Announcement

Collapse
No announcement yet.

Gajrey....يوه زړۀ پورې افسانه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Gajrey....يوه زړۀ پورې افسانه

    ګجرې



    شېردل چې دَ خان دَ ډنډې له پټو نه راواوړېدۀ او ټاپو ته رانزدې کېدۀ نو دَ شيرينۍ ژړا يې تر غوږو شوه. خداے خبر چې هغې ولې ژړل خو شېردل داسې محسوسه کړه لکه چې هغه لا تر اوسه په هغه زړه خبره ژاړي او هغۀ تلو تلو کښې مخ په وروستو کلي ته وکتل. لاندې کلي کښې يو نيم کور کښې ډيوه بلېده. هغۀ دَ ژړا اواز پسې سترګې وزغلولې او چې په دليل يې خپل کور سهي کړۀ نو شيرينۍ يې په سترګو کښې نېغه ودرېده.

    بابا! ماله ګجرې.

    بچے! کۀ زۀ ښار ته لاړم نو ګجرې څۀ چې چوړي خو به درله راوړم.

    نا! ما له ګجرې. دَ شيرينۍ اواز کښې دَ مودو ځېل راغونډ وۀ او هغې رونګه رونګه شروع کړۀ.

    بچے! چپ شه کنه، را به وړم درله کنه، دَ شېردل له اوازه صفا ښکارېده چې هغه ترې په څۀ چل ځان خلاصول غواړي.

    نو کله؟

    چې کله ښار ته لاړ شم.

    نا، تۀ دروغ وايې، تۀ ماله ګجرې نۀ راوړې.

    او هغې بيا په ژړا لاس پورې کړۀ.

    شېردل څۀ وخت خو چپ وۀ خو بيا شيرينۍ ته نزدې شۀ، هغه يې له کټه راوچته کړه او په زمکه يې راوويشته او بيا لکه چې کرکژن شۀ، په منډه له کوره راووتۀ او دَ جنګۍ لار يې ونيوله او چې هغه دَ کلي نه راووتلو نو سوچ يې کولو چې اخر دې کښې دَ شيرينۍ څۀ قصور دے؟ ما هغه ولې وهله؟ خداے خبر چې ما ولې وهله او دَ هغۀ سوچ ګروم ونيولو. سر يې ناڅاپه دروند شۀ او لږ لږ دړد يې شروع کړۀ. ولې دَ هغۀ سوچ لا ختم شوے نۀ وۀ.

    خداے خبر چې دَ ښځو دا ګجرې ولې دومره خوښې وي؟ دَ هغۀ سوچ دَ تحت الشعور کتاب پرانستۀ او هغه تصوير يې پکښې راوکښۀ چې له نن نه اووۀ کاله مخکښې هم دغسې يو نماښامي کښې چې هغۀ قلبه راوستله نو دَ شيرينۍ مور چې لا هغه وخت دَ شيرينۍ مور نۀ وه، ترې هم په دغسې ځېل دَ ګجرو غوښتنه کړې وه. خو هغه وخت نۀ خو هغۀ رېښمينې ته غصه کړې وه او نۀ يې پرې لاس پورته کړے وۀ، نو دا نن څۀ چل وۀ؟ هغۀ له ځانه پوښتنه وکړه او چې څۀ ځواب ترې جوړ نۀ شۀ نو مُسکے غوندې شۀ خو له لاندې کلي نه دَ شيرينۍ دَ ژړا اواز دا مُسکا تالا ترغه کړه او دَ هغۀ ذهن بيا ګروم ونيولو.

    شېردل چې پټي کښې لو کولو نو هغه وخت يې هم داسې محسوسه کړه لکه چې شيرينۍ ورته دَ پولې په غاړه ولاړه وي.

    بابا! ماله ګجرې. او هغۀ ترې مخ واړولو. مخامخ دَ بېرې دَ پاڼو له مينځ نه دَ سپوږمۍ خوږه خوږه رڼا دَ هغۀ په مخ پرېوته.

