Announcement

Collapse
No announcement yet.

مرتد څوک؟

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • مرتد څوک؟

    مرتد څوک؟

    دلته يو کلے دے پکښې څوک حاجي صاحب د حج نه راغلے وۀ زۀ هم خپل ماموتي ځان سره په زور بوتلم راته ئې وئيل راځه کۀ نور څۀ نۀ وو څوک شامتے مامتے خو به پکښې ووينې کنه. د حاجي صاحب حجره هم شته او کور هم ولې جماعت کښې ناست دے او مېلمانۀ ازمانۀ يار اشنا او هسې لکه زما او د ماموتي خلق ورته مبارکۍ له راځي او حاجي صاحب ورته د حج خبرې ډېرې په خوند خوند کوي.
    مونږ چې ور ورسېدو نو د دې بحث وۀ چې هلته هر شے ارزان دے. حاجي صاحب د دې مثال کښې ووې چې ګوره دا ګړۍ دلته په اووۀ سوه کېږي او ما په څۀ کم څلور سوه راوړې ده او يوه ګړۍ مې فلانکي له راوړې ده چې د نهو سوو ده او هلته تر پنځو سوو شوې ده او .... دۀ مخکښې هم څۀ وئيل او ما ورو غوندې ماموتي ته ووې اشنا حاجي صاحب خو جوړ غلا کړې ده ځکه چې خپل ملک ته بې کسټمه څيز راوړل سمګلنګ دے او غلا ده. ماموتي ووې ولې چې يو ځائے کښې ارزان شے خرڅېږي او تۀ ئې راوړې نو دا غلا ده څۀ؟ ما وئيل او کنه لواړګي کښې چې ارزانه کپړه خرڅېږي نو تۀ ئې راوړې شې څۀ؟
    مونږ دا خبره کوله چې د جماعت په خُلۀ کښې درز دروز
    شو يو افيمي ئې رانيولے وۀ چې د جماعت نه ئې څپلۍ تښتولې. هغۀ چغې وهلې چې يه مسلمانانو نن مې درېمه ورځ ده چې افيم مې نۀ دي خوړلي. مرم، څپلۍ واخلئ او ښۀ مې ووهئ خو يو توله افيم راکړئ او دې خوا دوي ئې څوک وهي څوک ئې مټې شاته تړي او څوک ورته تروې ترخې خبرې کوي او څوک وائي چې مخ ورله تور کړئ. حاجي صاحب پرې د جماعت نه اواز وکړو هلکو خبيث دے، د خدائے د کور نه غلا کوي چې پرې ئې نۀ ږدئ. ما ورو غوندې ماموتي ته ووې اشنا حاجي صاحب د خانه کعبې سلام له تللے وۀ هلته نه ئې د مزو چرچو سامان په غلا راوړے دے او افيمي جماعت ته راغلے وۀ د افيمو دپاره ئې څپلۍ پټولې دواړه د خدائے د کور غلۀ دي.
    خوا کښې د حاجي صاحب څوک ولاړ وو، ډز شو چې يو راښکلے سُوک ئې راته راخلاص کړو ولې ښه ده چې ګوزار کچکول واخستو او د هغۀ موټے پرې خوږ شو او په خُلۀ ئې ووې مرتده دا دې څۀ ووې. ما وخندل او وۀ مې وئيل عجيبه مسلماني ده. دوه غلۀ دي او يو شان د خدائے د کور غلۀ دي. يو ته تاسو غل وايئ نو ځان درته غټ جنتي ښکاري او بل ته زۀ غل وايم نو مرتد شوم.

    دنيا د سود په لور کږه شوه
    ياد د اشنا کوڅه پرېږدي په بله ځينه

    (د اجمل خټک بابا د کتاب کچکول څخه)
    õõõ
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    hahahahah
    ډير ښکلے يوسفزئ
    ډير خوند يي اوکړو

    Comment

    Working...
    X