Announcement

Collapse
No announcement yet.

پښتانۀ لورpukhtaney loor ta

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پښتانۀ لورpukhtaney loor ta

    چه په کومه ورځ وجود د ستا پیدا شو
    پښتنې لورې بابا د په سودا شو

    په خپل کور کښې خپل نصیب درته سور اور شو
    ستا وجود دخپل پردی مخکښې پیغور شو

    په خپل کور کښی ورور دخور نه معتبر شو
    خور کمزورې ورور ئې مټې د ټبر شو

    خپل اولاد وی یو بے وزله بل بهتر شو
    عجیبه غوندې قانون د زورور شو

    کور بهر د نارینه حکم چلیږی
    ښځه غلې وی که هر څه په تیریږی

    نر نیازبین وی د هر چا د سترګو تور وی
    ښځه تور وی ښځه شرم وی پیغور وی

    په نازک وجود هر کار د دې په غاړه
    کور، پټی ،اوبه لرګی واښه ټول واړه

    که اوبه دی که لرګی که ځناور دی
    پخول او مړول د دې په سر دی

    د ازل نه تر ابده کړی کارونه
    د خندا په بدله اخلی غمونه

    کله وخوری کله څملی بے خوړو نه
    که څه پاتې شی کټوئ کښې د سړو نه

    چه وړه وی د خپل پلار په کور دیره وی
    چه شی لویه بیا د بل په کور سپیره وی

    چه ځوانی وی د خاوند د کور هرکاره
    چه زړه شی د لمسو شی څوکیداره

    چه د کور کارونه پاتے شی ترې واړه
    ماشومان چرګے چرګان ئې شی په غاړه

    دغه ښځه چه انسان ئې زیږولې
    بیا ئې ولې په مرئ دې سړې غلې؟

    Feroz Afridi dated 10.11 2006 Doha 12.32am[/b
    _________________

  • #2
    manana..
    nur ba ham post kam inshallah

    Comment


    • #3
      manana samima khor
      Abada aw khushala aussey

      Comment


      • #4
        معني ئې دا ده چې ښځه د کور ټول کارونه کوي او د پاسه په کله کله د سخر خواښې خبرې هم اوري او د کور د نورو افرادو طنز او جنګ هم برداشت کوي دا ټول غمونو زغمي خو د خپل کار ُڅخه نه غافله کيږي۔
        مطلب دا شو چې د دې له ذات څخه په کور کښې ټول کارونه کيږي خو دا غريبه اکثر غمژنه وي۔

        Comment


        • #5
          mananan shehzadgai...
          ta nu pa khpala somra shaista ye...

          Comment


          • #6
            Wow, Firoz Afridi! How truthfully the poem speaks!!

            Dera manana for caring about us (women and girls)! We appreciate your appreciation! Khwdey mo khushala saatai!

            Comment


            • #7
              manana bibi
              za de spogmai lala yam
              taso ham rata lala wayelai shai

              Comment

              Working...
              X