    يره چې نن به دَ مياشتې څوېمه وي؟ هغۀ له ځان نه پوښتنه وکړه او چې دَ خپل سوال دَ ځواب جوړولو په غرض يې سپوږمۍ ته وکتل نو دَ شيرينۍ په معصوم مخ ورته دَ اوښکو قطرې ور په ياد شوې او سپوږمۍ ورته عن داسې ښکاره شوه لکه ماته ګجره. هغۀ توکاڼې تېرې کړې او شايد چې اوښکې هم او هغۀ زر زر لو کول شروع کړو.

    هغۀ لو کولو خو ساعت ساعت پس به هغۀ ته شيرينۍ رايادېده او دې يادداشت سره سم به هغۀ ځان کچه کچه محسوس کړو.

    ګجرې څۀ دومره بابت خو نۀ دي چې زۀ يې شيرينۍ له نۀ شم راوړې. هغۀ سوچ کولو خو زۀ يې څنګه راوړم. ښار ته زۀ نۀ شم تلے او ښار ته دَ نۀ تلو دَ خيال سره سم دَ هغۀ رګونه راکښې شول، هغۀ لو بس کړو او چارچاپېره يې وکتل.

    چپه چپيا وه، دکرړو دَ اواز نه بغېر هېڅ اواز نۀ شۀ اورېدے، کله کله به دَ کلي له خوا نه دَ ساز او دَ سندرې نيمه ټوکړه دَ هوا چپې سره راغله او شېردل به پوه شۀ چې دا يا خو دَ خان په حجره کښې تماشه ده او يا رېډيو غږېږي او خداے خبر چې هغۀ له به ولې غصه ورغله او چې يو ځل هوا دَ ساز او سندرې سره سمه يوه ماته ګُډه خندا هم راوړه نو شېردل له خُلې نه يو غټ کنځل راتُو کړو او له ځان نه ګېر چاپېر دَ غنمو رېبلو شوو بوټو ته يې وکاتۀ.

    مونږ بې دخله کوي ستا...... او هغۀ يو بل کنځل وکړو او دَ غنمو ډکي يې راغونډول شروع کړل. هغۀ چې دَ غنمو دَ قودو دَ تړلو دپاره دَ غنمو دَ ډکو وندنے جوړ کړۀ نو ناڅاپه ورته بيا دَ شيرينۍ ګجرې رايادې شوې خو داسې ورته رايادې شوې چې هغۀ دَ غنمو ګېډۍ هم په پټي کښې پرېښودې او کلي ته راروان شۀ.

    کلے بالکل دم وۀ. شېردل چې کور ته ورسېدۀ نو دَ کور ټول بنديان اودۀ وو. دَ رېښمينې خوا کښې شيرينۍ هم اوده وه او دے چې شيرينۍ ته دَ ښکلولو دپاره ورنزدې شۀ نو هغې خوب کښې يوه سلګۍ ووهله او دَ شېردل زړۀ يې کړي مړي کړو.

    شېردل چې خپل کټ له راغے نو سوچ يې کولو چې دَ شيرينۍ دَ ګجرو دپاره څۀ بندوبست وکړي؟ دَ هغۀ ذهن به په هره خبره نښتۀ او دوه دوه کېدۀ به. کۀ شيرينۍ له ګجرې نۀ راوړم نو دا نُول خو زۀ نۀ شم زغملے او کۀ ښار ته ځم نو هغه هم نۀ کېږي. دَ هغۀ ذهن به بيا ونښتۀ. يره يو خو بس خداے ښۀ دے. کۀ يووزرے نۀ وے نو دا ويره خو به مې نۀ وه کنه چې کۀ زۀ نۀ يم نو خان به مې بال بچ له کوټو نه وباسي. او په دې سوچ سوچ کښې هغه اودۀ شۀ.

    او چې ملا بانګ وئيلو نو هغه بيا ويښ وۀ. هغۀ څادر په اوږه کړو، دَ دونکاچې نه يې لور راواخستۀ او بهر ته راووتۀ، اصل کښې هغۀ شيرينۍ سره سترګې نۀ شوې برابرولې او چې دَ نمر خاتۀ نه لږ وروستو دَ هغۀ دَ ګاونډي زوي دَ هغۀ دپاره چائ راوړې او دَ هغۀ خوا کښې شيرينۍ ډوډۍ په سر نيولې په ستړو ستړو قدمونو راروانه له ورايه راښکاره شوه نو دَ شېردل په ټول بدن کښې لکه چې ګرمه سيکه وچورلېده او چې هغۀ په بيړه ځان تر شيرينۍ ورسوۀ نو دا ګرمه سيکه سترګو ته رارسېدلې وه، هغۀ شيرينۍ نه ډوډۍ واخسته او هغه يې ځان ته رانزدې کړه. زما بچے! دَ هغۀ له خُلې نه صرف دومره اواز وختو او ګرمه ويلې سيکه دَ هغۀ له سترګو نه راوڅڅېده.

