Announcement

Collapse
No announcement yet.

A lesson taken from the new 9th class pashto book.....

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • A lesson taken from the new 9th class pashto book.....

    Dear PF'rs as you all know Pakhtunkhwa Government has decided to make pashto a compulsory subject upto Intermediate level.....they are trying their best to implement their policies as soon as possible....in this regard the old syllabus has been revised and the developing process of new pashto books in the "New Imla" is in progress.......Some friends have requested me to share a few lessons of these new textbooks .....I have just made the corrections in the 9th class pashto book (these corrections were made in the PRC meeting of the scholars.....now it will once again be discussed in another meeting (NRC) where scholars will make other corrections , if any).......So , below is a lesson from the same book:

    افسانه
    همېش خليل
    يو حقيقت يو افسانه


    شنې شنې جنډې په لوړو لوړو ماڼو رپېدې، وطن ازاد شوے وۀ او اولس دَ خپلو زيارونو دَ سبا منتظر وۀ. سردرياب خاموش روان وۀ، دَ خدايي خدمتګارو مرکز وران پروت وۀ او قوم پرست پښتانۀ دَ زندان تيارو کښې ورک پراتۀ وو.
    ظلم خپل لاس راوږد کړے وۀ، هغه دَ بدنصيبه پښتنو په وينو تک سُور وۀ، لکه دَ يو بې رحمه ځناور پنجه، دَ بابړې واقعه شوې وه، جيندے سرې سترګې روان وۀ، بابړه سره وه. اولس له سهمه زيړ وۀ، تاريخ کښې دَ پښتنو دَ وينو دَ يو بل باب اضافه شوې وه، دَ قيصه خانۍ، هاتي خېلو او ټکر دَ واقعاتو سرې پاڼې بيا سرې شوې وې.
    دَ باچا خان جونګړه سوزېدلې وه، دَ شهيدانو په قبرونو ټوکېدلي ګلونه پاڼې پاڼې پراتۀ وو. دَ "زلمي پښتون" پېټۍ شلېدلې وه، په ټوله پښتونخوا عموماً او يوسفزو خصوصاً دَ ظلم او جبر دور وۀ. دَ زمکې او اسمان دَ پلونو تر مينځه دَ وخت دَ ژرنده ګړي له لاسه پښتانۀ لکه دَ دانو اوړېدۀ. کړمار دم په خود او حېرانه پروت وۀ. دَ شېربانو دَ مينې سندرې خاموشه شوې وې او دَ يکه يوسف دَ ارمان دنيا ويجاړه شوې وه، ټول رځړ او خصوصاً کالو خان کلے دَ غم او فکر په تيارو کښې ډوب وۀ. دَ وخت جبر خپلې انتها ته رسېدلے وۀ. اوبۀ له ورخه تېرې وې. دَ حالاتو سېلاب کالو خان په خپله غېږه کښې اخستے وۀ، لکه دَ دغه کلي اولس ته چې هم دَ دغه کلي يو ننګيالے کامدار خان راياد شوے وي.
    کامدار خان دَ خاورو دَ څلي لاندې دَ څو کلونو راهسې په پښتونخوا دَ يو نوبهار منتظر وۀ. هغۀ خپل فرض پوره کړے وۀ او اوس يې دَ خپل زيار نتيجې ته دَ لحد په کُومي کښې سترګې بقې نيولې وې، لکه چې دَ ازادۍ دَ ډرامې دَ يو کارکوونکي په حېث دَ ډرامې دَ ختمېدو نه وړاندې دَ حالاتو په بې وخته رادوڅارېدو هغه فکرمند وي او يوسفزي لکه چې په ماته وې، لکه چې وقتي طور هغوي شکست خوړلے وي، لکه چې دَ ناسازه حالاتو په خُلۀ هغوي کامدار خان ته دَ ازادۍ دَ ډرامې دَ حسرت ناک انجام پېغام اوروي. ولې داسې معلومېده لکه چې هغه بيا هم مايوسه نۀ وي، دَ تصور سترګو ليدل چې دَ هغۀ پښتو او غېرت پښتانۀ دَ مايوسو له دريابه راوباسي او دا تلقين ورکوي چې روانه ډرامه کښې دا محض يو خطرناک پېر دے، تم شئ چې سرخرو شئ او لکه دغه وخت چې هغه دَ خپل کور او يو ورور له حاله خبر نۀ وۀ. تکه توره شپه وه، دَ غم نه ډکه، لکه دَ سپېرۀ او بدبخته قوم په قسمت دَ بدنصيبۍ تورې تورې لړې، دَ هغۀ يتيمان، دَ هغۀ کُنډه، دَ هغۀ بوډۍ مور او دَ هغۀ ورور په وسله دار پوليس کښې راګير وو. دَ هغۀ کور محاصره شوے وۀ، عقل دوو کښې حېران وۀ چې اٰيا دا چرته دَ وخت دَ وزير اعلٰي بنګله ده او کۀ دَ ازادۍ دَ مجنون دېره.
