حال بمقابله ماضي
اکثر کۀ تاسو خيال کړے وي نو دا زاړۀ مشران خپل تېر وخت ډېر ښۀ ګڼي او په صفتونو ئې نۀ مړېږي ولې چې رښتيا کېدې خو شي نه ځکه چې هغه وخت مونږ دنيا په خپل راتګ نۀ وه ښائسته کړې او هغه د چا خبره چې په مړو او په تېر وخت دروغ وئيل اسان وي ځکه خو محققين لګيا دي په کتابونو پسې کتابونه ليکي او کلهم په قياسونو اډاڼه وي. د رنګين مزاجه شاعر نه د صوفي شاعر جوړولو او د صوفي شاعر نه د يو کميونسټ خياله شاعر جوړول ورته دومره اسان دي لکه پاکستاني عوام دوکه کول چې اسان دي.
هسې دا د پخوانۍ زمانې خلق چې کوم دروغ وائي نو د هغې هيرو او ولن دواړو پښې اګرې ته کړې وي او اکثر حوالې هم د هغو خلقو ورکوي چې خاورو خوړلي وي.
نۀ پوهېږم چې دا پخوا څۀ چل وۀ چې کوم مشر سره کښېنې نو وائي به يره پخوا څۀ ښۀ وخت وۀ هر څۀ د اوبو په بيه وو ولې دې ته نۀ ګوري چې اوس هم هر څۀ د اوبو په بيه دي. په روپۍ ګلاس اوبۀ هر ځائے خرڅېږي ښه نو فرق د څۀ شو خو هغه متل دے چې د مړ زوي سترګې غټې وي په تېر وخت پسې ارمان کول د دوي عادت ګرځېدلے دے.
دې ځنو مشرانو سره چې کښېنې نو په ارماني انداز کښې به درته شروع شي وائي به پخواني څۀ ښۀ خلق وو درنې جثې، درنې جامې، درنې درنې خبرې خو کۀ تۀ ورته ووايې چې يه مشره اوس خو هم د درنو جثو خلق د خدائے بلا دي او داسې درانۀ دي چې اخلي هم درانۀ او تلي هم درانۀ نو جواب کښې به درته سمدستي د پاټلۍ نه کوز شي او بل ځائے له به ډنګ ورکړي وائي به د پخوانو خلقو په شان ناسته پاسته اوسني خلق چرته کوي کۀ ورته په جواب کښې ووې چې ناسته پاسته خو اوسني خلق هم ډېره کوي لکه هوټلونو کښې کښېني، د وېډيو ګېم په دکانونو کښې کښېني، سنيماګانو کښې کښېني، لاره کښې کښېني، په کوڅه کښې کښېني نو يو ساعت له غلے شي خو د عادت نه مجبوره وي نو بيا په زوړ رباب نوي تارونه وخېژوي او وائي يره پخواني خلق په راشه درشه کښې ډېر تکړه وو کۀ ورته ووې چې يه بابا جانه راشه درشه خو اوسني خلق ډېره کوي د خپل افسر سره، د سپرډنټ سره، د هېډ کلرک سره، د پوليس د هر انسپکټر سره، د کلي چئيرمېن او کونسلر سره تر دې چې د بجلۍ ميټر ريډر سره هم ښه راشه درشه لري او تر لرې لرې ئې خلقو سره پالي هم. پخواني خلق خو تر کوره کرم دينه تر بازاره کرم دينه وو. نو چې دغه تار ئې نغمه ونۀ چېړي نو درته به وائي په پخواني وخت پسې اوس هم ارمان کوم دا دے يواځې په حجره کښې ناست يم څوک مې خوا له نۀ راځي. په پخوانو خلقو کښې د تلي راغلي رواج ډېر وۀ، د بيمار تپوس پوښتنه به ئې کوله . کۀ دغه وخت ورته ووې چې بابا خفه نۀ شې پخواني خلق وزګار وو ځکه به په حجرو کښې ناست وو اوس تا له حجرې ته څوک راشي خلق خپلو خپلو مزدورو له تلي دي، کارونه کوي نو وائي به مړده ولې دا کارونه به مونږ نۀ کول څۀ؟ کۀ ورته ووې چې تاسو خو به صرف غنم او اوربشې ګټلې، دوي قسماقسم فصلونه ګټي نو دغه وخت لږ غلے شي او بيا ووائي نو ګني حجره جومات به ورته پرېږدي او چې ورته ووې بابا جانه اوسني خلق په تلي راغلي کښې هم د پخوانو خلقو نه تکړه دي. د خپل افسر سحر ماښام سلام له ځي کۀ هغه په بل کلي کښې ولې نۀ وي. او د تپوس پوښتنې خو دومره مړني دي چې کۀ د افسر ئې پيشو ناجوړه شي نو ورځ کښې دوه ځله ئې تپوس له ورځي. د کلي د چئيرمېن او کونسلر حجرې ته هره ورځ ځي او هر هغه ځائے ته ځي چرته چې د چايو اوبو درک لګي او د هغه دوست سره خو ئې تلے راغلے ډېر ښۀ وي کوم چې ئې هر وخت مېلمه ګڼي. لکه چې ستا دا خبرې بابا بېخي اورېدلې نۀ وي وائئ به يره بچے چې اوسني وخت ته ګورم نو لکه د مچ منګولې مروړم. پخوانو خلقو به د چم ګاونډ ډېر خيال ساتلو. کۀ ورته ووې چې بابا اوسني خلق خو د چم ګاونډ نه علاوه په ميلونو لرې لرې هم د خلقو خيال ساتي او هر ښۀ څيز چې ئې په ځان پېرزو کېږي هغه خپل افسر له بل ښار ته وړي او د ګاونډي خو دومره خيال ساتي چې د شپې تر دولسو ورته رېډيو او ټېپ ريکارډ او ټي وي بې پېسو غږوي. دغه وخت به ستا خبره په نيمه کښې ووهي وائئ به اوسني خلق خو زۀ وينم په لاره کوڅه کښې مخې له راځي، سلام قدرې نۀ کوي. کۀ ورته ووې چې بابا جانه اوسني خلق نۀ غواړي چې خپل يو سپين ږيري مشر له تکليف ورکړي؟ وائي به ښه نو تۀ دې ته تکليف وايې؟ خو چې دغه وخت ئې نورې خبرې ته پرې نۀ ږدې او ورته ووې چې اوسني خلق د خېر پخېر دومره مړني دي چې دفتر ته کوم سړے په څۀ کار پسې راشي او څۀ درک پکښې لګي نو هر بابو ورته د کرسۍ نه پاڅي او ښۀ خېر پخېر ورسره کوي. دغه وخت به بابا د غوږ نه خيرې راوباسي لکه چې تا هډو اوري نه، وائي به ګوره پخوانو خلقو به يارۍ دوستۍ هم ښې په نره پاللې او چې د دې خبرې د ختمېدو نه مخکښې ورته ووې چې يارانې دوستانې خو اوسني خلق کوي تردې پورې چې ډېر ئې پکښې په پټه هم کوي. وائي به بچې دومره صفتونه ئې راته مۀ کوه په ورکړه راکړه کښې پخوانو خلقو تۀ نۀ رسي. او چې ورته ووې بابا داسې نۀ ده اوسني خلقو خو هغه څۀ هم بل له ورکوي چې پخوا به چا نۀ ورکول. د خپل افسر وړو له د اختر نه اګاهو جامې اخلي، پېسې ورکوي او هر هغه سړي سره د ورکړې راکړې معامله شړي کوم چې د تان په ځائے دوه تانه ورکولې شي. اوسني خلق خو هره ورځ سوالګرو له بې شماره ځله ((معاف کړه)) ورکوي. دغه وخت بابا په کټ کښې ډډه ووهي او وائي به پخواني ښۀ وختونه وو ځکه خو به رحمان بابا وئيل چې:
تېر ساعت په مثال مړے د لحد دے
مړي چا دي ژوندي کړي په ژړا
او سمدستي به ورپسې شروع شي چې پخواني خلق د غم ښادۍ ډېر تکړه وو کۀ ورته ووې چې بابا د هغوي به څۀ غم ښادي وه غم ښادي خو د اوسنو خلقو وي چې د پردي غم نه هم ښادي جوړوي او خپله ښادي خو داسې کوي چې د زوي په سنت هم څو څو جوړې ډمې ګډوي او دوره ډزې کوي چې ملک ئې په مخه اخستې وي. د ډزو نوم آخستل څۀ وي بآبآ به سمدستي د جرمن د لآم قصه شروع کړي بيا کۀ دې يوه خاندي او بله دې ژاړي دغه قصه به اورې.
(د مشتاق مجروح يوسفزي د کتاب تکل دستې څخه)

Comment