په وطن مو نن ېلغار دې
دغلزو په کلات جوړ نن ناتار دې - د دورانو په کندهار نن ګوزار دې
د ېوسفزو په دير سوات او مردان نن تلوار دې - او وزيرستان بولان او خېبر ته راغلې نن قهار دې
زمونږ کابل او جلال أباد ېې هم وسېزل - زمونږ کورمه او باجوړ ېې هم وسېزل
زمونږ د ملت نښانونه ېې ونړول - او د بامېانو ښکلې بودان ېې هم ونړول
که اپريدې که وزير که مسيد که دورانې ېې - که خټک که اورکزې که اچکزې ېې
که مروت که بنوچې که بنګش که مامدزې ېې - او که کاکړ که غلزې که احمدزې ېې
ېې په خټه خاوره ننګېالې پښتون - راواخله بېا بيرغ د ملي اوښتون
استقلال او خپلواکي خپل مرام کړه - او د دې جبر او زېاتوب اختتام کړه
وکړه داسې غورځنګ چې کړي پښتو ودانه - او داسې غورځنګ چې شي وطن روښانه

Comment