    او چې هغۀ چائ څښلې نو شيرينۍ دَ دُروزې نه بنګړي جوړول او چې شېردل ورته وکتل نو هغه بيا بې واکه شۀ، دَ هغۀ ټول بدن په رپېدو شۀ او په سر يې دړد راغے.

    بچے دا لوښي يوسه. هغۀ برېت او وروځې په يو لاس وچې کړې او چې شيرينۍ لوښو ته رانزدې شوه نو شېردل ناڅاپه فېصله وکړه.

    بچے سبا له جمعه ده، سبا به ښار ته ځم، درله به ګجرې راوړم ښه، ځه کور ته بچے مې، هغۀ په شونډو شونډو کښې له ورايه ښکل کړه.

    او چې سبا شيرينۍ پاڅېده نو په کلي کښې الغاو تلغاو وۀ، دَ خواوشا کورونو کښې ژړاګانې وې. شيرينۍ چې مور ته وکتل نو دَ هغې سترګې هم سرې وې.

    مورې! بابا مې څۀ شۀ؟ هغې په حېرانتيا پوښتنه وکړه. بهر دے، رېښمينې په غريوژن اواز کښې ووئيل او چې شيرينۍ ته يې مخ را اړولو نو بيا هغه لۀ کوڅې نه بهر وه او چې شيرينۍ حجرې ته مخامخ شوه نو لۀ ورايه يې خپل پلار وليدۀ، هغې ورمنډه کړه او چې دَ چا ورته خيال کېدۀ نو هغه بيا دَ پلار غېږ کښې وه.

    بابا! ما له دې ګجرې را نۀ وړې.

    بچے! دا دے روان يم. هغۀ لۀ څادر نه لاسونه بهر راوکښل چې دَ شيرينۍ په سر يې راکاږي خو زر يې بيا پټ کړۀ.

    ځان له دې څنګه ښې ګجرې راوړې دي، شيرينۍ ترې څادر راکښلو، ماله هم داسې راوړه ښه بابا خو چې دا زنځير ورسره نۀ وي.

    او خداے خبر چې شېردل ولې مُسکے شۀ.
    (د قلندر مومند د کتاب ګجرې څخه)
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    د ويرژن ژوند عکاسي ده پکښې او ډيره ښکلې افسانه ده.
    د قلندر مومند د افسانو کتاب "ګجرې "هم د دغه افسانې په سوب
    نومولې شوې دے.

    يقينا چې د پښتو نثري ادب يوه بې مثاله ادبي شه پاره ده.

    د قلندر مومند ترقي پسندانه سوچ په هره ليکنه کښې جوت بريخښې
    په غربت او جهالت مونږ په بشپړ توګه ادبي بيلګې لرو خو د دې غربت او جهالت سوب د خان خانزم او جاګيردارانه ماحول دے.
    قلندر مومند د ترقي پسند ادب يوه بې مثله تخليق کار دے.

    ارواه ئې ښاده او.
    په قبر ئې نور خور شه

    Comment


    • #3
      What does Gajrey mean?

      Comment


      • #4
        ګجرې بنګړو ته وائي.
        په اردو کښې د رامبيل چمپيبيل ګلونو نه جوړو د مړوند کړويا بنګړو ته هم ګجرې وائې

        Comment


        • #5
          او چې سبا شيرينۍ پاڅېده نو په کلي کښې الغاو تلغاو وۀ، دَ خواوشا کورونو کښې ژړاګانې وې. شيرينۍ چې مور ته وکتل نو دَ هغې سترګې هم سرې وې.

