Announcement

Collapse
No announcement yet.

Poetry of Ijaz Yousafzai

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • #16
    Originally posted by Feroz Afridi View Post
    لــــــــــپـــــــــــــــــــــه او سمنــــــــــــــــــــــــدر



    د کتاب او د مکتب نه چې محرومه په ازل دى
    چې د رزق په تکل کې ابله پښې ګرځي په زغل دی
    لقمان په لاس کې لور دی افلاطون په سنډه سور دی
    د غربت منګول کې انښتی څه مجبوره مستقبل دی
    .................................................. ..................................................



    په يوه لپه کښې ځائي شوې د فکرونو سمندر دے
    دا اعجاز د تخيل دے دا د شعر فن و هنر دے

    دا د مينې ترانې دي د وطن خوږمې نغمې دي
    دا د ژبې سنديسې دي د خپل دود دستور دفتر دے


    يو اوږد ليک مې ليکٰي وو خو پوسټ نه شو
    ستاسو ټول مينه والو مننه

    د ګران اعجاز لالا د کتاب لپه او سمندر په مينه او درناوي کښې دا دوه شعرونه د خراج تحسين په توګه
    Da kitab ao da maktab na che mahrooma pa azal de
    Che da rizaq pa takal ke pa khpe abla khpo pa zghal de
    Da Luqman pa laas ke lor de, Aflatoon pa sanda sor de
    Da ghurbat mangol ke nkhate sa majboora mostaqbal de
    Feroz khana! Beekhee minatbar yam, che zama nazam de sam kro. Staa da manzomo perzyono dera manana.Allah de da Pashto da khidmat lapaara zwanday lara!

    Comment


    • #17
      Originally posted by shehram
      د خاورو کلے


      اعجاز يوسفزئ
      .د انسان ژوند لوغړن دے ددے خټو په کوټو کښ

      تلوسې ستړی ستومانه ، د ليمو په مقبرو کښ
      د سړو اسويلو ژالې د چټونو په وښکو کښ
      حسرتونه په سينو کښ مات خوبونه په ککو کښ

      دا چې لوږه په کښ پايي ، دے ځما د خاورو کلے
      دغه زوړند کور چې وينې ، دے ځما د ژوندون څلے

      دا نهر ماشوم دی اوليد ، په سلګو سلګو اودۀ شو
      په جولئ د بې وسۍ کښ په زبيرګو زبيرګو اودۀ شو
      غټه اوښکه يی په سور مخ ننکئ د مفلسئ ده
      د غريبې مور په چل ول ، په دهوکو دهوکو اودۀ شو

      دا چې لوږه په کښ پايي ، دے ځما د خاورو کلے
      دغه زوړند کور چې وينې ، دے ځما د ژوندون څلے


      دډيوې تته رڼا کښ ، وخشتونه رارويږي
      د مجبورې کونډې اوښکی په خيرن بالښت څڅيږي
      د ژوندون په پانسي ګاټ کښ چې د مرګ لاری ته ګوري
      په صليب د غريبۍ چې هره ورځ مري بيا رغيږي


      دا چې لوږه په کښ پايي ، دے ځما د خاورو کلے
      دغه زوړند کور چې وينې ، دے ځما د ژوندون څلے

      چه خاوند يي د مودو نه مزدورئ پسے بهر دے
      د يو اوږد انتظار بوجهـ د سرتوری په ځيګر دے
      د ساړه انغري خواته په سړه ايره کښ ناسته
      د غمژنې مور په غيږ کښ درې کلن ماشوم نهر دے

      دا چې لوږه په کښ پايي ، دی ځما د خاورو کلے
      دغه زوړند کور چې وينې ، دے ځما د ژوندون څلے


      دا رنځوره چې پرته ده دا ددی کلي ابئ ده
      په خيرن خيچن ماحول کښ د ارمان يوه سلګئ دا
      تش بوتل د دواېۍ ته په چاودلو سترګو ګوري
      په زړه بړستن کښ ملاسته يو قيصه د بې وسئ دا


      دا چې لوږه په کښ پايي ، دے ځما د خاورو کلے
      دغه زوړند کور چې وينې ، دے ځما د ژوندون څلے

      د کتاب او د مکتب نه چې محرومه په ازل دى
      چې د رزق په تکل کښ په پښې ابله پښو په زغل دی
      د لقمان په لاس کښ لور دے افلاطون په سنډه سور دے

      د غربت منګول کښ انښتی څه مجبوره مستقبل دے

      دا چې لوږه په کښ پايي ، دی ځما د خاورو کلے
      دغه زوړند کور چې وينې ، دے ځما د ژوندون څلے

      د ازل تور شوکوومه ددے خاورے د تندي نه
      بس تر پوزې پوری راغلم د ماحول د ساه ډوبي نه
      د خزان ددې خپسې د منګول نه ځان اوباسم
      دادے خپله حصه اخلم نن په زور د پسرلي نه


      دا چې لوږه په کښ پايي ، دی ځما د خاورو کلے

      دغه زوړند کور چې وينې ، دے ځما د ژوندون څلے
      Za der khafa woom che zama da nazam pa post kolo ke dere terwatane oshwe. Staa der mashkoor yam che zama nazam de der khaista ao khkule oleeka.Dase maa na sha leekale.

      Comment


      • #18
        سخي جانه
        ستا ډيره مننه
        ځه ستا ددے نظم ته حيران په دے يم
        چه څنګه ستا په ذهن کښ د يو ابئ په کړاغو سترګو د دوايئ خالي بوتل ته کتل
        د يو نهر ماشوم د مور په غيږ کښ د سوړ انغري غاړےڅکه ناسته
        يا د يوے کنډے خيرن بالخت
        د تعليم نه محرومه پښتون له د لقمان حکيم او د افلاطون تشبيه
        دډيوے کمه رنړا
        يو ساه ډوبے ماحول

        دا د هر چا ذهن ته نه راځي
        ډير ښکلے
        بلکه دا ماته اوس په ياده ياد دا خو څو شعرونه رانه هير شوي ووو
        ستا ډيره مننه چه يو ځل د بيا دلته مونږ سره دا ښکلے نظم بيا شريک کړو
        آلله د درله نور همت او لوي کامرانه ژوند درکړي

        Last edited by Guest; 09-24-2010, 01:36 PM.

        Comment


        • #19
          IJaz its a good feeling to know I am around people like you.

          Comment


          • #20
            ډېر ښۀ اعجاز صيب ، ډېر پۀ زړۀ پورې شعرونه دی
            ----------------------------------------------------------
            وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
            دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

            دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
            دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

            Comment


            • #21
              Sakhi jana sta da yaw nawee nazam pa intizar ke
              za wayam nan ba post krree ,nan ba post krree
              kho na umeeda sham hahahahah

              Comment

              Working...
              X