Announcement

Collapse
No announcement yet.

Pashto haiku

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Pashto haiku

    oops sorry i missed the thread...
    Just Beautiful........sir, share some more am really enjoying this.....
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

  • #2
    نجلۍ په وره کې اشاره وکړله
    زۀ ورنږدې شوم ما ويل څۀ دی قربان
    وېل دا ټوکرۍ لږه ډېران ته وېسه


    *******

    خلک مې ټول پرېښودل ياره دا ستا لور ته راغلم
    زه څه خبر ، ومه چې بيا هم دې سور اور ته راغلم
    درته ولاړ، ولاړ، ولاړ وم مازديګر شو اخر
    چې کار ، ونشو مړه ايسته درنه کور ته راغلم


    *******

    د ديدن لږې بهانې خو نه دي
    زه به په ځان باندې پيريان راولم
    بيا به د پير بابا زيارت ته لاړ شو.


    ******

    په انټرنېټ يې ويل د شپاړسو يم
    جينۍ چې راغله د اتيا کالو وه
    بيا مې د ځان په ځاى نيکۀ له وکړه


    ******

    اوف څه په ناز يې اشاره وکړله
    ژبه يې تېره کړه دشونډو په سر
    په بيګاني فلم کې ښکلې نجلۍ


    That's all i could remember
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

    Comment


    • #3
      Originally posted by Kandahary
      دفتر ته ځي جومات ته نه ځي جينۍ

      ځکه دفتر کې بزرګان اوسيږي

      اصلي کوني ورته ملاصيب ښکاري



      جينۍ جامې چې د ململ وکړلې

      شوه د باران په اوبو ټوله لمده

      زما بدن ورته ميږي، ميږي شو



      اوس غټه شوې غېږ ترې نه تاويږي

      اوس ورنه غېږه تاوولى نه شم

      زمونږ حجره کې د شنډي توت ونه



      جينۍ راوکتل مُسکۍ غوندې شوه

      ما ويل ځه که خير وي کار مې جوړ شو

      په اشاره يې وېل ګړنګ دې پاک که



      ما وې چې اوس مې د سرو باز ومونده

      جينۍ دزګاه کې د روشن کار کوي

      خو اونۍ پس يې کريډټ کارت غوښتلو

      LOL!!! Very enjoyable! Please, do share more!

      Comment


      • #4
        Originally posted by يوسفزے پښتون View Post
        نجلۍ په وره کې اشاره وکړله
        زۀ ورنږدې شوم ما ويل څۀ دی قربان
        وېل دا ټوکرۍ لږه ډېران ته وېسه



        ROFLMAO!

        Originally posted by يوسفزے پښتون View Post

        د ديدن لږې بهانې خو نه دي
        زه به په ځان باندې پيريان راولم
        بيا به د پير بابا زيارت ته لاړ شو.

        lol! Cute!

        Originally posted by يوسفزے پښتون View Post
        Originally posted by يوسفزے پښتون View Post
        په انټرنېټ يې ويل د شپاړسو يم
        جينۍ چې راغله د اتيا کالو وه
        بيا مې د ځان په ځاى نيکۀ له وکړه

        ohhhh my God! This is hilarious!

        Originally posted by يوسفزے پښتون View Post
        Originally posted by يوسفزے پښتون View Post

        اوف څه په ناز يې اشاره وکړله
        ژبه يې تېره کړه دشونډو په سر
        په بيګاني فلم کې ښکلې نجلۍ


        That's all i could remember

        hahah! Poor guy!

        I'm rrreally enjoying these! Please, folks, share more! The laughter is great!

        Comment


        • #5
          د مېک اپونو دې خدائے بېخ وباسي
          چې بارانۀ رانه لونده خوشته کړه
          نو بيا مې خپله ښځه نۀ پېژنده
          ********

          چې ور مې وټکوو راووتله
          ما وئيل تاسو کره بال راغلے
          هغې وې راشه مورې دۀ وويشتے
          *******

          چې لاندې باندې جينۍ ما ته کتل
          ما وې کۀ خېر وي جوړې خوښ ئې شومه
          هغې وې وروره پرتوغاښ دې ځانګي
          ********

          هغه چې همېش به ئې لوپټه په سر وه
          ما وېلې ډېره حياناکه ده جوړ
          هغه په سر باندې ګنجۍ وخته
          ********
          چا په اجلاس کښې ورله داد ورنۀ کړو
          د هغه شاعر په شاعرۍ کښې دومره زور وۀ
          چې د بهر نه ورته سپو وغپل
          ********

          شاعر چۍ کله په جذبه کښې راشي
          نو خپل اشنا ته ټول جهان لوګے کړي
          تۀ به وائے دا جوړ د دۀ د پلار دے
          *****

          چا واپس مېخه سوداګر له بوتله
          وئي دا خو تا ماله ړنده راکړې
          هغۀ وې تۀ پرې کوم اخبار پړاوئ
          *****

          نن يو انګرېز د ملاوټ د ويرې
          په پاکستان کښې تشې ها خوړلې
          نو هغه هم د شمشتو وختې
          *****

          Last edited by Yousafzai Pakhtun; 05-17-2010, 04:48 AM.
          Na soz sho na saaz sho,
          Bas hasy jwand tamam sho

          Comment


          • #6
            Originally posted by sarbaz khan
            ahahhhaha yousufzaijana da khandaa na di shien karam.
            Da taso da kam zi na raakhleii?

