ده دا د نورې اوسپنې نه ګرانه ده کاش چې ټول مو داسې شيان موندلې وې_ خو په دې منځ هغه يو غټکي ماشوم په فکر کښې شو ساه يې لنډه لڼده شوه خپل ملګري په اوږه يې لاس کېښود او ووې وئېل نه نه دا ګوزار که... نه نه دا مۀ راخله ... نه نه زۀ دا خپلې دکباړ بوجۍ کښې نه پرېږدم نه نه دا مونږ وژني دا مونږ دکوره شړي دې خو زمونږ کور وران کړے دے دې خو زمونږ وطن کندې کپرې کړو دې خو زمونږ کورونه په کندو والو بدل کړه او مونږ يې د خپلو خپلوانو جدا کړو ماشوم په جذباتى انداز کښې نور هم څۀ ويئل غوښتل خو دريم هلک د هغۀ په خبرو کښې راودانګل وئېل ياره! چې چيرته د ګټې کور راشي نو تۀ په کښې لته ووهې خدائے خبر چې په تا څۀ اوشي چې ما ته د انکار کلکه کرښه راکاږې زۀ هم د دې وړو هلکانو په ننداره وم او په تندي مې مړه خوله روانه وه خو دماشومانو خبرو زما په سر دټکڼې غرمې د غرمو د دروند بار نه زما په سر يو مضبوط ډال جوړ کړے وۀ زۀ هم په ځان نۀ پوهېدم او ټوله توجه مې د ماشومانو خبرو ته اړولې وه، غټکي ماشوم هغه بل ماشوم ته خبره د بيخه شروع کړه وئېلې ورته دا توقه د هغه باروتو محافطه ده کومو باروتو چې زمونږ د ملک لړمون بدبويه کړو دې توقو خو مونږ ته اوږده اوږده غمونه راړولې دي او د غمونو دومره درانۀ پنډونه يې راپه سر کړې چې زمونږ د مشرانو ملاګانې يې راکږې کړې دي زمونږ ځوانان په خپلو وينو کښې ولمبېدل او د ډېرو کړاونو او زحمتونو په غټو سيالو کښې زمونږ د حيا دارو زنانؤ نه د حيا او عزت څادرې والو تې او د دغو توقو د باروتو په وجه زمونږ د ګران وطن افغانستان ارته سينه زخمي زخمي شوه او هغې بدبوئې ټوله اسيا په هېبت کښې واچوله او زمونږ او ستاسي د ماشومانو په شان ماشومان ته يې د قلمونو او کتابونو بکس لرې کړې او زمونږ په شان زرګونو ماشومانو ته د کباړ بوجۍ په غاړه واړولې او زمونږ په شان ټول وروڼه لکه زمونږ په شان د اوړي په دې ټکنده غرمو کښې بوجۍ په غاړه د ناليو او ډېرانونو په لټون اخته دي هلک ورو ورو خپله لهجه بدله کړه وئېلې وروره هغه ورځ لرې نۀ ده چې زمونږ مشران به خپل ځانونه وپېژني دوي به يو موټې او يو اواز شي دوي به پخپل دوستان او دشمنان سره جدا کړي زمونږ پوهان او عالمان خلق به د ټوپک په ځائے کتابونه او قلمونه راواخلي د جهالت او دُشمنو دا تورې تيارې به د علم او ادب په ډيوؤ روښانه کړي زمونږ د ملک وطن دوست او په قوم مئين خلق به خپلې مينې او محبت په رومالونو زمونږ د کونډو او يتيمانو اوښکې وچې کړي او زمونږ د کونډو او يتيمانو په سرونو به د مينې او محبت لاس راکاږي او زمونږ د ملک ځوانان او د مټو خاوندان به د ملک ارته او زخمي سينه د ټولو ګندونو او بدبوي نه پاکه کړي او د ملک په ارته او پراخه سينه به د ازادۍ ګلونه اوکري او زمونږ په ګران وطن افغانستان به د ازادۍ رنګين شالونه خوارۀ کړي او د اتفاق او اتحاد رنګين هارونه به د هغه په غاړه کړي او هغه ورځ لرې نۀ ده چې زما او ستا په شان په تکڼده غرمو کښې ورکو ماشومانو ته به د کباړ د بوجو په ځائے د قلمونو او کتابونو بکس په غاړه کړي او د هغې ورځې په انتظار يو چې د خپلو اتلو، شهيدانو په مزارونو به د ازادۍ شمعې روښانه کړو او هغه ورځ لرې نۀ ده چې يو ځل به بيا د دنيا په نقشه کښې په زرينو کرښو اوليکو تل او خپلواکه دې وي زمونږ ګران افغانستان نو وروه زمونږ د ژوند دا تکڼه غرمې به د ګلستان د مستو سپرلو د نرمو وږمو غرمې وګرځي

            Comment


            • #7
              dera manana da post sakha.

              Comment


              • #8
                Thanks for sharing. I read the one about the widow and the other one about the old woman with the only son. I might read the other short stories later on.

                If you have anymore please post them.

                Comment


                • #9
                  پښتون
                  سړي غټه لونګی تړلې وه، راغی، زما تر څنګ کېناست، د وليو په مينځ کې يې سوکراکړ، په خوند يې وويل:
                  _غواړم يوه برجوره کلاه جوړ ه کم، ته ونيسه! يوه ښه نخشه ( نقشه ) خو راته وليکه!
                  هغه ته مې وکتل، خوشاله و، پر اوږده سره کړې ږيره يې شنه نصوار پراته ول، څيره يې خړه ښکاريدله، ورو مې وويل:
                  _خيرو کاکا! نقشه دمنډې خبره نه ده، څو ورځي وخت راکه!
                  ده برګ راته وکتل، يودم يې وخندل، مخکيني غاښونه يې وتلي ول، په لوړ غږ يې وويل:
                  _ياره انجنيره مرداره دي کړه، نخشه به څه وي، کار به يې څه وي، کاغذ او قلم درواخله، يو څو ليکې وليکه ! بس ! دا يي هم نخشه!
                  چاره نه وه، ومې ويل:
                  _سبا ته يې وغواړه!
                  سړی له خندا شين شو، ښه شيبه يې بې غاښو خوله وازه وه، وروسته يې په خوند وويل:
                  _ ايله دې نره خبرهوکړه! خو ګوره! د زورورې کلاه نخشه به راته ليکې، څلور برجه دې هير نه شي، ټول برجونه بايد مورچې ولري، په مصرف پسې يې مه ګرځه! کلکې مورچې، داسي چې د راکټ ګولۍيې هم ونه خوري.
                  په حيرانی مې وويل:
                  _ته خو بدي دار نه يې، ارام ژوند لرې! نو مورچې څه کوې؟
                  په زوټه يې وخندل:
                  _ای ساده ګله! عقل دي خام دی، تل دراتلونکي غم کوه!
                  دی روان شو، ماته د يوه هزاره بوډا څيره په ذهن کې راتيره شوه، دی موچي و، د بيګاه يې نه لرل، خو کله چې يې د خټو کور جوړاوه، لومړی يې دګراج ځای پريښود، ما يې علت وپوښت ، ده راته وويل:
                  (( هی هی انجنير صاحب! خداکلانه! ميشه کې صاحب يک موتر شويم. ))

                  نصیراحمداحمدي
                  Last edited by Guest; 10-25-2010, 02:23 AM.

                  Comment

                  Working...
                  X