خوشحال خان دَ شاهين او باز دَ مړانې او نورو اعلٰي صفاتو ذکر ځکه خوښوي چې هغه ئې دَ انسان دَ ژوند او اعلٰي اخلاقو دَپاره ډېر ضروري ګڼي.
خوشحال خان خټک دَ دې مارغانو صفت يعنې مړانه، همت او پاکيزه فطرت دَ اوچت او اعلٰي کردار انسان دَپاره استعمال کړي دي. وروستو اقبال سيالکوټي هم د خوشحال بابا په تتبع کښې ځکه چې اقبال د خوشحال بابا د کلام مطالعه د انګرېزۍ په واسطه کړې وه، شاهين دَ مرد مؤمن دَ اخلاقي ژوند او اخلاقي خوي بوي او صفاتو دپاره استعمال کړے دے . دَ انسان دَ اوچت کردار بيانولو دَپاره هغۀ هم د باز، شاهين، شهباز او عقاب ياد کړي دي. خوشحال بابا کۀ د شاهين او باز استعارې د مرد دپاره استعمال کړي دي نو هغۀ په خپله بازونه ساتلي وو او د هغې ثبوت کۀ څوک په نن وخت کښې هم کتل غواړي نو د خوشحال بابا بازنامه اوس هم په کتابي شکل کښې موجوده ده. د دې برعکس اقبال سيالکوټي باز ساتلے خو څۀ کېدے چې يو ځل په لاس کښې هم نۀ وي اخستے. اقبال سيالکوټي صرف دومره کړې دي چې د شاهين استعاره ئې د مرد په ځائے د مرد مومن دپاره پکار راوستې ده. خو په دې بحث کښې تلل نۀ غواړو ځکه چې زمونږ موضوع دا وخت د خوشحال بابا په شاعرۍ خبره کول دي.
لکه څنګه چې دَ مارغانو په دنيا کښې شاهين يو لوړ مقام او قلندرانه خوبۍ لري دغه شان دَ خوشحال بابا ننګيالے او مرد دَ بنيادمو په دنيا کښې لوړ مقام او قلندرانه خوبۍ لري.
لکه چې ووئيلي شو په دې باره کښې دَ خوشحال خان خټک دَ شاهين او باز استعارات او تشبيهات دَ خپلې تجربې او مشاهدو په بنياد دي ځکه چې هغه په خپله ښکاري وۀ او دَ مړنيو، قلندرانو، دروېشانو او مجاهدانو دَ خوي خصلت او صفاتو نه خبر وۀ. خو اقبال اګر چې دَ انساني قلندرانو وغېره دَ خوي بوي نه خبر وۀ مګر ښکاري نۀ وۀ ځکه دَ شاهين او باز دَ خوي بوي مشاهده او تجربه ئې نۀ لرله، صرف دومره خبره ده چې دَ خوشحال بابا په کلام کښې دَ مړانې دَ صفاتو دَپاره دَ دې مارغانو ذکر نه ډېره متاثره شوے وۀ او په دې بنياد ئې دَ مردِ مؤمن دَ مړانې او اعلٰي صفاتو شاعرانو تشريح دَ دې مارغانو په صفاتو سره کړې ده او ترې ډېر اوچت مضامين ئې پېدا کړي دي.
دَ دې نه مقصد دَ اقبال اوچته مدعا وه چې دَ اسلام زوړ حجازي شان دَ نوي سره رادوباره شي او پرېوتي مسلمان قوم ته په دې غرض دعوت ورکول وو لکه چې وائي:
نګاه عشق دل زنده کي تلاش مين هے
شکارِ مُرده سزاوار شهباز نهين

او خوشحال بابا خپل مقصد داسې بيانوي، وائي:
لکه باز په لوئے لوئے ښکار زما نظر دے
نۀ چې ګرځي ګونګټ نيسي باد خورک يم
لکه باز په لوئے لوئے ښکار زما نظر دے
نۀ چې ګرځي ګونګټ نيسي باد خورک يم
غرض دا چې دَ باز او شاهين دغه صفات خوشحال بابا انساني ژوند او اعلٰي اخلاقو دَپاره ډېر ضروري ګڼي.
