ادم خان او درخانۍ
درخانۍ په سوات کښې دَ برې بازدرې دَ طاؤس خان نومې يو پښتون لُور وه چې خداے ډېر لوے ښائست ورله ورکړے وۀ او دَ پاياؤ خان نومې يو پښتون هلک چنغله وه. دَ درخانۍ دَ ترور دَ لُور وادۀ وۀ، په هغې کښې دَ کوزې بازدرې ادم خان نومې يو خانزاده باندې يې سترګې خوږې شوې. ټپ دَ دواړه لاسه خېژي، هغۀ هم پرې زړۀ بائلو.
دې اور داسې لمبه وکړه چې دَ وادۀ خلاصېدو او دَ مېلمنو دَ رخصتېدو نه پس دواړو په لاره کښې هرو مرو يو بل ته په غلا غلا وکتل.
ماسخوتن په حجره کښې چې ادم خان يوه ګُته رباب ووهلو نو يو سوړ اسوېلے يې وکړو او ميرو او بلو خوږو يارانو ته يې دَ زړۀ حال ووې. مراد يې دا وۀ چې په دې شپه دَ اشنا ديدن ته لاړے.
ميرو او بلو دواړه ورته حلال کړي چرګان وو. سمدستي يې ملا وتړله او شپه په شپه برې بازدرې ته لاړل.
بلو يې چرته دَ څوکۍ دپاره ودرولو او دوي دواړه دَ درخانۍ کور ته ورغلل. ميرو ورته وړومبے رو ګودر سهي کړے وۀ. چې درخو سترګې وغړولې نو هغه بشره ورته ولاړه وه چې دَ چا په خيال کښې دا اودۀ شوې وه. حېرانه شوه چې دا خوب دے کۀ ويښه، چې ښۀ يقين يې راغلو نو ورپاڅېده.
په خلقو لويه شپه تېره شوه او په دوي دَ سترګو رپ وۀ. ميرو شپېلۍ ووهله، مطلب يې دا وۀ چې چرګانو بانګونه ووې هسې نه چې شرمندګي جوړه شي. ادم خان او درخانۍ دَ اوښکو ډکې سترګې يو بل نه جدا شول.
دې نه پس دَ ادم خان دَ عمر مزه ورکه شوه او ورو ورو داسې له برمه پرېوتو چې کټ يې ونيولو. په درخانۍ هم خپلې مينې زور وکړو چې صبر يې خلاص شو نو يو ځل يې دَ استاذ په خُلۀ او يو ځل يې دَ دائي په خُلۀ څۀ نخښې نښانې او سوال جواب ولېږل راولېږل.
پس له دې پاياؤ هم زر تر زره وادۀ جوړ کړو او دَ درخانۍ ډولۍ يې کور ته راوړه. ادم خان ډېرې ايرې په سر واچولې او ډېرې خاورې يې ونُوستې اخر يې ځان بې شرم کړو او خپل پلار حسن خان ته يې غوټ پرېکړي ووې چې کۀ زما ژوند دې پکار وي نو دا بې له درخو نه ګران دے.
حسن خان ته دا خبره دَ پښتو په مذهب کښې ناروا ښکاره شوه خو دَ زوي مينې هر څۀ ته تيار کړو. ((هندو دَ يار دپاره دَ غوا غوښې خوړلي دي)). په خپلو عزيزانو کښې يې يو ميرمائي نومې پښتون وۀ چې په پېسو او مټو کښې ډېر تکړه وۀ. هغۀ ته يې خپل پټکے په پښو کښې وغورځوو. وې وئيل چې ((په خداے به شي په تا به شي، دَ درخانۍ دَ راوستلو څۀ بند راته وتړه)).
هغۀ ورسره په بره بازدره لښکر وکړو او مراد ته ورسېدو يعني درخانۍ يې په زور راوستله. ادم خان، درخانۍ دَ ميرمائي کره کښېنوله، دَ زړۀ غونډے يې په ځائے کړو.
