د کوم قام چه خپل رهبر دلال شي
د هغے قام بچي به لکه د ماشو او مچانو مړيږي
اے رهبره اے خاينه
اے د خپل قام دشمنه
تا ولے دا فکر نه کړو
چه ددے قام بچي به څنګه ژوند تيروي
ددے قام ميندے به سترګے کړاغے د خپلو بچو په انتظار وي
اے دلاله
اے دخپل قام دشمنه
تا د خپل عياشئ د پاره خپل قام خرسوو
نن پردي قامونه د پښتون بچو دشمنان دي
تل يي په دنيا غلام ساتل غواړي
غاصبان يي په کور دننه ناست دي
د ظلم انتها کوي
او مزے اخلي
خو ياد ساتئ اے د پښتون دشمنانو
دا مظلومان بچي چه کله په سمي شي
او سم شي
خدائ خبر چه تانه به دا بدل څنګه آخلي
دا بچي په اورونو کښ لوئ شول
په تنورونو کښ اوسوزيدل
د هر پښتون په وجود ستاسو ددے ظلم نښے موجود دي
د اوسپنے چنړے يي اوچيچلے
دوينه به نمرود اور هم پناه غواړي
پښتون هر څه معاف پريږدي
خو انتقام ۱۰۰۰ کاله پس هم نه پرېږدي
مغل نه يم چه دے زخم ته به جاړم
هر يو زخم پرهرونو کښ را نغاړم
ځه پښتون چه کله سم شم په سمي شم
د زرے زرے حساب به درنه غواړم
هر يو زخم پرهرونو کښ را نغاړم
ځه پښتون چه کله سم شم په سمي شم
د زرے زرے حساب به درنه غواړم
