Announcement

Collapse
No announcement yet.

مشاعره

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • مشاعره

    مشاعره
    په سپينه وړئ پېښور کښې د جانان وزير بادشاه په درناوي کښې مشاعره


    بسم الله الرحمن الرحيم

    ګرانو او عزتمندو لوستونکو
    نن په څليرشتم تاريخ د جمعې په09.30د شپې د فيروز افريدي (راقم الحروف) په حجره کښې د پېښور پښتو ادبي جرګې د سيوري لاندې قطر ته تلونکې د دريو شعري مجموعو او د افسانو د کتاب خالق د پاک پښتو ادبي ټولنې موجوده چئيرمين ښاغلې وزير بادشاه جانان په درناوي کښې يوه درنه او پر وقاره مشاعره وشوه.

    وزير بادشاه جانان په وطن کښې د رخصتئ تيرولو وروستو نن شپه د قطر ائير ويز په الوتکه کښې قطر ته د تللو نه څو ساعته مخکښې په دې مشاعره کښې برخه واخيسته او په خپل کلام او تاثراتو ئې اوريدونکي ولمانځل.

    د دې مشاعرې مشر ميلمه د تپه خليل غريب اباد يو معتبر او ادب دوسته شخصيت ښاغلې حاجي شير اکبر صيب وو .وزير بادشاه جانان د دې مشاعرې صدارت وکړو.
    د نظامت چارې د پېښور ادبي جرګې او مجلې پېښور مشر مدير فيروز افريدي تر سره کړې.

    د مشاعرې باقاعده اغاز د تلاوت کلام پاک د اياتونو څخۀ وشو.

    ورپسې د دې مشاعرې ناظم او کوربه فيروز افريدي ټولو ميلمانو ته ستړي مه شي اوئيل او د رواياتو مطابق ئې خپل کلام وړاندې کړو.

    د راقم حروف دوه غزلو دوه درې شعرونه په دې ډول دي

    څوک مسافر مه کړې خپل کلے کور په وران مه کړے
    عظيمه خدايه ته بل څوک زما په شان مه کړے

    ما د ژوندون لمحې په څومره لوئي قيمت اخيستي
    څوک د سفر سودا کښې ما غوندې ارزان مه کړے

    په څـــــــــــومره مــــــــړو شهيدانو ئې وطن ګټلې
    نور د افغــــــــــان کور د غليم د لاسه وران مه کړے

    -------------------------------------------------------

    او د بل غزل شعر چې:

    مونږه هر چا ته پيرزوئينې د زړګي ورکوو
    مونږ نازولو ته په نياز کښې زندګي ورکوو

    فيروزه مونږه د هغو خلکو په ډله کښې يو
    د بل په سر کښې تل په خپله قرباني ورکوو
    -------------------------------------------------------


    د مشاعرې د ناظم نه پس د پېښور مجلې مدير ښاغلې دلاور خان وقار صيب ته دعوت ورکړې شو
    دلاور خان وقار څوک چې د سپينې وړئ باشنده ډير وخت ئې په لواړګي کښې د ناظر شينواري د تربيت لاندې تير کړې دے.
    يو ښۀ نقاد او په مروجه علومو پوهه انسان دے.
    د عوامي ملي ګوند نظرياتي ملګرې دے
    او د پېښور مجلے شريک مدير هم دے.
    هغه ميلمانو ته ستړي مه شي اوئيل او خپل دوه نظمونه ئې وړاندې کړل.
    د هغه د کلام نمونې
    د نظم يو شعر

    دنيا مـــــــا کړله اباده
    د نيا زه ضرورت شوم

    او د بل نظم شعر

    چې اظهار ئې د خپل علم عقل وکړو
    په مخلـــــوق د کائيناتو مقـــــدم شو

    په دلاور خان وقار پسې د غوريا خيل پښتو ادبي جرګې صدر ښاغلي اختر حسين ننګيال ته د کلام اورولو دعوت ورکړې شو.
    ننګيال صيب خپل دوه غزلې واورولې او د ساميعنو نه ئې
    داد وصول کړو.