    دَ هغۀ کشر ورور نامدار خان ګرفتار کړے شوے وۀ، دَ هتکړو دوه سري ښامار دَ هغۀ لاسونه په خُلۀ کړي وو. هغه اوس دَ پوليس په نګرانۍ کښې دَ خپل کور په کوڅه کښې کښېنولے شوے وۀ. دَ هغۀ مور دَ تمبې په شا ولاړه وه لکه چې بندي نامدار هغې ته تسلي ورکوي لکه چې دَ ورور دَ نيمګړو ارزوګانو نه، نه خطا شوم لکه چې دَ ګړد پښتون دَ ارزوګانو پوره کولو په تکل يې ملا تړلې وي. څۀ وخت چې دَ ننګ او نام په خاطر دَ هتکړو په لُومه کښې نښتي زوي په حقله دَ هغۀ دَ مور لاسونه دَ هغۀ دَ کاميابۍ او سرخرويۍ دپاره دَ جهانونو مالک په وړاندې پورته شول نو دړدونه خپله ودرېدل، جذبې راولړزېدې او اوښکو لار وکړه خو دَ هغې دعا عرش معلٰي ته دَ رسېدو نه وړاندې دَ پوليس سپايانو بيا دَ هغې زوے دَ شپې په تيارو کښې دَ هغې له سترګو پناه کړے وۀ او دغه شان دَ ازادۍ دَ اوږدې ډرامې دَ منظر دغه پړده هم بدله شوه.
    دَ سحر څيرې دَ دنيا له مخه دَ غفلت تور څادر ټول کړو، سترګو سترګې وليدې، دَ مابڼ بلبلان ښکاريانو ويشتي وو، دَ خزان باد ټول خدايي ګلونه رژولي وو، مابڼ دَ يو مها قبرستان په شکل بې حسه او خاموشه لېدے شو. پښتانۀ لکه ژوندي مړي وو او دَ زمکې په مخ لکه دَ قحط زپلو انسانانو دَ هډوکو دَ پنجرو چې احتجاج کوي، احتجاج خو چا ته؟
    نامدار خان لکه دَ يوسفزو دَ يو هيرو په حېث دَ حوالات دَ وړې پنجرې نه راوېستلے شوے وۀ. دَ وطن دَ ازادۍ په تور درې مياشتې پس هغه دَ زندان لويې پنجرې ته منتقل کړے شوے وۀ. هغه دَ خپلو نورو په سوونو ملګرو سره ملګرے شو. هغه اوس هم بې هوشه وۀ.
    دَ کلپاڼۍ په لېمو اوښکې روانې وې، دَ بلړ ناله حېرانه وه، لنګرکوټ مشوش وۀ، مغل دره خاموشه وه، سيکرے فکرمند وۀ، بائيزے، کمالزے، امازے، بولاق او اتمان لکه چې دَ جرنېل بخت خان په مشرۍ کښې جرګه شوي وي لکه چې دَ پښتون دَ مستقبل په حقله څۀ سکُوټه فېصله کوي. سپين سپين درانۀ پټکي په درنو درنو سرونو بې حسه پراتۀ وو، لويې لويې پېپنۍ او درانۀ درانۀ څادرونه په اوږو ځوړند پراتۀ وو.
    نامدار خان دَ بې هوشۍ له سرحده اوړېدلے وۀ. هغه اوس دَ هوش دنيا ته رسېدلے وۀ لکه چې هغه په خپله کډۍ کښې دړدېدلے او تزنېدلے پروت نۀ وي بلکې لکه چې دَ ننګ په اس دَ پښتو تُوره په لاس دَ وخت دَ غليم سره مقابله کوي ولې هغه بې وسه وۀ. دَ حوالات په وړه پنجره کښې هغه کوم ظلم وۀ چې په تېرو درېو مياشتو کښې هغۀ برداشت نۀ کړو. دغه وجه وه چې دَ دې هر څۀ دَ هغۀ په زړۀ ډېر بد اثر شوے وۀ. دَ هغۀ په زړۀ دَ دورو ناتار شروع شوے وۀ.
    دَ اودي اسمان په ستورو ښائسته اودي پړده بدلېده رابدلېده. دَ باد مخالفې چپې تلې راتلې او يوه شپه چې ماحول غريو نيولے وۀ او دنيا دَ تيارو په پړده کښې دَ خوب په ميو بې خوده پرته وه. ناڅاپه دَ يوې مور دَ دړدېدلي زړۀ په ناګهاني کريکه راوپارېده او چې دَ کلي خلقو غوږونه کېښودل نو پرېشانه باد په تته ژبه لګيا وۀ، "دَ نامدار خان جنازه دَ ډېرو له زندانه راورسېده."
    (دَ "چارګل" نه ماخوذ)
    مشغولتيا


    1. دَ دې افسانې مرکزي کردار څوک دے؟
    2. دَ افسانې مرکزي خيال څۀ دے؟
    3. افسانه نګار په دې افسانه کښې څۀ وئيل غواړي؟
    4. په دې افسانه کښې چې کومو کلو نومونه اخستي شوي دي، هغه په کومو علاقو کښې دي.
    5. کلپاڼۍ او بلړ چرته دي؟
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    Originally posted by Shadow Caster
    da kho tol pakistan pase de.

    da shno jando pa mukhalif.

    federal govt da de sanga ijazat warko.
    Jiye Zardari! Jiye 18th amendment!
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

    Comment


    • #3
      Originally posted by Shadow Caster
      da kho tol pakistan pase de.

      da shno jando pa mukhalif.

      federal govt da de sanga ijazat warko.
      Daasey sa khabara pakey nishta.....sirf domra haqeeqat pakey bayan shawey dey chey da azaaday na pas humm pukhtana' azad na' shooo....au kom zulmoona che angraiz pa dvee karee woo, da angraiz taali sato hagha nor hummm sewa kral....
      Na soz sho na saaz sho,
      Bas hasy jwand tamam sho

      Comment

      Working...
      X