خوشحال خان دَ يوۀ ننګيالي
او مردِ مېدان په حېثيت
او مردِ مېدان په حېثيت
په جهان دَ ننګيالي دي دا دوه کاره
يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي
يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي
خوشحال خان بابا په دې خپله وېنا دَ خپل کردار په ذريعه ټينګ ولاړ وۀ خو هر کله چې هغه پوخ او کلک مسلمان وۀ نو دَ جهاد طرز ئې هم اسلامي وۀ لکه چې وائي:
په اوبو چې روا نۀ وي شونډې مۀ ږده
په ورځ شل خونونه کړه په شريعت
په ورځ شل خونونه کړه په شريعت
په دې باره کښې هغه دَ ظلم خلاف وۀ لکه چې وائي:
کۀ نوم دَ حجاج اورې، اورې نوم دَ نوشېروان
په عدل کافر ښۀ شۀ، ظلم بد کړو مسلمان
په عدل کافر ښۀ شۀ، ظلم بد کړو مسلمان
وائي وسلې سره چې کار نۀ لري هغه دَ ښځې په مثال دے:
چې مئېن په وسله نۀ وي
مرد دې نۀ وائي خپل ځان ته
لاس دې سرۀ کړي سترګې تورې
ځان دې وجوړوي ځوان ته
مرد دې نۀ وائي خپل ځان ته
لاس دې سرۀ کړي سترګې تورې
ځان دې وجوړوي ځوان ته
خوشحال خان دَ جنګ نه زيات دَ امن طلبګار دے خو چې دَ جنګ ضرورت شي نو بيا اسره کول ښۀ نۀ ګڼي. وائي:
هغه کار چې په نرمۍ ترسره کېږي
څۀ حاجت چې رساوۀ شي ترجنګونه
و هغۀ وته کۀ قهر کړے روا دے
چې لري دَ بدو فعل بد خويونه
دَ هغۀ په مرګ ثواب ګټلے بويه
چې ئې سېځي له شومته غاړې غرونه
هغه کار چې په نرمۍ ترسره کېږي
څۀ حاجت چې رساوۀ شي ترجنګونه
و هغۀ وته کۀ قهر کړے روا دے
چې لري دَ بدو فعل بد خويونه
دَ هغۀ په مرګ ثواب ګټلے بويه
چې ئې سېځي له شومته غاړې غرونه
هغه په جنګ کښې هم دَ قرآني احکامو سخته پابندي کوي. وائي:
په خصلتونو کښې عدل و انصاف ښۀ دے
دَ ښو له بدو سره زړۀ صاف ښۀ دے
کۀ څوک دې غاښ مات کا تۀ ئې هم غاښ مات کا
کۀ عذرخواه شي، غاښ ئې معاف ښۀ دے
دَ ښو له بدو سره زړۀ صاف ښۀ دے
کۀ څوک دې غاښ مات کا تۀ ئې هم غاښ مات کا
کۀ عذرخواه شي، غاښ ئې معاف ښۀ دے
په مېدان جنګ کښې سر په تلي کښې اېښودل هغه لويه کاميابي ګڼي. وائي:
په جهان دَ ننګيالي دي دا دوه کاره
يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي
په جهان دَ ننګيالي دي دا دوه کاره
يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي
هغه په جنګ کښې دَ تورو په چلولو په شړنګار ځارېږي:
چې څرګنده سربازي کاندي دَ تورو
زۀ خوشحال خټک، ترهسې هنر ځار شم
چې څرګنده سربازي کاندي دَ تورو
زۀ خوشحال خټک، ترهسې هنر ځار شم
دَ هغۀ په نزد دښمنانو نه بدل اخستل مړانه ده. وائي:
څو وانۀ خلي له غليمه انتقام
مرد نۀ خوب کا نۀ خواړۀ کا نۀ ارام
مرد نۀ خوب کا نۀ خواړۀ کا نۀ ارام
دَ خوشحال خان بابا په نزد په شا ګوزار خوړل دَ مړنيو کار نۀ بلکې دَ بزدلو کار دے.وائي:
هغه هېڅ مړنے نه دے
چې په توره په قفا خوري
چې په توره په قفا خوري
په توره عاشق هغه کامياب ګڼي. وائي:
چې په توره ترکتازي کا
هغه هر کله کامګار وي
هغه هر کله کامګار وي
او په خپله خو دَ تورو په شړنګار کښې خوشحاله وي. لکه چې وائي:
دَ خوشحال خټک خوشي به هغه وخت شي
چې برېښنا دَ سپينو تورو شي په زغرو
چې برېښنا دَ سپينو تورو شي په زغرو
دَ خانۍ او سردارۍ په باره کښې ئې هم دَ ننګ او غېرت ډېر اشعار وئيلي دي. دَ نمونې يو څو شعرونه دا دي:
سردار هغه دے چې شرم ننګ لري
مدام دَ شرم توره ترڅنګ لري
صرفه په زر نۀ کا صرفه په سر نۀ کا
چې دښمنان وي دَ هغو جنګ لري
سردار هغه دے چې شرم ننګ لري
مدام دَ شرم توره ترڅنګ لري
صرفه په زر نۀ کا صرفه په سر نۀ کا
چې دښمنان وي دَ هغو جنګ لري

Comment