Announcement

Collapse
No announcement yet.

غزل څه ته وائی او څنګه ليکلے شی

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • غزل څه ته وائی او څنګه ليکلے شی

    غزل

    غزل څه ته وائی او څنګه ليکلے شی
    غزل دَ شاعرې پۀ صنفونو کښې تر ټولو ممتاز صنف دے، بنيادی طور دا دَ عربۍ نه دَ فارسۍ پۀ لاره پښتو ته راغلے دے
    اول اول به پۀ غزل کښې دَ محبوبا (مونث) سره خبرې کېدې نو ځکه ئې پۀخلک وائی چې دَ غزل لغوی معنا دَ ښځو سره خبرې کول دی، کلاسک کښې همدغسې وو چې پۀ غزل کښې ايله دَ عشق او محبت خبرې وې، غم جانان خو وو خو ؤلې دَ غم دوران پکښې څۀ تذکره نۀ وه خو بيا وخت تېرېدو سره سره پکښې بدلون راغے او دَ دې تقاضې بدلې شوې خو کۀ چرې غزل دَ ښځو سره خبرې کؤل وی نو بيا هغه دَ پريشان خټک صيب هغه خبره چې کله ښځه ذات غزل ليکی نو هغه به چاسره خبرې کوی او هغې ته به بيا څۀ وايو
    يو بل تعريف کښې وائی چې غزل دَ غزال نه ووتے دے او غزال هوسۍ ته وائی کله چې هوسۍ پسې ښکاری لګېدلے وی او دا ترې منډې وهی خو چې کله ښه ستړې شی او دَ بچ کېدو اميد ئې پاتې نۀ شی نو دَ دې دَ زړۀ نه يوه څړيکه اوځی چې هغې ته هم غزال وئېلے شی، وائی چې دا څړيکه دومره پرسوزه وی چې دَ ښکاری زړۀ هم نرم کړی او همدغسې غزل هم دَ شاعر دَ آه و فرياد يوه پرسوزه قصه وی
    فارسی غزل سعدی، رومی ، خسرو او حافظ غندې کسانو کمال ته رسؤلے دے خو اردودانو هم بلا کار کړے دے او دَ غزل ننی مقام ته رسؤلو کښې دَ اردودانو هم لوئې لاس دے، خو پښتو ته غزل هغه وخت راغلے وو کله چې لا اردو پېدا هم نۀ وه او يا ئې دَ خړپوسو ورځې وې، هرڅو کۀ دَ تاريخی معلوماتو پۀ رڼا کښې دَ پښتو غزل ابتدا دَ اکبر زمينداروی نه کېږی څو ک چې پۀ 780هجرۍ خواوشا ژوندے وو خو دَ معيار غزل پۀ لومړی ځل مرزا خان انصاری پېش کړو چې اصل نوم ئې فتح خان وو او دَ پير روښان مريد وو خو دَ کمال تر حده رسؤلو واله خوشحال بابا دے، دَ چا غزل چې نۀ صرف پۀ معيار پوره دے بلکې هراړخيز دے دَ خوشحال بابا نه پس هم ښۀ ښۀ شاعران لکه رحمان بابا،حميد بابا يا علی خان وغيره تېر شوی، حميد بابا خو پۀ موشګاف يادشوے دے، دَ کمال غزلونه ئې ليکلی دی و دَ غزل دَ پلار خطاب حمزه بابا اوګټلو او دا ځکه چې هغوۍ دَ تصوف پۀ پرده کښې خپل پښتونيت ځائې کړو
    لکه يو شعر ئې څۀ دا رنګ دے چې
    خدائې هم کۀ انسان وے نو پښتون به وے

