Announcement

Collapse
No announcement yet.

د دړد ګويانه ژبه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د دړد ګويانه ژبه

    د دړد ګويانه ژبه

    په اسمان تورې ګُورې ورېځې داسې راخورې وې، چې د ګېرچاپېره دنګو لوړو غرونو څُوکې په کښې پټې وې، يخه تېزه غمژنه هوا چلېده چې يو نيم څاڅکے به هم پکښې راتلو. هغه خپل بوډا مور پلار او اکي يو اس سره د کلي جماعت ته مخامخ جنازه ګاه کښې چپ غلے ولاړ ؤ. هغۀ نن د خپلې مينې او محبت جنازه په ډکه حجره کښې د ننګ او ناموس په قبر کښې په خپلو لاسونه وسپارله او اوس د کلي نه چې د هغۀ د مينې محبت مقبره وه، ترې نه لکه د مړي د لواحقينو خالي لاسونه د يو نامعلومه منزل په لور روانېدو کښې وۀ. يخې تېزې هوا د هغۀ اوږدې څڼې د هغۀ په تندي او مخ داسې الول الول الوځولې لکه چې پچموزې ورپورې کوى، د هغۀ بوډا پلار حق بق حېران ولاړ ؤ، کوم چې د سړزۍ د وجې سم راټُونډ شوے ؤ، د هغۀ بوډۍ سترګې دوه مړې ډېوې وې، چې رپ وهل ترې نه هېر شوي وو او سوچ وړے ؤ، چې دا څه وشو؟ تېزې هوا به د هغۀ تور پټکے بيا بيا په څپېړو وهلو لکه چې سر نه ئې ورله د ګزارولو هڅه کښې وى. د بوډۍ مور له سره به ئې هوا زوړ څادر بيا بيا راښکلو او د هغې سر تورولو پسې شوې وه. د کلي د خلقو په شان هوا هم د هغوي سپکاوي پسې شوې وه، د بوډۍ مور د سترګو نه ئې د اوښکو رودونه بهېدل چې د مخ په ولونو کښې خورېدۀ او ټول مخ ئې ورله لُوند خوشت کړے ؤ. هغه ډېر ساعت د يو لُوټ شوي مسافر په شان اريان دريان غلے ولاړ ؤ، داسې ښکارېده چې تېزې يخې هوا د هغۀ د فکر او سوچ قوت هم ځان سره الوزولے دے.
    هغه نن په رښتيا د ټول کلي په مخکښې لُوټ شو او ډېر عجيبه شان لُوټ شو. ټول کور هم تالا ترغه شو او د مينې دنيا هم تالا والا شوه. هغه خو ډېر په فخر او وياړ د کوره رابهر شوے ؤ خو بيا چې تر حجرې راتلو نو د هغۀ سر ټيټ ؤ، د هغۀ ډکه لمن تشه وه، داسې تشه او خالي چې د هغۀ په خپله يقين نۀ راتلو. د جنازه ګاه نه پورې د کلي د حُجرې په جل کښې د کلي ګڼ زلمي او ماشومان ولاړ وو او د هغوي د کلي نه د تللو ننداره ئې کوله. د بعضې کورونو په بلو هم زنانوؤ سرونه راپورته کړي وو. هغۀ ته ټوله فضا غم زپلې او ويرژنه ښکارېدله. هغۀ په خپل کلي او ګېر چاپېره غرونو يو الوداعي نظر واچولو نو زړۀ ئې سم د پولۍ په شان چاؤدلو، دے کلي او غرونو کښې هغه وړوکے لوئے شوے ؤ، مور پلار ئې په کښې خپل ټول عمر خوړلے ؤ او اوس ترې نه ورته د همېشه جدائي راپېښه وه.
    هغۀ د اوښکو نه ډکې سترګې د مور پلار په لور راواړولې او غرېو نيولي اواز کښې ئې ووئيل: داجى! بې بې! راځئ چې ځو، دې وئيلو سره هغۀ د اس جلب ته لاس کړو او ډېر په ستړو او درنو قدمونو ورو ورو روان شو.