            نن يو انګرېز د ملاوټ د ويرې
            په پاکستان کښې تشې ها خوړلې
            نو هغه هم د شمشتو وختې
            تشې ها da satha waii?
            bakhana ghoram kho da takey mi pa awal zal da nazara shoo

            سرباز خانه د تشې ها خوړل مطلب دے صرف د چرګو اګۍ خوړل........د چرګو اګو ته ها هم وئيلې شي هغه د پښتومتل دې نۀ دے اورېدلے: چې يوه ها وه هغه هم سخا وه
            Na soz sho na saaz sho,
            Bas hasy jwand tamam sho

            Comment


            • #7
              Here are some more by Zafar Khan Zafar:

              د لېلا پلار نه په فريزر کښې پټ شوم
              ښه ده چې هغه وخت بجلي لاړله
              ګني نو اوس به آئس کريم ومه زۀ

              *********

              په بلۍ بره راښکاره شوه جينۍ
              ما وئيلې ما ته اشارې کوي جوړ
              هغې سپياکې په کوټه تپلې

              *********

              هغه زما چې ورته بل څۀ خيال وۀ
              چې نن په لاره کښې په مخه راغله
              راته ئې وئيلې ستړے مشے لالا

              ******

              هغې وې بيګاه ئې زۀ په لتو مړه کړم
              ما وې خاوند دې جوړې ډېر ظالم دے
              هغې وې مړه زۀ خو درته خره يادوم

              *****

              جينۍ ئې وتښتوله کورټ بري کړو
              ما وئيل دا څۀ يورپ خو نۀ دے
              د جينۍ پلار به دې بهر شکرۍ کړي

              ******

              د يو سړي نه چا څپلۍ پټې کړې
              چې کور ته راغلو ورته ښځې وئيل
              ما درته نۀ وې چې خپې ابله ګرځه

              *********

              جينۍ وادۀ شوه هلک ډېر خفه وۀ
              خور ئې رادؤ کړو وئيل ئې خېر دے لالا
              تۀ هغې بلې پسې هم ډېر دغه وې

              *******

              شکر وباسمه په دا ساعت زۀ
              زمونږ په کلي کۀ سړک نۀ وې تېر
              بيا به مو پردو ښځو ته څنګه کتل

              ********
              Na soz sho na saaz sho,
              Bas hasy jwand tamam sho

              Comment


              • #8
                sta kho da khpo landi janat de mori
                da de ghareebi khpo da landi sa de
                zaka me khazi la sandal rawarri
                .....


                Comment


                • #9
                  That was nice.

                  Comment


                  • #10
                    ناوې ته چا د جنج په وخت کښې ووې
                    د مور او پلار کور پسې دومره ژاړې
                    هغې وېل نه وايم چې زر مې يوسي

                    *******


                    بيمارې ښځې خپل خاوند ته وئيل
                    زما نه پس به بله ښځه کوې؟
                    هغۀ وې څۀ کړې ولې کونډ به ګرځم

                    *****

                    هغې وېل څومره دې زۀ خوښه يمه
                    ما وېلې دومره زۀ په تا مئين يم
                    وېم چې يو ستا په شانې بله وکړم

                    ****

                    وېل مورې ما داسې هلک له ورکړه
                    چې حسن داره وي مالداره هم وي
                    مور ئې وې ستا جوړې دوه درېو ته نيت دے


                    ******

                    ما وېلې ستا له غمه خوب نۀ راځي
                    هغې وېل خوب به درله څنګه درشي
                    له خېره تاسو کره لږ کټمل دي
                    Last edited by Yousafzai Pakhtun; 06-09-2010, 04:15 AM.
                    Na soz sho na saaz sho,
                    Bas hasy jwand tamam sho

                    Comment


                    • #11

                      خدائے شته چې زړۀ مې ترې نه ډېر دغه وۀ
                      هغې چې ما ته نن دغه ووې نو
                      دا زړۀ مې بيا داسې دغه دغه شۀ


                      *******
                      د جينۍ زړۀ وۀ خو مور پلار ورنۀ کړه
                      ښۀ وس ئې وکړو خو چې هيڅ ونۀ شول
                      هغې په ځان باندې پېريان راوستل


                      *****

                      وېل ستا په قول و فعل کښې ډېر تضاد دے
                      ښه ده چې تا باندې لنډو کښې پوئ شوم
                      تا ګنې توت ته خېژولې ومه


                      *******

                      يو سړي ښځې له چپل اخستل
                      نو دوکاندار ورته وېل ناپ وښايه
                      هغۀ وېل هن په ملا مې چاپ وګوره


                      ******

                      وېل ئې تاسره زۀ مينه کوم
                      ما وېل زما هم درته چرت خراب دے
                      مولا دې خېر کړي چې څۀ چل ونۀ شي


                      *******

                      په مخه راشي ورته نۀ ګورمه
                      دا سټ مې بيا ورپسې کوږ غوندې شي
                      دې جينکو کښې مقناطيس خو نۀ دے


                      ********

                      داسې اتبار اتبار کښې ډېر څۀ شول
                      ما وېل رقيب سره خو ګرځې ډېره
                      خو پام کوه چرته باجه دې نۀ کړي

                      *******

                      Na soz sho na saaz sho,
                      Bas hasy jwand tamam sho

                      Comment


                      • #12
                        LOOOOOOL
                        yousufzy sahiba seems u r very interested in funny poetry.. I love it too..
                        i love this dude


                        makes me crack up

                        Comment

                        Working...
                        X