Announcement

Collapse
No announcement yet.

خوشې زندګي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • خوشې زندګي

    خوشې زندګي

    څــــومره ګرانه زندګي ده په دې خاوره
    شپه او ورځ شرمندګي ده په دې خاوره

    دا وطــن د زردارونـــــــــــــو مملکت دے
    د غريب تشه نيستــي ده په دې خاوره

    چې هــر وخت په د ګولــــو باران وريږي
    د بمـــونو کاشت کاري ده په دې خـاوره


    کوم افت دے چې په دې نه دے راغلے
    د الله مهـرابانــــــي ده په دې خـــــاوره

    نابغـــــــــــه پکښې پيدا نه شو فيروزه
    چې دا څه رنګ بيماري ده په دې خاوره

    _________________

  • #2
    څلور شعرونه

    ثواب نشته
    غزل


    دلته چې څه کوې ګناه نيشته ثواب نيشته
    څومره سرونه چې وهلې شې حساب نشته

    خلک رڼا خوښوي مونږه د تيارو ملګري
    زمونږ د برخې په آسمان باندې افتاب نيشته

    خلک خلا ته والوتل ، ياران غارونو کښې پټ
    پښتونه! ځار دې ستا د دې کمال ځـــواب نيشته

    نه د جزا نه څوک خبر ،نه د حساب او کتاب
    د خلکو زړونو کښې څه خوف د احتساب نيشته

    Comment


    • #3
      نوے شاعري فيروز افريدي
      په 13 اګست ليلکلي شوي څو شعرونه


      ډيره موده پس يو وړوکې نظم مې وليکلو ستاسو نذر دے

      د وطـــــن د ګلــــدرو سندرې وائيم
      زه د خاورې د سپرلو سندرې وائيم

      نور د ښکلو ښاپيرو سندرې وائي
      زه د پيغـــــــلو پښتنو سندرې وائيم

      د وطن سيندونه دشتې ځنګلونه
      زه د لوړو لوړو غرو سندرے وائيم

      چې د تورې غږ ئې خور په ټول عالم دے
      زه د هغه شاه ځلمو سندرې وائيم

      نغمه ګر د پښتونخوا د هرې سيمے
      د خيبر د تاترو سنـــــدرې وائيم

      زه د خپلې پښتنې خاورې شاعر يم
      ځکه هر وخت په پښتو سندرې وائيم

      زه فيروز په خپل وطن باندې مئين ئيم
      ځکه تــــــل د پښتنو سندرې وائيم

      Comment


      • #4
        manana kandahri wrora

        Khushal aussey

        Comment


        • #5

          zinda baad samima .
          Tol khushala aussai

          Comment

          Working...
          X