    دا خبره صرف د هغۀ يو دوست افضل ته ښکاره وه، چې تاراونتي هغۀ سره تار اخستے دے او اکثر کلي کور او ګودر ته تلو راتلو کښې او چرته په پېښه کښې چې يو بل له په مخه ورشي نو د بدن سره سره يو بل ته د سترګو په ژبه د زړۀ حالونه وائي. نور څۀ خاص رېبار په کښې ترمېنځه نه ؤ، هغه اګر چې د اوچت کردار مالک نه ؤ خو په هغۀ څۀ داسې چا ګوته هم نۀ شوه پورته کولے. د کور کلي د پېغلو په خبرو کښې به د هغۀ نوم ډېر کم اخستے شو. د هغۀ مور څو ځله د هغه د کوېژدنې بنا وکړه خو لاس به ئې تنګ ؤ نو غلې به شوه او هغۀ به هم مور له د صبر مشوره ورکوله. خو خبره هغه وخت ګرمه شوه کله چې د تاراونتي د کوېژدنې مسئله پورته شوه. د تاراونتي يو لرې عزيز اجيت کمار سره د هغې د کوېژدنې خبره هغه وخت پېل شوه کله چې اجيت کمار د بېساکۍ په مېله کښې هغه د حسن ابدال په ګوردواره کښې ولېدله.
    د تاراونتي سوداګر پلار کبير داس چې تل به ئې يو تور خيرن واسکټ اچولے ؤ، د واسکټ دواړو غاړو ته د جېبونو په غاړو به د خېرو کوټ ختلے ؤ، په دواړو جېبونو کښې به څۀ نه څۀ پراتۀ وو ځکه به ئې دواړو جېبونو خُلې چېنګې نيولې وې. غټه ډمامه خېټه او داسې پړسېدلے څټ لکه چې الوګان ئې کړي وي. هغۀ ته دا رشته هم يوه ګټوره سودا ښکاره شوه. خو تاراونتي د خپل سوداګر پلار په تله کښې ځان د يو جنس په رنګ تللو نه انکار وکړو نو پلار ئې د غصې نه سُور شين شو او کوتک ته ئې لاس کړو او بيا چې کبير داس پوهېدلو نو تاروانتي چېل په سر شېرعلي کره ناسته وه.
    ټوله شپه اول د شېرعلي په کوڅه کښې او بيا په حُجره کښې غوېمنډ جوړ ؤ. د تاراونتي پلار سره د خپلو نائيکانو ولاړ ؤ، هغۀ وئيل چې شېرعلي په زوره زما لُور زما د کوره تښتولې ده خو د شېرعلي پلار قسميه وئيل چې جينۍ په خپله رضا زما زوي پسې راغلې ده. هغه وائي چې زۀ مسلمانېږم او کلمه وائي. هغه اوس زمونږ پناه کښې ده، دواړو ډلو خپله وئيله، کبيرداس چې ژبه ئې د منافقت او چاپلوسۍ په تېلو غوړه وه، هغۀ به چې ډېر په عاجزۍ کله دا ووئيل پښتنو! زۀ ستاسو د پښو خاورې يم، نائيکانو زما لُور ماته واپس کړئ، نو د نائيک نه به پرې سېوا د نورو ولاړو خلقو زړونه هم وسوځېدل. نزدې وه چې دواړو ډلو خپلو کښې ښکر ورکړے وے خو د کلي يو څو سپين روبي مشران ترمېنځه شو، هغوي خبره خلاصه کړه چې سبا سحر به شېرعلي سره د تاراونتي د کلي جرګې ته مخامخ کېږى. کۀ جينۍ ووئيل چې زۀ په خپله خوښه راغلې يم نو بيا خو د شېرعلي ښځه ده او کۀ جينۍ ووئيل چې زۀ ئې را تښتولې يم نو بيا چې د جرګې څۀ فېصله وى، هغه به شېرعلي منى، کبيرداس خو د جرګې خبرې ته غاړه نۀ کېښودله خو خپل نائيک پرې سترګې راسرې کړې، غلے کښېنه، بې غېرته خپله لُور نۀ شې سمبالولے او اوس د جرګې خبرې ته غاړه نۀ ږدې، د پښتو چې څۀ لار وي هغه به کېږى، تا سره څوک زياتے نۀ شي کولے.