    دَ غزل ارتقائی سفر مونږ پۀ درې برخو کښې وېشلے شو
    وړومبے دؤر: دَ اتمې صدۍ هجرۍ نه تر لسمې صدۍ هجرۍ پورې چې پکښې ايله غم جانان وو
    دويم دؤر: دَ لسمې صدۍ هجرۍ نه تر دولسمې صدۍ هجرۍ پورې، دَ خوشحال بابا، رحمان بابا، حميد بابا او روښانيانو پۀ مکتبونو مشتمل دے
    دريم دؤر يا جديد دؤر : دا دؤر دَ ديارلسمې او څوارلسمې هجرۍ صدۍ تر نيمۍ پورې يعنې دَ شلمې صدۍ عيسوی شروع کېدو نه لږ وړاندې شروع کېږی
    دَ هيئت لحاظ سره پۀ غزل کښې يوه مطلع وی کله کله پکښې حسن مطلع هم شامله شی خو هغه ضروری نه ده ضروری ايله مطلع، شعرونه او مقطع دی
    دَ مطلعې دواړه مصرې هم قافيه وی باقی دَ هر شعر دويمه مصرعه هم قافيه وی
    پۀ يو سټينډرډ غزل کښې کم از کم شعرونه پنځه او زيات نه زيات ديارلس شعرونه وی، پخوا به پکښې دَ طاق شعرونو شرط هم وو خو اوس ئې ناقدين ضروری نۀ ګڼی
    هسې خو حمزه بابا او څو نورو شاعرانو دَ شلومنه هم زيات شعرونو واله غزلې ليکلې دی خو هغې سره دَ غزل هغه خوند پاتې نۀ شی نو ځکه مشران وائی چې دَ ديارلس نه ئې مۀ اوږدوۍ
    دَ خيال او مضمون خو هېڅ پابندی نشته چې کومه موضوع پکښې چېړې خو زيات غوره داخلی موضوعات وی دَ شاعر دَ ذات سره تړلی او دَ خارجی موضوعاتو لپاره نظم يو غوره صنف دے
    دَ يو ښۀ غزل لپاره صوتی آهنګ برابر ساتل ډېر ضروری وی
    دَ پښتو کوم غزلونه چې زيات خوښېږی يا دډېر خوند کړۍ هغه دَ يولسو چپو بحر واله غزلې دی، پۀ نورو بحرونو کښې هم ليکلے شی خو خوند دا ډېر کا
    ځکه چې لنډو بحرونو واله ګزلې ډېرې چستې وی، پکښې دَ هېڅ قسم سېوائی ټکی ځائے نۀ وی يعنې مونږ ورته سمارټ هم وئېلے شو چې دَ هر چا دَ وس کار نۀ وی
    دَ غزل ډېر قسمونه دی لکه کلاسيکی غزل، رومانی غزل، ترقی پسند غزلونه او جديد غزل

    ----------------------------------------------------------
    وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
    دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

    دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
    دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

  • #2
    dair kha dars e sher wa sukhan dey.
    barakat barakat

    Comment


    • #3
      ننګياله
      په عربئ کښ چه څوک جينکو سره خبرے کوي
      نو د هغه دپاره غازل لفظ استعماليږي

      مثلا" ( جوهريغازل( ګوهر جينئ سره خبرے کوي هاهاهاها


      والله اعلم بالصواب

      بله دا چه اول خو راته بحر اوخايه چه دا چه شے دا
      دا قافيه انټي څه ته وايي هاهاها

      Comment


      • #4
        Originally posted by shehram View Post
        ننګياله
        په عربئ کښ چه څوک جينکو سره خبرے کوي
        نو د هغه دپاره غازل لفظ استعماليږي
        مثلا" ( جوهريغازل( ګوهر جينئ سره خبرے کوي هاهاهاها
        والله اعلم بالصواب
        بله دا چه اول خو راته بحر اوخايه چه دا چه شے دا
        دا قافيه انټي څه ته وايي هاهاها
        بس لالا دا يو دې پکښې دَ کار خبره اوکړه او دا نور هسې ګپ دے ..... هاهاهاهاهاهاها

        ----------------------------------------------------------
        وختونه ښپه نيولی شول يو سوال کوی زمانه
        دې دؤر دَ مغلتيا کښې دَ پښتو ملګری شته؟

        دا باد دَ زمانې چې مونږه چېړی، هسې نۀ ده
        دا ګوری چې پۀ مړو اېرو کښې سرۀ بڅری شته؟

        Comment


        • #5
          يو غزل اوليکه ننګياله چه پرے پوهه شم غزل څنګه ليکلے شي

          Comment

          Working...
          X