Announcement

Collapse
No announcement yet.

هلته هم زۀ مرم دلته هم زۀ مرم

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • هلته هم زۀ مرم دلته هم زۀ مرم


    په خپل وطن کښې جنګ را په سر دے
    هلته هم زۀ مرم دلته هم زۀ مرم
    پردے غوبل دے پردے اشر دے
    هلته هم زۀ مرم دلته هم زۀ مرم

    کوڅه کوڅه مې د زړۀ په وينو
    روزانه لامبي زۀ ورته ګورم
    ما په ما وژني کافر هنر دے
    هلته هم زۀ مرم دلته هم زۀ مرم

    زما ګرېوان ئې ريښې ريښې کۀ
    زما وجود ئې اندام اندام کۀ
    پردے ټوپک دے پردے سنګر دے
    هلته هم زۀ مرم دلته هم زۀ مرم

    يو شان وجود دے يو شان پښتون دے
    کۀ کابلے دے کۀ پېښورے دے
    يو مې زړګے دے بل مې ځيګر دے
    هلته هم زۀ مرم دلته هم زۀ مرم

    اې نړيوالو! اې امن دوستو
    د جنګ پرستو مټ د نيوو دے
    په ما قيامت دے په ما محشر دے
    هلته هم زۀ مرم دلته هم زۀ مرم
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    Originally posted by يوسفزے پښتون View Post
    په خپل وطن کښې جنګ را په سر دے
    هلته هم زۀ مرم دلته هم زۀ مرم
    Beautiful. Who wrote it?

    Comment


    • #3
      رحمت شاه سائل
      Na soz sho na saaz sho,
      Bas hasy jwand tamam sho

      Comment

      Working...
      X