ولې پاياؤ خان هم اخر پښتون وۀ. قوم ورپسې وۀ، خو وايي چې ((په ګوړه مري نو په زهرو يې څۀ له وژنې)). ميرمائي ته يې ډېرې روپۍ ومنلې او هغۀ دا بې ننګي وکړه چې درخو يې پاياؤ خان ته لاس نيولې ورکړه.
يوه ورځ ادم خان دَ ميرمائي زوي ګوجر خان ته ګيله وکړه. هغۀ داسې څۀ چل وکړو چې خپل ټول قوم يې په دې بې غېرتۍ خپل پلار نه واړولو او بيا يې دَ ادم خان دپاره په بره بازدره لښکر وکړو خو پاياؤ خان هم څۀ دَ هاتي په غوږ کښې اودۀ نۀ وۀ، ورته رامخکښې شو او دَ دواړو قومونو يوه ټوټه ښۀ جنګ وشو خو ګوجر خان ماتے وخوړه. څلوېښت کسه سړي يې مړۀ شول، بلو هم پکښې سر ورکړو. په ادم خان باندې يو غم نه بلکې دوه شول.
څو ورځې پس دَ هندوستان پاړوګان چرته دَ ادم خان په حجره ورپېښ شول چې دَ ادم خان داسې بدحال يې وليدو نو تپوس يې وکړو.
ميرو ټوله قيصه ورته تېره کړه هغوي دَ ديدن ذمه ووهله ((ړوند دَ خداے نه څۀ غواړي؟ دوه سترګې))
ادم خان او ميرو دَ جوګيانو جامې واغوستې، سرونه يې ببر کړل او کڼاوې يې په پښو کړې، دَ پاړوګانو بالکيان شول. تلل تلل په بره بازدره ورغلل. دَ پاياؤ خان په ډېوډۍ کښې يې خپل پېټارونه کوز کړل، دَ مارانو تماشه يې جوړه کړه.
دَ بين په اواز ډېر هلکان جينکۍ او نر ښځې پرې راغونډ شول. پاياؤ خان هم ورله راووت. درخانۍ هم تمبې نيم کښو کړې او اشنا سره يې دَ سترګو هرکلے وکړو. ((چا ماران کتل او چا ياران)).
پاړوګانو پاياؤ خان نه پنډاره واخسته او کور سره يو باغ کښې يې دېره ونيوله. هر چرته به چې ګرځېدل خو دلته به راتلل. درخو به هم وخت بې وخته باغ پلو مخ ښکاره کولو.
څو ورځې پس پاياؤ خان بدګمانه شو او دوي يې له باغه وشړل او دا اسره يې هم خوره شوه.
لږې ورځې پس ادم خان يخنۍ ووهلو او تبه، برېښ يې ملګري شول. په دارو دُرملو يې څۀ ښېګړه ونۀ شوه او اخر يې دَ دنيا نه سفر وکړو.
چې دَ ادم دَ مرګ خبر وګرځېدو او درخانۍ پرې خبر شوه نو سمدستي په زمکه راپرېوته سترګې يې حق ته ونيولې. خپل پردي پرې راټول شول، لاس پښې يې ورته مښل ، سپېلني يې ورته لوګے کړل، نظرونه مات شول خو درخانۍ وه چې ساه پکښې ونۀ غړېده تخته شوه او تخته پاتې شوه.
چا هوښيار بنده چې وکتله نو روح يې پخوا الوتلے وۀ. دا خبره هم مشهوره ده چې دوي دواړه په مړوني قبر کښې يو ځائے شوي دي خو دا راته هسې دَ يارانو ګپ ښکاري چې خلق يې دَ خپل زړۀ خوشحالولو دپاره وايي.
دا هم خلق وايي چې دَ ادم خان دَ قبر ډکي نه چې څوک شهباز جوړ کړي نو رباب يې زر زده کېږي.

(ماخوذ لۀ قيصه خانۍ ګپ دَ منشي احمد جان)

....haha
Comment