    سحر جرګه د کلي په حُجره کښې راجمع شوه. ټول مشران او دعوېداران هم مخامخ شو، څۀ کشران د مشرانو شاته کټونو ته ولاړ وو، ځنې ماشومان د حُجرې په دېوالونو ناست وو، د بعضې کورونو زنانوؤ د بلو نه سرونه راپورته کړي وو. شېرعلي د خپله کوره تاراونتي او خپلې مور سره رابهر شو، تاراونتي د پلار د کور نرے سپين څادر په سر کړے ؤ او د شېرعلي مور سره برغه په مزه مزه د حُجرې په لور روانه وه. د هغې سترګې ښکته وې او صرف د خپلې مخې لار ته ئې کتل، د کلي ګڼ ماشومان هلکان او جينکۍ ورپسې لکه د جنج راروان وو. د کلي لويې لارې سره جُخت د تاراونتي کور ؤ، تاراونتي چې څنګه خپل کور ته مخامخ شوه نو پښه نيولې شوه، د کوڅې په ورۀ کښې ورته خپله مور او دواړه خوېندې ولاړې وې، مور ئې سر په نرۍ لوپټه تړلے ؤ او داسې ښکارېده چې ټوله شپه ئې ژړلي وي او په مخ ئې اوس هم د اوښکو کرښې ليدلې شوې، د هغې دواړه خوېندې شوړندې ولاړې وې او داسې معلومېده چې هغوي هم ټوله شپه شوګيره کړې وي. تاراونتي چې مخامخ وکتل نو مور او خوېندو سره ئې سترګې برابر شوې نو مور ئې خپل دواړه لاسه ځيګر له راخلاص کړۀ او وې وئيل: (هائے مېري کُړى)) مېري بچي ، خو خوېندې ئې لکه د بُت چپ ولاړې وې، د مور د دړدېدلي اواز څۀ اثر ؤ کۀ د خوېندو د غلې ولاړې څۀ تاثير ؤ او کۀ تاراونتي په خپله فېصله ستومانه شوه چې لکه د ماشوم ئې ورمنډې کړې او خپلې مور نه ئې غېږه چاپېره کړه. مور بې واره بې واره هغه په سر څټ داسې ښکلوله لکه د مودو ورکه لُور ئې بيا موندله. دواړه خوېندې ورسره هم تر غاړه وتلې. شېرعلي او مور ئې په خپل ځائے حق دق شو او حېرانتيا نه ئې په بقو بقو د تاراونتي کوڅې ته داسې کتل لکه چې د لاسونو نه ئې نېولې مرغۍ والوځي او د کبير داس کوڅې ته لاړه شى. چې د تاراونتي مور د کوڅې ور بند کړو نو د هغۀ په زړۀ تيارۀ راخوره شوه چې دا څنګه چل وشو؟ هغوي په خپل ځائے حېران ولاړ وو چې د کبيرداس اواز ئې تر غوږو شو، مانه وئيل چې دۀ په زوره زما لُور تښتولې ده، خو تاسو نۀ منله، وکړئ ترې نه اوس تپوس! چې اوس څۀ بهانه کوى، د خپل ورور عزيز لُور ته لاس کړه چې....... هغۀ نور هم څۀ وئيل چې شېرعلي سرې سترګې راوګرځېدلو، د هغۀ د سترګو نه سم بڅري ختل خو د اوښکو سمندر په کښې هم موجونه وهل چې د کبيرداس نائيک رامخکښې شو، کبير داسه! خُلۀ چپ کړه، اوس به خبره په جرګه کښې کوو.
    شېرعلي غلے د جرګې مخکښې ناست ؤ، په يو تيلي