    د ننګيال د خوږ کلام نه وروستو د مشاعرې ناظم د پېښور مجلې مدير تحرير او تکړه شاعر ليکوال ،مدرس ،د سپينې وړي مستقل باشنده ،د پېښور ادبي جرګې روح روان ښاغلې نسيم خان نسيم ته د کلام اورولو دعوت ورکړو

    .
    نسيم خان نسيم د مشاعري په انعقاد خپله خوښي څرګنده کړه او د خپل کلام دوه غزلې ئې په ډيره مينه واورولې چې خلکو ورله د زړه له اخلاصه داد ورکړو.
    د کلام نمونه ئې دا ده

    له ډيره ذوقـــه چې د مينې در ته وختمـه
    ما وئيل ګلشن دے ولې زه مجمر ته وختمه

    د نسيم خان نسيم صيب د کالام اورولو وروستو د مشاعرې ناظم په خائيسته الفاظو کښې يو بل نوموړي شاعري اختر حسين خليل صيب ته دعوت کلام ورکړو.
    اختر حسين خليل صيب د خپلو خيالاتو اظهار وکړو او په دې موقع ئې د جرګې د مشاعرو او محفلونو د جريان ساتلو تاکيد وکړو او دخپلې هر قسم مرستې اظهار ئې هم وکړو
    د هغه کلام نمونه:

    قطار قطار شي اسمان کښې زاڼي
    وږمې وږمي شــــــــي د ګلاب پاڼې

    د اختر حسين خليل د نظم او غزل اورولو وروستو د دې محفل مشر ميلمه ،د ادب او ژبې قدردان او امين، د سټيټ بينک پخوانې لائيبريرين،د تپه خليل غريب اباد مشهور عوامي شخصيت ښاغلې حاجي شير اکبر صيب ته د خپلو خيالاتو د اظهار خواست وکړې شو.
    حاجي صيب شير اکبر د ښاغلي وزير بادشاه جانان صيب په فن او شخصيت رڼا واچوله او د هغوئي د ميلمه دوستئ او پښتو خدمت ئې بې کچه تعريف وکړو.
    هغوئي اوئيل چې نن زمانه چې د نفسا نفسئ زمانه ده او خلک د خپلو کارونو روزګارونو نه وخت نه شې ويستلې نو په داسې حال کښې د ادب او ژبې د پاره وخت ويستل او صحيح معنو کښې بې له څه طمعې او لالچ خدمت کول , او داسې محفلونه جوړول ډېر لوئي کار دے.
    هغه د راقم حروف کار او زيار هم وستائيلو او د راقم حروف ملګرو ته ئې امبارکي ورکړه چې ستاسو داسې د مينې او محبت د ملګرو رفاقت سره نصيب شوې دے.

    او ستاسو د دې اتفاق او اتحاد په نتيجه پښتو ادب ته ګټه او فائيده رسي.

    په مشر ميلمه پسې د دې محفل صدر او ميلمه شاعر ښاغلي وزير بادشاه جانان صيب په توصيف او تعريف کښې په خپلو تمهيدي کلماتو کښې د مشاعرې ناظم د هغۀ د ادبي خدماتو او پښتني اوصافو په حقله په بشپړ توګه رڼا واچوله.
    او د جانان صيب غوندې ادب دوسته ليکوال ئې د ژبې او فرهنګ سنګ ميل وګرځول.
    په دې خبرو پسې د مشاعرې ناظم جانان صيب ته د کلام اورولو دعوت ورکړو
    جانان صيب په خپلو خبرو کښې د پېښور ادبي جرګې ټولو غړو شکريه ادا کړه او د دوئي کار او زيار ئې وستائيلو.

    ورپسې ئې څو نظمونه او غزلې واورولې چې د نمونې د پاره دلته ئې څو شعرونه وړاندې کولې شي

    هم په دې ځمکه اباد دے
    د تا هم د کاڼو جوړ دے
    زما هم د کاڼو جوړ دے
    خو دې تا ډک دے له نوره
    او زما تور په لوګو دے
    دومره فرق دے چې رښتيا وي
    ته مختاج نه ئې بې شکه
    زه مختاج يمه بې شکه

    او دا لاندې د غزل دا دوه شعرونه چې

    لکه د ستوري رانه لرې لاړے
    نه يم خبر په څه خبرې لاړے
    چې ما او ستا به ترې جولئ ډکې کړې
    هغه مماڼي او ګورګورې لاړے


    دغه رنګ دا مشاعره د شپې په 10.30 بجې سر ته ورسيده
    په مشاعرې کښې ګن شمير د کلي محلت ځوانانو او سپين روبو هم ګډون کړې وو
    په خاصه توګه نجيب الله کاکا،ملک مير عالم خان افريدي،عمران افريدي،خليل افريدي،ابراهيم افريدي،
    عرفان خليل،سيد اکبر علي شاه باچا قابل ذکر کسان دي.

    _________________


    ته لاړے خوند لاړو
    تا ســـره ژوند لاړو






  • #2
    khluche tropargwali chuti de laka kha de khaira masroofa terigee...

    Comment


    • #3
      Feroz saib, che kala deta time milao shee nu da bara dwa ghazal kho bia post ka.... khair da de copyright statement sara.. dera mehraboni ba wee...

      Comment


      • #4
        kha gulaba inshallah che da kho yow zal post shwi ham di yow zal bia ba ye post ko inshallah

        Comment

        Working...
        X