
سوره
افسوس په پښتنو کښ ناهینجان خلق اوسیږی
ضمــــــیر نه نه شــــــــــرمیږی د الله نه نه یریږی
ضمــــــیر نه نه شــــــــــرمیږی د الله نه نه یریږی
په دے ماشومے واچوئ نظــــــــــــــر د خپلے لور
په سترګو کښ وحشت دا پلار ته ګوری دا څه کیګی
په سترګو کښ وحشت دا پلار ته ګوری دا څه کیګی
بابا ځه خو ستا لور یم ستا د زړه یوه ټکړه یم
پردو ته م نن سپارے ځما روح دلته لړزیګی
پردو ته م نن سپارے ځما روح دلته لړزیګی
بابا وخت م د لوبو دا لا ډیره یم ماشومه
ډوډئ جامه نه غواړم په ما ولے نه ترسیګے
ډوډئ جامه نه غواړم په ما ولے نه ترسیګے
بابا ما خو جولئ کښ لا د مور اونه کړو خوب
ماشومه فرښته یم ته په ما ولے ډریګی
ماشومه فرښته یم ته په ما ولے ډریګی
بابا ځه ستا عزت یم ما لور د کور یو برکت وی
په خپل ظلم ته ما قربانو ے نه پرے شرمیګی
په خپل ظلم ته ما قربانو ے نه پرے شرمیګی
اوس بس کئ ظالمانو لګ د خدایا اویریګئ
که اسمان درته غصه شو بیا به کانړی راوریګی
که اسمان درته غصه شو بیا به کانړی راوریګی
اے پاکه ربه دے نه مخکښ پټے م کړه سترګے
چه او نه وینم دا چه په بازار لونړه خرسیګی
Brightonlala

Comment