Announcement

Collapse
No announcement yet.

ډالره ستا هومره طاقت په افغانو کښې نۀ وۀ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ډالره ستا هومره طاقت په افغانو کښې نۀ وۀ


    زړونه مو وو، د زړونو درد مو په سينو کښې نۀ وۀ
    تصوير زمونږ، تصوير زمونږ په آئينو کښې نۀ وۀ

    کوئټه، کابل دے، قبائل دي، کۀ جانان پېښور
    يو انغرے مې په څلورو استانو کښې نۀ وۀ

    خدائې زده چې ولې ئې په هر جنګ کښې بېلات کړے دے
    زۀ قسم خورم، چې مې شک په مېړنو کښې نۀ وۀ

    بخت مې اورنګ شۀ خو خوشحال مې په وطن کښې نۀ وۀ
    وخت فېرنګے شۀ، باچاخان په پښتنو کښې نۀ وۀ

    د خپل تاريخ د پاڼې پاڼې نه دې ووېستمه
    ډالره ستا هومره طاقت په افغانو کښې نۀ وۀ

    چې نۀ ئې اور پورې کړو نۀ ئې لېونے کړې مينې
    لکه چې درد سائله ستا په ترانو کښې نۀ وۀ


    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    پښتنه پېغله


    په يارانه باندې مجبوره نۀ ده
    پښتنه پيغله ده مزدوره نۀ ده
    د يارانې په چل جوړ وپوهيده
    ګودر له راغله خو تروره نۀ ده
    په پښتنه ليلا چې ځان کړي لوګے
    داسې ځلمي باندې مور بوره نۀ ده
    په يو غوټه کښې ئې زړۀ يوړو له ما
    تۀ اوس هم وائې چې باتوره نۀ ده
    رقيبه بس دے نوره خلۀ ونيسه
    ياري ګټلې چا په توره نۀ ده
    هغه دے تت غوندې منزل ښکاري
    قدم راواخلئ تيارۀ ګوره نۀ ده
    زما ئې فکر جنتي غوندے کړو
    زاهد لا اوس هم وائي حوره نۀ ده
    پام په تريخوالي ئې چې تير نۀ وځے
    هسې نخرې کوي مغروره نۀ ده
    چې زما غاړه د بل پړے وي تل
    داسې ياري ماته منظوره نۀ ده

    مراد شينواري
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

    Comment

    Working...
    X