سوالاً جواباً
جعفر اچکزے
سوال : په دې کښې ستا څۀ تاوان دے چې ګيدړ ته زمرے ووائې؟
جواب : په دې کښې زما هيڅ تاوان نۀ دے، تاوان د هغه ګيدړ دے چې تۀ ورته زمرے ووائې ولې چې تۀ غواړې چې دې د زمري سره وجنګېږي.
سوال : تبليغي جماعت خلقو ته څۀ وئيل کوي؟
جواب : تبليغي جماعت خلقو ته دا وائي چې ذکر کوئ، فکر مۀ کوئ.
سوال : نن سبا دې مصروفيت څۀ دے؟
جواب : نن سبا د ړندو په بازار کښې مشعل فروشي کوم.
سوال : په يورپ کښې څۀ قسم خلق اوسي او په پاکستان کښې څۀ قسم؟
جواب : په يورپ کښې انسانان اوسي او په پاکستان کښې مسلمانان.
سوال : افغانستان کښې د طالبانو تنظيم د چا په ايماء جوړ شوے دے؟
جواب : منصوبه د امريکې ده سرمايه د سعودي عرب او عسکري معاونت د پاکستان دے.
سوال : قيامت صغري څۀ شي ته وائي او قيامت کبري څۀ شي ته؟
جواب: قيامت صغري د مائينې (ښځې) مرګ ته وائي او قيامت کبري د مېړۀ مرګ ته.
سوال : د قومي اسمبلۍ او صوبائي اسمبلۍ ممبران چې پارليمنټ کښې کوم تقريرونه کوي په هغې کښې څۀ وائې؟
جواب: د دوي تقريرونه د لاهور موچي ګېټ، کراچۍ د ارام باغ، د کوئټې ميزان چوک او پېښور باچا خان چوک د جلسو دپاره خو موزون کېدے شي مګر د پارليمنټ په شان باوقاره ايوان دپاره قطعاً موزون نۀ شي کېدے.
سوال : پاکستان چې په کومه طريقه خلقو ته روزګار ورکوي په هغې کښې څۀ وائې؟
جواب : پاکستان کښې د روزګار ورکولو طريقه داسې ده لکه يو ډرائيور چې په موټر يو راهګير مړ کړي او ووائي چې ما دا کار ډاکټر، کفن دوز، ملا او قبر کن ته روزګار مهيا کولو په غرض کړے دے.
سوال : پروپېګنډه په څۀ قسم خلقو او معاشره کښې کاميابه وي؟
جواب: دا په هغه معاشره کښې کاميابه وي چرته چې افراتفري، بې چېني او بې يقيني په عروج کښې وي او خلق د بې اتفاقۍ په سبب په ګروه بندۍ اخته وي.
سوال : پاکستان کښې شاعران چې کومه شاعري کوي په هغه باره کښې څۀ وائې؟
جواب : پاکستان کښې شاعران چې کومه شاعري کوي هغې نۀ عوام متاثر کړي دي نۀ يو نظام يا حکومت پرې چلېږي. دوي ټول شاعري تفريحاً کوي لکه څنګه چې يو کړک باز کړک جنګولو ته او يو پتنګ باز پتنګ جنګولو ته خوشحالي کوي. دغه ډول دا خلق په مشاعرو کښې خپلو اشعارو ته خوشحالي کوي.
سوال : پاکستان کښې انسانيت سوز مظالم او انسانيت کش جرائم ډېر په کثرت سره روان دي کېږي. د دې وجه چې مجرمان نۀ دي نو څوک دي؟
جواب : د دې وجه زۀ هغه خلق نۀ ګڼم کوم چې دا جرم کوي بلکې د دې سبب هغه خلق دي کوم چې دا ټول جرائم ويني او خاموش دي. د مشهور سائنسدان ښاغلي آئن سټائن قول راياد شو. وائي:
The World is a dangerous place to live in, not be cause of those who do evil but because of those who watch and let it happen.
سوال : د هر ليکوال پېش نظر يو مقصد وي، ستا پېش نظر کوم مقصد دے؟ زما مطلب دا دے چې ستا نظريه تخليق څۀ شے دے؟
جواب: زۀ ډېرې خبرې محسوسوم، په ډېرو خوشحالېږم، په ډېرو خښمېږم. دا ټول زما د ذات يوه برخه ده. زما تر ټولو لويه مسئله دا ده چې زۀ غواړم کوم لفظ چې زۀ ليکم هغه فقط لفظ نۀ وي بلکې د لفظ تاريخ وي. دغه ډول د کوم سړي چې زۀ ذکر کوم د هغۀ مطلب فقط سړے نۀ وي بلکې د سړي تاريخ وي.
سوال : پاکستان کښې قوانين بېخي ډېر جوړېږي د دې څۀ وجه ده؟
جواب : دا قاعده ده کوم ملک کښې چې کرپشن (بدعنواني) ډېر وي په هغۀ کښې قوانين ډېر جوړېږي.
(د مياشتينۍ پاڅون څخه)