          مورې! بابا مې څۀ شۀ؟ هغې په حېرانتيا پوښتنه وکړه. بهر دے، رېښمينې په غريوژن اواز کښې ووئيل او چې شيرينۍ ته يې مخ را اړولو نو بيا هغه لۀ کوڅې نه بهر وه او چې شيرينۍ حجرې ته مخامخ شوه نو لۀ ورايه يې خپل پلار وليدۀ، هغې ورمنډه کړه او چې دَ چا ورته خيال کېدۀ نو هغه بيا دَ پلار غېږ کښې وه.


          بابا! ما له دې ګجرې را نۀ وړې
          .................................................
          د قلندر مومند غوندې ادبي جينټ باندې تنقيد کول راته کفر ښکاري ،خو د خپلې ناپوهې اعتراف مې مقصود دې.
          دغۀ پاس اقتباس کې لږ غوندې يوه جمله وضاحت د يو عام قاري د پاره پکار وه
          لکه
          """
          خان د کلي دهقانان د زمکي نه د بدخلئ د پاره د حکومتي چارواکو په زور په ثابت کلي قيامت راوستلې وو
          """""""


          خو دا هم کيدې شي چې هغه وخت افسانه به هم دغه شان تشنه ګويا ليکلې کيدله چې قاري يوه تنده محسو سه کړي او پخپله په سوچ فکر وکړي.چې بيا به څه کيږي او يا د چا سره چا څه وکړل؟؟؟

          که څنګه اعجاز لالا؟؟؟

          Comment


          • #6
            Ufffffff B.lala rasha kna .........haha

            dar kha YP mannnnnnnna
            .....


            Comment


            • #7
              Originally posted by feroz afridi View Post
              او چې سبا شيرينۍ پاڅېده نو په کلي کښې الغاو تلغاو وۀ، دَ خواوشا کورونو کښې ژړاګانې وې. شيرينۍ چې مور ته وکتل نو دَ هغې سترګې هم سرې وې.

              مورې! بابا مې څۀ شۀ؟ هغې په حېرانتيا پوښتنه وکړه. بهر دے، رېښمينې په غريوژن اواز کښې ووئيل او چې شيرينۍ ته يې مخ را اړولو نو بيا هغه لۀ کوڅې نه بهر وه او چې شيرينۍ حجرې ته مخامخ شوه نو لۀ ورايه يې خپل پلار وليدۀ، هغې ورمنډه کړه او چې دَ چا ورته خيال کېدۀ نو هغه بيا دَ پلار غېږ کښې وه.


              بابا! ما له دې ګجرې را نۀ وړې
              .................................................
              د قلندر مومند غوندې ادبي جينټ باندې تنقيد کول راته کفر ښکاري ،خو د خپلې ناپوهې اعتراف مې مقصود دې.
              دغۀ پاس اقتباس کې لږ غوندې يوه جمله وضاحت د يو عام قاري د پاره پکار وه
              لکه
              """
              خان د کلي دهقانان د زمکي نه د بدخلئ د پاره د حکومتي چارواکو په زور په ثابت کلي قيامت راوستلې وو
              """""""


              خو دا هم کيدې شي چې هغه وخت افسانه به هم دغه شان تشنه ګويا ليکلې کيدله چې قاري يوه تنده محسو سه کړي او پخپله په سوچ فکر وکړي.چې بيا به څه کيږي او يا د چا سره چا څه وکړل؟؟؟

              که څنګه اعجاز لالا؟؟؟

              فېروز صېب زما په خيال د افسانې خوند هم دغه دے چې قاري پخپله سوچ وکړي او په څۀ نتيجه ورسي......په برنۍ افسانه کښې شېردل څوک چې د افسانې مرکزي کردار دے يو ځائې کښې د ځان سره خان پسې کنځل کوي او دا وائي چې خان مونږ د زمکو نه بې دخله کوي، نو قاري په دې خبره ډېر په اسانه رسي چې د خان په وجه شېردل جېل ته ځي او لاسو کښې ئې هتکړۍ دي....ځکه چې د افسانې اصلي ويلن د کلي خان دے کۀ څنګه نوکيه؟.....
              Last edited by Yousafzai Pakhtun; 09-27-2010, 04:30 AM.
              Na soz sho na saaz sho,
              Bas hasy jwand tamam sho

              Comment

              Working...
              X