    ئې په زمکه څۀ کرښې راښکلې او ځان سره ئې زړۀ

    کښې څۀ کرل رېبل. د عزيزانو خپلوانو سترګې په هغۀ

    ورښخې وې، هغوي وئيل چې مونږه سره دوکه شوې ده

    خو هغوي شېرعلي ته غوږ نيولے ؤ چې هغه څۀ وائي،

    اخر د جرګې يو مشر ترې نه تپوس وکړو.

    شېرعلى! تۀ څه وائې؟ دا جينۍ تا تښتولې وه؟ او کۀ په

    خپله درپسې درغلې وه؟ نائيکه په زور ئې..... کبير

    داس بيا څۀ وئيل چې ګڼو کسانو پرې غږ کړو، غلے شه

    نو خبره د هغه په خُلۀ کښې پاتې شوه. شېرعلي لږ

    ساعت غلے ؤ، بيا پاڅېدلو، د لاسه ئې تيلے يوې خوا ته

    ګوزار کړو او د ملامتيا نه په ډکه لهجه کښې ئې

    ووئيل، تاراونتي ما په زور تښتولې وه، جينۍ بې

    قصوره ده، ټول قصور زما دے، زۀ خپل قصور منم،

    ستاسو د جرګې چې څۀ فېصله وى، هغه ماته منظوره

    ده. د شېرعلي په اقبال جرم کبېرداس په وړومبي ځل

    زړۀ کښې سم يو سُوک وخوړلو خو مور پلار او نور

    عزيزان ئې د حېرت نه ګوته په خلۀ پاتې شو ولې چې

    هغوي ته حقيقت معلوم ؤ خو هغۀ په خپله اقرار وکړو نو

    بيا د چا څۀ د وئيلو نۀ وو. د هغۀ ډېر عزيزان په کښې د

    سوخته او قهر نه د حُجرې نه پاڅېدۀ، ډېرو په کښې

    تندے تريو کړو او هغۀ ته ئې په قهرژنو سترګو کتل.

    چې جرګه بيا پاڅېده او د حُجرې ستانې ته حتمي

    فيصلې کولو دپاره وردننه شوه، ګړۍ نيمه پس جرګه

    رابهر شوه او خپله فېصله ئې واوروله.


    دلته ميشته هندوان زمونږ د سېوري لاندې اوسېږى،

    دوي زمونږه پناه کښې دى، د دوي په مال او عزت لاس

    پورته کول زمونږ په مال او عزت لاس پورته کول دى،

    هر څو کۀ دوي په اقليت کښې دي او غېر مذهبه دي خو

    د دوي د عزت او ناموس حفاظت په مونږ فرض دے،

    مونږ دا نۀ شو زغملے چې څوک دې د دوي په مال او

    عزت لاس پورته کړى، شېرعلي چونکې ډېر غټ جرم

    کړے دے او هغه په خپله اقراري هم دے نو ځکه هغۀ

    له مثالي سزا ورکولے شي چې بيا سبا له څوک داسې

    جرات ونۀ کړى.


