Announcement

Collapse
No announcement yet.

sandara de pukhtoon by feroz afridi

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • sandara de pukhtoon by feroz afridi

    د پښتون سندره
    فيروز اپريدے


    راځئ چې يا قربان کړو نن سندره د پښتنون
    سندره د پښتون
    چې وکړو پکې ذکر او خبره د پښتون
    خبره د پښتون

    راځئ چه پکښې وستايو تاريخ د لوئ خيبر
    راځئ چه پکښې ياد کړو اشنغر او پښاور
    ايلم پکښې ښکاره کړو ملاکنډ پکښې په سر
    د سوات او د مردان پکښې تکرار وکړو اکثر

    تاريخ پکښې ګواه کړو ښه په نره د پښتون
    په نره د پښتون
    چه وکړو پکښې ذکر او خبره د پښتون
    خبره د پښتون

    راځئ چی لږ ور تير شو د کوهاټ نه تر ګومل
    د حسن ګل خو کورمې دی ټومبلي په اوربل
    جنوب د پښتونخوا کښې شاړې غرونه او ځنګل
    د کوئټې او چمن خلق ځا رېږي يو تر بل

    دا خاوره ده تر مښکو معطره د پښتون
    معطره د پښتون
    چه وکړو پکښې ذکر او خبره د پښتون
    خبره د پښتون

    په بره پښتونخوا کې شرق ته پروت دې ننګرهار
    کابل دۍ که غزني دې که پکتيا که قندهار
    د ټولو پښتنو افغانستان دې مور او پلار
    که لر دې او که بر دې يو ئې نوم يو افتخار

    نامه ده په نړۍ کې منوره د پښتون
    منوره د پښتون
    چې وکړو پکښې ذکر او خبره د پښتون
    خبره د پښتون

    په دې خاوره پيدا دې ايمل خان او دريا خان
    د تورې او قلم خاوند يادېږي خوشحال خان
    که يو طرف ته ګورې مبارز دې پير روښان
    په بل طرف بلبل د شاعرانو دې رحمان

    په هر لحاظ ده خاوره بختوره د پښتون
    بختوره د پښتون
    چې وکړو پکې ذکر او خبره د پښتون
    خبره د پښتون

    په هر زمان پېدا دې په دې خاوره ښه ځوانان
    د تورې غږ ختلي ئې په هند او په ايران
    احمد دې که اېپي دې که ښاغلې پادشاه خان
    حاجي د ترنګزو دې که شنوارئ حمزه خان

    فيروزه ښه قيصه ده معتبره د پښتون
    معتبره د پښتون
    چې وکړو پکښې ذکر او خبره د پښتون
    خبره د پښتون
    http://www.youtube.com/watch?v=wrfXR9VDi8U

    Last edited by Feroz Afridi; 04-22-2010, 05:49 AM.

  • #2
    فیروز صيب تندي دي دا خکلولو دي. ځما ستاسو شعرونه ډير زيات خوښ دي. اباد اوسي
    [FONT=Calibri][FONT=Book Antiqua][COLOR=seagreen][B]Lurr Himmat Da Abdali Yem
    Da Khalid Hasey Torzan Yem
    Da Tarikh Zama Gawah Day
    Za Da De Laro “Atal” Yem
    [/B][/COLOR][/FONT]
    [/FONT]

    Comment


    • #3
      sar baz jana..qurban dey sham.
      ghalebaan staso [a wena kho za deltha raghalay yam kho pa shnayaano de kha wa na lagedam.
      manana

      Comment


      • #4
        hahahhaha

        zhwandi aussai
        za stase yoe khidmatgar yam aw khidmatgar beya kala zaan warpaijani?
        kho sok warta che har sa num wakhli bas ham agha ye num wi.

        manana

        Comment

        Working...
        X