پیغام
لوېې څو جرګې په پېښور کوو
بيا به سم ګوزار په ستمګر کوو
دلته اباسين هلته پشين نيسي
ېو ښکر شی لښکر په قبضه ګر کوو
ټک به دټوپک وي په اټک باندې
دغه شر محشر له يو اشر کوو
ځئ چې ځو ګله د مارګله پله
داپرېکړه به مونږ په اشنغر کوو
پولې به معلومې کړو مونږ پل په پل
پام به د پالنې د دوتر کوو
وتړي واخان چې د بولان سره
لک واری باور په خپل رهبر کوو
نه دی سر پرست چې قام پرست نه دی
دا د راز خبره مختصر کوو
پاتي دے ارمان دا د سوري افغان
يو وار به لاهور زېر و زبر کوو
تېر چې شي دا تور شبخون په خور پښتون
بېا باچا اختر به په باختر کوو
(خدائے بخښلے شېرعلي باچا انور)
لوېې څو جرګې په پېښور کوو
بيا به سم ګوزار په ستمګر کوو
دلته اباسين هلته پشين نيسي
ېو ښکر شی لښکر په قبضه ګر کوو
ټک به دټوپک وي په اټک باندې
دغه شر محشر له يو اشر کوو
ځئ چې ځو ګله د مارګله پله
داپرېکړه به مونږ په اشنغر کوو
پولې به معلومې کړو مونږ پل په پل
پام به د پالنې د دوتر کوو
وتړي واخان چې د بولان سره
لک واری باور په خپل رهبر کوو
نه دی سر پرست چې قام پرست نه دی
دا د راز خبره مختصر کوو
پاتي دے ارمان دا د سوري افغان
يو وار به لاهور زېر و زبر کوو
تېر چې شي دا تور شبخون په خور پښتون
بېا باچا اختر به په باختر کوو
(خدائے بخښلے شېرعلي باچا انور)




Comment