    جرګې دا متفقه طور فېصله کړې ده چې د شېرعلي

    کور دې لُوټ شي او هغه دې سره د خپل مور پلار د

    کلي نه دوه پښې دوه لاسه بل چرته لاړ شى.
    د جرګې فېصلې سره لويو وړو د هغۀ په کور ورمنډې کړې، هغۀ خپل مور پلار سره د حُجرې نه خپل کور تالا ترغه کېدۀ ليدل چې خلقو پرې چُور جوړ کړے ؤ، يو بل له ئې دېکې او ټېلې ورکولې او د چا لاس له چې څۀ څيز ورتلو هغه ئې تښتولو خو د کبيرداس د نائيکانو اواز په کښې ډېر اوچت اورېدلے شو. هغه خپل مور پلار سره لکه د يتيمانو بې اسرې د حُجرې نه بهر جمات سره خوا کښې جنازه ګاه ته راغلو. د هغۀ په مخ يو رنګ تلو بل راتلو، مرۍ ئې غرېو نيولې وه، هغۀ به بيا بيا پوزه سوڼله، پلار ئې څو ځله د پټکي په پيڅکي خپلې اوښکې پاکې کړې خو مور ئې ساندې وئيلې اوس د کلي نه د هغوي کډه ګول وه. هغۀ ډېر په بې وسۍ ګېر چاپېره وکتل نو خپل دوست افضل ئې وليدلو چې يو زين شوي اس سره د هغۀ په لور راروان ؤ.
    د افضل سترګې هم د بې وسۍ د اوښکو نه ډکې وې، شېرعلى! ماته ښه پته ده چې حقيقت څۀ دے خو د مينې سودا کښې تۀ نامراده نه بامرداه ئې، تا د مينې د باغ مړاوي ګلونه د خپل عزت په قربانۍ يو وار بيا تازه کړۀ، پښتانۀ زلمي تل د پېغلو په ناموس قربانېږى، تا چا دپاره چې خپل عزت قربان کړو،کور تالا کړو، هغه به تل پښېمانه وى، خو تا د پښتون عشق شمله هسکه وساتله، زۀ ستا هسکې شملې ته په دواړه لاسو سلام کوم، زۀ په تا فخر کوم... دې کلي نه په تلو تۀ بې نومه بې نښانه شوے نۀ ئې بلکې تۀ به تل د دې کلي د جينکو په سندرو کښې يادېږې.... هغۀ د اوښکو نه په ډکو سترګو هغۀ له غاړه ورکړه او د مور پلار سورلۍ دپاره ئې ورته خپل اس حواله کړو او څۀ لږې ډېرې نغدې ئې ورله هم په زوره په جېب کښې واچولې. د افضل د رخصتېدو نه پس هغه لږ ساعت غلے ولاړ ؤ، د هغۀ کور اوس لُوټ شوے ؤ، د کلي د خلقو سترګې اوس د هغۀ دپاره بدلې وې، د هغۀ خپل تربوران او عزيزان د غصې او قهر نه ټول خپلو کورونو ته تللي وو او د سوخته هېڅوک د هغۀ خوا له رانغلل، د حُجرې نه ورته اکثر خلق په ننداره وو، هغۀ اس د جلب نه ونيولو او په مزه مزه روان شو. اوس اسمان په زمکه سم رانسکور ؤ، يخه هوا په تُندۍ سره داسې چلېدله چې د هغوي نه ئې سمې جامې راښکلې لکه چې د کلي نه ئې بهر تللو ته نۀ پرېږدي.
    او د هغوي په تللو ونې شڼېدلې وير ئې کولو او د هوا انګولا هم هر چا اورېدله، اسمان هم د هغوي په حال ژړغونے ؤ او د سترګو نه ئې د اوښکو څاڅکي راګوزارېدۀ، هغوي چې د جنازه ګاه نه رابهر شو او د کلي په لويه لار راتاؤ شو، نو دلته د تاراونتي د کور مخکښې د هغۀ پښې درنې درنې شوې او هغه لږ پښه نيولے شو او د حسرت نه ئې په ډکو سترګو د تاراونتي کوڅې ته وکتل.
    ځه بچيه کلمه وايه، په الله توکل دے، د پلار غريو نيولے اواز ئې تر غوږو شو نو هغۀ بيا قدم پورته کړو.خو بيا د حُجرې د جل نه خلقو يوه عجيبه تماشه وليده، د کبيرداس د کوڅې ور په ګړب سره بېرته شو، تاراونتي سر تور سر لکه د لېونۍ د خپله کوره راخوشې شوه او شېرعلي ته د لېونو په شان ورغاړه وته، د کلي په ماتمي سکوت کښې د کلي د حُجرې نه د خوشحالۍ چغې شوې او ټولو د هغوي په لور رامنډې کړې او اسمان پرې هم د خوشحالۍ نه ملغلرې شېندل شروع کړل.
    (د شيرين زاده خدوخېل د کتاب د پښتو لار څخه)
    ♣♣♣






    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    uhmm .nice sharing.

    Comment

    Working...
    X