غــــزل
بـې لـتـــا راغلـــې بیــا شپــې ورځــې د ګل شــوې
بیــا شــراب راتــه خـون نـاب ســترګـې د مل شــوې
چـې زمـــا دا ســـرکــش فــکـر یــې رنـګـــیـن کـــړو
وږدې زلـفــــې ځولنـې شــوې کـه سنبــــل شـــوې
څــه قــیـــامــت دے! مـسـیــحـــا تـــه اواز اوکـــــړۍ
هــغــــه سترګــــې امــوختــه پــه تـغـافـــل شـــوې
د صیــــاد د مـخ ســـرخـــې دې یــو پــه دوه کـــــړه
اے بـــهــــــاره! نــــه د ګل نــــه د بـلــبــــل شـــوې
چــې سـتــــا مـخ او زمــــا ذهـــن پــر روښـــــان وو
پـــه دې دور لاړې هـــغــــــه ډیــــــــوې ګل شــــوې
ستــــا د زلـفـــــو د ګــــور والــــي قـــائــل کـــــیږم
د حـــالاتـــــو د غـــــرمـــــې د تــقـــــابـــل شــــوې
پـه سبب د غـــــزال سـترګـــو چې یـې سـتائــــي
تــــزکــــــرې د قــلـنـــــدر د تــــغــــــزل شـــــوې
(قلندر مومند)

Comment